د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو ابېڅو کوم ترتيب سم دی؟

ويښ ځلمی
20.07.2004

قدرمنو لوستونکيو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ!
پس د سلام نه غواړم چې وپوښتم چې د پښتو ابېڅو سم ترتيب کوم ډول منلئ او دوديز (معياري) دی؟

.... آ = ا = ب = پ = ت = ټ = ث = ج = چ = ح = خ = ځ = څ = د = ډ = ذ = ر = ړ = ز = ږ = ژ = س = ش = ښ = ص = ض = ط = ظ = ع = غ = ف = ق = ک = ګ = ل = م = ن = ڼ = و = ؤ = ه = ء = ی = ئ = ې = ي = ۍ

په يو کتاب کې مې لوستي دي چې په پښتو ابېڅو کې د (ف) تورئ نشته او ددغه څرګندونې د پخلي لپاره ئې دغه دلايل وړاندې کوي
١) په پښتو کې هېڅ داسې کوم نوم، مصدر او يا هم کلمه نشته چې د (ف) په توري پېل شي.

٢) هغه پښتانه چې په کابل کې نه دي اوسېدلي او د فارسي ژبې تر اغېزې لاندې نه دي راغلي هغوی تر اوسه پورې د (ف) تورئ نه شي ويلئ (تلفظ کولئ) او د (ف) د توري پر ځائ د (پ) تورئ کاروي.

که چېرته دغه پورتنۍ څرګندونه سمه او ياهم ناسمه وي، او په خپلو دلائيلو مې ډاډه کړۍ نو زه به ستاسو ډېر منندوئ اوسم
په ډېر درنښت


باختر
21.07.2004

درنولوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم. د پښتو الفبا کلونه مخکې د پښتو ټولنې له خوا تثبيته شوې وه او هره فيصله چې په هماغه وخت کې پوهانو کړې وه، هماغه دوديز او معياري گڼل کيږي. ديادولو وړ بولم چې تثبيته شوې الفبا، دملگرو ملتوله خوا هم منل شوې ده.

د"ف" دتورې شته والى په پښتو کې دفارسي ژبې اغېزه نه ده. که چېرې پښتانه "ف" نه شي تلفظ کولاى، نو دوى بيا قرآن شريف څنگه لولي؟ د "ف" تورى او نور توري لکه "ع، ط، ظ، ذ، ث" او نور د عربي ژبې نه پښتو ته ورننوتي دي. دا توري نه يوازې په پښتو کې شته، بلکې په دري، اردو او نورو هغو ژبي کې چې د عربي ليک دود نه کار اخلې موجود دي.


ويښ ځلمی
22.07.2004

باختر جانه سلامتي او نېکمرغي درته غواړم!
قدرمنه ! که چېرته د پښتو ابېڅؤ د ترتيب دوديزه بڼه ( معياري بڼه) له کوم ځای نه راپېدا کړې او دلته ئې مونږ ته پدغه فورم کې راوليکې، نو ستاسو به لويه مهرباني وي.

ګرانه وروره !
دا ستاسو خبرې بلکُل سمه ده چې د (ف) تورئ په عربي، فارسي، تُرکي، اردو او نورؤ ژبو کې شته، نو بيا دلته پوښتنه دا ده چې که چېرته د (ف) تورئ په پښتو کې وي ؟ نو بيا ډېره کي پښتانه ولې (ف) د (پ) په توګه وائي؟
دوهمه پوښتنه داسې راځي چې که په پښتو ژبه کې کوم لغت د (ف) په توري پېل کېږي هغه خو ماته هم راوښياست، زه به ډېر منندوی يم! مطلب مې دا چې که په پښتو سيند (پښتو ژبې قاموس) کې هم وګورۍ نو بيا به هم تاسو ته د پښتو داسې يو لغت درپه ګوته نشي کوم چې د (ف) په توري پېل شوی وي.

چېرته چې د قرآن شريف خبره ده، نو د پښتونخوا پښتانو کې داسې خلک هم شته چې د (ح) تورئ هم سم نه شي ويلئ او هغوی د (الحمدُ لله رَب العالمين) په ځائ داسې وائي چې (الخمدُ لله َرب العالمين). چېرته چې د (ف) توري خبره ده ، د هغه په هکله هم بې انصافي کوي او داسې وائي (الم ترکېپه پعل ربِک) حال دا چې په اصل کې (الم ترکيفَ فعل ربک) دی.
پاتې دې نه وي چې داسې کسان په ځانګړي توګه هغوی دي چې په کلو کې پاتې شوي . ډېرئ ئې نالوستي پښتانه دي، خو پدؤ کې ځينې لوستي پښتانه هم داسې تېروتنه کوي! چې همداعمل پخپله دا پوښتنه راپورته کوي چې آيا په رښتيا سره په پښتو کې د (ف) تورئ يا د (ف) غږ نشته او که شته نو ثبوت ئې څنګه او کوم دئ؟

مننه او کور ودانئ


Azad Nazer
22.07.2004

لومړې سلام!

