د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پاکستان په پوځ کی پښتانه

Naeem sadat
20.06.2011

ګرانو ورڼو عسلام و علیکم
زه پدی فورم کی نوی یم او اول وار می ده چی څه لیکم او هغه هم پوښتنه ده
او پوښتنه داده چی ما غوښتل دپاکستان په پوځ او استخباراتو او عمومی د پاکستان په دولت کښی دپښتنو افسرانو د رول په باره کښی معلومات را غونډ کړم خو په انترنت کی می داسی خاص څه پیدا نکړه مثلاَ د جنرال حمید ګل نصیرالله بابر جنرال ایوب خان لکه د ای اس ای د افغانی شعبی او داسی نور پښتانه چی دپاکستان په سیاست یی اغیزه لرله او یایی لری که له تاسو سره څه معلومات وی چی ماته یی راکړی او که غواړی چی بحث پری وکړو


Re: د پاکستان په پوځ کی پښتانه

pupal
20.06.2011

[quote:80064b860d="نعیم ملت وال"]عسلام و علیکم [/quote:80064b860d]
:)
وعلیکم السلام ملت وال صاحب
زه هم که څه هم زوړ غړی نه یم خو تاته ښه راغلاست وایم.
هیله ده پتوال صیب به دې پوښتنه درځواب کړي او ډیره مهمه پوښتنه ده.
نور په کاناډا کې څه حال دی؟
واسلام


محمود سعيد
20.06.2011

پوپل صیب په خیر راغلاست!
له ځوابونو مو ځیرکتیا تر سترګو کیږي. هیله ده په خپلو ښو لیکنو مو ونازوئ!


Re: د پاکستان په پوځ کی پښتانه

عبدالقهار
20.06.2011

[quote:30c0f827c5="نعیم ملت وال"] عسلام و علیکم[/quote:30c0f827c5]‎هلکه نعیمه داده کوم ځای سلام دی؟ ‏


pupal
20.06.2011

محمود سعید صیب ډیره مننه ستاسې دښه راغلاست او تشویق څخه.
او ان شاء الله ضرور به تر خپلې وسې لیکنې ونه سپموم.


monir
20.06.2011

http://en.wikipedia.org/wiki/Pakistan_Army

Pakistan Army, Ethnic Composition

Traditionally, the army was a predominantly Punjabi force. In British India, three districts: Jhelum, Rawalpindi, and Campbellpur (now Attock) dominated the recruitment flows. By 2007 the percentage representation in the Pakistan Army as a whole (officers and Other Ranks or soldiers) was as follows: Punjabis: 57%,[color=blue:f47fe93415]Pushtuns: 15%[/color:f47fe93415], Sindhis: 13.5%, , Kashmiris: 9.11%, Balochis: 3.2%, and Minorities: 0.72%. Extensive efforts have been made to bring Balochis and Sindhis on par with other ethnicities, presently the army recruitment system is enlisting personnel district-wise irrespective of provincial boundaries. This decision has given a fair chance to every citizen of Pakistan to be part of the Pakistan Army as each district possesses a fixed percentage of seats in all branches of the army, as per census records. Large numbers of men from Sind and Balochistan have joined the ranks of the army and have proved their commitment and bravery to the national cause in Kargil and the ongoing global war on terrorism.


