د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

لنډې کیسې!

محمود سعيد
25.05.2011

سلامونه!
غواړم دلته خپلې لیکل شوې لنډې کیسې درواوروم او د نورو درنو لیکوالانو لیکل شوې هغه وګورم.
که زما په لیکنو کې مو کومه نیمګړتیا تر سترګو شوه نو هیله ده چې خبر مې کړئ.
لومړۍ لنډه کیسه.
قرباني
لیکوال: محمود سعید

بریالی ترنوروورځولږڅه ناوخته ستړی ستومانه کورته راستون شوهغه ټوله ورځ هلته اودلته دموټروترمخ اوشاتیره کړی وه ترڅودشاولي استاد موټرته سپرلي برابره کړي،له کومې ورځې ده دې کار(کلینرۍ)ته مخه کړی وه،دستوني دردر یی یوه ورځ هم نه وو آرامه شوی ځکه چې ده به هره ورځ له سهاره ترماښامه په لوړآوازدسپرلیودراټولولو لپاره نارې وهلې،نن ددې له کبله چې دجمعې ورځ وه بریالي ته شاولي استاد ایله همدومره پیسې ورکړې وې چې له ښاره پرې دوې وچې ډوډی اولږڅه سابه کورته یوسي.

ښایی له یوې میاشتې به زیات وخت تیرشوی وو چې دهغوی په کورکې له ایشیدلوسبوپرته بل څه په اورنه وو ایښودل شوي،دبریالي ددریولوڼواویوه زوی خوداحالت ووچې دکمزورۍ اوبې واکۍ له کبله یی دزیاتوګرځیدوراګرځیدوتوان نه درلود.اوس نولوی اخترته هم ایله دوې ورځې پاته وې خلکوپه خوشحالی داخترلپاره نوې جوړولې چاهم میوې اخستې اوډیرهم دقربانی لپاره دوزو،پسونواونوروڅارویو په رانیولو اخته وو.په دې ټولنه کې داسې کسان هم زیات وو چې دخپلوهغودوستانولپاره یی دښه راغلي تیاری نیوه چې دحج دپرځای کولولپاره تللي وو.بریالي به چې داهرڅه لیدل نوپه خپل مغزبه یی یوه له زغم نه وتلې ستړیا احساسوله اوله دې سره به دده په فکرکې ډول ډول جوړوونکي اوورانوونکي لارې جوړیدلې.

نن همداچې دی په خپله کوټه کې کېناست میرمنې یی دپخواپه شان ګیلې شروع کړې:

- دخدای لپاره دانورهم ستاپه شان نارینه دي دپلوشې پلارته وګوره سهارپه ښکلي موټرکې له کوره وزي ماښام له څه پنډوسره راشې،خاورې دزماپه تندي شي ته له دوی نه څه کم یی نورخوموپه سبواوشکنوګیډې شنې شوې.له دی سره دبریالي مشرې لورورغبرګه کړه:بله ورځ اختردی په کورکې یوموټی نکریزې هم نشته میوې اوجامې خولاپریږده،وړې ملیحې پسې چیغه کړه:رښتیاوایی پلاره ټولونجونوښه لاسونه سره کړي دي،ته زمالاسونوته وګوره!؟؟؟

له دې سره دبریالي غوږونوداوریدوتوان له لاسه ورکړاوسریی په پټوکې پټ کړدهغه حالت اوس داسې ووچې که چاداورلمبوته هم غورځولای نوڅه به یی نه وو ویلي.

په سباورځ چې ده له خپل استادسره هرڅومره سروخوږاوه چې داختردسودالپاره یوڅه پیسې په پورورکړي خوهغه ورسره ونه منله اویوازې لس افغانۍ یی داخترمبارکۍ په نامه ورکړې،بریالی بیاهم له یوه نړۍ غمونواوفکرونوسره دکورپه لوري پلی روان شو،په لارکې یی له یوې هټۍ څخه لږڅه نکریزې اولږڅه وړاندې درې څلورډوډۍ اولږڅه سابه واخستل،کورته ورسید ماشوم زوی ننګیالي یی په دروازه کې داخترلپاره دنویوجاموغوښتنه وکړه اودبریالي په مغزیوځل بیا دتورې ګذاروشو.

کورته دننه شو،شریفې یی له لاس څخه غوټه واخسته اوپه خلاصولویی اخته شوه خوبیایی هم دپخواپه شان له سبو،ډوډۍ اویوې بلې وړې غوټې پرته بل څه پکې ونه موندل.

سباته داخترلومړۍ ورځ وه خوبریالي په کورکې دسهاردچای لپاره خوږه هم نه درلوده.دشمعې تتې رڼاته دبریالي میرمنې دخپلولوڼوپه لاسونوپه داسې حال کې نکریزې موښلې چې له سترګویی داوښکوڅاڅکي دملغلروپه څیرپه مخ ښکته توییدل.

بریالي سرپه څادرکې تاوکړی وو اودنمجنې کوټې په یوه تیاره ګوټ کې یی دخپل ژونددوروستۍ پریکړې دپلي کولوپه باب فکرکاوه نورنودهغه اعصاب فلج شوي وو،دښو،بدو،پخوااوراتلونکي په باب یی دفکرکولوتوان نه درلودهغه یوازې داوس په باب فکرکولی شو.څوشیبې وروسته کوټه په تیاروکې ډوبه شوه اودوی ټول په ډول ډول سوچونواوغمونوکې دخوب نړۍ ته ولاړل.