دغږونوپلټنه اوڅېړنه دژبپوهنې يوه په زړه پوری برخه ده ٠

که سړې نورو ژبو ته ځير شي نو دغږونو اوتورو توپيرونه په هره ژبه کی موندلای شي ٠ په ګوښه توګه غږيز توپيرونه تاريخي سټې لري چې په اقتصادي ، مذهبي ، سياسي او جغرافياوي چاپېريال کې په مختلفو وختونو کی ځغلېدلي دي٠ داډېرې اوږدې څېړنې ته اړتيا لري خو که په لنډو ټکو کی يې ووايو نو افغانستان داسې يوهېواددې چې دسکندر کبير څخه تر يونانيانو ، عربو، چنګېز ، ترکانو ، ايرانيانو ، هن او سيکانو لخواپرې يرغلونه شوي او هر يرغلګر دخپل سياسي ، اقتصادي ، کلتوري او مذهبي نظام اوجغرافيا سره تراوږدې مودې پورې دقدرت په ګدۍ پاتی شوې اوخپل تأثيرات يې پرېښودي ٠ تاسووګورۍ ، په هغو سيمو کی چې داستعمار تأ ثيرات کم پاتې شوي هلته ژبه سوچه پاتی شوې خو دلغاتونو ذخيرې يې هم خوارې دي ٠
په هر صورت ، خبره د ( ف) او (پ) دتورو اوغږونو ده نو په زړه پورې خبره داده چې د تورو ورځنې استعمال د کوچنيانو ژبه ډېره په هغه غږ اړوي د کوم تورې چې ډېر کارول کيږي ٠ د ( پ ) تورې په پښتو ژبه اوورځنۍ محاوره کی دومره زيات کارول کيږي چې دپښتوژبې د ملا د تير حيثيت يې غوره کړې اوهمدا علت دې چې زمونږ په تلفظي عادت يې له کوچنيوالي څخه قبضه کړې او نه مو پريږدي چې د ( پ ) غږ ته ورته تورې ترې بېل کړو٠
وګورۍ دغه لاندې کليمو ته چې يو ماشوم يې دورځې څو ځله له مور څخه اوري :
پلار
په
پروت
پاڅه
پرېږده
پياله
پښې
پوستکې
پښه

او کله چې يوماشوم په ښو اوبدو پوه شي نو بيا دغه لاندې کليمې زده کوي :

پښتو
پښتون \ پشتون
پياوړې
پرتوګ
په زړه پورې
پند
پابند
پوهه
پوښتنه ..............................

چې کله کره شي نو دلاندی کليمو سره يې سروکاروي :

پالنه
پښتونولي
پت
پرهېز
پښېماني
پرېشاني
پګړۍ
پټکې
پنډ
پروت
پوره
پېښه
پړونې .............................................

دغه پورته کليمې ټولې په ( پ ) پېل کيږي اود ( پ ) غږ پکې واضح دې ٠
دعربو اوپښتنو تر منځ دا يو ښکاره توپير دې چې عرب د ( پ ) پرځای تل ( ب ) وايي او پښتانه د( ف ) پر ځای ( پ ) وايي ٠ همدارنګه فارسيوانان د پښتو ( ړ ) نه شي تلفظ کوولای او تل يې په ( ل ) بدلوي٠

ازادنظر


باختر
22.07.2004

ويښ ځلمى صاحب، آزاد نظر صاحب اونورو درنو لوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم. مخکې له دې نه چې د دوستانو پر ليکنو تبصره وکړم، غواړم چې دژبو په هکله يو څو ټکي دلته وليکم. ترهر څه لومړى، ډېرهغه څه چې په دې وېب سايت کې يا نورو آفغانى خپرونو کې دژبوپه هکله خپريږي د ژب پوهنې د اصولو سره توپير لري. دسارې په توگه، د ژب پوهنې په اساس، ټولې ژبې يو شان دي، که "سوچه" دي، يا نه دى. هېڅ ژبه پر بله ژبه ښه والى نه لري. ځېنې خلک وايي چې پلانۍ ژبه خوږه ده او پلانۍ ژبه زيږه او گرانه. داډول خبرې هېڅ علمي اساس نه لري او ژب پوهنه يې ردوي. ځېنې ليکوال اوس په دې اخته دي چې پښتو او دري ژبې سوچه کړي. داهسې يو بې ځايه کوښښ دى او داسې يوه نتيجه چې د پښتو يا دري ژبى په پرمختگ يا زده کړې کې اغېزمن ثابت شي نه لرى. په دې هکله خبري ډېرې دي چې په راتلونکي کې به پرې بحث وکړو. خو اوس راځم دآزاد نظر صاحب څرگندونوته.

د "ف" او "پ" تورو په هکله دهغوى نظر دادۍ چې "( پ ) تورې په پښتو ژبه اوورځنۍ محاوره کی دومره زيات کارول کيږي چې دپښتوژبې د ملا د تير حيثيت يې غوره کړې اوهمدا علت دې چې زمونږ په تلفظي عادت يې له کوچنيوالي څخه قبضه کړې او نه مو پريږدي چې د ( پ ) غږ ته ورته تورې ترې بېل کړو٠ زه دآزاد نظر صاحب دې خبرو سره موافق نه يم. زه فکر نه کوم چې هغوى وکولاى شي دا ثابته کړي چې "پ" دپښتوژبې دملا دتير حيثيت لرى. دداسې نظر داثبات له پاره موږبايد دپښتو ژبې ټولې کلمې ترڅېړنې لاندې ونيسو او وگورو چې څو فيصده کلمې دکوم غږ سره پيل کيږي. دايوه پراخه پروژه ده او مياشتي وخت غواړي چې تر سره شي.

خو، د "ف" په هکله، لکه څنگه چې مې په خپله تېره ليکنه کې وويل، دا غږ له عربي نه پښتوژبې ته ورننوتۍ دۍ. په دې معنا چې "ف" د پښتو ژبى د غږ سيستم يوه برخه نه ده. د پښتو ژبې نور غږونه هم دعربي نه پور کړي دي. دا غږونه هغه دې چې د "ع، ط، ظ، ص، ض، ذ، او ح" په تورو ليکل کيږي. (ځېنې خلک د تورو او ديوې ژبې دغږونو تر منځ تو پير نه کوي. دا خورا يومهم توپير دى چې په راتلونکي کې به پرې وغږيږو.) کله چې يو"غږ" ديوې ژبې نه بلې ژبې ته ننوځي، نو دپورکوونکې ژبې ويونکي پورشوى غږ د خپلې ژبې د هغه غږ سره چې ورته والى ورسره لري بدلوي. دسارې په توگه، د "ص" او "ث" غږونه مو ږ لکه څنگه چې په عربي کې ويل کيږي نه وايو. موږ "ص" او "ث" داسې وايو لکه "س" چې ويل کيږي. داځکه چې "ص" او "ث" د "س" د غږ سره د تلفظ په لحاظ ورته والى لري. "ض، ظ، ذ" هم لکه "ز" داسې وايو نه په هغه ډول چې عربان يې وايي. داچې پښتانه "ف" د "پ' شانته وايى کومه د حيرانتيا خبره نه ده ځکه چې د "ف" تلفظ د "پ" د تلفظ سره ورته والى لري.

