tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

10 تېروتنې چې ماغزو ته زیان اړوي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   13, 2011 12:00 pm    عنوان   : 10 تېروتنې چې ماغزو ته زیان اړوي Reply with quote

السلام علیکم

لاندینی لس تېروتنې ماغزو ته زیان رسوي:-

1- د سهار چای یا نری یا صبحانه نه خوړل

څوک چې د سهار چایی نری یا صبحانه نه خوري نو د وینې شکر یې ټیټ ترینې کچې ته رالوېژي، او دا کار ماغزو ته، د خوړو د نامناسب رسېدلو په وجه، جدي زیان اړوي او په نتېجه کې ماغزه په لږ یا نه فعالیت باندې مبتلا کیژي.

2- ډېر خوراک یا پُرخوري

ډېر خوراک د مغزي شرایینو د تصلب یعنې د رګونو په دېوالونو کې د سختوالي سبب کیژي، او د انسان ذهني قدرت له ګواښ سره مخ کوي.

3- د سګرټ، چلم او نصوارو څکول

د دوخانیاتو څکول د ماغزو په څو ځلې وړېدو سره د آلزایمر سبب کیژي، ( هیله ده چې ډاکټر صاحبان به د آلزایمر په اړه علمي توضېحات وړاندې کړي)

4- د خوږو او شکرې ډېر خوړل

د خوږو او شکرو ډېر خوراک په وجود کې د پروټینو او خوړو د جذب مخنېوی کوي او په دې توګه د سوء تغذیې سبب، او په ډېر احتمال سره د ماغزو په رشد او نمو کې اختلال او ګډوډي منځ ته راوړي.

5- ککړه هوا

ماغزه زمونږ په بدن کې د اکسیجن تر ټولو زیات مصرف کوونکي دي، د ککړې هوا تنفس د ضروري اکسیجن د نه رسېدلو په وجه ماغزه له کاره غورځوي.

6- لږ خوب یا کم خوبي

خوب یا بیدېدل زمونږ ماغزو ته د ارام او استراحت اجازه ورکوي، د خوب اوږدمهاله کمبود د مغزي سلولونو په مرګ کې تېزوالی راولي.

7- د خوب په وخت کې د سر پوښل یا سر پټول

سرپټی بیدېدل د .... ډاي اکساید کاربن ... د راټولېدو او د .... اکسیجن ... د راټولېدو په مخنیوي سره د مخربو مغزي تاثیراتو سبب کیژي.

8- د بیماری په مهال د ماغزو نه کار اخیستل

د بیماری په مهال د ستونزمن کار انجام یا د کتاب مطالعه د ماغزو په کارکردګی کې کموالی راولي او ماغزو ته د صدمې خطر زیاتوي.

9 - د مثبتو افکارو کمبود

فکر کول یا ژور تفکر د ماغزو د فعالیت بهترینه وسیله او تمرین دی، د مثبتو افکارو کمبود په اوږدمهال کې د ماغزو د وړکتوب سبب کیژي.

10- چوپتیا او خبرې نکول

مطلقه چوپتیا اختیارول ماغزه له فعالیت څخه غورځوي

یادونه: .... وروستی بند د ښاغلي وزیري صاحب د نیوکې سره سم تغیر او اصلاح شو.


وروستی ځل بدلون  عادل عادل   په   ١   شنبه جون   26, 2011 5:12 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وزیري
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 اکتوبر   2010
ليکنې: 496

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   24, 2011 11:18 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم:

عادل صاحب له دی وروستی خبری سره دی موافق نه یمه.

ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم قلیل الکلام او طویل الصمت وه.
قاضی عیاض رحمه الله روایت کوی چی:
و کان کثیر السکوت لا یتکلم فی غیر حاجه (الشفاء ۱: ۱۳۸)

په مشکاة شریف کی له جابر بن سمره رضی الله عنه نه روایت ده ده چی:
کان رسول الله صلی الله علیه وسلم طویل الصمت (مشکوة المصابیح: ۵۱۲)

په ابن ماجه کی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ته چی د قلت کلام اوصاف لری صاحب حکمت ویلی ده.
اذا رایتم الرجل قد اعطی زهدا فی الدنیا و قله المنطق فاقتربوا منه فانه یلقی الحکمه (سنن ابن ماجه: ۳۱۱)


والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جون   25, 2011 7:53 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم

محترم وزیري صاحب

لومړی خو دا چې دا زما خبرې نه دي، دوهم دا چې په وروستي ټکي کې د خبرو نه کول مراد دي، نه قلت.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وزیري
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 اکتوبر   2010
ليکنې: 496

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جون   25, 2011 11:29 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم:

عادل صاحب محترمه! زه منم چی دا ستا خبری نه دی خو مونږه نباید داسی خبری را انتقال کړو چی زمونږ ددین ورسره جوړه نه وی.
دوهم: ته دی د اخیری خبری دوهمه کرښه ولوله چی د قلت نه بیان کوی او کنه.

والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 5:06 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم

محترم وزیري صاحب

ستاسو نیوکه او خپله خطا د سر په سترګو منم.

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وزیري
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 اکتوبر   2010
ليکنې: 496

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 6:48 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم:

یره عادل صیب، جنت فردوس می که په لاس کی وای خو اوس به دی وختی مزی په کی کولی خو څه وکړو. ځه الله جل جلاله دی اخیره خاتمه مه خطا کوه نور به ان شاء الله هرڅه سم شی.

والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
-
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2011
ليکنې: 349

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 10:57 am    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
مطلقه چوپتیا اختیارول ماغزه له فعالیت څخه غورځوي

هاهاهاهاهاهاها
ومې خندل دې ته چې ددې نه پس به عادل صاحب خلکو ته وایي چې طب په اثبات رسولې چې مطلقه چوپتیا مغزو ته تاوان کوي، Smile
حال دا چې دا خبره به ورباندې وزیري صاحب په زور کړې وي. Laughing Laughing

یاره وزیري صاحب منم دې، چې په یوه تبصره دې د طب ټول کشفیات مختل کړل. Laughing
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
۰
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 مارچ   2011
ليکنې: 485
ځای: Nangrahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 1:13 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم
یارانو زه خو دي خبري ته حیران یم چي تاسو ماشاءالله په هر فن کي ماهر يي!
اوس دا خو نو دډاکټرانو کار دی چي مغزو ته کوم شی ګټه رسوي او کوم شی تاوان.
او وزیري صیب هم راته حکیم ښکاري ځکه یوه لیکنه کي يي یو ځاي کي لیکلي وو چي تک سپین پیاز روغتیا ته ګټه رسوي نو دي نه معلومیږي چي حکیم دی خو دي عادل صیب ته ګوره چي دا هم اوس ځان ورګډوي!
هاهاهاهاهاهاهاها عادل صیب خفه نشي ټوکه ده کنه ډاکټري خو دي په پټو سترګو منو!
او کلیوال صیب ته يي لکه چي ریفري يي که څنګه؟

مومندافغان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 1:26 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم

مومند صاحب شکر وباسه چې د طب ډاکټران نه یو، ځکه ډاکټري داسې فن دی چې هر سړی دې د ورپېښو ناروغیو د تجربو له مخې پوښتېدلی او امتحانولی شي، دا نورو مسلکونو کې د ځان تېرول بیا اسانه دي. Smile
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
۰
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 مارچ   2011
ليکنې: 485
ځای: Nangrahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 1:37 pm    عنوان   : Reply with quote

عادل صیب په مقصد مو پوه نشوم که لږ يي اسانه کړي؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
-
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2011
ليکنې: 349

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 1:50 pm    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
او وزیري صیب هم راته حکیم ښکاري ځکه یوه لیکنه کي يي یو ځاي کي لیکلي وو چي تک سپین پیاز روغتیا ته ګټه رسوي

هو! او يو بل ځای یې هم لیکلي وو چې که روزانه ۴ ګیلاسه اوبه په سر واړول شې، او د ډوډۍ پسې متصل ګرم سوپ وڅښل شي نو د شکرې او د قبضیت مخنیوی کوي.
نو وزیري صیب که رښتیا هم حکیم یې نو پټوه یې مه داخو ما په اسمان غوښتې او خدای په ځمکه راکړې زه ځینې پوښتنې لرم او ډیر وخت کیږي چې وایم کوم حکیم سره به مشوره کوم خو نه یم برابر شوی چې کوم حکیم ته ورشم خو ځه ښه شو چې په فورم کې حکیم پیدا شو نو زمونږ کار به ډیر اسانه شي.