بریالی څوځله لټ په لټ واوښت،یوځل به پورته شوخپلې ګرانې میرمنې اوخوږوماشومانوته به یی وکتل اوبیابه یی سرکېښود،لږوروسته پاڅیداودپخلنځي په لورروان شو،له یوې تاقچې څخه یی یوه اوږده چاړه پیداکړه په انګړکې یی دسپوږمۍ رڼاته وځلوله اوبیاخپ خپ دخوب دکوټې په لورروان شو، بریالي دچادلاسونواودچادمخونوترښکلولووروسته چاړه دلومړۍ قربانۍ په ستوني ورکېښوده،له لږشغهاروروسته دوینوداره دشریفې پرمخ ولګیده،هغه په ویره اوچته شوه اوشوریی جوړکړ،له دی سره دهغه نورماشومان هم په چیغورااوچت شول خوتیزه چاړه بیاهم په کوم ستوني کې بنده نشوه،په څوشیبوکې ټولې چیغې چوپې شوې اودشپې په تیاره کې دخونې هرګوټ ته سرو دوینوسیلاب ورسید.

په سباسهارچې خلک له نویوجاموسره دڅارویوپه وینولړلي دبریالي په دروازه ورننوتل نوهلته دیوې قربانۍ په ځای له شپږو قربانیوسره مخ شول بریالی هم دکوټې په دروازه کې په زړوجاموکې په داسې حال کې دیوال ته ډډه وهلې وه چې لویه چاړه یی ترموټي پورې په زړه ورخښه وه.


-
25.05.2011

سعید صیب ډیره ښکلې لنډه کیسه وه دا دلنډې کیسي دلیکلو استعداد دي د ستایلو وړ دی. زه خو ادیب نه یم څو یوه پر معیار ولاړه کره کتنه وکړم خو خپل نظر درسره شریکوم.

اوله ملاحظه دکیسي په شروع لرم. په دلیل یې پخپله هم نه پوهیږم خو زه وایم که د شروع جملي لږ تیرې اوبیرې شي او داسي شروع شي نو ښه به راشي:

[color=blue:0407dac6fb]له کومې ورځې چي بریالی د شاولي استاذ سره کلینر شوی وه، دستوني له درده یې ارامه ورځ نه وه لیدلې، ځکه چې هره ورځ به یې له سهاره ترماښامه په لوړآواز دسپرلیو دراټولولو لپاره نارې وهلې. نن تر نورو ورځو لږڅه ناوخته د تل په څیر ستړی ستومانه کورته راستون شو، ټوله ورځ یې هلته اودلته دموټروترمخ اوشاتیره کړی وه. خو نن ددې له کبله چې دجمعې ورځ وه شاولي استاد ایله همدومره پیسې ورکړې وې چې له ښاره پرې دوې وچې ډوډی اولږڅه سابه کورته یوسي.[/color:0407dac6fb]

دوهمه ملاحظه مې د کیسي په اختتام ده. هغه دا چي بریالي دغربت اوبیوزلۍ د عار څخه دځان خلاصون په موخه بالآخره خپل ځان او ټوله کورنۍ تر تیرې چړې تیر کړي، چې زما په فکر دیوي افغاني او پښتني عنعنوي ټولني د ژوندانه تمثیل نه کوي، ځکه چې تراوسه ما نه دي لیدلي او نه مي اوریدلي والله اعلم، چې په افغاني ټولنه کې دې چا دلوږې اوفقر د کبله خپله ښځه او بچیان هغې دنیا ته لیږلي وي. اعني دځان وژنې (انتحار) پدیده به په غربي ټولنه کې موجوده وي خو زموږ په ټولنه کې دومره رایجه نه ده چې لنډه کیسه دې پرې ولیکل شي.

که داسي دې کړي وای چې بریالی دې په نیمه شپه دکوره وتلو ته اړ کړای وای ترڅو د کوم دوست څخه پور واخلي، او هلته دې په نیمه شپه کې دایتلافي قواوو دګزمې دسرتیرو په لاس په شهادت رسولای وای او په سهار د ازادۍ راډیو ابراهیم امیري دمهمو خبرونو په سرکې اعلان کړی وای: یو ترهګر چي غوښتل يي دایتلافي قواوو په موټرو ځانمرګی برید وکړي خپل هدف ته تررسیدو وړاندې دسوله ساتو ځواکونو په ډزو ووژل شو.
او په سهار چي دکلي ماشومانو رنګارنګ جامې په تن کړي وي ننګیالی او ملیحه دخپل پلار سرته په چیغو چیغو ژاړي..

زما په اند که داسي او یا دي ورته بل ډول خاتمه دې ورکړې وای تر ډیره حده به یې زموږ داوسني حالت سالم تمثیل کړی وای.
په هرحال، په تا کې دلنډې کیسي لیکلو استعداد شته او دا کار دي زما خوښ شو چې موږ سره مو دملاحظاتو ټولولو لپاره شریکه کړه.


