tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

دپښتو دوروسته پاتي لاملونه څه دي ؟؟

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> هنر،‌ادب او پښتو نحوه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
انځورګر
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر   2003
ليکنې: 190
ځای: توره بوره

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جولاي   12, 2004 3:45 pm    عنوان   : دپښتو دوروسته پاتي لاملونه څه دي ؟؟ Reply with quote

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو

وروستی ځل بدلون  انځورګر   په   جمعه   اکتوبر   28, 2005 6:12 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Kliwal



دغړيتوب نېټه: 16 جون   2004
ليکنې: 59
ځای: wardak

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   جولاي   13, 2004 10:32 am    عنوان   : د پښتو كمزوري Reply with quote

۲) نالوستي او بې علمي:
له بده مرغه ټول پښتانه آميان دي ژبه يې هم همداسې صحرايي پاتې شوې، هره ژبه چې د علم ژبه وګرځي د هغې لفْْْظي قاموس پياوړى كېږي، هغه نوې كلېمې واردوي، په هغه كې نوي علمي مصطلحات را ټوكېږي، په هغې كې كتابونه ليكل كېږي اوبالآخره د هغې دانتشار او بقا ضمانت هم كېږي. خو متاسفانه مونږ خپله لس پنځلس كاله خپل ماشومان مسجد ته لېږو خو هلته د پښتويو حرف هم نه ورښايو ټول عمرونه يې په پنج كتاب، ګلستان او بوستان كې خاورې كړو او په پاى كې هېڅ لاس ته نه راځي دا خو لا څه چې د ژوند په نورو مهمو مسالو هم خبر نه وي Crying or Very sad .
۳- د پښتو پر مخ ددفتر دروازې تړل:
پښتو ژبې دفتر ته لاره نه ده پيداكړي، اګر كه پښتو ژبه ډېره پخوانۍ ده خو لا تر اوسه همداسې ځنګلي پاتې ده، لكه څنګه چې يو آس نوى سواري نه كړي په سپرلۍ يې آموخته نه كړې همداسې سريله يې پرېږدې، اويا د مڼو يا بل شي ونې وكرې بيا يې تربيت ونه كړې، يا يو څه وكرې (خوي) خېشاوه يې ونه كړې، نو پايله به يې د صفر برابره وي، نو ژبه همداسې ده تربيت او پاملرنې ته اړتيا لري، هره ژبه په ډېر استعمال سره ښايسته كېږي، صيقل كېږي، غني كېږي، عامه او خوږه كېږي. د بېلګې په ډول له ښه مرغه په پښتو كې لنډۍ د ډېر پخوا راهيسې ډېرې ويل شوې، ډېرې تكرار شوې، زياتې هسكې او ټيټې شوې، بدلې را بدلې شوې، آوښتل را آوښتل شوې.....نو تاسې وګورئ چې څومره خوندور، په زړه پورې او خواږه شي ترې جوړ شوي او په (تحدي) سره ويلاى شو په نړۍ كې كومه ژبه ده چې داسې خواږه او مزېداره نمونه وړاندې كړي.
۴- د پښتو د خدمت مخه نيول:
په ډېر افسوس بايد ووايو چې د پښتو او پدې سره د لسګونو ميليونو مسلمانانو خدمت كول د ډېرو په آند لوى جرم دى هغه داچې څوك د پښتو زده كولو نيت وكړي، څوك په پښتو ليكل وكوي، په پښتو تاليف وكړي،په پښتو شعر او شاعري وكړي او يا پښتو ته ښه ووايې بس د قوم پرست اونېشنلېست او...او ټاپه پرې ولګېږي. بيا نو هغه سړى په خپله په پښتنو كې ځاى نه لري نور خو له سره پرېږده. Crying or Very sad Crying or Very sad Crying or Very sad
{5} د يوې واحدې تګلارې نه شتون
د پښتو ژبې د خدمت ګارانو ترمينځ نه هماهنګي،نه پيوستون، نه ګډ پلان،نه ګډ متفق عليه ارګان، نه يووالى او نه سمونتيا، متاسفانه پښتو د خدمت او چوپړ ټول دعوى داران په خپل فكر،آند او ځانګرې تګلاره كار كوي.
پښتو ژبې ته د سم خدمت ابعاد او اړخونه نه دي په ګوته شوي، چې كومې ټكي مهم او په كومو بايد كار وشي. يو د پښتو ژبې د خپلې خزانې څخه د نويو كلمو جوړول اړين بولي، بل يې د نورو ژبو نه ورته را ورېدول غواړي دريم بيا دغه دواړې ناسمې بولي او په بله لټه كې وي.
د بېلګې په ډول د امريكا غږ راديو ويندويان چې د پښتو په اړه څه كوي ډېرو ته ناسم ښكاري خو د بي بي سي خبريالان په كلكه تاييدوي او نور بيا بر عكس رايه لري.
په كمپيو ټر كې چې د پښتو لپاره كوم كار شوى په هغه كې هم يوالى نشته.
اوس مونږ څو رنګه (كيبوردونه) لرو په يوه چې كار وكړې په بل كې هغه ټول سرچپه دي. هر پښتو (support) ځانګرى كيبورد لري.
نو تر څه نه مخكې بايد پښتو ته خدمت كوونكي بايد يوه واحده تګلاره ولري.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> هنر،‌ادب او پښتو نحوه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.