مومندافغان ليکلي:
عادل صیب په مقصد مو پوه نشوم که لږ يي اسانه کړي؟

دعادل صاحب په مقصد څوک صحیح نه پوهیږي، دعادل صاحب اکثره خبرې همزمان مختلفې معناوې لري نو که اوس یې درته واضحه هم کړي ګومان نکوم چې اصلي خبره یې درته کړي وي. Smile
په عادل صاحب کې ما دا کمال کشف کړی چې هغه د چا خبره پرې صدق کوي چې فلانی ګوزار وکړي او لاس شاته ونیسي. Very Happy
عادل صاحب په کنایاتو او رموزو کې ډیر زیات مهارت لري، خو زه او مومند صاحب بیا تر حده زیات صریح یو او هرڅه په ډاګه ډیرۍ وایو. Laughing
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 2:01 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم

مطلب دا چې که خدای مکړه د چاسره د کلونو اوږده صحي ستونزه مله وي، نو د ورپېښې ستونزې په اړه خامخا کافي طبي مالومات ورته حاصل وي، او کولای شي د نوي تازه فارغ ډاکټر د پوهې اواستعداد کچه ترې وفهموي، خلاف د نورو مسلکونو.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
۰
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 مارچ   2011
ليکنې: 485
ځای: Nangrahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 2:05 pm    عنوان   : Reply with quote

یره کلیوال صیب دي مشکل نه يي زه هم ډیره ګیله لرم !
خو چي یو څوک خبره کوي نو باید روغه رمټه خبره وکړي چي بل تأویل ونه لري او بس یوه معنی افاده کړي خو عادل صیب نو ... بس ښه سړي دی.
او کلیوال صیب حکیمان بیا په دوه ناروغیو کي ماهر دي چي خلک رجوع ورته کوي او دا دواړه ناروغۍ بیا خلک ډیري مستوري ساتي .
یوه دقوةباه ناروغي چي زیاته یا کمه وي[ که قوة باه ډیره زیاته وي نو هم مشکل لري بیا به نود توتانو منډان هم په خوب کي ګوري] او که کمه وي خو هسي نه هم مشکل دی.
او هغه بله ناروغي دي الله نه درپیښوي او چي کومو ناروغانو ته ورپیښه ده هغوي دي الله جل جلاله روغ کړي او مونږ وتاسو دي الله ورنه ساتي ډیره بي شرمه ناروغي ده [خو ښه ده چي ساري نده]هاهاهاهاها چي اوس هم نه پوهیږي نوبیا ټکي ټکي.

مومندافغان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
SADEQ MUSALMAN
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 جنوري   2011
ليکنې: 212
ځای: ارض

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 3:48 pm    عنوان   : Reply with quote

مومندافغان ليکلي:
دقوةباه ناروغي چي زیاته یا کمه وي

Laughing Laughing Laughing Laughing

کليوا ليکلي:
داخو ما په اسمان غوښتې او خدای په ځمکه راکړې


کليوال ته هم خدای په ګوتو ورکړ.

په دې ځای کي به وزيري صيب ته يوه حکيمانه لاره وښيم.
دعربوپاڼوته دي ورشي ددې بيماري زښتي زياتي دواګاني پکي ليکل شوي وي
ټولي دي په کليوال تجربه کړي. Very Happy
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
-
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 ميئ   2011
ليکنې: 349

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جون   26, 2011 4:46 pm    عنوان   : Reply with quote

هاهاهاهاهاهاهاها
صادق صاحب! په عربي کې یو متل دی چې: سل المجرب ولا تسأل الخبیر. د تجربه کار څخه پوښتنه وکړه، د پوه څخه پوښتنه مه کوه. Smile

ستا ددې جملې
اقتباس:
دعربوپاڼوته دي ورشي ددې بيماري زښتي زياتي دواګاني پکي ليکل شوي وي

څخه معلومیږی چې د وزیري (پوه) په پرتله به ستا (تجربه کار) مشورې ډیرې مفیدې وي. Laughing Laughing
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طبیعي علوم او ریاضیات    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.