جواب

Naeem sadat
28.06.2011

ګرانو ورڼو
ماغوښتل چی د پاکستان دپښتنو سياستمدارانو او پوځې جنرالانو په اړه څه بحث تاسی سره جوړ کړم 
خو داسي معلوميږي چی دا ډول رښتيانی بحثونه چاته خوند نه ورکوې
تاسی ته کله سوال نه ده پیدا شوی چی ولی دافغانستان دولت تقریباَ دجوړیدو له ورځی نه تر نن ورځی پوری دبیګانوو میلیتونو په لاس کی ده دد دومره قربانویو سره سره ددومره جنګی کامیابویو سره سره بیا هم پښتانه ناکامه دی او لکه یو ناکام قوم دنورو دحکومت داری لاندی په خپل وطن کی شپی تیروی
تر نن ورځی پوری هیڅکله هم پښتو ژبه ددولت رسمی ژبه نه ده شوی اوتر نن ورځی ټول دولتی کار اوبار په فارسی ژبه کیږی
د اول وار لپاره پښتو ژبه د غازی امان اله خان په وخت کی مطرح شوه خوهغه هم دکاغذ پرمخ پاتی شوه اوورسته دولتونو هم چی دپښتو ژبی لپاره څه وکړه ټول نمایشی کارونه وو زموږ دغلطولو لپاره اوټول بیا هم دکاغذ پر مخ پاتی شول په ټول کابل کی فقط دوه دپښتو لیسی دی د خوشحال خان او رحمان بابا لیسه چی دا دواړه هم دسرحد ها غاړی پښتنو لپاره جوړی شوی وی اوهیڅکله هم دولتی کار او بار په پښتو ژبه چالان نشو
پښتنو همیشه په افغانستان کی ددوهم سورت خلکو په څیر ژوند کاوه او کوی یی بیسوادی فقر لوږه دا دپښتنو دایمی مشکلات وو او دی
دپښتنو کلتور د یو وحشی کلتور په څیر تبلیغیده او تبلیغیږی او دومره پروپاګند په پښتو کلتور پسی شوی چی زه ډیر د کابل اوسیدونکی پښتانه پیژنم چی په خپله پښتو شرمیږی او شرایط د کابل داسی دی چی هر پښتون بعد له یوه نسله چی په کابل کی مکتب ووایی بیا نو فارسی زبان شی او ددعمومی پروپاګند چی دپښتو په ضد کیږی له تاثیر لاندی راشی حال دا چی پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی
او په ټول جهان دا قانون دی چی د هر دولت دولتی ژبه او دولتی کلتور داکثریتو ژبه اود اکثریتو کلتور وی
خو په افغانستان کی داسی نه ده په افغانستان کی داقلیتو ژبه دولتی ژبه ده اود اقلیتو کلتور رسمی او دولتی کلتور دی او د پښتنو د کلتور پسی په دولتی صتحه پروپاګند روان دی
نو ماته پوښتنه پیدا کیږی چی ولی پښتانه دومره ناکامه دی دومره جنګونه یی ګټلی دجهان غټی غټی امپراتوری یی نړولی خو بیا هم لکه یو ناکام قوم ژوند کوی
دا صرف نن نه ده بلکی دتاریخ په اوږدو کی همدا حال دی
نو په دی خاطر موږ ته ضرورت دی چی خپل تاریخ ته یو ځل بیا په خلاصو سترګو وګورو او تحلیل یی کړوچی ولی موږ دخلکو دتاثیر لاندی راغلی یو
اول همدا دتاریخ کتاب چی موږ په مکتب کی ویلی ده ماته معلومه نده چی چا تالیف کړی شاید هم کوم خارجی به لیکلی وی
ځکه چی په داسی بڼه یی لیکلی چی صحی معلومات نشی تری اخستل کیدای او لوستونکی په غلطه لار بیایی
که چیرته موږته وایی چی امان اله خان زموږ قهرمان وو او ګوډملا خاین وو نو موږ سر نه پسی ګرځوه او ټول په یوه ژبه چیغی وهو هوهو همداسی ده
که موږته وای چی دخپلواکی جنګ یا دافغان انګلیس دریم جنګ ډیرقهرمانانه جنګ وو او ډیر په تدبیر سره شوی نو بیا څوک سر نه پسی ګرځوی او بیا ټول په یوه اواز سره چیغه کړو وو همداسی ده حال دا چی پدی جنګ کی ډیری اشتباوی شوی
انګلیسان له مخکی نه پدی پوهیدل چی دا جنګ کیدونکی ده او په دی هم پوهیدل چی افغانان کولای شی تر کشمیره خپلی له لاسه تللی مځکی بیرته لاس ته راوړی
ځکه چی په دی وخت کی دافغانستان اردو د ۴۵ کالو په بهیرکی( یعنی دامیر عبدالرحمان خان او امیر حبیب اله په دوره کی) ډیره پیاوړی شوی وه له بلی خوا انګلیسان داول جهانی جنګ له کبله کمزوری شوی وو او دسرحد هاغاړه قباییل چی نصرالله خان ډیری ټینګی اړیکی ورسره لرلی همدی ته چمتو ناست وو چی غږ پری اوشی او دوی دانګلیسانوسره جهاد شروع کړی او دافغانستان ټول خلګ جهاد ته چمتو ول او دجنګ د نه شروع کیدو علت یوازی اویوازی امیر حبیب الله خان وو ځکه چی ده دانګلیسانو سره ډیره ټینګه دوستی وه اوڅو انګلیسی جنرالانو ته یی دوروری لاس هم ورکړی وو او دفرمانسوری غړی هم وو او ډیر ضیف النفصه سړی وو او انګلیسان په دی هم پوهیدل چی ژر یا وروسته به د( امیرحبیب الله خان له مرګه وروسته) نصرالله خان د امیر حبیب الله خان ورور چی نایب السلطنه وو په افغانستان کی به قدرت چښتن شی نو ځکه یی دامیر حبیب الله خان دقتل دسیسه جوړه کړه
دانګلیسانو اصلی بیره له نصراله خان څخه وه
ځکه چی هغه یو مدبر با انظباطه اوپښتون سړی وو اودوی په دی پوهیدل که چیری داسړی دافغانستان مشر شی نو ددوی ټول پلانونه به له منځه لاړشی اودی به او کولای شی چی غونډ لوی افغانستان یو ځل بیا سره متحد کړی
اوکله چی امیرحبیب الله خان ترور شو او نصرالله خان په ننګررهارکی دهغه په جنازه مصروف وو نو امان الله خان دیو څو کابلیانو لخوا غلط شو او په خپل تره نصراله خان یی کودتا وکړه او او په کابل کی یی خپله بادشاهی اعلان کړه په اصل کی دامان الله خان په وجود کی څو ځوان کابلی لوچکان قدرت ته ورسیدل
او بیایی نصرالله خان بندی خانی ته واچاوه او هلته یی مړ کړ
دوی دامان اله خان له صداقت او وطنپرستی نه ګټه واخیسته او د ترقی او پیشرفت په نوم یی دخپل تره په ضد استعمال کړ
په اصل کی دامان الله خان په وجود کی همدا ننی شمالی ټلپاله قدرت ته ورسیده امان الله خان یی دپردی مخته درولی وو او دپردی شاته ټول دوی وو نو دوی ددلپاره چی د نصرالله خان محبوبیت په افغانستان کی کم کړی انګلیسانو ته دجنګ اعلان وکړ ځکه دا دنصرالله خان پلان وو چی د انګلیسانو سره جنګ وکړی او نه تنها چی ازادی ترینه واخلی بلکی دافغانانو له لاسه تللی مځکی هم بیرته راوګرځوی نو دی امیر حبیب الله په قتل او د امان الله خان په کودتا کی دانګلیس لاس له ورایه ښکاری
او کله چی جنګ شروع شو نو دادی امان الله خان انډیوالانود جنګ رهبری ونشوای کولای ځکه چی دوی د عیش او نوش خلک وو دجنګ په وخت کی به یی ټوله شپه په شراب خوری تیره کړه او بیا به صبا دغرمی تر یوولس بجو ویده وو دوی صرف دسیسی جوړوی شی د جنګ او سیاست خلګ نه دی
اردو په غیر منظم ډول د ننګررهار پکتیا او قندهار په لور حرکت وکړ
هغه وخت چی دولتی قواوی تورخم ته ورسیده نو جنګ یی پیل کړ او دی ته منتظر نشول چی نوری دولتی قواوی د هم پکتیا اوقندهار ته ورسیږی په دی وخت کی قوا چی د پکتیا په لور یی حرکت کړی وو لا لوګر ته نه وه رسیدلی دریمه قوا خو بیخی دجنګ دختم نه وروسته قندهار ته ورسیده
زه نه پو هیږم چی ولی دا جنګ داسی غلط رهبری شو چی دا په نامه سرداران دجنګ له حالته هم خبر نه وو او دننګررهار قوا په جنګ کی اول ماته وخوړه او څه د ننګررهار مځکی یی له لاسه ورکړی خو ورسته یی وکولای شول چی انګلیسان هلته تم کړی
پدی وخت کی دپښتنو ټول قومونه او د سرحد د ها غاړی قبایل دافغانستان رهبری ته سترګی په لاره وو چی دوی رهبری کړی خو متعصفانه چی د افغانستان په رهبری کی داسی څوک نه وو چی دوی رهبری کړی دا دامانالله خان انډیوالان چی تمامه وخت به یی د وطن پرستی ازادی او پیشرفت چیغی وهلی ټول د غرمی تر یوولسو بجو ویده وه دوی ټول دبستر خلګ وو په دوی کی ډیر نه پښتانه وو او که پښتانه هم وو داسی پښتانه وو چی په پښتو نه پوهیدل او ښځوبه یی دسکاچ لوبی کولی د انګلیسانو نخری به یی کولی
ددسردارانو له جملی نه صرف یو نادرخان پکتیا ته راغی او دقومونو سره یی په ګده په انګلیسانو حمله وکړه اوتر ټله پوری مخته لاړه ډیری مځکی یی له انګلیسانو نه ونیولی
او دقندهار په جبهه کی خو اصلاً جنګ ونشو ځکه چی دولتی قوا هلته دجنګ په اخر کی ورورسیده کله چی جنګ خلاص شوی وو
او په دی وخت کی انګلیسانو د سولی پشنهاد وکړ
اود افغانستان رهبری پداسی حالت کی ورسره سوله وکړه چی له دی نه خبر نه وو چی په پکتیا کی یی جنګ ګټلی ده
او یوه ولیشت نوی خاوره یی هم په لاس رانه وړه صرف انګلیسانو دافغانستان خپلواکی په رسمیت وپیژنده او بس
که چیری دا هلکان چی نوی قدرت ته رسیدلی وو دجنګ ښه رهبری یی کړی وی او پخپله دجنګ میدان ته ورغلی وای نو اول به یی د خدای او بیا به یی د اولسونو او د اردو په زور دافغانستان ټولی له لاسه تللی مځکی بیرته لاس ته راوړی وی او په دی شکل یو ډیر ښه چانس دافغانستان دخلکو له لاسه لاړ
او ورسته چی بیا دپکتیا خلګ او نور قومونه او مذهبی مشران د دی دولت پسی را پورته شول نو روسانو مستقیم خپل لاس پوڅی حبیب اله راوست او په قدرت یی کیناوه
او امان اله خان ددوی په مقابل کی هیڅ مقاومت ونشو کولای ځکه چی هغه له اوله ددوی په لاس کی وو
او موږ نن هغو خلکوته چی په دی دولت پسی را پورته شوی وو خاینان وایو
دانګلیس جاسوسان ورته وایو چی ملایان دانګلیس جاسوسان وو دا یی موږته په تاریخ کی لیکلی او موږ هم چکچکی ورته کوو
نن هم موږ په خپل ستراتیژیک سیاست نه یو پوی او په ساده تبلیغاتو غلطیږو
په۱۳۷۱هجری شمسی کال کی د افغانستان داردو دړنګیدو نه وروسته چی د روسانوپه توطیه ړنګه شوه دافغانستان تجزیه کیدل صرف دوخت خبره وه
دانو دروسانو امریکایانو او انګلیسانو پوری تړلی وه چی څه وخت دوی غوښتی وی نو افغانستان یی تجزیه کولی شوای او چا یی مخه نشوی نیولی
دروسانو خو له اوله همدا زړه وو چی افغانستان تجزیه کړی صرف دومره معطل وو چی امریکایان سر ورته وښوروی اوبس
نور داسی څوک نه وو چی دافغانستان دتجزیی مخه ونیسی حزب اسلامی دومره قدرت نه لاره چی دافغانستان تمامی عرضیت وساتی حتی دکابل په جنګونو کی هم ناکامه شوی وو او ورځ په ورځ یی خپل قدرت له لاسه ورکاوه
نور نو دافغانستان دتجزیی خبره حتمی ښکاریده روسان او ایران په همدی اخته وو چی د امریکا دولت دافغانستان تجزیی کیدلو ته راضی کړی
روسانو په دی دیرش کاله کار کړی وو اوس نو خپل مطلب ته ډیر نژدی شوی وو
خو دطالبانو تحریک د جوړیدو سره ددوی ټول پلانونه دخاورو سره خاوری شول او دافغانستان دتجزیی خطر دډیر وخت لپاره له منځه لاړ
حتی که همدا اوس هم دوی ټول په ګډه یعنی روسان ایران او که امریکا هم ورسره ملګری شی او وغواړی چی افغانستان تجزیه کړی نو ددوی لپاره چی تر څو طالبان موجود وی دا نا ممکنه خبره ده دطالبانو دتحریک په جوړولو کی د پاکستان دپخوانی داخله وزیر مرحوم نصیراله بابر ډیره فعاله ونډه اخیسته وه او بعضی خلکو حتی دطالبانو دپلار خطاب ورته کاوه پښتون پښتون دی که په هر دولت کی کار کوی څوک به وایی چی په دی کی د پاکستان ګټی وی چی مرکزی اسیا دهیوادونو سره یی دګازواو نورو دتجارتنو لاری خلاصولی خو که دهرچا ګټی وی وی به
موږته دا خبره مهمه ده چی افغانستا ن د تجزی له خطره خلاص شو
که د پاکستان په دی کی مالی ګټه وه نو دموږ په دی کی حیاتی ګټه وه
او په دی کی د پاکستان دپښتنو افسرانو رول ډیر مهم وو او زه په ځغرده دا خبره کوم نه له چا شرمیږم او نه له چا ډاریږم چی دا دافغانستان دایندی لپاره یو ډیر لوی خدمت وو
او تاسی ته معلومه ده چی احمدشا بابا هم د نادر افشار په اردو کی افسر وو
او میرویس نیکه هم دایران په دولت کی کار کاوه نن له نادانی نه په پښتنوکی موډ ده چی داخلک دافغانستان دښمنان دی خو که سړی لیږ عمیق فکر وکړی نو بیا په دی پوهیداشی چی دی خلکو څومره افغانستان ته خدمت کړی
نو ځکه زه شخصاَ بابر صاحب ته ډیر احترام لرم خدای (ج) دیی وبښی
اوغواړم چی تاسی هم خپل نظر په دی باره کی څرګند کړی او که زه په څه کی غلط شوی یم نو تاسی می سترګی را خلاصی کړی
د وطن په محبت باندې قسم خورم

چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم د ژوند جامو کښې د رومم

د جنت باغ کښې مېوې رقم رقم خورم

دوطن پر هېز د بې ننګۍ له خورا کونو

په غيرت ګټلی شي به ولې کم خورم

د وطن داعتلا تږی يم ځکه

لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه

هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی

څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم

ګل پاچا الفت


pattang
02.07.2011

نعيم جانه افرين ستا په مور او پلار دې رحمت او سل ځله رحمت وي چې داسې
تربيه ، هېوادپالنه ، قوم پالنه او کلتور پالنه يې ارثي در کړې دي ٠


h.karezwal
02.07.2011

پتنګ صاحب
ماته دنعیم ملت وال دې خبرې ترټولو خوند راکړ چې زمونږ لیکلي تاریخونه لویي غلطۍ لري ، اوباید په ډیر احتیاط مطالعه شي ، خصوصا نوموړي دامان الله خان او ملاعبدالله ( ګوډملا) تاریخي مقام ته اشاره کړې چې لومړني ته غازي ویل کیږي او دوهم دانګریزانو جاسوس بولي .
ملاعبدالله زما دمعلوماتو له مخې دپکتیا داحمدزیو داتماني دکلي ملا وه ، یوملګري راته وویل چې زه دطالبانو په وخت کې نوموړي کلي ته ورغلم او له پخوانیو سپین ږیرو نه مې دده په باره کې معلومات وکړل چې څنګه سړی وه ، د ده په وینا داحمدزیو او منګلو سپین ږیرو او عامو خلکوټولو په یوه خوله ویل چې ملاعبدالله په ټوله معنی یوبزرګ سړی وه ، پوره دیني علم یې درلود ، او یوازې داسلامي احکامو ددفاع په خاطر یې پاڅون وکړ .
دنوموړي په وینا کله چې امان الله خان دخپلې پاچاهۍ له ټینګیدو څو کاله وروسته دنظامنامې په نامه یو دستور چاپ کړ ، او بیا یې مختلفو ولایاتو ته ولیږه ، په دې دستور کې ډیرې داسې مادې وې چې له اسلام او قراني اساساتو سره په ټکر کې وې ، په دې وخت کې مختلف ملایان لکه دپغمان قاضي عبدالرحمن ، دشوربازار حضرات او ملاعبدالله او داسې نور ملایان چې جهاد یې کړی وه راپورته شول او داعتراض غږ یي اوچت کړ ، امان الله خان دکابل ملایان زر تس نس کړل ، خو ملا عبدالله چي قبایلي مجاهدین ورسره وه ترډیره یي مقاومت وکړ ، وای ملا عبدالله به دامان الله نظام نامه او قران دواړه په لاس کې ګرځول او خلکو ته یي ویل چې کومه یوه منئ .
دامان الله نظام نامه دکابل په ملي ارشیف کې اوس هم پرته ده ، مانه ده لوستلې خو هرڅوک یې کتلی شي ، او له قرآن سره ټکر مواد یې مطالعه کولای شي .
مګر اوس دتاریخ ظلم ته ګوره چې دقرآن په خاطر راپورته شوی ملا عبدالله دانګریز جاسوس بولي ، او قران ستیزه امان الله غازی شو ، زه نه پوهیږم په دې تیرو څو لسیزو کې ولې زموږ یو لیکوال دملاعبدالله ددرک لګولو لپاره دنوموړي سیمې ته ورنغی او دده له مقتدیانو یې پوښتنه ونکړه چې ستاسو ملا څنګه سړی وه ، او نه یوه لیکوال دا جرائت وکړ چې دقران دښمن امان الله خائن وبولي ، هغه چې دخپلې ښځې له سره یې ټیکړی کوز کړ ، جمعه یې په یکشنبه واړوله ، په حجاب یې بندیز ولګاوه او نور کفریات یي رائج کړل .
له دې ډول خبرو معلومیږي چې زموږ تاریخونه ټول غرضي او مرضي خلکو لیکلي دي ، اوباید په ډیر احتیاط ولوستل شي


