د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

100غوره ویناوي

رښتینی
05.06.2011

100غوره ویناوي

دټولنپوهنې علماء وایې چې خبری دبرېښنا په څېر انسان ته په رسېدلو
کې له بل هرډول ځواک نه پیاوړی دی ځکه خو دپوهانو ، مشرانو، شاعرانو
او نقادانو او سیاسې شننوکو خبرې له بل هر قوت نه ډېرې ځواکمنې دې
موږ دسرپه سترګو لېدلې دې چې ډېرخله دیوه پوهه یوې جملې یاد یوه شاعر
یوه بند دسترو پېښو مخه پر بل لوری ګرځولی وی لنډه بېلګه یې د فرضې
یاحقیقې ملالی ابۍ ټپه ده چې دفرنګ سوبه یې دهغوی په ماتې بدله کړه

اوله دې کبله خو ډېرځله یوه خبره داسې په منډه دسړي زړه ته لاره پیداکړې او هلته داسې کلکه کینې چې بیانو په ټول ژوند کې ورسره ملګرې وې او دژوند په کږلیچونوکې لاره ورښیې ته به وایې کوم ډېرمهربانه روزونکی اومربی یې شپه ورځ په څنګ کې ناست اوروان دی اوچې کله هم ددې خبرې په اړوند ځای کی کږه پښه ږدی نوله مټ یې نیسی او دحال په ژبه درته وایې :
داڅه کړي ؟؟!!

موږخو هم د کتابونو چینجې یو او اوس مو داد چینجی والی خوړین عادت
تر انټر نیټه هم رسېدلی دی د خپل جهل او ناپوهې له لاسه لالهانده اوستومانه
ګرځو که چرته مو کوم ښه اوخیر ترلاسه کړ یامو داسې رښتیا او حکمت ترلاسه
کړ چې دخپل ژوند تورو تروږمیوته یې مشال کړو او له درنو لوستوالو سره
مو مینه اوخواخوږي هم شته کوم دخیر لاره یاد حکمت خبره چې په مخه راشې
نو زړه مې وغواړې راځه دا له یارانوسره هم شرېکه کړم داڅه موده مې څو داسې
غوره ویناوی موندلې دې چې که دسرو زرو په اوبو ولیکل شې هم به یې حق نه وې اداشوی او دا هره خبره په خپل ځای کی یواوږد مضمون او ان یوه ارزښتناکه
رساله هم بللی شم خودا په هغه وخت کې چې لوستونکی داخبره دزړه په غوږونو واورې اوبیا یې د تدبر او تفکر تراوږدې عملیې لاندې
راولې . راځئ داخبرې ولولئ او خوند ترې واخلئ !

1- ددې په ځای چې ټول عمر په تیارو لعنتونه وایې له ځانه یوه کوچنی شمعه جوړه کړه

2- له محال اوناممکن نه چاپوښتنه وکړه چې چیری اوسی ؟ هغه وویل : دعاجزانو په خوبونوکې

3- هغه څوک پیاوړی ندی چې هروخت جګړه ګټې بلکې هغه څوک کمزوری دی چی تل یې سوله بایللی وې .

4- ترڅو چې ته دبیا له پاره په پښو درېدلی شي په ناکامی مه خپه کېږ ه

5- په کوم کور کې چې کتاب نه وې هغه بی روحه کوردی

نوربیا یعنی .....


-
05.06.2011

ښاغلی رښتینی صاحب کاشکې دې دا لړۍ یوڅو ورځې مخکې راپیل کړې وای. یوه هفته مخکې مې دا ډول غوره ویناوو او حکیمانه اقوالو ته سخت ضرورت درلود او ورپسې ګرځیدم. خو بیا دې هم ستا کور ودان وي په اسلامي بحثفورمونو کې مې د پخوخبرو څخه ډیره استفاده وکړه.

کیسه داسې وه چې دا دنن زمانې د عشق او محبت نه هم ګپ جوړ شوی، زما یو ملګري چیرې په کوم ځای کې دده په اصطلاح زړه بایللی ،نو دډیره وخته یې تلیفوني او د لیک ارتباطات جریان لري او د یوتربله د محبت رازونه تبادله کوي. ابله ورځ یې ویل چې یو کار به راته عاجل کوي او خامخا به یې کوې، ماویل سمه ده ته خو ووایه څه کار دی؟. ویل نجلۍ یوه کتابچه راکړې وايي ځینې خاطرې، ګټور اقوال، د مینې او محبت په اړه حکیمانه خبرې، او یا داسې نور څه پکې پخپل لاس ولیکه چې ماسره د یادګار په توګه پاتې شي. :)
نو سخت وارخطا وو ماته یې ویل چې دا کار مې په تا شو او ښه په ادبیاتو برابر یو شی راته ولیکه، او ګوره چې داسې شی ولیکه چې کم ورته رانشم. ماورته ویل چې یاره ما په زندګۍ کې تراوسه پورې نجلۍ ته عشقي لیک نه دی لیکلی نو زه به یې څنګه ولیکم. ویل نه ته کوشش وکړه چې ویې لیکي او ترسبا پورې یې برابر کړې.
ملګري ته مې هماغه شی چې غوښت برابر کړ ، او دعشق دا پیغام مې یوڅه اسلامایز کړ، اعني د رښتیني صیب د پخو خبرو ترسرلیک لاندې لړۍ څخه مې هم ډیره استفاده وکړه او یو څه مې د سلفو صالحینو اقوال او دځینو پوهانو حکیمانه ویناوې مې ورته په دوه ورقو کې برابرې کړې او په ضمن ضمن کې مې خپل ځان د خیالي عشق په غشي ستي پتي ورمعرفي کړ او په سر کې مې د موسی شفیق دا بیت ونښلوه چې:

