د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

انصاف که بې انصافي؟

عادل عادل
06.06.2011

السلام علیکم

د اسلامي بحثونو په خونه کې ښاغلي عبدالله ورور پوښتنه کړې وه چې په جماعت لمونځ کې د مقتدي تلاوت یا نه تلاوت څنګه دی؟

ښاغلو د دین پوهانو په دې اړه د احادیثو او قران کریم په رڼا کې دلایل وړاندې کړي دي.

پوښتنه اوس دا ده چې لاندې نتیجه ګیري چې ښاغلي چپرهاري صیب وړاندې کړې واقعا منصفانه ده کنه؟ که وي ولې؟ او که نه وي ولې؟

[quote:e0214f69ba] نو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه لمونځ کوي نو مؤمن مهاجر صیب ورته شرح کړی او که د حنفي فقهي باندي عمل کوي نو هم وزیري صیب او رښتوني صییب ور وښوده [/quote:e0214f69ba]

د مکرم حلیمي صاحب څخه هیله کوم چې د مقتدي د تلاوت او نه تلاوت په اړه خپله رایه دلته څرګنده کړي.


SADEQ MUSALMAN
06.06.2011

عادل صيب دلته راوړلوته يې څه اړتياپه د اسي حال کي چې تاسويوځل بيا
دولي اوبياولي دليلونه غوښتي.
هلته يې هرڅه دملګروله خواوړاندي شوي.
خواوس چې دلته هم وړاندي شوي دومره به ووايم چې حنفي فقهه هم داحاديثومقابل نه ده
چې يوسړی په حنفي فقهه عمل کوي نوګواکي له احاديثوخلاف کاريې وکړ.
دلمانځه طريقه چې حنفيان يې عملي کوي له احاديثوسره هيڅ په ټکرکي نه ده.

واخردوعواناان الحمدلله رب العلمين.


عبد السلام
06.06.2011

درنو ورونو او ښاغلی عادل عادل صاحب ! وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته:
زه ګمان کوم چپرهاري صاحب په لیکنه کې تیر وتی دی ، فکر مې نشی چې خدای مکړه
،چپرهاری صاحب دې حنفی مذهب دمحمدی سننو خلاف وګڼي ، بیا هم یادوم چې ښاغلی چبرهاری په لیکنه کې سهوه کړي .
والله اعلم
ځواب به يې په خپله درکړي ، خو دا لاندې خبره یې خطرناکه ده.

[quote:650627d39c]نو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه لمونځ کوي نو مؤمن مهاجر صیب ورته شرح کړی او که د حنفي فقهي باندي عمل کوي نو هم وزیري صیب او رښتوني صییب ور وښوده [/quote:650627d39c]


رښتینی
06.06.2011

ځینی خلک داکوښښ کوی چې خامخا دې هرڅوک ددوی په نظر
اوفکر روان وې اوخپل فکر دکاڼی کرښه بولی ددې مطلب داده
چې هغه دنورو دنظر هیڅ احترام نلرې بلکې غواړی دده په لاره
بل کیږدی چپرهاري صاحب ته زه احترام لرم خو له دې نظر سره
یې څه دپاسه سل په سلوکې مخالف یم .

زه په ډاګه وایم چې زه حنفی یم خو متعصب حنفی نه یم او نه د حنفیت دتعصب
له پاره دتاویل په زور کمزوری حدیث له قوی حدیثو دعمل وړ ګرځوم دحنفیت
په اتباع کې نعوذ بالله که دحدیث یوه زره مخالفت هم راځې نو دا اتباع له ما
پاتې ده اودا راز دسلفیت تر نامه لاندی دابن القیم او ابن تیمیه رحمهم الله
اوآن د ابن باز او ابن العثیمین رحمهم الله تقلید نه کوم بلکی د امام ابوحنیفه
رحمه او دهغه د مجتهدینوملګروتقلید غوره بولم .