pattang
02.07.2011

کارېزوال صيب سلامونه !
خبرې دې واقعت او زما په زړه دي ، ما په ټول ژوند کې دپښتنو داسې قيام
ونليد چې تېر شوي سيايت او سهوو ته يې کلکه کرښه تېره کړې وي، کله چې
زه په افغانستان کې يم نو داسې راته ښکارېږي لکه نيم پردی ملک چې وي ٠
ټول کارونه پښتانه کوي خو ساتلی يې نشي ! او لدې خواصو سره يې زه ډېر
غټ پرابلم لرم٠
ژوندی اوسې ٠


Re: جواب

monir
03.07.2011

سلامونه او ښې چارې!
[quote:4a74f7be1c="نعیم ملت وال"]ګرانو ورڼو
ماغوښتل چی د پاکستان دپښتنو سياستمدارانو او پوځې جنرالانو په اړه څه بحث تاسی سره جوړ کړم 
خو داسي معلوميږي چی دا ډول رښتيانی بحثونه چاته خوند نه ورکوې
تاسی ته کله سوال نه ده پیدا شوی چی ولی دافغانستان دجوړیدو له تاریخ نه دد دومره قربانویو سره سره ددومره جنګی کامیابویو سره سره بیا هم پښتانه ناکامه دی
او افغانستان دولت دجوړیدو له ورځی نه د بیګانه وو میلتو په لاس کی ده
حتی لا تر نن ورځی هیڅکله هم پښتو ژبه ددولت رسمی ژبه نه ده شوی
اول وار لپاره پښتو ژبه د غازی امان اله خان په وخت کی مطرح شوه
خو هغه هم دکاغذ پر مخ پاتی شوه
اوهیڅکله دولتی کار او بار په پښتو ژبه چالان نشو
پښتنو همیشه په افغانستان کی ددوهم سورت خلکو په څیر ژوند کاوه او کوی یی
دپښتنو کلتور د یو وحشی کلتور په څیر تبلیغیده او تبلیغیږی
او دومره پروپاګند په پښتو کلتور پسی شوی چی زه ډیر د کابل اوسیدونکی پښتانه پیژنم چی په خپله پښتو شرمیږی
حال دا چی پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی
او دجهان په هر مملکت کی دولتی ژبه او دولتی کلتور داکثریتو ژبه اود اکثریتو کلتور وی
خو په افغانستان کی داسی نه ده په افغانستان کی داقلیتو ژبه اود اقلیتو کلتور رسمی او دولتی دی
نو ماته پوښتنه پیدا کیږی چی ولی پښتانه دومره ناکامه دی
[/quote:4a74f7be1c]
ملت واله وروره سوالونه ډېر دي خو پدا پورته او نورو پرځایو سوالونو لست کې دې یوه بله پوښتنه چې زه یې لرم هم ور زیاته کړه او هغه دا چې:
آیا تاسې یا کوم بل دبحث پښتون ګډونوال کوم غیر پښتنی هېوادوال پېژنئ چې د خپلو مشرانو او کشرانو ( که جنایتکار هم وی) ته بد او رد ویل څه چې آن له هغو څخه یوکوچنی شکایت هم کړی وي؟؟؟ زه خو نه پېژنم . هغوی د دوستم ،فهیم او ورته نورو اشخاصوڅخه شخصیت جوړوی خو پښتانه څه کوي؟؟؟
هغوی د حبیب الله (مشهورپه بچه سقو) څخه عادل پادشاه او خادم دین رسول الله جوړوی او مونږ امان الله خان پسې بد او ردې وایو!!!

زه د پښتنو د پرله پسوناکامیو دلیلونه د انسانی ژوندد تکامل په بهیر او له هغه نه هم مهمه په نا پوهۍ کې وینم .
د همدې ناپوهۍ نتیجه ده چې پښتانه یا ټول یې غواړي یا هیڅ! د همدې نا پوهۍ بله نتیجه ده چې د خپلو تېرو تېر وتنو څخه عبرت اخیستی نشی! هغه ځینې پوه اویا زما په شمول په اصطلاح تعلیم یافته پښتانه هم لدې خاصیت له درلودلو نه استثنا ندي دا ځکه چې د همدې ناپوهۍ په نتیجه کې دوی هغه د انسانی طبیعی ژوند تکامل یې ندی کړی . تعصب یې هم یوه نښه ده!
د همدې نا پوهۍ نتیجه ده چې عام پښتانه په ډېره آسانۍ سره د اسلام سپېڅلي دین تر نامه لاندې د غیر اسلامی تبلیغاتو ښکار ګرځي .
دحل یواځینۍ لاره یې ښوونه او روزنه او ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېره حوصله ده !

په درنښت


ډاکتر څپاند
03.07.2011

نعیم ملت وال صيب فرمايلي،
[quote:9f0b05bcbe]نو ځکه یی دامیر حبیب اله دقتل دسیسه جوړه کړه
دانګلیسانو اصلی بیره له نصراله خان څخه وه
ځکه چی هغه یو مدبر با انظباطه اوپښتون سړی وو اودوی په دی پوهیدل که چیری داسړی دافغانستان مشر شی نو ددوی ټول پلانونه به له منځه لاړشی اودی به او کولای شی چی غونډ لوی افغانستان یو ځل بیا سره متحد کړی
او امان اله خان دیو څو کابلیانو لخوا غلط شو او په خپل تره نصراله خان یی کودتا وکړه او دامان اله خان په وجود کی څو ځوان کابلی لوچکان قدرت ته ورسیدل[/quote:9f0b05bcbe]

ملتوال صيب سلامونه،
ستاسو پورتنۍ ليکنه واقعا چې ستر"شهکار" ګڼل کيږي،داځکه چې د٩٠ کلونو
تر تېريدو روسته دادې ايله يو درڼو سترګو سړی راپيدا او دافغان ولس
"حقيقي تاريخ ئي په ليکه کړ،خو که لږه مهرباني وکړئ او ددې تاريخ
ليکونکی او ماخذ را وښياست :shock:

