د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جمعه مبارک ویل څنګه دې ؟

زرملوال
17.06.2011

پوښتنه :

نن سبا ځېنې خلک دجمعې په ورځ یوه بل ته وایې یالېکې :
جمعه مبارک ایادا رواده که ناروا ؟
بینوا توجروا

ځواب :
په دې اړه په حدیثو یا بل څه کې کوم دلیل ندی راغلی نودا کار که څوک
دثواب په نیت کوې او لازمی یې هره جمعه هم وایې بیا ناروا اوبدعت
دی او که کله کله یې هسی له یوچا سره دیوځای کیدلو یاخوش طبعی
أه کبله چاته لېکې بیا پروا نکوې خو لازمی کول یې په کار ندی ځکه دابه
بیا په وخت سره خلک لازم او دثواب کار وګرځوی .

ستاسو زرملوال


پتوال
17.06.2011

[quote:e1d5098aee]جمعه مبارک !، ایادا رواده که ناروا ؟ [/quote:e1d5098aee]
اړين ځواب خو زرملوال صيب وړاندې کړی، خو د پوښتنې په نزاکتي اړخ کې به زه هم يو څه ووايم :

د فرعياتو پوښتنې ته د مهمو پوښتنو پشان بڼه ورکول نه دي په کار . روا دي که نا روا د امر او نهې په اړه سم ويوني او سمې کارونې دي ،
د يوې مبارکې ورځ تبريکي ويل به ولې روا نه وي او څنګه به ناروا وي . د د مباحيت يا مکروه والي د شرايطو په اړه يې پوښتنه دومره ناممکنه
نه بريښي ، خو د ناروا توب په اړه موجه پوښتنه نه ده .

بله خبره د مستحباتو ده ، ښه او نېک کارونه ثواب لري او چې ثواب لري لږ تر لږه مستحب به وي ، خو ځيني له ډيرې محافظه کارۍ څخه ديو عمل
له مسنون شمېر څخه زيات شمېر داسې تفسيروي لکه داچې يو ناروا کار او بدعت وي . که له درې ځلو څخه زيات لاسونه او پښې او
خوله وينځل يا استنشاق په اوداسه کې تکرار شي ، نو سمدلاسه يې ځينې له سنتو څخه انحراف يا ناروا عمل بولي ، حال داچې سالم عقل
ئې ثوابي عمل انګيري او بايد چې ٍ ثواب (استحباب ) ولري !


۰
18.06.2011

السلام علیکم
زرموال صیب ستاسو پوښتنه ډیره واضحه ده اوداسي هم راته معلومیږي چي تاسو به پدي پوښتنه له ډیرو ښه پوهیږی.
بیا هم :
تاسو لیکلي چي دثواب په نیت = نو وروره همدي ته خوبدعت واي چي یو کار دثواب په نیت وشي او هغه کار سلفو صالحینو وي کړي او که چیري دثواب نیت پکي نه وي او هسي عادت وي نو بیا خو بدعت ندی .
بیا هم ماته خو دقیقا ندی معلوم چي دا کار به سلفو صالحینو اعني رسول الله صلی الله علیه وسلم ،اصحاب الرسول ،یا تابعینو کړي وي او که نه خو که يي کړی وي نو بیا خو بدعت ندی او که هغوي رضوان الله علیهم نه وي کړی نو بیا بدعت دی.
او پاتي شو دمستحباتو خبره نو مستحب کار هم په شرع کي دسلفو صالحینو پوری محدود دی هر څوک خو يي په هره زمانه کي له خپله ځانه نشي راویستی دا خو څه د یهودو یا نصاری و دین ندی چي هر څو ک به پکي ګوتي وهي او اخر به لسمه برخه هم اصلي دین نه وي پاتي او ټول به د مستحباتو په نوم بدل شوی وي داسلام ددین خو همدا امتیاز دی چي سوچه پاتي دی.
نوربیا

مومندافغان[چپرهاری]


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

هره خبره له بدعت سره تړل یا په بدعت یادول تر ټولو غټ بدعت دی.