محمود سعيد
26.05.2011

ښاغلی کلیوال یوه نړۍ مننه.
دا کیسه مې د یوې ترخې او حقیقي خاطرې پر بنسټ هغه وخت چې موږ په پاکستان کې ژوند کاوه لیکلې وه. دا زما لومړۍ لنډه کیسه وه.
ستاسو څرګندونې ښکلې دي او زه به ېې په راتلونکو لیکنو کې په پام کې خامخا نیسم.
اوس درته خپله یوه بله کیسه چې په دې وروستیو کې مې لیکلې درته مخې ته ږدم. هیله ده د لوستلو زغم ېې ولرئ:

په وينو لژند لوټونه
لنډه کیسه
لیکوال: محمود سعید
د میاشتې د څلورمې پنځنۍ مازدیګر مهال وو. لمر د کلي په لمن کې د سیند په غاړه ولاړو چنارونو له څوکو اوښتی وو. د کلي د اوبو په کوهي د نجونو زوږ جوړ وو. وړانګه د نورو نجونو په منځ کې اندیښمنه غوندې بریښیده. داسې لکه کوم څه ته چې ډیره تلوسه لري...له دې مخکې هم هغې څو ځله د اونیو په وروستيو مازدیګرونو د میرویس د راتلو لارې څارلې وې.
میرویس په پوهنتون کې زده کړې کولې او پوهنتون په ښار کې له کلي څه ناڅه درې ساعته د موټر مزل لرې پروت وو. میرویس به ایله په څو اونیو کې یو ځل کور ته راته او له راتګ سره به ېې خامخا له وړانګې سره هم یو ځل لیده کاته کیدل. وړانګه له میرویس څخه درې کاله وړه وه او دده د آکا لور وه. دوی له ماشومتوبه یو د بل په زړه کې ځای درلود او یو بل ورته ډیر ګران وو.
وړانګې خپل منګی په منډه منډه ډک کړ او د نجونو له ټولګي په تیزو ګامونو ووته. کور ته په رسیدو ېې په سوي او ستړي غږ له خپل ماشوم وراره نه وپوښتل: څه شو میرویس درته څه راوړي دي؟؟؟
ماشوم له خندا په ډکه خوله ځواب ورکړ: تر اوسه کله راغلی دی، لیونۍ!
وړانګه ناکراره شوه او غوښتل ېې په کومه روغه بهانه د بام له سره د میرویس د راتلو لار وڅاري. ددوی کور د میرویس د کور تر څنګ وو او میرویس به له راتګ وروسته د وړانګې ماشوم وراره ته په ډالۍ ورکولو په یو ډول د وړانګې احوال پوښته.
له څو ناکراره شیبو وروسته ماشوم په منډه راغی او د خپلې تر لاسه کړې ډالۍ په ښکارولو ېې وړانګې ته د میرویس د راتګ زیری ورکړ. وړانګه په ترهه د خپلې خونې په ګوټ کې پراته صندوق ته ورغله او کوم څه ېې په موټي کې غلي کړل.
میرویس هم کور ته له رسیدو سره سم له وړانګې سره د لیدو لپاره تنده احساسوله. د کورنۍ له غړو سره تر لنډه ناسته وروسته د باندې راووت. دا وخت د کلي په هسکو ټیټو د ماښام تیاره په غوړیدو وه. میرویس د وړانګې د لیدو لپاره همدا وخت وړ وباله او د هغوی د کور مخته، لږ څه ټیټ دیوال لرونکي انګړ ته ننووت. وړانګه چې همدې وخت ته ېې شیبې شمارلې د خپل کور له کوچنۍ دروازې څخه چې دې انګړ ته راخلاصه وه راغله او په میرویس له سترګو لګیدو سره ېې په زړه کې د خوښۍ ټکانونه احساس کړل.
وړانګې په موسکا او له شرمه ډکه أدا سلام وکړ. خپل ټکری ېې په غاښونو کلک کړ او د دیوال تر څنګ ودریده. میرویس هم د سلام په ځواب ویلو وړانګې ته مخامخ ودرید او په خوښۍ ېې سترګې د وړانګې په مخ پرتو زلفو کې خښې کړې. وړانګې خپلې سترګې پورته کړې او چوپتیا ېې ماته کړه:
کله بیرته ځې؟
میرویس ځواب ورکړ: د پیلنۍ په سهار ځم سبا نه بل سبا.
- هغه کتابونه چې اړتیا دې ورته درلوده وا دې خستل؟
- یو دوه مې رانیول، نور به هم واخلم ولې دې وپوښتل؟
وړانګې په خپل موټي کې څه پیچل شوې لوټونه د میرویس مخ ته ونیول او زیاته ېې کړه: دا یو څو افغانۍ مې درته ټولې کړې دي، دا واخله. یو کتاب خو ګوندې پرې وشي.!؟ بل ځل نورې هم درته ټولوم...د میرویس غونی زیږ شو. تندی ېې خولې شو. غوښتل ېې څه ووايي خو تر خوله ېې ږغ ونه خوت. وړانګې بیا ږغ وکړ:
ها واخله. ما خو...له دې سره یو درز شو. د انګړ د دیوال له شا څخه د راپریوتي لاسي بم په پرچو دواړه په وینو کې ډوب د یو بل څنګ ته پریوتل. میرویس په سختۍ خپل لاس د وړانګې لور ته وغزاوه او د موسکیدو هڅه ېې وکړه. د وړانګې په لاس کې څو لوټونه هماسې پیچل شوي او په وینو کې لژند پاته شول.!


-
26.05.2011

ډیره مننه محمود سعید صیب، په رښتیا چې په زړه پوري کیسه وه. خو هغه کیسه چې د سپیڅلې اومعصومې مینې انځور یې کړی وي زه یې په ځان کې دلوستلو تاب نه وینم، ما یوې بلې نړۍ بیايي. هوتک مې په همدې ملامتوي هم چي ته نازک طبعیت لري او زه هم پوهیږم چې ددې نازک طبعیت انګیزه مې څه ده.
خو ستا لنډو کیسو زه هم دي ته وهڅولم دډیرې مودې وروسته یوځل بیا د لنډې کیسې په لیکلو کې خپل قلم وآزمایم.