[quote:9f0b05bcbe]
خو دطالبانو د تحریک جوړیدو ددوی ټول پلانونه
دخاورو سره خاوری کړل او دافغانستان دتجزیی خطر دډیر وخت لپاره له منځه یوړ
حتی که همدا اوس هم دوی ټول په ګډه یعنی روسان ایران او که امریکا هم ورسره ملګری شی او وغواړی چی افغانستان تجزیه کړی نو ددوی لپاره چی تر څو طالبان موجود وی دا نا ممکنه خبره ده [color=yellow:9f0b05bcbe]دطالبانو په جوړولو کی د پاکستان دپخوانی داخله وزیر مرحوم نصیراله بابر ډیره فعاله ونډه اخیسته وه او بعضی خلکو حتی دطالبانو دپلار خطاب ورته کاوه[/color:9f0b05bcbe] پښتون پښتون دی که په هر دولت کی کار کوی څوک به وایی چی په دی کی د پاکستان ګټی وی چی مرکزی اسیا دهیوادو سره یی دګازو دتجارت لاری خلاصولی خو که دهرچا ګټی وی وی به موږته دا خبره مهمه ده چی افغانستا ن د تجزی له خطره خلاص شو
[color=white:9f0b05bcbe]که د پاکستان په دی مالی ګټه وه نو دموږ په دی کی حیاتی ګټه وه
او په دی کی د پاکستان دپښتنو افسرانو رول ډیر مهم وو او زه په ځغرده دا خبره کوم نه له چا شرمیږم او نه له چا ډاریږم چی دا دافغانستان دایندی لپاره یو ډیر لوی خدمت وو[/color:9f0b05bcbe] [/quote:9f0b05bcbe]

ملوال صيب،
پتنګ لالا او دې طالب غورځنګ نورو ملاتړو،دا لس کاله په سلګونو مقالو کې
په لسګونو ځله د نصيرالله بابر اود پاکستاني افسرانو او طالبانو تر منځ
دهرډول تړاو اوازې،دکرزي اودصليبي غلامانودروغجن تبليغات بلل،تا څرنګه
جادو او منتر وکړ چه سمدم ،ددې خلکو نظر ١٨٠ درجې تغير شو :?: :o

نصير الله بابر او نور پښتانه-پنجابي غلامه افسرانو،د جنرال حميد ګل په
شمول، په لسګونو وينا ګانو او مصاحبو کې،هيڅکله هم دافغانستان د تجزئي
دمخنيوي او د طلبانو د زيږولو په هکله څه ندي ويلي،بيا هم افرين ستاسو
په اختراع او نوښت :wink:


عادل عادل
03.07.2011

السلام علیکم

ښاغلی ملتپال صاحب

نصیرالله بابر د بې نظیرې سړی او د افغانانو سره یې په مینه او وفاداری کې هېڅ ډول مناسبت نه وینم، ما یې د پي-ټي-وي د موشکافه صافي صاحب سره چې ښه مې اصلا نه ایشي، یوه مرکه لیدلې ده، ډېر ځان ته غره سړی راته وبرېښېد، د خبرو په ترڅ کې یې ټول زه ... زه ... ویل،.... او په افغانانو پسې یې استهزا کوونکې خبرې کولې، .....

د ښاغلي کاریزوال صاحب د نظر په حدودو کې مو دا نورې خبرې ټولې د قدر وړ او ویښ احساس زېږنده ګڼم.

نصیرالله بابر زما په نظر نه پښتني او نه هم اسلامي ګټو ته ژمن وو، د پاکستان عسکر وو او پاکستان یې باید د نوم پالنه وکړي، که خدای ماته واک راکړ نو قبر به یې امانتا له مځکې راوباسم او د بېنظیرې اوالدارانو ته به یې حواله کړم تر څو یې د هغې تر څنګ یو ځل بیا په خاورو ومنډي.

که ستاسو تحلیل د نصیرالله بابر په اړه سم وای، چې نه دی، نو بیا خو د بوش پلار د روسانو د یرغل په وړاندې د افغانستان تر ټولو غټ ناجي بللای شو.

هیله ده چې ښاغلی پتنګ صاحب او محترم کاریزوال صاحب به هم د نصیرالله بابر په اړه خپل نظر د بحث د سرلیک په رڼا کې ستاسو د تقدیرولو سره په تفکیک کې واضح کړي.


Naeem sadat
03.07.2011

منیر جانه سلام
غواړم ستا دپوښتنی په ځواب کی ووایم
نور ملیتونه هیڅ وخت هم خپل داسی مشران چی د پښتنو سره یی په یوه اخور کی اوبه څکلی وی نه ستایی
دوی فقط خپل هغه مشران ستایی او یادوی یی چی سل په سلو کی یی د پښتنو سره نه پخلاکیدونکی دښمنی کړی وی او یا یی کوی تا د بچه سقاو فهیم او ډاکتر عبدالله نومونه اخستی چی دوی یی هیڅکله بد نه وایی دا خو هغه خلګ دی چی دپښتنو سره یی سل په سلو کی دښمنی کړی او کوی یی
خو دوی خپل هغه مشران چی دپښتنو اکثریت په افغانستان کی منی او یا غواړی چی دپښتنو سره په ګډه دوطن ته څه خدمت وکړی نه تنها چی نی ستایی او بلکی چی وژنی یی د مثال په ډول (استاد فرید د شمالی څخه) چی په خیرخانه کی یی مړ کړ که مثالونه یی دلته راوړم ډیر زیات دی او زموږ په بحث کی نه زایږی
نو زه په څه مجبوریم هغه پښتانه مشران چی دنانزکی په څیر ددوی په لاس کی وه یادی او پر موږ راتپل شوی دی وستایم لکه زمونږ دنن ورځی مشر کرزی صاحب چی ته ما دپښتو د غیرت په لومه کی را ګیروی او مجبوروی می ددلپاره چی پښتون دی زه باید هغه وستایم او ته په دی هڅکله هم نه خفه کیږی چی موږ رسمی دتاریخ په کتاب کی خپلو مذهبی مشرانو ته بدوایو هغوی ته دانګلیس جاسوس وایو او په همدی کتاب کی یی یو دلیل یا ثبوت هم نه ده راوړی چی دوی دانګلیس جاسوسان وو فقط لیکلی یی دی چی دوی دانګلیس جاسوسان وو او موږ یی باید په پټو سترګو ومنو او ماته ښکاری چی همدا په پټو سترګو منل د بیسوادی نښه ده زه هیڅکله هم نه غوړام چی پښتانه مشران خدای نخواسته ټیټ کړم خو امان الله خان زموږ د بیسوادی له وجهی نه پر موږ را تپل شوی مشر دی او زه هیڅکله هم دا را تپل شوی مشران دپښتنو دمشرانو په څیر نه پیژنم
او دتعصب په باره کی غواړم درته ووایم
چی زه متعصب نه یم زه فقط دحق خبره کوم چی حق حقدار ته ورسیږی ایا دا دپښتنو حق نه دی چی په افغانستان کی دولتی ژبه پښتو وی په ټول جهان کی دا قانون دی چی دولتی ژبه داکثریتوژبه وی
که څوک دپښتو ژبی دقانونیت خبره را پورته کړی نو تاسو هغه ته د متعصب خطاب کوی اول تعصب دتاسو په خبرو کی ښکاری (چی موږ باید د پښتنو مشرانو درناوی وکړو ددلپاره چی پښتون دی که ښه وی یا خراب )دا پخپله د تعصب خبره ده اوپه دکی دی پښتنو هیڅ ګټه نشته چی هر څوک چی پښتون وی باید ملاتړ یی وشی همدا دانسانی ژوند دتکامل دبهیر نه شاته والی څرګندوی زه هڅکله هم ددی طرفدار نه یم چی په افغانستان کی دی حتمی او همیشه پښتون ریس جمهور وی مګر زه غواړم چی پښتو ژبه ددافغانستان دولتی ژبه وی او دپښتنو کلتور ته دی داکثریتو دکلتور په څیر وکتل شی دا قانونی غوښتنه ده او تا ګرانه لیکلی چی ددعلت دپښتنو بی سوادی ده او مونږ باید زغم ولرو ایا دا بیسوادی دهمدی اپارتاید نتیحه نه ده پښتانه دهمدی لپاره بیسواده دی چی دا پرموږ راتپل شویو مشرانو همیشه دنورو لپاره ستراتیژیک خدمت کاوه او دنورو په لاس کی دنانزکی په څیر لوبیدل ما له ډیرو پښتنو نه دا اوریدلی چی دپښتنو دبیسوادی علت خپله دپښتنو دخصلت نتیجه ده خو دا خبره غیر علمی ده که چا لیږ سوسیا لجی یاد جامعه سازی زدکړه یا مطالعه کړی وی نو پدی پوهیږی چی دخلکو په بیسوادی کی هیڅکله هم خپله خلګ ملامت نه وی بلکی داهمیشه ددولت دستراتیژیکو سیاستونو نتیجه وی خپله همدا په پښتنو کی د بیسوادی ډیروالی ددی ثبوت دی چی هیڅکله هم په افغانستان کی دپښتنو دولت یا حکومت نه وو بلکی پښتانه همیشه په جنګونو کی استمعال شوی دی او بس او کله چی پښتنو وغښتل چی خپلی واګی په خپل لاس کی واخلی نو بیاد۴۷هیوادو لښکری پسی راغلی او وطن یی اشغال کړ او کله چی دولتی کار او بار په فارسی ژبه کییږی نو دپښتو ژبی زده کول بی فایدی خبره ده کوم ځوان به وغواړی چی پښتو ژبه زده کړی په داسی حال کی چی که دی وغواړی په دولت کی کاروکړی نو باید فارسی ژبه زده کړی ځکه چی دولتی کار او بار ۱۰۰فیصده په فارسی ژبه کیږی او دامطلق اپارتاید ده اوتقریباَ دوه سوه کاله کیږی چی موږ دا اپارتاید زغمو ایا دد اپارتاید زغمل به په اینده کی هم دا نشی چی پښتانه به لا نور هم بی سواده او بی سرنوشته پاتی شی