دا زما خبل نظر او خپل کار ده په دې باره کی له ماسره هیڅوک څه نشی ویلی
او نه دا حق لری چې ما په غوږ ووهی چی ګواکې تاسو په حدیث عمل نه کوئ
او لکه ما چۍ وویل زه دنورو دنظر احترام لرم نو لطفا هغوی دې هم متقابلا
احترامانه چلند غوره کړی

زموږ د ولس اکثریت بلکی اته نوی سلنه احناف دې نو هغوی حق لری چی
ددوی له مذهب سره سم یوه مسئله ورته تشریح کړل شی او مومن مهاجر
ورور دحدیثو به رڼا کې په خپل اجتهاد ! سره یوه مسئله تشریح کړی
نو کوی دی خو دا چی چپرهاری استاد بیا هغو مسئلو ته کوم رنګ ورکوی
هغه مناسب نده اوبیا په داسی ډول چې څوک حدیث منی هغی دی دااو احناف
دی ها غوره کړی یعنی حنفیت له حدیثو بیله لاره ده ؟!!


chaparharay
06.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل صیب بي غمه اوسه چپرهاری اوس هغه چپرهاری ندی چي اول فورم ته راغي نو د هریو سره به نختي وو اوس تاسو سره بلد شوم او یو نژدي ملګري مي وګڼۍ لکه زه مو چي ډیر نژدي ملګري ګڼم او ان شاءالله يي به.
دا چي زه په لیکلو کي مهارت نه لرم پدي خو له هرچا عادل صیب ښه پوهیږي ځکه چي پرمايي یو ورځ همدا اعتراض هم کړي وو .
خو مقصد مي ان شاءالله چي تفرقه اچول نه بلکي ختمول دي او په همدي موخه مي لیکلي هم دي چي دواړه لاري ورونو تشریح کړي دي نو نور شاربلو ته به حاجت نه وي او ددي نه هم ویریدم چي بیا تري نزاع جوړه نشي.
که تاسو زما لیکني ته لږ پام وکړي نو ما هم همدا ټکي لیکلي چي نور خبرو ته ضرورت نشته خو دواړه طریقي واضح شویدي په هره یوه چي عمل کوي نو خوښه يي خپله خو نه پوهیږم چي عادل صیب اوس ورنه ولي خامخا نزاع جوړوي !
خو په هرتقدیر زما مقصد دا ندی چي ګوندي حنفي مذهب د اهل السنة والجماعة نه بهر دی تاسو یو ځل بیا زما لیکنه وګوری او که بیا هم د عادل صیب بحث ته شوق کیږي نو ورور يي حاضر په میدان ولاړ دی د تیښتي نه دي خو ما ویل چي پدي مسئله کي مؤمن مهاجز صیب د حدیثو په رڼا کي او رښتیني صیب او وزیري صیب د فقه حنفي په رڼاکي موضوع روښانه کړي او نور چيړل يي ګټه نه لري.

ستاسو دمثبت غبرګون په هیله
ستاسو چپرهاری


عادل عادل
06.06.2011

السلام عليكم

ګران ورور حامد صاحب، مننه ستاسو له توضیحاتو څخه

لکه چې تاسو ویلي هر مسلمان ته ښایي چې له مذهبي تعصب څخه ځان وساتي، زه خو ملا نه یم، خو دومره پوهېژم چې په یاده موضوع کې ستاسو په ګډون ښاغلي وزیري صاحب د احنافو د طریقې استناد د قران کریم په آیت سره کړی دی، او ښاغلي مومن مهاجر هم په خپل وار د شافعي طریقې استناد په احادیثو نبوي صلی الله علیه و سلم سره کړی دی، زه دواړه د سر په سترګو منم خو د چپرهاري لالا دا خبره چې وایي د احنافو لار هغه شوه (د قران په ایت یې سترګې پټې کړي) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لار دغه شوه، کله هم نه منم،بلکه دده وچ افغانډوله تعصب یې ګڼم په کوم چې به خدای جل جلاله او 30 میلیونه افغانانو ته هم پړ او ماخوذ وي.