پښتون.
26.05.2011

السلام علیکم!
محمود سعید صیب استعداد مو د قدر وړ دی.
دا کیسې خو تر مخکې ما هلته ولوستې ،دا چې چا دلته راورسولې او په کوم کمال او ولې؟؟؟؟؟؟؟؟


larghonay laraway
28.05.2011

سعيد صيب همداسې بختور اوسې!
ستاسو د لومړۍ کيسې په اړه:
کليوال صيب درته په زړه پورې خبرې کړې دي.
بله دا چې په کيسه کې د نورو تخنيکي اړخونو تر څنګ پيغام هم مهم رول لري چې ستاسو د کيسې پيغام ډېر بې خونده او خونړی دی.
بله دا چې ستا د کيسې کرکتر (بريالي) ته دې په کيسه کې منطقي رول نه دی ورکړی.. په افغانستان کې اکثره کلينران ځوانان وي او هغه هم په دې خاطر کلينري کوي چې موټر زده کړي، نه د بې وزلۍ د ليرې کولو په خاطر. خو تاسو د پنډ بچيانو پلار کلينر کړی او هغه هم له داسې ډريور سره چې يوازې کرايه ورکوي نو دی څه اړتيا لري چې کلينري وکړي؟
ستا د کيسې کرکټر بايد چېرته د چوک د سر مزدور وای نه کلينر !
همدا راز ستاسو د کيسې يوه برخه داسې ده:
[color=red:462d88d3da]په سباورځ چې ده له خپل استادسره هرڅومره سروخوږاوه چې داختردسودالپاره یوڅه پیسې په پورورکړي خوهغه ورسره ونه منله اویوازې لس افغانۍ یی داخترمبارکۍ په نامه ورکړې،بریالی بیاهم له یوه نړۍ غمونواوفکرونوسره دکورپه لوري پلی روان شو،په لارکې یی له یوې هټۍ څخه لږڅه نکریزې اولږڅه وړاندې درې څلورډوډۍ اولږڅه سابه واخستل[/color:462d88d3da]

په لس افغانۍ دومره ډېر شيونه خو حتی د امير پتنوس په وخت کې هم نه کيدل نو ستا کيسه د کومې زمانې ده؟
همدا راز ستاسو کيسه املايي تېروتنې هم لري خو هغه په خپله سمې کړه.

دويمه کيسه مو هم يو څه نيمګړتياوې لري او هغه دا چې په اوسني وخت کې که څه هم د خلکو اقتصاد کمزوری دی ولې دومره هم نه دی چې يو محصل دې د کتاب اخيستلو وس ونه لري. يعنې ددې خبرې منطق هم درڅخه کمزوری شوی دی.
بله دا چې ډيالوګونه دې طبيعي نه ښکاري پېچلي يې ليکې.
او که درته ووايم د لاسي بم لپاره دې هغه د پاړسيوانانو خبره هيڅ زمينه نه وه برابره کړې او داسې لاسي بم دې غورځولی ؤ لکه ناڅاپي تندر چې دا هم د کيسې کمزورتيا ده.
په همدې ترتيب دې د دې کيسې پیغام هم ډېر خونړی ؤ.
مننه


محمود سعيد
28.05.2011

ټولو ملګرو یو ځل بیا سلامونه!
ستاسو ټولو څرګندونې او نیوکې د قدر وړ دي او زه به ېې خامخا په پام کې نیسم.
راځم خپلې یوې رښتینې کیسې ته:

زما جامې(لنډه کیسه)
لیکوال: محمود سعید

د ميرويس ميدان په يوه پخواني او زاړه سرای کښې مې دکوټې له ملګرو سره تر تريخ چای او سړې ډوډی خوړلو وروسته مخه ښه وکړه او دپولې تخنيک پوهنتون په لور روان شوم، د ښار په له خاورو او دوړو سړک له نيم ساعت پلي مزله وروسته پوهنتون ته ورسيدم، له دې کبله چه لومړی درسي ساعت مو د رياضي مضمون وو نو غوښتل مې چه د ښوونکي له راتګ مخکې ټولګي ته ننورم، ځکه مې پښو دډير چابک تګ له کبله سخت درد کاوه.

په څه کم اته بجو د ټولګي په دروازه ورننوتم ، د څوکيو په دريمه ليکه له ملګرو سره تر ستړې مشې وروسته کښينستم . زموږ په ټولګي کښې به ښايي تر يو سلو شپيته زيات زده کوونکي وو، چه د ډيرو يي دريشي په ځان کښې وې، دا جامې په يوه رنګ او ډول نه وې، سرې، شنې، سپينې، تورې او نور رنګونه وو او ترڅنګ يي داسې (کو بای پوش) هم وو چه پتلون به يي ځای ځای شکېدلی وو او يا به پرې د پاسه لړم انځور شوی وو، دځينو په سينو خو دهندي سينما دلوبغاړو انځورونه هم وو.

له لږ ځنډ وروسته ښوونکی ټولګي ته راننووت او له راتګ سره جوخت يي په درس ورکولو پيل وکړ، لاڅو شيبې نه وې تيرې چه چا د ټولګي دروازه وټکوله، کله چه دروازه خلاصه شوه زموږ يو ټولګيوال وو چه په ځوړند سر يي له ښوونکي څخه ټولګي ته د راتګ اجازه غوښته، همدا چه د ښوونکي سترګې پرې ولګېدې په قهر يي وويل: بسته کو دروازه ره از سرچوک آمدي!؟
بيا يي زموږ لوري ته راوکتل او ويي ويل:

نو بجه ميايد کلينر وارې کالايشه سی کو...!