که الفت ولاړ یوازی په میدان دی

بیکسی ده هسی نه چې ناکسی ده


pattang
03.07.2011

نعيم ملت واله !حقيقت وايې زما دزړه خبرې کوي الله دې ژوندی لره !


Naeem sadat
03.07.2011

څپاند صاحب سلام
غواړم ستا دپوښتنی په ځواب کی ووایم
ددتاریخ ماخذ همعغه دافغانستان معاصر تاریخ دی چی ما اوتا په مکتب کی ویلی ده خو ددلپاره چی څه صحی معلومات ترینه واخستل شی باید لیږ په غور سره ولوستل شی او فکر پری وشی
که تاسی دافغانستان ماصر تاریخ لیږ په غورسره ولولی او لیږفکر پری وکړی نو زه پدی یقین لرم چی انشاالله تاسو به چی ما کوم څه لیکلی پکی پیدا کړی
اوتاسی لیکلی چی داپښتانه جنرالان چی ما یادکړی دپنجاب غلامان دی او دوی هیڅکله هم دانه دی ویلی چی موږ افغانستان له تجزیی نه خلاص کړ
اول خو مانه دی لیکلی چی افغانی جنرالان که دلیکنی سرته ځیر شی نو ما لیکلی چی دپاکستان په پوځ کی پښتانه افسران یعنی دوی رسمی دپاکستان په اردو کی افسران دی یا نصیرالله بابر ټولو ته معلومه ده چی دپاکستان دداخلوو چارو وزیر وو نو ستاسی داخبری بی ځایه ماته معلومیږی چی داغلامان دی
او دا چی دوی پخپلو معرکوکی نه دی ویلی چی موږ افغانستان له تجزیی نه خلاص کړو داهم واضح خبره ده
چی دوی نشی کولای په صراحت سره ووایی چی موږ دافغانستان دایندی لپاره کار کوو دوی مجبوردی ووایی چی موږ پاکستان لپاره کار کوو ځکه چی دوی دپاکستان دپوځ رسمی افسران دی
زه هم دوی شخصی نه پیژنم چی ماته یی ویلی وی چی موږ افغانستان ته کارکوو بلکی زه ددوی له کاروو او ددوی دکار له نتیجی نه دا نتیجه اخلم چی دوی افغانستان ته غټ خدمت وکړ


عادل عادل
04.07.2011

السلام علیکم

که د ایران په د ننه کې د ملي خاین احمد شاه مسعود په اړه ټولپوښتنه وکړو نو، 99 سلنه به یې د افغانستان د قهرمان په توګه معرفي کړي، خو هوښیار خلک بیا ودې ته ګوري چې ایران د افغانانو سره څومره کلتوري او مذهبي واټن لري، چې د همدې واټن او پورته ټولپوښتنې مناسبت مونږ ته ښیي چې احمدشاه مسعود په رښتیا هم ملي شخصت دی که پردی پال ملي خاین؟

نعیم ملتپال صاحب تاسو ته ښایي چې په پاکستان کې د فوځ د جنرالانو په اړه، افغانانو ته د میلان/خلوص په تړاو، له پنجابیانو، سندیانو او مهاجرو څخه د دوی نظر وپوښتی؟

زه فکر نه کوم چې څوک به درته ووایي چې نصیرالله بابر خاین وو، خو د شهید ضیاالحق بد او سپکه به خامخا درته ووایي، ....... که وایی چې د فوځي کودتا په سبب منفور وو، نو دا خبره ځکه وزن نلري چې پروېز مشرف د فوځي کودتا په مټ د محبوبیت خاوند شو ... ...

بیا د همدې خلکو، چې تاسو ترې پوښتنې کړي، د افغانانو سره د مینې/حساسیت/کرکې جاج واخلی.


Naeem sadat
04.07.2011

عادله وروره سلام
زما مطلب صرف له نصیرالله بابر نه وو بلکی په عموم کی دپاکستان په سیاست کی دخیلو پښتنو په باره کی وه دافغان مجاهدینو سره اوورسته بیا دطالبانو سره صرف نصیرالله بابر کومک نه ده کړی بلکی دا په سل هاوو پښتا نه افسران وو چی دمجاهدینو او اوس دطالبانو سره کومک کوی خو دی خلکو چی تا پورته یاد ګړه دومره شدید تبلیغ اچولی چی څوک له ډاره داخبره نشی کولی چی دا خلګ زموږ ستراتیژیک متحدین دی نو ځګه ما دا خبره په ډاګه وګړه چی دا پښتانه جنرالان زموږ متحدین دی تر څو نور وروڼه هم را با جرعته شی اوله چا په دی خبره ونه شرمیږی چی طالبان له پاکستانه کومک اخلی ځکه چی دامریکا نظامی بودجه ۳۰۰ملیارده ډالره ده په کال کی او له ۴۶ نوروهیوادونه هم نظامی او مالی کومک اخلی نو که له طالبانو سره دا پښتانه جنرالان کومک کوی نو په دی کی څه شرم دی
او دوهم زه پښتانه په غټه معنا پیژنم چی دادکشمیر خلګ په اصل کی پښتانه دی او د پاکستان په پوځ کی زیاتره جنرالان یا پښتانه دی اواو یا کشمیریان دی نوځکه په عموم کی دوی ته دپښتنوسرنوشت بی ارزښته نه ده