ددنيا دنورو ژبو ويونکي هم دا کار کوي. دسارې به توگه، دانگليسي په ژبه کې د "خ" او "ق" غږونه نه شته. ددې ژبى ويونکي ددې غږونو پر ځاى د "ک" غږ کاروي.

بخښنه غواړم چې خبره اوږده شوه. دادى د پښتو ژبى هغه الفبا چې د پښتو ټولني له خوا اووه ويشت کاله پخوا (١٩٧٧) تصويب او دافغانستان د حکومت او د ملگرو ملتو له خوا منلې شوې ده:

ا، آ، ب، پ، ت، ټ، ث، ج، چ، ځ، څ، ح، خ، د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، س، ش، ښ، ص، ض، ط، ظ، ع، غ، ف، ق، ک، گ، ل، م، ن، ڼ، و، هـ، ي، ى، ۍ، ې.

ديادولو وړ بولم چې پښتو ټولنې د عربي ژبې نه اخيستل شوي توري احتياطي بللي دي. دا توري دادي: ث، ح، ذ، ص، ض، ط، ظ، ع، ف، ق، ء. (د "ء" تورى د الفبا په لست کې نه دى راوړل شوى، خو د احتياطي تورو په لست کې شامل شوى دى. ددې نيمگړتيا علت ماته نه دى معلوم.)

افغان ژب پوه، حبيب الله تږى، هم د پښتو ژبې الفبا په ورته توگه ترتيبوى، خو تږ ي د "آ" تورى د پښتو ژبې د الفبا په لست کې نه دى راوړي. هغه وايې چې دا تورى د فارسي نه پښتو ته شامله شوي ده. د "آ" تورى که د هر ځاى نه پښتو ته را غلى وي بايد د الفباپه لست کې راغلى واى. که د "آ" تورى له خپلې الفبا نه وباسو نو نه پوهيږم چې نظر صاحب به له دې نه ورسته خپل نوم څنگه ليکي.


Azad Nazer
24.07.2004

--------------------------------------------------------------------------------
باختر صاحبه !
له سلام څخه مو مننه ، ښاد اواباد اوسې !
قدرمن باختر صېب !
لومړې بايد يادوونه وکړم چې له بده مرغه دمطالعې لپاره يوکوچنې پښتو کتاب هم نه لرم چې د مأخذ په توګه يې دخپلې وينا دصحت شاهد کړم خو خوند راکوي چې په ځينې موضوعاتو کې ځان شريک کړم تر څو هغه ټکي راڅخه هېر نشي چې زده کړي مې دي ٠ ما دپېل څخه يادوونه کړېده چې زه ترټولو ليکونکو ناخبره ليکونکې يم ٠ په هر دود ، خدای دې زما غلطيانې راته اصلاح کړي ٠ امين

تاسو ليکلي :

(( غواړم چې دژبو په هکله يو څو ټکي دلته وليکم. ترهر څه لومړى، ډېرهغه څه چې په دې وېب سايت کې يا نورو آفغانى خپرونو کې دژبوپه هکله خپريږي د ژب پوهنې د اصولو سره توپير لري. دسارې په توگه، د ژب پوهنې په اساس، ټولې ژبې يو شان دي، که "سوچه" دي، يا نه دى. هېڅ ژبه پر بله ژبه ښه والى نه لري. ځېنې خلک وايي چې پلانۍ ژبه خوږه ده او پلانۍ ژبه زيږه او گرانه. داډول خبرې هېڅ علمي اساس نه لري او ژب پوهنه يې ردوي.))
زما په فکر علم په عمومي ډول سرحد اوپای نه لري او داسې پروسه ده چې دتضاد ، سازش ، نووښت ، هو ، نه ، شايد ، ثبوت ، پلټنې ، څېړنې ، کتنې ، رغوونې ، نابودوونې ، بدلوونې ، پراختيا اومحدودونې په ځواک چليږي ٠ علم ته دپديدو منفي اړخونه اومثبت اړخونه دواړه ارزښت لري اولکه څنګه چې می وويل چې علم سرحد اوپای نه لري همداسې به يې اساسونه اواصول هم وي ٠ زه دژبو حقوقي مسايل نه څېړم بلکه ديوې ځانګړې ژبې په څرنګوالي خبرې کووم ٠ لکه ساينسي علوم ، ژبپوهنه هم د نوو تکنيکونو او څېړنود کارولو زغم لري او فکر کووم ډېر څه به په نوې بڼه تر څېړنې لاندی نيسي ٠
زه همدارنګه د ژبې په خوږوالي ، تريخوالي ، سختۍ اواسانۍ نه يم غږېدلې بلکه ديوې مشخصې ژبې دتورو اودهغوی د اوازونو په هکله غږېږم اوفکر کووم چې د يوې ژبې دټولو مشخصاتولکه دشته والي ، تورو ، دنورو ژبو سره مقايسه ، جوړښت ، واويل اوکانسوننټ اوازونو ، فنونو ، تلفظ ، وګړنيز رول ، سوچه ،ګډوالې ، معيار ، ګرامراوداسې نور به په ژب پوهنې پورې تړلي وي که څنګه ؟

تاسوبيا ليکلي :

(( ځېنې ليکوال اوس په دې اخته دي چې پښتو او دري ژبې سوچه کړي. داهسې يو بې ځايه کوښښ دى او داسې يوه نتيجه چې د پښتو يا دري ژبى په پرمختگ يا زده کړې کې اغېزمن ثابت شي نه لرى.))