chaparharay
06.06.2011

یه وروه عادل صیب ته اوس ددي خبري نه څه جوړي؟
خپله خبره خو مي هم دوباره تشریح کړه او ومي ویل چي زما مقصد دا ندی چي حنفي مذهب له قران وحدیث نه جلا دی بلکه اهل السنة والجماعة کي داخل مذهب دی


chaparharay
06.06.2011

////////


عادل عادل
06.06.2011

السلام علیکم

محترم چپرهاري صاحب زما دوهمه او ستاسو لومړی لیکنه یو ځای پورته شوې دي، که ما لیدلې وای نو خپله مې نه لیکله، زما لیکنه په حامد صاحب پسې وه.

خبره به نوره سره نه ګډوو، زه نه چالاکه یم، نه چلباز، او نه ستاسو د ډول پاروونکې نتېجه ګیری کوم، دا هم نه درسره منم چې ګران وهاج صاحب به د تل لپاره مخه ښه کړې وي، که رانشي نو ان شاالله چې عذر ته به یې ورځم، او په نه بودن یې هم ډېر خپه یم.

هیله ده چې خپلې سهوې ته به متوجه شوي یاست.

نور نو ستاسو په قول فووووول سټټټټټاپ


م . ق
06.06.2011

[quote:3c5ac82c79="chaparharay"]او هو عادل صیب دا هم واوره که ستا دا مقصد وي چي تا په چالاکۍ سره او چل ول سره وهاج ساپی صیب تللو ته مجبور کړ نو دا دي د ذهن نه وباسه ترڅو چي مي وطنمل صیب اکاونټ رابند کړي نه وي زه دلته نه دتللو نه یم او که بل هڅوک راسره نه وي اوتاسو حنفیات ټول راسره سر تمبه کړۍ لکه چي دا پتیلي مو چي ده نو ان شاءالله زه یواځي په يواځي ستاسو ټول ځواب ویلي شم والله که مي په ټولو هم سترګه سوزي اوس پوه شوي که پوه دي کړم!

نر چپرهاری[/quote:3c5ac82c79]
نه نه دروند چپرهاري صاحب، هیڅکله یواځې نه یې، اسلامي بحث فورمونه مې ځکه درته پریښې چې د پتنګیانو سره اخته یم، خوکه څوک ستاسې محترم لږه غوندې بې احترامي وکړي اویا درباندې تیز راشي نو ننګرهاري به بیا میدان ته خامخا رادانګي، او که یواکاونټ بند شو بل به جوړ کړو که بل بند شو بل به جوړ کړو او که IP بنده شوه نو بله IP به جوړه کړو، تاسو ډاډه وسئ او ورځئ پرې.
افغان باقي کهسار باقي الحکم لله الملک لله


pattang
06.06.2011

[quote:d640311a3e="ننګراري قرآني"][quote:d640311a3e="chaparharay"]او هو عادل صیب دا هم واوره که ستا دا مقصد وي چي تا په چالاکۍ سره او چل ول سره وهاج ساپی صیب تللو ته مجبور کړ نو دا دي د ذهن نه وباسه ترڅو چي مي وطنمل صیب اکاونټ رابند کړي نه وي زه دلته نه دتللو نه یم او که بل هڅوک راسره نه وي اوتاسو حنفیات ټول راسره سر تمبه کړۍ لکه چي دا پتیلي مو چي ده نو ان شاءالله زه یواځي په يواځي ستاسو ټول ځواب ویلي شم والله که مي په ټولو هم سترګه سوزي اوس پوه شوي که پوه دي کړم!