په لومړۍ ليکه کښې يوه زده کوونکي دځان غلي کولو کوښښ کاوه چه د ښوونکي ورته پام شو ويي ويل:
او بچه برآی هله برآی...

او له دې سره په ټول ټولګي کښې دساده جامو لرونکو پلټنه ترسره شوه او تر سپکولو وروسته له ټولګي څخه وشړل شول او دا هم ورته په ډاګه شوه چه که بيا څوک په دې ډول ټولګي ته راغلل نو پرې به نښو دل شي زه هم چه دهمدې زيات وکم شلو کسانو له ډلې څخه وم د ښوونکي دې وروستۍ خبرې مې تر ډيره په غوږ کښې آزانګه کوله:

اګر بار ديګر ينيفورم نپوشيده بوديد، هيچ به اين دانشګاه قدم نګذاريد،فهميديد...


larghonay laraway
28.05.2011

تر هغه خيالي کيسو دې دا ريښتينې کيسه ښه وه


محمود سعيد
29.05.2011

لرغونی لاروی صیب سلامونه!
مننه چې زما د څو لیکل شوو لیکو د لوستلو زغم لرئ...
یوه لنډه کیسه مې ژباړلې ده که لږ ېې تر نظر تیره کړئ خوښ به شم:


څڅېدونکي زړونه (لنډه کیسه) ژباړن : محمود سعيد

ځوان کرګدن(يوډول لوي ځنګلي څاروی) په ځنګل کې يوازې روان وو، يوکوچنی مرغه چې کرګدن ځواب ورکړ: ټول کرګدنان يوازې دي.

الوتونکي وويل: يعنې ته يوملګری هم نه لرې؟

کرګدن وويل: ملګری يعنې څه؟

الوتونکي وويل: ملګری يعنې هغه څوک چې ستاسره وګرځي، ستاهمغاړی وي اوستاسره مرسته وکړي.

کرګدن وويل: خوزه نشم کولای له چاسره ملګری شم.

الوتونکی: خويوڅه بايدوي، دبيلګې په ډول پوستکی موله کوچنيوخزندو ډک دی اوګرول غواړي بايديو څوک وي چه مرسته درسره وکړي.

- خوزه نه غواړم له چاسره ملګري وکړم، زماپوستکی ډيرکلک او مخ مې بدرنګ دی، ټول راته کلک پوستی وايي.

- ګرانه ملګريه! ملګرتوب په زړه پورې تړلی دی نه په پوستکي پورې.

- زړه!؟ زړه څه شی دی؟ زه خويوازی پوستکی اوښکرونه لرم.

- داشونې نه ده، ټول زړه لري.

- چيرې؟ کوم دی؟ زه خوخپل زړه نه وينم!

- داځکه چه ته ورڅخه کار نه اخلې نوهغه نه وينې، ولې زه باورلرم چه ته به تردې کلک پوستکي لاندې يو تاند زړه ولرې.

- نه زه تاند زړه نه لرم، زمازړه خامخاډير کلک دی!

- نه ته يوتانداوښکلی زړه لرې، ځکه ددې پرځای چه زماپه شان الوتونکی وويروې، ددې پرځای چه ترپښوېې لاندې کړې، ددې پرځای چه خوله وازه کړې اوهغه وخورې، له هغه سره خبرې کوې...

- دانوڅه مانا؟

- هغه وخت چه يو کلک پوستی کرګدن يوتاند زړه ولري، په دې معنی چه هغه کولای شي ملګرتوب وکړي کولای شي مينه وکړي.

- داته څه وايي زه نه پوهېږم؟

- لومړی پرېږده چه ستاپرشاکښېنم .

کرګدن څه ونه وويل، الوتونکی دکرګدن په شاکښېناست او کوچنۍ خزندې ېې دکرګدن له پوست نه پاکولې، کرګدن داسې احساس کړه لکه يوڅه ېې چه خوښ شوي وي خونه پوهېد چه څه به وي؟!

کرګدن وويل: داملګرتوب دی چه ته مې په شاپاته شې اوکوچنۍ خزندې وخورې؟

الوتونکي وويل: نه ددې نوم اړتياده، زه ستاسره مرسته کوم اوداچه ستااړتياپوره کيږي داپرتاښه لګي، خوملګرتوب تردې هم اړين دي.

کرګدن پوه نه شوچه الوتونکی څه وايي خوفکر ېې وکړ چه خامخاښه وايي.

داکيسه څواونۍ روانه وه اوکرګدن هره ورځ خوښي احساسوله.

يوه ورځ الوتونکي دکرګدن په شااوخواڅرخېده اوسندرې ېې ويلې، کرګدن کتل اوغوښتل ېې همداسې وګوري او وګوري، له ځانه سره ېې فکروکړچه دادنړۍ ترټولوښکلې ننداره ده اوداالوتونکی دنړی ترټولوښکلی الوتونکی اودی په خپله دنړي پرسرترټولوبختور کرګدن دی، له دې سره کرګدن احساس کړه چه کوم کوچنی اوښکلی شی ېې ترسترګوتوی شو، کرګدن ووېرېد اووېې ويل: الوتونکيه، الوتونکيه، زماګرنه الوتونکيه! مامې زړه وليد، هماغه تاند زړه چه تاويل، خوزړه مې له سترګو وڅڅېد، اوس څه وکړم؟

الوتونکی راوګرځېد اودکرګدن اوښکې ېې وليدې، راغی اودکرګدن پرشاکښېناست اووېې ويل:

مه خواشېنی کيږه ګرانه ملګريه، ته له دې تاندو زړونوڅخه ډېرلرې.