بدعت به هلته وو چې د جمعې ورځ د اونی د نورو ورځو څخه هېڅ ډول فضیلت یا توپیر نه درلودلای، دا چې مبارکه یې بولو، نو دا تبرک نسبي دی، د اونی د نورو ورځو په پرتله، له بلې خوا که څوک جمعې سره مبارکه وایي نو سبب یې د جمعې د ورځې هغه فضیلت دی چې له بدعت څخه نه بلکه له صحیحو سنتو څخه ثابت شوی دی.

خو که چا وویل چې شنبه مبارکه، ..یکشنبه مبارکه.... یا سه شنبه مبارکه ، ..... یا دوشنبه مبارکه ...... یا چهارشنبه مبارکه ........یا پنجشنبه ......... نو کېدای شي چې بیا به ټول ورته بدعت ووایو.


SADEQ MUSALMAN
18.06.2011

عادل صيب ګمان کوم په موضوع موسم سرندی خلاص شوی.
زرملوال صيب وايي چاته دجمعې مبارکی ورکول لکه اختردي مبارک شه.
دزرملوال صيب مبارکي همدامبارکي وه نه دجمعې له لفظ سره مبارکه لفظ نښلول.
کنه زرملوال صيب همداسي ده؟


عادل عادل
18.06.2011

السلام علیکم

محترم صادق صاحب

که داسې وي نو زه غلط شوی یم، او تاسو ټول وبښی :)


SADEQ MUSALMAN
18.06.2011

وعليکم سلام ورحمة الله وبرکاته
هوعادل صيب همداسي خوده. :wink:
اويوه بله به درته وکړم.
ځيني خلک مي ليدلي په پښتنوفارسيوانواوپنجابيانوکي چې داخترله لمانځ وروسته
مبارکي سره ورکوي مخکي که سره وويني هم يوبل ته مارکي نه وايي،له لمانځه وروسته
وخت ته يې ساتي.
اوځيني خلک بيادجمعې مبارکي له لمانځه وروسته ستړي مشي ياپه اصطلاح روغبړسره کوي له لمانځه مخکي رډرډسره ګوري.
دغه شيان بدعت دی، دوئ دثواب په نيت داکارکوي له ډېروسره مي بحثونه هم پرې شوي.
دجمعې له لمانځ وروسته ستړي مشي کول هيڅ اصل نه لري، البته هغه وخت چې له چاسره دي له لمانځه وروسته په اول ځل وليدنوبياکه ستړي مشي وشي پروايې نشته.
خويوخاص ځای ورته ټاکل بدعت دی.
دغه رازداخترمبارکي هم له لمانځ وروسته وخت ته ساتل اومخکي يوبل ته په رډوکتل اومبارکي نه ورکول بدعت دی.
دعادل صيب په خبره دی ده او وي به. :D
دامي ځکه وويل چې دجمعې لمنځونه خوهره هفته کي يو وي اواخترهم رانژدې شوی دی.
نوملګري بايددې شي ته ډېرپام وکړي.
په مينه اومننه
ستاسوصادق ورورصادق.



ع کريم حليمي
19.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:1c1bf19e0f] اوځيني خلک بيادجمعې مبارکي له لمانځه وروسته ستړي مشي ياپه اصطلاح روغبړسره کوي له لمانځه مخکي رډرډسره ګوري. [/quote:1c1bf19e0f]
هو ! نبوي اخلاق هم داسي وه او دي چه: د جمعي په ورځ‌ چه مسجد ته ورسې
نو خبری به نه کوېٖ کله چه لمونځ تمام شي نو بیا خبري کولو ته اجاره ده

السُّكُوتُ عَنْ مُكَالَمَةِ النَّاسِ دُونَ ذِكْرِ اللَّهِ .

او که ضرورت د امر بالمعروف پیدا شو ، نو بیا په اشاره سره
وَإِذَا أَرَادَ الْأَمْرَ بِالْمَعْرُوفِ فَلْيَجْعَلْهُ بِالْإِشَارَةِ .
درنښت


عابد
27.07.2011

اسلام علیکم :arrow:
************************
تاسو دا خبره ډیره خکلې واضح که. دا جمعے فضیلت شته خو په دغه طریقه نه. بلکه محمد صلی الله وسلم په طریقه او په دین کې هر نوے کار کول بدعت دے٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more