نر چپرهاری[/quote:d640311a3e]
نه نه دروند چپرهاري صاحب، هیڅکله یواځې نه یې، اسلامي بحث فورمونه مې ځکه درته پریښې چې د پتنګیانو سره اخته یم، خوکه څوک ستاسې محترم لږه غوندې بې احترامي وکړي اویا درباندې تیز راشي نو ننګرهاري به بیا میدان ته خامخا رادانګي، او که یواکاونټ بند شو بل به جوړ کړو که بل بند شو بل به جوړ کړو او که IP بنده شوه نو بله IP به جوړه کړو، تاسو ډاډه وسئ او ورځئ پرې.
افغان باقي کهسار باقي الحکم لله الملک لله[/quote:d640311a3e]
افرين خروړيه ! الفاظ دې بايد محاکمه شي


pattang
06.06.2011

[quote:500ebaff90="ننګراري قرآني"][quote:500ebaff90="chaparharay"]او هو عادل صیب دا هم واوره که ستا دا مقصد وي چي تا په چالاکۍ سره او چل ول سره وهاج ساپی صیب تللو ته مجبور کړ نو دا دي د ذهن نه وباسه ترڅو چي مي وطنمل صیب اکاونټ رابند کړي نه وي زه دلته نه دتللو نه یم او که بل هڅوک راسره نه وي اوتاسو حنفیات ټول راسره سر تمبه کړۍ لکه چي دا پتیلي مو چي ده نو ان شاءالله زه یواځي په يواځي ستاسو ټول ځواب ویلي شم والله که مي په ټولو هم سترګه سوزي اوس پوه شوي که پوه دي کړم!

نر چپرهاری[/quote:500ebaff90]
نه نه دروند چپرهاري صاحب، هیڅکله یواځې نه یې، اسلامي بحث فورمونه مې ځکه درته پریښې چې د پتنګیانو سره اخته یم، خوکه څوک ستاسې محترم لږه غوندې بې احترامي وکړي اویا درباندې تیز راشي نو ننګرهاري به بیا میدان ته خامخا رادانګي، او که یواکاونټ بند شو بل به جوړ کړو که بل بند شو بل به جوړ کړو او که IP بنده شوه نو بله IP به جوړه کړو، تاسو ډاډه وسئ او ورځئ پرې.
افغان باقي کهسار باقي الحکم لله الملک لله[/quote:500ebaff90]
داسې مالوميږي چې په تخنيک کې هم خپله لودګي او سر تمبګي ښکاره کوي
اوپه تخنيک هم نه پو هيږې ، نو که ستا داپوچ غېرې اسلامي او پښتني الفاظ
بند او حاکمه شي نو بيا به څه کوې ??????? بيابه خپل ځانته خوله اچوې ??


chaparharay
06.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ننګرهاری صیب له تاسو نه ډیره مننه زه پوهیږم چي تاسو او ستاسو پشان نور تکړه ملګري لرم ځکه خو ډاډه یم او که ضرورت پیښ شو نو خامخا به غږ درکوم.
خو زه نه غواړم چي مونږ یو مؤمن یو افغان چي دین مو یو دی او هیواد مو یو دی پدي مسئلو سره ونخلو او هغه بي ادبه بي تهزیبه او پلاره حرامیان مو په پاک هیواد کي د خپل کور په درشل کي راسره په جنګ دي قرار خوشحاله ګرځي او مونږ سره پدي اخته یو چي لمانځه کي به سورة فاتحه وایو کنه زه يي پخپله هر رکعت کي وایم که خفیه وي که جهري او امام پسي وي اوکه ځانله نور نو دهرچا خپله خوښه ده چي وايي او کنه.
او که چيري الله مکړه دا ناولي او پلیت دښمن اعني یرغلګر کامیاب شي نو فکر نه کوم مونږ په سلفیت او دا نور په حنفیت معاف کړي مونږ ټول الحمد لله مسلمانان یو او ټول په یوه غږ ددي کافرو دښمنان یو او که مونږ يي په دښمني ونه منو هم دوي مونږ سره خپله دښمني اعلان کړي ده ، نو زما په فکر چي دا فرعي مسئلي له ډیره وخته را رواني دي دا به سره بیا سپینوو خو اوس ددي یرغلګرو مخه نیول پکار دي دا لوي مصیبت دی زما خو دا رایه ده چي تاسو هم نور د پتنګ نه تیر شۍ او خپل الله درکړي استعداد د ګډ دښمن سره په مبارزه کي صرف کړي او داسي وګڼي چي تاسو د تود جهاد په سنګر کي واقع يي او په مورچه کي ناست يي او دښمن هجوم راوړي [ او همداسي ده هم] نو پدي وخت کي به ستاسو جنګ د پتنګ سره څنګه وي ایا هغه شریک دښمن به مقدم نه وي راځه تیر شه دي خبرو نه او چي پتنګ هر څه وواي هڅ ځواب مه ورکوه اخربه پښیمان شي او غلي به شي دا زما د یومشر ورور په حیث تاسو ته مشوره ده باقي مو خوشه خپله.