کرګدن وويل: داچه کرګدن خوښوي چه الوتونکی تماشاکړي اوکله ېې چه وينې نوزړه ېې له سترګوڅخه څاڅي داولې؟!

الوتونکي وويل: داځکه چه کرګدن هم کولای شي مينه وکړي.

کرګدن وويل: مين يعنې څوک؟

الوتونکي وويل: يعنې هغه څوک چه زړه ېې له سترګوڅخه څاڅي. کرګدن بياهم پوه نشو خوغوښتل ېې چه الوتونکی بياوالوزي، بياخبرې وکړي، بياسند رې وواېې اودی ېې ووينې اوبياېې هم زره له سترګوڅخه راوڅڅيږي...

په دې وخت کې ېې پام شوچه که همداسې ېې زړه له سترګوڅخه وڅاڅي نوهسې نه چه يوه ورځ خلاص نه شي، اوبياېې له ځانه سره وويل:

ماخوزړه نه درلود، خواوس چه الوتونکي زړه راکړپرېږده چه ټول زړه مې دده لپاره توی شي...!


محمود سعيد
30.05.2011

سوځیدلی مخ
لنډه کیسه
ژباړه: محمود سعید

یوسپین ږیري سړي د خوړو ډول ډول میوواوپیسوترڅنګ نورډیرشیان هم د یوې میرمنې کورته چې څوماشومان یی هم درلودل یووړل.

د کورمیرمنې چې کله خواړه اوپیسې ولیدل له خپل خاوندڅخه یې ګیلې شروع کړې اوویې ویل:
کاش چې ټول ستاسې په شان بخښونکي اولاس خلاصې وای،زماخاوند پښګري کوله،چې د خپلې بې عقلۍ له کبله یې خپل ښی لاس اونیم مخ په یوه پیښه کښې له لاسه ورکړل اوسخت ټپي شو...د سوځیدنې له کبله د ډیرې مودې لپاره په کورکښې پریووت ترڅویی درملنه وشي...په هغه وخت کښې چې لاناروغ وو ماڅوځله کارته د تلوورته وویل خود دې پرځای چې د پښګرۍ کارته ولاړشي ویل یې چې نورداسې کارونه نه شم کولای اوغواړم دیوبل کارپه لټه کې شم.

ماچې کله ولیدل چې هغه نورزمونږلپاره څه نه شي کولای نودوروڼوپه مرسته مې له کوراوکلي څخه دباندې ویوست ترڅولږترلږه دهغه ددرملنې اونورولګښتونوڅخه ځان خلاص کړو،په دې سره نورخلک هم کله چې پوه شول چې زمونږحالت خراب دی له مونږڅخه یې لریوالی غوره کړ، اوس چې تاسې زمونږسره ددې شیانومرسته وکړه موږپه ریښتیاهم دې شیانوته ډیره اړتیادرلوده.

کاش هرڅوک ستاسې په شان بښونکي اولاس وازي وای...

سپین ږیري وموسکل اوویی ویل:
داشیان مانه دي راوړي بلکه یوکس چې دلارې پرسریې شیان پلورل ماته راغی اوغوښتنه یی راڅخه وکړه ترڅوداشیان تاسې ته راورسوم اووپوښتم چې جوړیاست اوکه نه؟

سپین ږیري باباداوویل اوروان شو، خوناڅاپه راوګرزید او ویی ویل:
رښتیاهیرمې شول ووایم چې ددې سړي ښی لاس نه وو اونیم مخ یې هم سوځیدلی وو


larghonay laraway
30.05.2011

ځوان کرګدن(يوډول لوي ځنګلي څاروی) په ځنګل کې يوازې روان وو، يوکوچنی مرغه چې کرګدن ځواب ورکړ: ټول کرګدنان يوازې دي.
دا پورتنۍ جمله دې يو څه ګونګه ده.
د کرګدن لپاره که سم نوم پيدا کړې ځکه زه خو يې نه پېژنم چې کرګدن کوم ډول لويې ځنګلي څاروی دی؟
همدارنګه سوځيدلی مخ هم ښه کيسه ده.
کوشش وکړه چې په خپله ښې لنډې کيسې وليکې او يا يې وژباړې ځکه چې په دې برخه کې دې استعداد پياوړی ښکاري


محمود سعيد
31.05.2011

خدای څه رنګ دی؟
- مورجانې! یوه پوښتنه وکړم؟
میرمنې سپینه کتابچه وتړله او څنګ ته ېې کښیښوده: وپوښته ګرانې.
- مورې خدای پاک زیړ رنګ لري؟!!!
مور په حیرانۍ سر وخوځاوه: څنګه؟ ولې؟
- خو نن ملالۍ په ټولګي کې ویل چې خدای زیړ رنګه وي!
- ښه نو تا څه ورته وویل؟
- ما ورته وویل چې خدای زیړ نه دی. خدای سپین دی!!!
یوه شیبه چوپه شوه: مورې خدای سپین دی. کنه؟
مور سترګې پټې کړې او هڅه ېې وکړه هغه څه چې لور ېې پوښتلي په خپل فکر کې انځور کړي. خو د ډول ډول رنګونو یرغل هغې ته وخت ور نه کړ.
سترګې ېې پرانستې: نه پوهیږم لورکۍ. ته څه ډول پوه شوې چې خدای پاک سپین دی.
ماشومې سترګې پرانستې او بیرته ېې پټې کړې. لاسونه ېې سره ورکړل او په موسکا ېې وویل:
خو هر وخت چې په تیاره کې د خدای په اړه فکر کوم نو په سترګو کې مې یو سپین ټکی پیدا کیږي...
مور د خپلې لور نه لیدونکو او بې رڼا سترګو ته وکتل او بیا ېې سترګې پټې کړې. له دې سره ېې بې واکه له سترګو څخه د اوښکو څو څاڅکي توی شول...
زما ژباړه