monir
04.07.2011

سلامونه او ښې چارې!
[quote:fb7921c7b3="نعیم ملت وال"]ایا دا دپښتنو حق نه دی چی په افغانستان کی دولتی ژبه پښتو وی په ټول جهان کی دا قانون دی چی دولتی ژبه داکثریتوژبه وی
[/quote:fb7921c7b3]
ګرانه زه په اصل کې ستا د نظر مخالف نه یم خودې هدف ته د رسیدو لار باید وښیئ ! عملی ګامونه یې چې د بریالي پلي کیدو چانس ولري کومه دي ؟ فکر وکړه چې کوم با صلاحیته شخص صبا یو فرمان صادر کړ چې پس لدې زمونږ رسمی ژبه پښتو ده، آیا دا کار عام ذهنیت ته په پام سره او د عملی له لحاظه د پلی کیدو چانس لري ؟ آیا افغانستان شمول دومره خلک په پښتو لیک او لوست کولای شی یا لږ ترلږه پوهېږي چې رسمی اجرات وکړي؟ رسمی افهام او تفهیم به په ټپه ودرېږي!
زه خو وایم چې د یوه منظم پلان له مخه باید زمانی کیدونکی هدف وټاکل اوشرایط ور ته برابر شی. آسانه او نسبی بې جنجاله لار یې دا ده چې د اساسی قانون سره سم باید په جدی توګه په ښوونځیو کې د سیمې د اکثریتوپه مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه وشی تر څو خلک همغسې یوه تحول ته عملا تیار شی. په بل عبارت زه دخپله خبره تکراروم چې:
دحل یواځینۍ لاره یې ښوونه او روزنه او ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېره حوصله په کار ده !

په درنښت


pattang
04.07.2011

منير خانه ! اول دې داخبره غلطه ده ، دوهم هغوی چې په پاړسي يې ليکي په پښتو
يې هم ليکی شي ! او که دچا مورنۍ ژبه دري وي نوو لې هغه افغان ندی ، مسئوليت
نلري ، ايا په څنګ يې پښتانه ،نه اوسي ، ايا په ښونځي کې يې پښتو نده زد
کړې ?
دوی پښتو قصدا نه غواړي او نه يې غوښتلې ده ٠ دا دپښتنو وظيفه ده چې پښتو
پرې زدکړي او پرې ويې هم ليکي ، نه په زور بلکې د قانون په اساس٠

[quote:98a95feea6="monir"]سلامونه او ښې چارې!
[quote:98a95feea6="نعیم ملت وال"]ایا دا دپښتنو حق نه دی چی په افغانستان کی دولتی ژبه پښتو وی په ټول جهان کی دا قانون دی چی دولتی ژبه داکثریتوژبه وی
[/quote:98a95feea6]
ګرانه زه په اصل کې ستا د نظر مخالف نه یم خودې هدف ته د رسیدو لار باید وښیئ ! عملی ګامونه یې چې د بریالي پلي کیدو چانس ولري کومه دي ؟ فکر وکړه چې کوم با صلاحیته شخص صبا یو فرمان صادر کړ چې پس لدې زمونږ رسمی ژبه پښتو ده، آیا دا کار عام ذهنیت ته په پام سره او د عملی له لحاظه د پلی کیدو چانس لري ؟ آیا افغانستان شمول دومره خلک په پښتو لیک او لوست کولای شی یا لږ ترلږه پوهېږي چې رسمی اجرات وکړي؟ رسمی افهام او تفهیم به په ټپه ودرېږي!
زه خو وایم چې د یوه منظم پلان له مخه باید زمانی کیدونکی هدف وټاکل اوشرایط ور ته برابر شی. آسانه او نسبی بې جنجاله لار یې دا ده چې د اساسی قانون سره سم باید په جدی توګه په ښوونځیو کې د سیمې د اکثریتوپه مورنۍ ژبه ښوونه او روزنه وشی تر څو خلک همغسې یوه تحول ته عملا تیار شی. په بل عبارت زه دخپله خبره تکراروم چې:
دحل یواځینۍ لاره یې ښوونه او روزنه او ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېره حوصله په کار ده !

په درنښت[/quote:98a95feea6]


pattang
04.07.2011

دعادل صيب يوه مخکېني سوال ته ځواب ور کوم !
عادل صيب نصرالله بابر په اسل کې دقندهار له بابړو څخه دی او مغول بابر ندی
دوی مخ کې دهند په وختو کې پېښور ته راغلي٠
خو زه به يواځې له بابره دفاع نکوم عمومي به درته ووايم :
(( کله چې مونږ دبرې خوا پښتانه دخوا خوږي او ازادي حس له کوزو پښتنو سره لرو
نوداخو به ظلم وي چې دې دغسې يوه حس حق مونږ کوزو پښتنو ته نه ور کوو او يايې دهيرې او بطلان په کڅوړه کې غورځوو!!))

حتما دپښتنو افسرانو په منځ کې ځينې کسان شته چې پر هغوی دافغانستان پښتانه
ګران دي ، که پاکستان نه ورته ورانوي نو دتاجک اوزبک ، هزاره او صليبيانو ظلم يې هيڅ وخت نه پرې لورېږي٠ ماته خپله داسې کسان مالوم دي٠

جنرال حميد ګل : پښتون ندی هغه په ايتنيک Bhati Rajput دی او له هند څخه
راځي، ځينې ملګري يې پښتون بولي خودا خبره غلطه ده ٠

[quote:7f11667c3e="نعیم ملت وال"]عادله وروره سلام
زما مطلب صرف له نصیرالله بابر نه وو بلکی په عموم کی دپاکستان په سیاست کی دخیلو پښتنو په باره کی وه دافغان مجاهدینو سره اوورسته بیا دطالبانو سره صرف نصیرالله بابر کومک نه ده کړی بلکی دا په سل هاوو پښتا نه افسران وو چی دمجاهدینو او اوس دطالبانو سره کومک کوی خو دی خلکو چی تا پورته یاد ګړه دومره شدید تبلیغ اچولی چی څوک له ډاره داخبره نشی کولی چی دا خلګ زموږ ستراتیژیک متحدین دی نو ځګه ما دا خبره په ډاګه وګړه چی دا پښتانه جنرالان زموږ متحدین دی تر څو نور وروڼه هم را با جرعته شی اوله چا په دی خبره ونه شرمیږی چی طالبان له پاکستانه کومک اخلی ځکه چی دامریکا نظامی بودجه ۳۰۰ملیارده ډالره ده په کال کی او له ۴۶ نوروهیوادونه هم نظامی او مالی کومک اخلی نو که له طالبانو سره دا پښتانه جنرالان کومک کوی نو په دی کی څه شرم دی
او دوهم زه پښتانه په غټه معنا پیژنم چی دادکشمیر خلګ په اصل کی پښتانه دی او د پاکستان په پوځ کی زیاتره جنرالان یا پښتانه دی اواو یا کشمیریان دی نوځکه په عموم کی دوی ته دپښتنوسرنوشت بی ارزښته نه ده[/quote:7f11667c3e]