او د پتنګ صیب نه هم جدا هیله کوم چي نور نو دننګرهاری صیب سره مطلق خبري بندي کړي دي کي به مصلحت وي او چي هریو ضد نیولي وي چي نه اول دي دا بل چوپ شي بیا به زه غلي شم نو دي نه به څه جوړ شي پهلواني او زوروتیا پدي کي ده چي د غسی په وخت کي خپل ځان کنترول کړي او طاقتور هغه څوک دی چي دبل خبره تیره کړي بدي خبري کول څه کمال ندی خو کمال ښه اخلاق دي زه یو ځل بیا هم د پتنګ نه هیله کوم چي نور نو غلي شي ننګرهاری صیب ته به زه شخصي ایمیل هم ورولیږم او تاسو نه هم ډیره هیله کوم چي نور نو داناندري بس کړي او خپل دښمنان په ځانو خوشحاله نه کړي او خپل دایمان او تقوای ثبوت پیش کړی.
ستاسو د خوښۍ او خندا په هیله ستاسو چپرهاری


م . ق
06.06.2011

[quote:b64467af69]داسې مالوميږي چې په تخنيک کې هم خپله لودګي او سر تمبګي ښکاره کوي
اوپه تخنيک هم نه پو هيږې ، نو که ستا داپوچ غېرې اسلامي او پښتني الفاظ
بند او حاکمه شي نو بيا به څه کوې ??????? بيابه خپل ځانته خوله اچوې ??[/quote:b64467af69]
ای غټ ابلیسه اود شیطان په لکۍ سپوره،
ته غواړې چې دلته ما دعالمانو سره په جنګ واچوې، نه شیطانه دا ارمان به دې هیڅکله پوره نه کړم.
زه ددې بحث ګډونوالو نه بخښنه غواړم چې د محترم عادل عادل صاحب اخیري لیکنې د لیدو نه مخکې مې خپله لیکنه انټر کړې وه، زه خپله هغه لیکنه بیرته اخلم.
پتنګیه، ته خو غټ لعین کافر او مرتد یې، د مسلمانانو ترمینځ منافقت او شیطانت کوې، د پښتنو ترمینځ هم اختلافاتو ته لمن وهې، د پښتنواو افغانانو د ګټو مخالفت کوې او د ایې ایس ایې پالیسیانې تعقیبوې، نو پداسې حال کې که د طالبانو په اسلامي محکمه کې محاکمه شې، نو فکر نه کوم چې سر به دې د تنې سره ملګرتیا وکړي بلکه خپل سر به دې دتنې رقص مرده مشاهده کوي.
هو ټکنالوژۍ باندې دې هم محاکمه کولی شم بیا به وګورې چې سرتمبګي څه ته وایې او پښتونولي څه ته.
زما خیال دی نن دی چرس نه دي وهلي، لاړ چرس دې وڅکه شراب هم پرې دپاسه ورواړوه چې دا تاو او ګرمایش دې وځي.
حی علی الجهاد.


