د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

مرسته راوکړی!!

حکمت الله همت
25.05.2011

دټول افغان مشرانو کشرانو خویندو او وروڼو ته سلام علیکم.
دنوکیا ‏‎ ‎‏ ‏Clossic‏ 6120 دپاره پښتو ژبه راته په ګوته کړی منندوی به موشم!!


م
25.05.2011

حکمت الله خانه وعلیکم السلام [quote:a1028ffea9]سلام علیکم[/quote:a1028ffea9]
دزاهدان دراډیو په رقم سلام دي اچولی اعنی الف لام دي نه ده پري داخل کړی چي السلام علیکم شي ، ځه خیر کرار کرار به بلد شي ، سلام به هم زده کړي ، او دمجلس نور اداب به هم .
دا شیطان چل ( مبایل) څه کوی چی په جیب کي یې ګرځوی ، داخودومره پیسي خوری چي اوس یي خلک ډالرخور بولي ، ددې په جای چیري ځانته قلم کتابچه واخله ، که مي بد ویلي وي ، چپرهاری اوهوتک صاحب دې راته ووایي


-
25.05.2011

حکمت الله همت صیب پوښتنه به موبل څوک درځواب کړي ځکه زه په دې شیانو او خصوصا دموبایل په تکنالوژۍ بیخي نه پوهیږم خو ددود اودستور سره سم غواړم هرکلی درته وکړم. شه راغلاست وټول افغان فورم ته هرکله راسۍ خدای دي وکړي چي تل راسره په فورم کې واوسي موږ دملګرو په زیاتیدو خوشالیږو.
دادټول افغان فورم اوخاصکر دادبي ټوکوټکالو خونه هم داسې ده لکه دحکمتیار صیب په شان ما اوهوتک یي په یوازې ځان چلوو لکه څنګه چي په خلکو کي اوازه ده چې دتنویر او شهادت اخبارونه،مجلې، اوویب سایټونه حکمتیار صیب په یوازې ځان چلوي.
که یوه هفته ما اوهوتک د ټول افغان فورم سره بایکاټ وکړ او نه مولیکنه وکړه اونه مو نوی ملګري ته ښه راغلاست ووایه نو بیابه ته وګورې چي فورم څنګه ژر دسقوط سره مخامخ کیږي. اوس خوموڅوک په قدر نه پوهیږي خو خلک دنعمت په قدر دزوال په وخت کي پوهیږي. نور مو وخت نه نیسم او دفورم دکمپیوټرپوهانو نه هیله کوم چي زموږ داپورتنۍ پوښتنه ژر ترژره راجواب کړي.


هوتک
25.05.2011

[quote:9d6573e649="ملا بختور"].
دا شیطان چل ( مبایل) څه کوی چی په جیب کي یې ګرځوی ‏[/quote:9d6573e649]‎هاهاهاهاهاها
بختوره ښه سم دې پیژندلی دی؟
که دا راته ووایې بختور ملاصیب چه تاته چاوویل چه هوتک دموبایل دخرچې زور لیدلی دی؟‎ ‎


حکمت الله همت
25.05.2011

[quote:349c03a028="ملا بختور"]
دزاهدان دراډیو په رقم سلام دي اچولی اعنی الف لام دي نه ده پري داخل کړی چي السلام علیکم شي ، ځه خیر کرار کرار به بلد شي ، سلام به هم زده کړي ، او دمجلس نور اداب به هم ‏[/quote:349c03a028]‎اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
ملاصیب څنګه سو ؟
لیکنه نیمه نیمه وه دا معنانه ده چه زما نو هیڅ هم ندی زده بس دایو ټګی وه ګومان مې كیږی ټګۍ هم ګټه ونلره!
زما یو ملګری دی زمیندار دی اوس تقریبآ سپین ږیری دی!
ځمكه یې په داسی سیمه کی ده چه هلته مجاهدین دی او حکومت چه څوک وینی دطالب په نوم یی راغلاکوی.
زما ملګری چه کله خپلی ځمکی ته ځی لکړه یی په څنګ کی وی چه ورنه پوښتنه وکړی چه ملا کاكا څه نارغی لری چه لکړه درسره ده (دی ډیر ټوکی سړی دی) خوله غوږ ته درنږدی کړی وایی چپ شه ټګی کوم!
اوس داخبری پټی کړۍ زما دملګری موبایل ته پښتو ژبه پیداکړۍ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more