محمود سعيد
01.06.2011

ورک شوی زړه!
ژباړه: محمود سعيد
پرون مې شيطان وليد! دښارد منځ په ميدان کښې ېې ددرغلۍ پلورنځی غوړولی وو اودوکه ېې پلورله...
ډېر کسان پرې راټول وو، شوراوزوږ ېې جوړکړی وو، ټېل ماټېل وو اودډېرو شيانو غوښتنه ېې کوله...
دشيطان په وړاندې هرڅه وو: غرور، حرص، درواغ، درغلي، ځان غوښتنه او...
هرچايوڅه رانيول اوپه بدل کښې ېې يوڅه ورکول، چادخپل زړه اوچادروح ټوټې بيلولې اوپه بدل کښې ېې له شيطان څخه يوڅه ترلاسه کول!
ځينوهم خپل ايمان اوځينوبياخپله خپلواکي خرڅوله اودشيطان بازارښه پرې تود وو.
شيطان خندل اوله خولې څخه ېې ددوزخ بوی راووت، زماحال ېې بدکړ ، غوښتل مې چه خپله ټوله کرکه ېې په مخ وروموښم خوناڅاپه په هغه څه پوه شوچه زماپه ذهن کښې تېريدل.
په ځېرکۍ ېې وخندل اووېې ويل: زه له چاسره کار نه لرم ، يوازې مې د خپل څادر څنډه غوړولې اوآرام آرام ګړېږم.
نه خبرې اترې کوم اونه څوک اړکوم چه څه راڅخه واخلي، وينې ېې چه خلک په خپله په ماراټول دي ، ځواب مې ورنه کړ. په دې وخت کښې ېې خوله زماغوږته رانژدې کړه اوورو ېې وويل:
خو له دې سره سره ته له دوي ټولوسره توپير لرې، ته ځيرک اومومن ېې، ځيرکي اوايمان خلکوته برياورپه برخه کوي، له شيطان څخه مې بدراتلل خوخبرې ېې خوږې راباندې لږېدې، پرې مې ښودچه خبرې وکړي اوهغه هم ډير وغږېد...
ترڅنګ ېې ناست وم چه ناڅاپه مې سترګې په يوه کوچنۍ دعبادت بکس ولګيدې، چه دنوروشيانوترمنځ پروت وو، په داسې ډول چه شيطان مې ونه وينې هغه مې واخست اوپه جېب کې مې کېښود.
له ځان سره مې وويل: پرېږده که ديوځل لپاره هم وي چه شيطان خووغولوم اويوشی ترې غلاکړای شم!
کورته راغلم اودعبادت بکسګی مې پرانيست، خوپه هغه کښې له غرور پرته نورڅه نه وو!!!
له وارخطاېۍ مې بکس له لاسه ولوېد اوغرور په خونه کې خپورشو! دشيطان د دوکې ښکارشوی وم ، لاس مې په زړه کېښود،زړه مې نه وو! پوه شوم چه هغه مې دشيطان ترڅنګ له ياده وتی، ټوله لارپه منډه ولاړم ، ټوله لارمې په شيطان لعنت وايه ، ټوله لارمې خدای خدای ويل...غوښتل مې شيطان همالته له ستوني ونيسم ددرواغوعبادت ېې په سروروموښم اوخپل زړه بېرته ترلاسه کړم...
ميدان ته ورسېدم ، خوشيطان نه وو، کښېنستم اوپه هاي هاي مې وژړل ،اوښکې مې خلاصې شوې، پورته شوم ترڅو خپل بې زړه توب له ځان سره يوسم چه ناببره مې يوآوازترغوږشو، زمادزړه آواز، اوهمالته بېواکه په سجده پرېوتم اودخدای شکرمې اداکړ، ددې لپاره چه خپل زړه مې موندلی وو، خواوس هغه پخوانی زړه نه وو...