ډاکتر څپاند
05.07.2011

[quote:b4093988d6]عادله وروره سلام
زما مطلب صرف له نصیرالله بابر نه وو بلکی په عموم کی دپاکستان په سیاست کی دخیلو پښتنو په باره کی وه دافغان مجاهدینو سره اوورسته بیا دطالبانو سره صرف نصیرالله بابر کومک نه ده کړی بلکی دا په سل هاوو پښتا نه افسران وو چی دمجاهدینو او اوس دطالبانو سره کومک کوی خو دی خلکو چی تا پورته یاد ګړه دومره شدید تبلیغ اچولی چی څوک له ډاره داخبره نشی کولی چی دا خلګ زموږ ستراتیژیک متحدین دی نو ځګه ما دا خبره په ډاګه وګړه چی دا پښتانه جنرالان زموږ متحدین دی تر څو نور وروڼه هم را با جرعته شی اوله چا په دی خبره ونه شرمیږی چی طالبان له پاکستانه کومک اخلی ځکه چی دامریکا نظامی بودجه ۳۰۰ملیارده ډالره ده په کال کی او له ۴۶ نوروهیوادونه هم نظامی او مالی کومک اخلی نو که له طالبانو سره دا پښتانه جنرالان کومک کوی نو په دی کی څه شرم دی
او دوهم زه پښتانه په غټه معنا پیژنم چی دادکشمیر خلګ په اصل کی پښتانه دی او د پاکستان په پوځ کی زیاتره جنرالان یا پښتانه دی اواو یا کشمیریان دی نوځکه په عموم کی دوی ته دپښتنوسرنوشت بی ارزښته نه ده [/quote:b4093988d6]

ملتوال صيب،
دپاکستان نظام اونظاميان د امريکې او انګريز په دسترخوان اوخيراتونو لوې
شوي٠دپاکستان نظامي بودجه او وسلې عمدتادامريکې له خوا تهيه کيړي٠
نو که ستا نظر چه پاکستاني پښتانه نظاميان دطالبانو سره مرسته کوي،ومنل شي،چې رښتيا هم برېښي،ددې معنی داشوه چې امريکا اوانګريز دپاکستان
داردو له ليارې،طالبانو سره مرسته کوي او پدېډول دپښتون په کور کر کې
داور لمبې بلې ساتي،چې له يوې خوا پښتانه تباه،بيکوره،بيتعليمه او فراري
کړي اوله بلې خوا د امرېکې ستراېژيک هدف تر لاسه شي٠

دخندا وړ خو دا ده چې په پاکستان کې د لرې پښتونخوا دطالبانو عمليات، دهمدې په اسطلاح پښتنو نظاميانو له خو تقبيح او ناروا بلل کېږي،مګر په پاکستان کې دغريانو هډې نشته؟؟

خوواقعيت دادې چې امريکه او انګريز دافغانستان داشغال او ميلياردو ډالرو
مصرف او د زرګونو نظاميانو دتلفاتو منلو هدف ډير پېچلی او ستراتېژيک
دې او ددې اهدافو دترلاسه کولو لپاره دکرزي اداره،پاکستاي پښتون غيرپښتون نظامي،ISI او دطالب ګڼ شمېرمشران،دسينما په پرده کې دلوبغاړو
پېښې او رول لوبوي٠[/quote]


عادل عادل
05.07.2011

السلام علیکم

دروند پتنګ او محترم ملت وال صاحب

که خبره د نصیرالله بابر نه بلکه د عموم وي، نو بیا د پښتو څخه راووزی، د پاکستاني فوځیانو فردي خواخوږي به خامخا دیني او عقیدتي وي، په دې کې به یو نیم پښتون هم شامل وي، خو پښتني خواخوږي یې ځکه نه شم منلای چې د دوی سرلاري ..... دا پېریود نشنلیان یادوم ...... کله هم زمونږ په ګټه عمل نه دی کړی، بلکه د پروني او ننني دواړو یرغلګرو جاسوسان او ملاتړي پاته شوي دي.


حلیم
05.07.2011

بحث ډیر اوږد او خبری هم ډیری تیت شویدی،

یوه خبره د ګوډ ملا او امان الله خان په اړه کوم

کیدای شی د امان الله خان په قانون (نظامنامه) کی داسی څه وو چی د اسلام سره په ټکر کی وو، خو ددی غیر اسلامی توکو اغیز زموږ په اسلامی ټولنه کی دومره بدی پایلی له ځانه سره فکر نه کوم درلودلی وای لکه څومره چی د ملا عبدالله او یا نورو پاڅون را ولاړی کړی، د همغه دینی عالم سیاسی جلو بیرته انګریزانو په لاس کی واخیست او د خپل ځان په ګټه یی استعمال کړ، افغان حکومت یی پری تباه کړ او په زرګونه انسانان یی تر خاورو لاندی کړل.

همدا خبره زه نن هم د دین ساتونکو مالایانو(ملا عمر او حکمتیار) ته کوم، ستاسو دریځ ستاسو غوښتنی او ستاسو موخی ټولی پاکی دی، خو ستاسو رهبریت او ستاسو د احساساتو څخه د نورو ګټی ډیری ناپاکی او زهرجنی دی.

ددی په ځای چی ستاسو دا نیک احساسات واقعا د دین د پراختیا او پرمختیا لپاره مثبت واقع شی، دوښمنان یی د خوږ اسلام په ضد کاروی.

مننه


Naeem sadat
06.07.2011

څپاند صاحب سلام
تاسی دپاکستان په دولت تور لګوی چی دی امریکی او انګلیس په دسترخان را لوی شوی
او دپاکستان دولت په هر صورت کی دافغانستان دښمن ده ،که مهربانی وکړی او دا په منطقی ډول تشریح کړی چی تاسی له څه نه داراواخسته چی دپاکستان دولت دانګلیسانو جیره خورده او په کومو منطقو داخبره کوی چی دپاکستان دولت زموږ دښمن ده
دپاکستان په خاوره کی یوه غریبی نظامی هډه هم نشته ، بلکی پاکستان د شمالی افریقا په څو اسلامی هیوادو کی نظامی اډی لری
غربی نړی دافغانستان دجهاد په وخت کی دپاکستان سره نظامی کومک کاوه خو لدی نه مخکی اویا وروسته هیځکله هم غربی نړی له پاکستان سره نظامی کومک نه ده کړی
دپاکستان اردو یا دولت هڅکله هم دانګریز یا امریکا په پیسو نه دی جوړ شوی دا بی اساسه تبلیغات دی
دپاکستان داتومی وسلی په جوړولوکی هیڅکله هم انګلیس یا امریکا ونډه نه ده اخستی او نه یی پیسی ورکړی
دپاکستان داتومی پروژی په جوړولوکی صرف عربستان سعودی پیسی ورکړی
او دی امریکا ستراتیژیک سیاست چی تاسی یادکړی هغه داده چی پاکستان تجزیه کړی او په هغه کی هم ناکامه راغلی
او تاسی که دافغانستان تاریخ مطالعه کړی وی نو تاسی ته به معلومه وی چی دامان الله خان اوله غوښتنه له انګلیسانونه دا وه چی هغه څلور لکه کلداری چی انګلیسانو امیرحبیب الله خان ته د معاش په ډول ورکولی باید دده (امانه الله خان) لپاره ډیری شی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more