زما په فکر هر کوښښ د هدف سره تړلې وي نودژبې لپاره علمي کار کوول ښه کار دې او تاوان پکی څه دې ؟ هغه څوک چې دا کار کولای شي خدای دې اجرورکړي اوخدای دې داسې خلک زيات کړي چې دپښتو اودري له رنګارنګ قاموسونو څخه کتابخونې ډکې کړي ٠
که زمونږ ژبپوهان وکوولای شي چې ((کتاب )) ته دري او پښتو پخواني نومونه راپيداکړي نو دښوونځۍ شاګردان به يې هم زده کړي ٠

تاسو ليکلي :
(( د "ف" او "پ" تورو په هکله دهغوى نظر دادۍ چې "( پ ) تورې په پښتو ژبه اوورځنۍ محاوره کی دومره زيات کارول کيږي چې دپښتوژبې د ملا د تير حيثيت يې غوره کړې اوهمدا علت دې چې زمونږ په تلفظي عادت يې له کوچنيوالي څخه قبضه کړې او نه مو پريږدي چې د ( پ ) غږ ته ورته تورې ترې بېل کړو٠ زه دآزاد نظر صاحب دې خبرو سره موافق نه يم. زه فکر نه کوم چې هغوى وکولاى شي دا ثابته کړي چې "پ" دپښتوژبې دملا دتير حيثيت لرى. دداسې نظر داثبات له پاره موږبايد دپښتو ژبې ټولې کلمې ترڅېړنې لاندې ونيسو او وگورو چې څو فيصده کلمې دکوم غږ سره پيل کيږي. دايوه پراخه پروژه ده او مياشتي وخت غواړي چې تر سره شي. ))

ستاسو په اجازه بايد يادوونه وکړم چې ماد ((حيثيت لري )) پرځای ((حيثيت يې غوره کړې )) ليکلي اويوه غوڅه جمله نه ده ٠ په هر ډول ، زما يونظر وو او پوهېږم چې علمي څېړنه هم نه ده خوددې سره سره يې له علمي بحثه بهر نه غورزووم ٠
زه بيا هم لارښوونې او زده کړې ته اړتيا لرم او هغه همدغه ( پ ) ده چې زمونږ داکثرو پښتنو ورسره دومره عادت اخيستې چې په ( ف ) يې هډو ژبه نه اوړي لکه چې وايي : پيکر کووم يا زما په پيکر٠

که تاسو دغه خپل مضمون په غوور وڅېړۍ نو وبه ګورۍ چې د ( پ ) تورې مو دمهمو کلمو په سر کی کارولې اوغږ يې هم معلوم او لوړ دې ٠
ددې ترڅنګه په پښتوکی ټکي (٠ ) هم ډېر کارول کيږي ٠
تاسو ليکلي :
((که د "آ" تورى له خپلې الفبا نه وباسو نو نه پوهيږم چې نظر صاحب به له دې نه ورسته خپل نوم څنگه ليکي.))

زه لاتراوسه په چترۍ نه يم عادت شوې :lol:

په عربي الفبا پښتو ليکنه د ډېرو غږيزو نيمګړتياوسره وي او مونږ ځينې غږونو ته هيڅ توري نه لرو لکه د مثال په توګه د (( د)) ربطي توري سره بايد (زورکې ) وکارول شي مګر مونږ دغه تورې نه لرو اونه يې کاروو ٠ همدارنګه ( زېرونه ) هم نه لرو لکه په (انسان ) کې ٠ دا نيمګړتياوې ډېرو خلکو ته نه ښکاري خو که فونېټيکي الفبا وکاروو نو وبه وينو چې د هر غږ لپاره تورې ياتوري شته ٠

ډېر څه خيالي تلفظ کوونوځکه د ازاد نظراليف هم په خپل خيال کی ازاد پرېږدم او په کوپړۍ يې د چړې پټه نه راکاږم :lol:

په درنښت

ازاد نظر


باختر
24.07.2004

آزاد صاحب! زه دې داحساساتو سره څه کار نه لرم. خو بايد ووايم چې که ته ديوه ټولگي مخې ته ودرېږې او شپږ کلن يا اوه کلن زده کوونکو ته ووايې چې په پښتو کې ډېر څه خيالي تلفظ کيږي او راځئ چې د "آزادنظر" الف هم "ازاد" پرېږدو، نو زه فکر نه کوم چې زده کوونکي دې پوه شي چې ستا مقصد څه دى. دهرې ژبې ليک دود خپل اصول لري. موږ نه شو کولاى چې په خپله خوښه "الف" آزاد پرېږدو او د "ب" لاسونه او پښې وتړو. دپښتو ژبې داصولو پر بنا، که زه او ته يې وغواړو او که ونه غواړو، د"آزاد" الف پر کوپړۍ بايد دچړې پټه را وکاږل شي. دا دپښتو ژبې دليک دود اصول وايي. دا دپښتو ژبې د الفبا هغه لارښود وايي چې اوه ويشت کاله پخوا د پښتو ټولنې له خوا تصويب شوۍ دۍ. دا زما خبره نه ده. اوس که ته او يا تږى صاحب غواړۍ چې د "آ" تورى دي د پښتو ژبې د الفبا له لست څخه وايستل شي، نو بايد خپل دليلونه ټولو ته وړاندې کړئ. زما په عقيده،دپښتو په معيارى الفبا کې، بې له دې چې کومه واکدار ه علمي موء سسه، لکه پښتو ټولنه يا دکابل پوهنتون، فيصله وکړي، فکر نه کوم چې بل څوک ددې صلاحيت ولري چې بدلون په کې راوړي.

دا بايدهېره نه کړو چې اوس دپښتو ليک دود تر ډېره حده معياري شوى دى. مقصد مې دادى چې، که صحيح وي يا غلط، موږ اوس د ليکلو يو دود او دستور لرو چي بايد عمل پرې وشي. اوس په پښتو کې "آزاد، آواز، آسمان، او نور" په "آ" سره ليکل کيږي، نه په "ا". نو که موږ د دستور په خلاف "آزاد" د الف سرو وليکو نودا به دپښتو ژبې د اصولو سره سم نه وي. ما ته ځېنې نورې کلمې هم را په سترگو شوي دي چي د معياري پښتو سره سم نه ليکل کيږي. مثلاً، صاحب/صيب، کلتور/کولتور، اونور. د معيارى پښتو د اصولو نه سر غړونه نه يوازې داچې کومه گټه نه لرى، بلکى زموږ ستونزې لا هم ډېروي.