دوصال ډیوه به مړه وي مونږ به نه یو
دا په یاد د محبت درسره واخله :)

هغه ته خو مې دا شی برابر کړ، خو دځان سره ویل چې ښه آیا دا اوس مینه شوه؟ دا محبت شو؟ همدې ته عشق وايي چې اظهار یې لکه د محکمې په شان پخپله نشې کولی او وکیل به ورته نیسي؟
دا به څه محبت او عشق وي چې څرګندونه او اظهار یې زه ورته کوم؟
او ملګري ته ومې ویل چې سبابه ته هم چې په عشق کې ناکام شې وایې به چې ما دعشق تیره غشي په زړه خوړلي. :lol:

خو بس هماغه د یو ملګري خبره ده، هوتک ته معلومه ده، زما یو دوست داوسنۍ زمانې د محبت د سوچه والي سره سخت مخالف دی، هغه دا خبره هر وخت کوي وايي، نن سبا عشق مشق نشته ټول چل سامان ته جوړ دی. :lol: :lol:

دا هم یوه خاطره وه چې درسره شریکه مې کړه، رښتینی صیب بښنه کوه که بې ځایه مداخله مې کړي وي :)


رښتینی
05.06.2011

کلیوال صاحب ډېره مننه خاطره دې تقریبا خوندوره وه خو دا تقریبا
مې خکه وویل چې یوڅه خوابدی شوم اوهغه داچې زما له لیکنی دې
په نامناسب ځای کې کار اخېستی دی . دامنم چې ستا نیت به ښه وې
خو د نن سبا ځوانان دکار ټکو ته کله په اسانه متوجه کیږی په هرصورت
ستا ملګری دې خدای په شرعی موخو کی برالی لری

په مینه


رښتینی
11.06.2011

6
سوله په خبرو اوتفاهم سره ترلاسه کېدلی شې نه په جګړه سره .

7
کله چې عدل ورک شې انسان هم بې ارزښته شې .

8
ستارښتینی ملګری هغه دی چی ستاخطاوې دروښیې نه هغه چې په مجامله
سره تاخوشاله ولرې .

9
موسکا هغه خوږه خبره ده چې تورې نلرې .

10
په دې نړۍ کې چې څوک په کم شې راضې شې هغه ته به ډېرسخت کارونه اسانه شې .


محمود سعيد
13.06.2011

ډیر دروند او ښاغلی ریښتینی صیب سلامونه!
په رښتیا چې ډیرې ښکلې او په زړه پورې ویناوې مو راټولې کړې دي.
که د هرې وینا ویونکی هم په ګوته کړئ نو ډیر به ښه شي.
همدا شان که موږ کومه وینا ورزیاته کړو نو کیدای شي چې شمیر ېې له سلو واوړي، او که څنګه؟


پتوال
13.06.2011

زړه د عبادت کعبه او عبادت د زړه څراغ دی، داڅراغ دومره روڼ او ځلانده کړه چې د نور وړانګې يې د نورو زړونو ته ورسي او د هغوی د ژوند
او آخرت لار هم روښانه کړي، نو هله به مونږ د يوه کهکشان ستوري شو چې په يوۀ لمر راڅرخي کوم لمر چې دالله په لوري صالح او عابد مؤمنان
د ستورو غوندې رهبري کوي . دغه روڼ رهبر د عالمونو له پاره د خدای رحمت محمد مصطفی (ص) دی !
پتوال


پتوال
13.06.2011

راځئ لومړی يو بل ته لاسونه سره ورکړو، د کوترو په څېر په ګډه سره والوزو اوبيا مو د حرکت لوری د همدې د ګډون په پاک احساس او سپېڅلې جذبه وټاکو ،
د ښې او پخې شېبې پرواز وروسته د آسمان په لوړه ارتفاع کې د زااڼوپشان يو له بل څخه وپوښتو چې مونږ څوک يو، يو د بل څه کېږو او
د کوم هدف په لوري يوځای روان يو، هله به پوه شو چې مونږ د يوې رڼا په لوري حرکت کړی ، دسباوون له سپينو ورېځو څخه تيريږو او زمونږ د زړونو
يووالی [color=blue:ccb80013fc] څومره [/color:ccb80013fc] مقدس دی ، چې هم لار،
هم حرکت او انرژي او هم يې د ژوند سپېڅلی هدف راټاکلی دی ، ا لله اکبر !!!
پتوال


پتوال
13.06.2011

دا يتيمان زمونږ د زړونو هيواد وال دي، هغوی په غيږکې له خاورو راپورته کړئ د هغوی تودو اوښکو ته خپل زړونه لپه کړئ ، اود زړه له تل
څخه يې د خواخوږۍ په انرژي جوش او بړاس کړئ چې د سترګو په اسمان کې مو دعاطفې او همدردۍ اوښکې شي او په تسل سره د هغوی د نورو اوښکو
مخه ډب کړي ! هو، شاعر وايي :
زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی ....... په ليدو د [color=red:80cb8bf878]زخمي[/color:80cb8bf878] زړه چې [color=darkred:80cb8bf878]زخمي[/color:80cb8bf878] نشي !
پتوال


محمود سعيد
21.09.2011

۱۱- له ورو تګ څخه مه ویریږه، له دریدلو وویریږه.
۱۲- ملګري د پیسو په شان دي، لاسته راوړل ېې له ساتلو څخه آسانه دي.
۱۳- کار ویرجنو او پریشانه افکارو ته د آرامۍ ورکولو ښه درمل دی.
۱۴- بیا ځلې (تکرار) د مهارتونو مور ده.
۱۵- هومره ماته خورم تر څو د ماته ورکولو لار ومومم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more