م . ق
06.06.2011

د چپرهاري صیب نه یو ځل بیا بخښنه غواړم چې زما او د هغه لیکنه یوځاي انټر شوي ده، ماد هغه اخیري لیکنه نه وه لیدلي.


chaparharay
06.06.2011

جزاک الله خیرا ننګرهاری صیب چي زمونږ دوروۍ نصیحت دي ومانه.
باور وکړه چي زه پدی خپل منځي اختلاف باندي ډیر خفه کیږم او له خفګیان نه مي شرم ډیر وي چي دا مخالفین به څه په بریتو کي [که بریت لري] مسکي مسکي کیږي چي که خیر وي نو مجاهدین خپلو کي سره غوښه چاړه شول نو دا هم فرهنګي جنګ دی او دلته هم باید د تود سنګر په شان ټولي ډزي په کافر دښمن وشي نه په خپل سنګر ملګري.
او یو ځل بیا هم زه له ټولو ملګرو مجاهدینو نه هیله کوم چي د الله لپاره نور یو ملګری په روي لاس خپل مخالف کوی مه او په ضد کي يي مه راولي.

ډیره مننه ستاسو چپرهاری


عبدالله صابر
21.06.2011

 السلام عليکم 

ډيروښاغلو داسلام په خونه کښ دامام ترشا فاتحې لوستواونه لوستوبحث مي
وکتو، ماغوښتل چي هلته خپل معلومات اونظروليکم خوداچي هغه بحث تړل 
شوی وو اودلته هم همغه موضوع تربحث لاندي نوځکه غواړم چي دلته په دي
هکله ددوا ړولور و نزدي کيدو يا ديو سم اوبل ناسم بللو غلط فهمي له منځه
يوسم ٠
دښاغلي رښتيني صاحب نظر دستايلودی اوزه يی هم تائيد ه وم ،
اصلا زما په فکردغير احنافو يومشکل دادی چي دوی کله يوه مسئله بحث
کوي نوډيرايتونه اواحاديث به دلائلو په توګه راوړي خود امام ابوحنيفه
رحمه الله قول بيا بي له د ليله راخلي ،يعني په ځای ددي چي ووايی امام ابو
حنيفه رحمه الله په دي ايت اوحديث دامسئله داسي حل کوي دوی يواځي
دومره وايی چي امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد اړونده مسئله داسي اوداسي
ده ( بي له دي دامام صاحب دليل وليکي ) ، داکارددي سبب ګرځي چي داسي
وګڼي چي ګني امام صاحب قول له ايت اوحديث سره سمون نه لري ، په
همدي توګه دوی له امام صاحب سره په تعصب کښ پريوزي ، خوبل بل پلو
زما دمعلومات له مخي داحنافو په مدرسو اوکتابونوکښ ددواړو لورو دلائل
راوړل کيږي يعني داسي ويل کيږي چي فلانئ مسئله دامام صاحب په نزد
په دي دليل داسي اودامام شافعي صاحب په نزد په دي دليل دا ډول ده ،چي
بيا دامام صاحب قول ته ترجيح ورکول کيږي ، نه داچي وويل شي دامام
شافعي صاحب رحمه الله قول ناسم دی ،
زه تاسوته يوڅو مثالونه درکوم ،که همدي پورته بحث ته وګورو نوددوواړو
لورو ( امام پسي دفاتحې لوستل اونه لوستلو) دلائل خورا قوي دي ،
لوستونکئ هيڅکله هم دانه شي ګڼلئ چي يوقول سم اوبل ناسم دی ،بلکه دواړه
به سم اوپرځای ګڼي ٠