اوس راځم نورو موضوعاتو ته.

که د پښتو ژبې د سوچه کولو نه مقصد داوي چې موږ دپرديو ژبودکلمو پر ځاى پښتوکلمې وکاروو، نو زه سل په سلو کې دداسې هڅې ملاتړ کوم. خو اکثر لوستونکي له دې نه ښه خبر دي چې اکثر نوې موندل شوې پښتو کلمې نه زموږ نيکونو او غور نيکونو کله کارولي دي او نه هم اوسني پښتنو. کله چې خپله پښتانه د نوو جوړو شوو کلمو په معنا نه پوهېږى، نوددې کار گټه څه ده؟

د "ف" او "پ" د تلفظ په هکله بيا هم وايم چې د پښتو ژبې د غږ په سيستم کې د "ف" آواز نه شته. نوهم دا علت دى چې پښتانه "ف" د "پ" په ډول تلفظ کوي. "عادت" او يا د "ژبې اوړيدل" دلته هېڅ تأثير نه لرى. د نورو ژبو ويونکي هم همدا کار کوي. د سارې په توگه، په عربي کې د "پ" غږ نه شته، نو ځکه عربان د "پ" په ځاى "ب" کاروي. مثلاً، "پيپسي" ته "بيبسي" او "پارک" ته "بارک" وايي.

په بل ځاى کې نظر صاحب داسې ليکي:

"مونږ ځينې غږونو ته هيڅ توري نه لرو لکه د مثال په توګه د (( د)) ربطي توري سره بايد (زورکې ) وکارول شي مګر مونږ دغه تورې نه لرو اونه يې کاروو ٠ همدارنګه ( زېرونه ) هم نه لرو لکه په (انسان ) کې."

زه فکر نه کوم چې په پښتو کې داسې يو غږ وي چې موږ تورى ورته ونه لرو. نظر صاحب د "زورکي" او "زير" يادونه کړې ده. دا صحيح ده چې موږ "زورکى" په ځېنې ځايونو کې نه ليکو، مگر د کلموپه آخر کې يې ليکو. د سارې په توگه، " زړه"، "غله"، "خره" او نور. په دې کلمو کې "زورکى" د "هـ" د تورې سره ليکل شوى دى. د "زېر" دليکلو دپاره هم خاص قواعد شته. د سارې په توگه، "زېر" دکلمو په منځ کې نه ليکل کيږي، خو د کلمو په سر او آخر کې ليکل کيږي. که موږ د نظر صاحب مثال ته ځير شو، نو گورو چې "انسان" په "زېر" شروع کيږي. د کلمو په سر کې، "زېر" په الف ليکل کيږي، لکه څنگه چې د "انسان" په کلمه کې يې وينو.

په آخر کې غواړم ياده کړم چې که زموږ هدف داوي چې دپښتومعيارى بڼې ته وده ورکړل شي، نو بايدد پښتو د ليک دود اصول او قواعد تر پښو لاندې نه کړو. هر هغه څه چې پوهانو او څېړونکوتر اوسه پورې منلې وي، هغه بايد په پام کې ونيسو اودهغوى دنيمگړتياوو د له منځه وړلو له پاره هڅه وکړو. وسلام!


Azad Nazer
24.07.2004

باختر صېب دسلام داحساس سره بيا حاضر يم ٠

تاسو ليکلي :
((آزاد صاحب! زه دې داحساساتو سره څه کار نه لرم. خو بايد ووايم چې که ته ديوه ټولگي مخې ته ودرېږې او شپږ کلن يا اوه کلن زده کوونکو ته ووايې چې په پښتو کې ډېر څه خيالي تلفظ کيږي او راځئ چې د "آزادنظر" الف هم "ازاد" پرېږدو، نو زه فکر نه کوم چې زده کوونکي دې پوه شي چې ستا مقصد څه دى. ))

کله مې چې تاسوته ځواب ليکه نو دااحساس راسره وو چې دشپږم صنف شاګرد ته يې نه ليکم بلکه يوداسې چاته چې ليکم چې علم يې د شپږم صنف دشاګرد څخه زيات دې ٠

(( دهرې ژبې ليک دود خپل اصول لري. موږ نه شو کولاى چې په خپله خوښه "الف" آزاد پرېږدو او د "ب" لاسونه او پښې وتړو.))

خوکه حالات اوکتنې داسې وي چې بايد د((ب )) پرځای د (( ا)) پښې اولاسونه وتړل شي او عدالت ته کش شي ، بايددغه کار ترسره شي ٠

تاسو ليکۍ :
(( دپښتو ژبې داصولو پر بنا، که زه او ته يې وغواړو او که ونه غواړو، د"آزاد" الف پر کوپړۍ بايد دچړې پټه را وکاږل شي. دا دپښتو ژبې دليک دود اصول وايي. دا دپښتو ژبې د الفبا هغه لارښود وايي چې اوه ويشت کاله پخوا د پښتو ټولنې له خوا تصويب شوۍ دۍ.))

دادرسره منم چې پښتون ، وچ زور او چاړه سره نشي بېلېدای :wink:

(( دا زما خبره نه ده. اوس که ته او يا تږى صاحب غواړۍ چې د "آ" تورى دي د پښتو ژبې د الفبا له لست څخه وايستل شي، نو بايد خپل دليلونه ټولو ته وړاندې کړئ.))

زه د کابل دپوهنتون د پښتو د څانګې د تکړه او قدرمن استاذ ښاغلي تږي دشاګرد پرځای يم ٠ او که هغوی په اليف مد نه مني نو دليلونه به هم ورته لري ٠

زه پخپل اند د کابل پوهنتو او د پښتو ټولنه د علمي څېړنو او کتنو يوواځينۍ حقوقي مرجع نه ګڼم بلکه شخصي اوانفرادي هلې ځلې ورسره ګډووم ٠ نني څېړونکي دداروين اوکارل مارکس نظريې هم ردوي ځکه چې دڅېړنو نتيجې يې دهغه وخت له پوهانو سره فرق کوي ٠ همدارنګه به داندېښنې وړ هم نه وي که ازاد نظر ووايي چې دراورټي نظريات دپښتنو داصل اونصب په هکله فرضيو څخه بل څه نه دي اودليل راوړي چې دراورټي دزمانې په نسبت د څېړنو ښه او پرمخ تللي وسايل شته ٠

تاسو ليکلي :
(( زما په عقيده،دپښتو په معيارى الفبا کې، بې له دې چې کومه واکدار ه علمي موء سسه، لکه پښتو ټولنه يا دکابل پوهنتون، فيصله وکړي، فکر نه کوم چې بل څوک ددې صلاحيت ولري چې بدلون په کې راوړي. ))

زه ستاسو دا نظر تاييدووم خو دهغو انفرادي اوډله ايزو پوهانو مخه نيول هم پر ځای نه ګڼم چې په دې هکله کتنې لري ٠ نورې تاريخي نتيجې هم په ګوته کوولای شو چې د يو هيواد الفبا يې پرته دملت له غوښتنو بدله کړې لکه دپخواني شوروي اتحاد دکمونيست ګوند پرېکړه په تاجکستان کی او د کمال اتاترک پرېکړه په ترکيه کی ٠

تاسو ليکلي :
(( دا بايدهېره نه کړو چې اوس دپښتو ليک دود تر ډېره حده معياري شوى دى. مقصد مې دادى چې، که صحيح وي يا غلط، موږ اوس د ليکلو يو دود او دستور لرو چي بايد عمل پرې وشي. اوس په پښتو کې "آزاد، آواز، آسمان، او نور" په "آ" سره ليکل کيږي، نه په "ا". نو که موږ د دستور په خلاف "آزاد" د الف سرو وليکو نودا به دپښتو ژبې د اصولو سره سم نه وي.))

ودرېږه باختر صېب !
دغه پورته جملې ستاسو له دريځ سره سر نه خوري چې وايې ((که صحيح وي يا غلط، موږ اوس د ليکلو يو دود او دستور لرو چي بايد عمل پرې وشي ))
خوزه صحيح خوښوم ، غلط بايد اصلاح شي که څنګه ؟ او که داسې د هغه دغه دود وي نو بيا خو کوولای شم چې ((ازاد)) بې له مده وليکم ٠ خو فکر کووم چې ((ازاد)) به پرته له مده هم صحيح وي ځکه چې له تلفظ څخه معلوميږي چې يواځې عادي اليف غواړي او لکه د( (ااس )) کليمه د اليف په ډبل زور نه اداکيږي ٠

تاسو ليکلي :
(( ما ته ځېنې نورې کلمې هم را په سترگو شوي دي چي د معياري پښتو سره سم نه ليکل کيږي. مثلاً، صاحب/صيب، کلتور/کولتور، اونور. د معيارى پښتو د اصولو نه سر غړونه نه يوازې داچې کومه گټه نه لرى، بلکى زموږ ستونزې لا هم ډېروي. ))

زه پوهېږم چې له عربي قرض شوي لغاتونه بايد کټ مټ هغسې وليکل شي لکه څنګه چې په عربي ژبه کی ليکل کيږي خو دغه قرارداد بې اعتباره شوې ځکه چې وخت پرې ډېر تېر شوې ٠ دغه پردي لغاتونه اوس دپښتو دژبې جز ګرځېدلي ٠ نو هر شې چې د چاملکيت شي هغه په خپله خوښه کاروي ٠ يواځې مونږ نه يو چې په پښتو کی دا کارکوو بلکه دتاريخ په اوږدو کی دا کارشوې ٠ پخواني لتابونو کی ژبې بل رنګ خو هما غه ژبې نن بل رنګ تلفظ لري ٠ په البانوي ، ترکي اوحتا هسپانوي کی د عربي ژبې لغاتونه موندل کيږي خو دغو ملتونو په خپل تلفظ اړولي ٠
زه ددې طرفدار يم چې کوښښ وشي چې هر لغت دتلفظ مطابق وليکل شي ښه به وي ٠ همدارنګه که (معنی )په (مانا)، (شوری) په (شورا) او (چه) په ( چې) وليکل شي ښه به وي ٠

تاسوليکلي :

((اوس راځم نورو موضوعاتو ته.

. خو اکثر لوستونکي له دې نه ښه خبر دي چې اکثر نوې موندل شوې پښتو کلمې نه زموږ نيکونو او غور نيکونو کله کارولي دي او نه هم اوسني پښتنو. کله چې خپله پښتانه د نوو جوړو شوو کلمو په معنا نه پوهېږى، نوددې کار گټه څه ده؟ ))

زمونږ نيکونه او غور نيکونه دې خدای وبښي ، مونږ پرې وياړو خو ننې نسل نشي کولای دهغوی په زمانه کی ژوند وکړي ځکه چې دنن شرايط ، وسايل ، غوښتنې اوعرضه د هغه وخت سره ډېر توپير لري ٠ زمونږ د غور نيکونو په وخت کی نه الوتکې وې ، نه موټرې ، نه تلوېزيون ، نه کمپيوټر ، نه فزايي (فضا) بېړۍ او نه کازموناوټ ٠ خو اوس مومند صېب دروسانو سره فزاته لاړ ٠ نوکه څوک وکوولای شي مومند صېب ته دهغه د مسلک مطابق پښتو نوم پيدا کړي تاوان به پکی څه وي ؟

د "ف" او "پ" د تلفظ په هکله بيا هم وايم چې د پښتو ژبې د غږ په سيستم کې د "ف" آواز نه شته. نوهم دا علت دى چې پښتانه "ف" د "پ" په ډول تلفظ کوي. "عادت" او يا د "ژبې اوړيدل" دلته هېڅ تأثير نه لرى.
عادت دا مانا چې يوڅوک يوعمل په پرلپسې توګه سرته رسوي تر هغه چې ورسره عادي شي مګر که يو عمل کله کله سرته رسوي نوورسره نه عادي کيږي ٠ همداسې ژبه هم دهغو تورو سره په تلفظ کی عادي کيږي اوژبه يې پرې په اسانۍ اوړي کوم چې ترټولوزيات استعماليږي ٠ دمثال په توګه د کنړ پښتون د تڼو د پښتو ځيني توري هغسې نه شي اداکوولای لکه څنګه چې دهغه ځای اوسيدونکي يې کوي اوداځکه چې دغه کنړې ورسره عادي نه دې ٠

تاسوليکلي:
(( په آخر کې غواړم ياده کړم چې که زموږ هدف داوي چې دپښتومعيارى بڼې ته وده ورکړل شي، نو بايدد پښتو د ليک دود اصول او قواعد تر پښو لاندې نه کړو. هر هغه څه چې پوهانو او څېړونکوتر اوسه پورې منلې وي، هغه بايد په پام کې ونيسو اودهغوى دنيمگړتياوو د له منځه وړلو له پاره هڅه وکړو.))