زه دلته دامام صاحب اومام شافعي صاحب د دوه په زړه پوري مسئلوپه هکله
يوبحث رانقلوم ، دابحث نوميالي ليکوال ګل پاچا الفت په خپل کتاب ادبي
بحثونو کښ راخيستئ ، نوموړي ددواړو امامانوترمنځ داستثنا مسئلې موضوع
ليکلي اوددواړو امامانو دلائل يی بيان کړي ٠


داستثنا بحث

امام اعظم صاحب وايی که يوسړي اقرار وکړي چي په ما باندي دفلانکي سل
روپئ دي مګر لس کمي ،نودا په حقيقت کښ داسي چي لکه ده ويلي دفلانکي
پرما باندي نوي (٩٠) روپئ دي يعني په لسوباندي لکه چي بيخي اقرارنه وي
شوئ خو امام شافعي صاحب بيا چي نه ،ده يوځل په سلواقرار کړئ وروسته
يې دجګړي اومعارضې په ترينه کمي کړي ،
امام شافعي صاحب وايی که مونږ استثنا داسي وګڼولکه چي په مستثنی بيخي
اقرارنه وي شوئ نودتوحيد کلمې (لااله الاالله ) معنی به داسي شي چي نور
خدايان نشته يعني دننوروخدايانونفي به يی معنی شي اواثبات به پکښ رانه 
شي مګرکه مستثنی دمعارضې په ډول له مستثنی منه څخه جلاکړو معنی به يی داسي 
شي ، نورخدايان نشته مګريوخدای شته نوهم به نفي شي ااوهم به اثبات شي
امام اعظم  صاحب په ځواب  کښ وايی چي په کلمه توحيد کښ مقصد دنورو
خدايانونفي ده ځکه چي دخدای په وجود خومشرکان هم قايل دي مګرشريکان
ورسره پيدا کوي اوکه مونږاستثناکښ په معارضه قايل شوچي لومړئ په ټولو
حکم وکړو اوبيامستثنی ورځيني وباسونو په دي ايت کښ (( فلبث فيهم الف
سنة الا خمسين عاما )) چي خدای پاک فرمايی نوح عليه السلام په خپل قوم
پنځوس کم زرکاله تيرکړه ، که اول په زروکالوحکم وکړواوبيا پنځوس ترينه
وباسودخدی په کلام کښ به کذب راشي (نعوذ بالله منها )

د ا ډول دا دواړه امامانو صاحبانو په اودس کښ دبسم الله ويلوبحث هم ډير
خوندوردی ،امام شافعی صاحب رحمة الله تراودس دمخه بسم الله ويل واجب
ګڼي خوامام اعظم صاحب په نزدبيامستحب دی ،
امام شافعي صاحب بياهغه حديث شريف دليل نييسي چي (نه دی اودس مګر
په بسم الله ) ، امام اعظم صاحب له دي حديث شريف څخه افضليت او
بهتروالئ مراد اخلي ځکه که چيري بي له بسم الله ويلواودس صحي نه شي
نوبيا له مسجد نه بغيربل ځای کښ مونځ کول هم ونه شو،لکه چي داحديث
شريف چي ( لاصلوة في الجارالمسجد الا في المسجد ) يعني نه دی مونځ مګر
مسجد کښ ٠ داډول ډيرنورخوندور بحثونه اواختلاف ددواړوامام صاحبانو
ترمنځ شته چي ددوواړو دلائلوپه لوستلوسره هيڅوک هم ديوسم اوبل ناسم
بللوفکرنه شي کولائ ،،طبعا به دواړه سم ګڼي ٠
اوس که پورته مثالونوکښ يوڅوک ديوامام خبره په دليل اوبل امام بي دليله
وواوري نوتعصب کښ لويږي اويوته به دايت حديث خلاف نسبت کوي ،
ددي لپاره چي دبي ځايه اختلاف اوتععصب ښکارنه شوبايد دبل لوري دلائل
هم ولټوو ٠

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more