زه فکر نه کووم چې کوم پښتون ليکوال او عالم به داسې کارکوي چې دپښتو د ليک دود اصول او قواعد تر پښو لاندې کړي اونه به داسې کار تراوسه چاکړې وي خو که تاسو هغه ليکونکي چې د کوم عامل په سبب املايي غلطي کوي او هغوی خپلو غلطيو ته متوجه کوۍ نو څه پکی نه وايم ٠

په پای کی دهغه چا سره دااستدلال چې څوک بايد نه نيوکې وکړي او نه د هغه امرونو چې د پښتو دولتي ټو لنې او دکابل پوهنتون لخوا اوه ويشت کاله پخو ا وضع شوي دي سرغړوونه ونه کړي توافق نه کووم ٠
زه په دې نظر يم چې هرڅوک وکولای شي ګټور انتقادونه وکړي ، نووښتونه وکړي ، وړانديزونه وکړي ، کتنې ولري او څېړنې وکړي خو د علم په چوکاټ کی ٠

زه به دکابل دپوهنتون د پښتو د څانګې ځينی استاذان څه کړم چې د يو چوپان هومره فکر يې هم نه درلود ٠ نومونه يې نه اخلم خو ځينې مشرقيوال تش په نامه استاذان هم وو چې دپوهنتون دمقام حاصلوولو سره سره په تهذيب کی دومره راغورځېدلي وو چې د پوهنتون محصلين به يې دخپل جاهل غرور له کبله په صنف کی په لغتو وهل ٠
پښتانه ليکوال چې هڅې وکړي نوډېر څه به اصلاح شي اود وچ زور څخه به حقيقتونو ته مخه کړي ٠

داوه په دې هکله زما اخري ليکنه

په درنښت

ازادنظر


باختر
26.07.2004

آزادنظر صاحب! داسې راته ښکاري چې ته زما د ځېنو خبرو په مقصد يا پوه شوى نه يې يا خو پوه شوى يې خو خبره کږه وړې. زما مقصد له دې ليکنو څخه دادۍ چې موږ د يو بل نه يو څه زده کړو، خوته اوس په کنايه راته خبري کوي. په هر صورت، دادى زما لنډه ځوابيه دتاد ورستۍ ليکنې په اړه.

تاسې داسې ليکۍ:

[color=blue:fa13de23c9]"کله مې چې تاسوته ځواب ليکه نو دااحساس راسره وو چې دشپږم صنف شاګرد ته يې نه ليکم بلکه يوداسې چاته چې ليکم چې علم يې د شپږم صنف دشاګرد څخه زيات دې ٠"[/color:fa13de23c9]

آزاد نظرصاحب! په فارسي کې يو متل دۍ چې وايي، "ده درکجا و درختها درکجا." زه څه اويم او ته څه وايې. زما مقصد داوو چې کله يو ښوونکى د اول يا دوهم ټولگي زده کوونکو ته د پښتو ليکل او لوستل ور زده کوي او هغه ماشومانو ته وايي چې په پښتو کې ډېر څه خيالي تلفظ کيږي او راځۍ چې د "آزاد" الف "ازاد" پريږدو، نو زده کوونکي به څه وکولاى شي چې دهغه نه زده کړي؟ آزادنظر صاحب! ته د انټرنټ په دنيا کې ډوب يې، خو په ريښتينې نړۍ کې دپښتو ليکل او لوستل بايد وښودل شي. ښپږ کلن او اوه کلن ماشومانو ته د پښتو ښودل آسانه کار نه دۍ. هغوى ته بايد د پښتو ژبې د ليک دود اصول او قواعد ور وښودل شي ترڅو هغوى په آسانۍ سره ليکل او لوستل زده کري.

تاسې بيا ليکۍ:

[color=blue:fa13de23c9]"زه د کابل دپوهنتون د پښتو د څانګې د تکړه او قدرمن استاذ ښاغلي تږي دشاګرد پرځای يم ٠ او که هغوی په اليف مد نه مني نو دليلونه به هم ورته لري ٠"[/color:fa13de23c9]

تږى صاحب ماته هم د استاد حيثيت لري. هغوى کوم دليل نه دى راوړى چې ولي دې "آ" په الفبا کې شامله نه شي. هغوى دومره وايي چې "آ" د فارسي نه پښتوته راغلې ده. که ته دتږى صاحب له دليلونو څخه خبر يې او يا په خپله کوم دليل لرى، نو موږ هم پرې خبر کړه.

تاسې بيا ليکۍ:

[color=blue:fa13de23c9]"زه پخپل اند د کابل پوهنتو او د پښتو ټولنه د علمي څېړنو او کتنو يوواځينۍ حقوقي مرجع نه ګڼم."[/color:fa13de23c9]

آزادنظر صاحب! ما نه دي ويلي چې دوى يواځېنۍ حقوقي مراجع دي. نورې موء سسې، لکه د علومو اکاډمۍ، هم کولاى شي هم داسې صلاحيت ولري. همدا شان، زه نه وايم چې دشخصي او انفرادي هڅو مخه دې ونيوله شي. خو، شخصي هڅې هغه وخت ټولو ته د منلو وړ گرځي چې يوه واکداره علمي موءسسه يې د منلو حکم وکړي.

دروارټي د نظرياتو خبره بېله ده. دراورټي د نظرياتو په باب ، موږ هر يو کولاى شو چې بيلا بيل موقفونه ولرو. معنا داچې دا حتمي نه ده چې موږ ټول دهغه نظريات يا ومنو يا يې ردي کړو. خو دپښتو د ليک دود خبره بېله ده. د يوې ټولنې غړي نشي کولاى چې د ليک دود په اړه هر يو ځان ته اصول او قواعد ولري. که موږ غواړو چې د يو بل په ليکنو پوه شو، نو بيا ټول بايد يو شان د ليک دود اصول او قواعد په پام کې ونيسو. موږ هر يو نشو کولاى چې دليک دود په هکله ځان ته اصول او قواعد ولرو.

تاسوبيا ليکلۍ:

[color=blue:fa13de23c9]"دغه پورته جملې ستاسو له دريځ سره سر نه خوري چې وايې ((که صحيح وي يا غلط، موږ اوس د ليکلو يو دود او دستور لرو چي بايد عمل پرې وشي)) خوزه صحيح خوښوم ، غلط بايد اصلاح شي که څنګه ؟"[/color:fa13de23c9]

زه درسره منم چې غلط بايد اصلاح شي، خو په ليک دود کې، تر ډېره حده هغه قواعد چې د ټولنې نور غړي يې په پام کې نيسي، موږ يې هم بايد په پام کې ونيسو. ته کولاى شي چې خپل وړانديزونه واکدارو علمي ټولنو ته وړاندې کړې او د هغوى نه وغواړې چې دهغو ستونزو په هکله چې تا په نښه کړي دي، پرېکړه وکړي. خو موږ نه شو کولاى چې دليک دود له قواعدونه، پرته دکومې واکدارې موء سسې له پرېکړې نه، سرغړونه وکړو. که موږ هر يو دا کار وکړو، نو پښتو به هېڅ کله ونه شي کولاى چې معياري ليک دود ولري.

تاسو بياليکۍ:

[color=blue:fa13de23c9]"زه ددې طرفدار يم چې کوښښ وشي چې هر لغت دتلفظ مطابق وليکل شي ښه به وي ٠ همدارنګه که (معنی )په (مانا)، (شوری) په (شورا) او (چه) په ( چې) وليکل شي ښه به وي ٠"[/color:fa13de23c9]

زه هم ددي طرفداريم چې هرلغت دې هماغسې چې تلفظ کيږي وليکل شي. په ظاهر کې دا کارآسانه برېښي، خو په عمل کې دا ډېرې ستونزي لري. مثلاً، موږ هره کلمه يو ډول نه تلفظ کوو. ته يې يو شان وايې، زه يې بل شان، او بل يې بل شان. دسارې په توگه، راځۍ چې د "صاحب" کلمه تر څېړنې لاندې ونيسو. ددې کلمې معياري تلفظ "صاحب" دى. اوس يې ځېنې ليکوال، دتاسو په گډون، د "صېب" په بڼه ليکي او دليل يې هم هماغه دى چې تاسو ويلې دى (يعنې، کلمات په هماغه ډول چې ويل کيږي، هماغسې دې وليکل شي.). دا نظرډېرې ستونزي رامنځ ته کوي. اول دا چې په پښتو کې د "ص" غږ نه شته او ټول هغه کلمې چې په عربي کې د "ص" سره تلفظ کيږي، نو په پښتو کې يې تلفظ د "س" په شان دى. معنا داچې د "صاحب" کلمه بايد د "سېب" په ډول وليکله شي، نه دې "صېب" په ډول. بله دا چې د مشرقي او پېښور پښتانه "صېب" وايي، خو نور پښتانه ددې کلمي له پاره نور تلفظونه لري. ځېنې خلک "صاحب" د "صايب" (saayb) په ډول هم تلفظ کوي. د پکتيا خلک يې بيا د "صويب" (soyb) په ډول وايې. که موږ دا ټول تلفظونه په پام کې ونيسو، نو "صاحب" په لاندينيو ډولو ليکل کېداى شي: صېب، سېب، صايب، سايب، صويب، سويب، صُيب، سُيب (دپېش سره).

اوس، که موږ هريو "صاحب" هماغسې چې وايو يې، وليکو، نو لږ تر لږه اته ډوله به يې وليکو. بله دا چې، که موږ دا ومنو چې هره کلمه هما غسې وليکو چې وايو يې، نو بيا داپرېکړه با يد پر ټولو کلمو تطبيق شي، نه يوازې د "صاحب" په برخه کې، چې دا کار هېڅ امکان نه لري. زما په عقيده، ښه به داوي چې ټول "صاحب" هماغسي چي په معياري پښتو کې ليکل کيږي وليکو او دپښتو ليک دود له گډوډي او انارشيزم نه وژغورو.

په بل ځاى کې تاسو ليکلې:

[color=blue:fa13de23c9]"عادت دا مانا چې يوڅوک يوعمل په پرلپسې توګه سرته رسوي تر هغه چې ورسره عادي شي مګر که يو عمل کله کله سرته رسوي نوورسره نه عادي کيږي ٠ همداسې ژبه هم دهغو تورو سره په تلفظ کی عادي کيږي اوژبه يې پرې په اسانۍ اوړي کوم چې ترټولوزيات استعماليږي."[/color:fa13de23c9]

آزادنظر صاحب! پورتنۍ جملې، ستاسو خپل شخصي نظر دى او هيڅ علمي بنسټ نه لري. د ژب پوهنې پر بنا، هره ژبه خپل ځان ته د غږونو يو سيستم لرى اود هغې ژبي ويونکي يې د کوچنيوالې نه هغه زده کوي.

د پښتو د غږ په سيستم کې "ف" نه شته، نو ځکه يې موږ "پ" وايو. د کنړ او تڼيو د پښتو ترمنځ فرق دادى چې دوى بېل بېل سيمه ايزي لهجې لري. هره لهجه ځان ته دغږونو يو سيستم لري نو ځکه ددوى خبرې له يوبل نه توپير لري. وسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more