محمود سعيد
06.06.2011

ستا جنازه نه کیږي
لنډه کیسه
لیکوال: محمود سعید
نورګل خپلې په ټوټه تړلې څپلۍ په پښو کړې او د پلار په لور روان شو. هغه ډیر ستړی بریښیده. ټوله ورځ د لاسي ګاډی له چلولو سره ېې تاندلاسونه تڼاکې وو، خو له دې سره سره ډیر خوښ وو چې له پلار سره ېې د ژوند په مخته بیولو کښې لومړنۍ مرسته کړې وه.
د نورګل پلار هم له کور څخه د راوړې ډوډی دسمال په جیب کښې کیښوده، نورګل ېې له لاسه ونیو او له کارځای څخه ووتل. کلې ته په لار کښې یو څو هټۍ وې، دوی هلته ورسیدل. پلار ېې غږ وکړ:
نورګله ته کرار کرار درځه. زه به له هټۍ څخه د کور لپاره څه ناڅه واخلم وروسته درځم.
نورګل له هټیو څخه ډیر نه وو لرې شوی، چې ناڅاپه دریو پټ مخو وسله والو چې په موټرسیکلونو سپاره وو دده مخه ونیوله. نورګل پوه نه شو، خو وسله والو ورته په موټر سیکل د سپریدو وویل. دنورګل سترګې یې وتړلې او له څه ناڅه یو ساعت مزل وروسته یوه داسې ځای ته ورسیدل، چې نورګل تر اوسه نه وو لیدلی.
نورګل یې له موټرسیکل څخه ښکته کړ او همالته پرې د وهلو پیل وشو. نورګل تر ډیرو ډبولو وروسته بیهوښه شو، خو کله چې بیرته په هوښ راغی، ځان ېې په یوه نیمه ورانه خونه کښې بند وموند.
د خونې له کوچني سوري ښکاریدله چې شپه شوې ده. هغه د ډیرو وهلو او لوږې له لاسه خپل ځواک بایللی وو. په تپه تیاره کښې ېې شاوخوا وکتل خو څه ېې تر سترګو نه شول. وویرید او سر ېې په دواړو لاسونو کښې پټ کړ.
ویره ېې ورو ورو زیاتیده او په دې نه پوهید چې په څه ګناه دلته راوړل شوی دی. هغه په همدې ویره او سوچونو کښې خوب یووړ.
سهار شوی وو، چې د خونې ددروازې خلاصیدو او د رڼا وړانګو د نورګل سترګې رڼې کړې. یو کس چې ټوپک ېې لاس کښې وو خونې ته ورننووت او په لوړ غږ ېې وویل:
د کافر بچیه، پاڅه نور به نو د کافرانو له مزدوری خلاص شې!
نورګل پاڅید وسله وال کس له شا نه د دروازې لور ته ټیل واهه. د باندې درې څلور نور وسله وال هم ولاړ وو، او نورګل ته يي موسکل.
نورګل ته ېې په ځمکه د کښینستو وویل. نورګل کیناست. وسله وال کس ېې تړلې مټې ورخلاصې کړې او له ځمکې نه ېې پورته کړ. یو بل وسله وال چې له نورو یو څه مشر ښکاریده نورګل ته وویل:
ورځه خو چې نور په دولت کښې کار ونه کړې ځه کورته ولاړ شه.
نورګل په زړه کښې خوښي احساس کړه او ټیټ سر په ویره ویره په لار روان شو. لا څو ګامه وړاندې نه وو تللی چې ټک شو. نورګل اخ وکړ او پریووت. له دې سره نورو ډیرو ګولیو د هغه بدن سوری سوری کړ.
یوه ورځ وروسته په کلي کښې دا خبر خپره شوه چې دیارلس کلن نورګل له محکمې وروسته وژل شوی دی. د نورګل پلار هم چې د زوی په لټون پسې وتلی وو د همداسې یوې بلې ډلې ښکار شوی وو. دکلې ملا پښې سپکې کړې وی او دا خبرېې کړې وه چې د نورګل په مړي د جنازې لمونځ نه کیږي. نور کلیوال هم په یو نه یوه کار پسې له کلي د باندې تللي وو. د نورګل مور دخپل یکي یوازیني زوی سر په غیږ کښې ایښی وو او په چیغو چیغو ېې ژړل. خو څوک نه وو چې د جنازې لمونځ پرې وکړي...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: د کیسې د نوم په ټاکنه کې ستونزه لرم. هیله ده مرسته راسره وکړئ.


خان آغا
06.06.2011

بې خونده وه؟؟؟
چندان خوند یې نه وو؟؟


عادل عادل
06.06.2011

السلام علیکم

[quote:830b33a3e4]یوه ورځ وروسته په کلي کښې دا خبر خپره شوه چې دیارلس کلن نورګل له محکمې وروسته وژل شوی دی. د نورګل پلار هم چې د زوی په لټون پسې وتلی وو د همداسې یوې بلې ډلې ښکار شوی وو. دکلې ملا پښې سپکې کړې وی او دا خبرېې کړې وه چې د نورګل په مړي د جنازې لمونځ نه کیږي. نور کلیوال هم په یو نه یوه کار پسې له کلي د باندې تللي وو. د نورګل مور دخپل یکي یوازیني زوی سر په غیږ کښې ایښی وو او په چیغو چیغو ېې ژړل. خو څوک نه وو چې د جنازې لمونځ پرې وکړي... [/quote:830b33a3e4]

محترم سعید صاحب

افغانستان داسې یو کړېدلی هېواد دی چې د تېرو دېرشو کلونو رېښتونې کیسې او داستانونه یې د کلونو په اوږدو کې د نړی ټول لیکوالان او کیسه لیکونکي هم نشي لیکلای، نو که دا منی نو بیا ودې ته څه حاجت دی چې په وچو درواغو ولاړې کیسې ولیکو، ستاسو غوږونه دې ښه خلاص وي چې ستا دا کیسې به د ولس په منځ کې څوک په دوه پیسو هم وا نخلي، خو که د كایټ-رنر په نوم کتاب هندي لیکوال لاس ته ورسېدې نو بیا به کیسه لیکونکی تاسو ښاغلی محمود سعید وی او ژباړن مو کوم یو د افغاني دود او کلچر تاریخي دښمن مسټر سنګهـ , جان يا جوس وي، ښه به خرڅ او ډبل ماموریت به مو په برخه شي، خو وروره د ولس په وړاندې به دې افغاني ضمیر بیا په سر سر وهي!!!

ددې پر ځای به مو د هغه تنکي ځوان زده کوونکي کیسه انځور کړې وه چې وحشي امریکایانو له خوا، په ګرځنده ټیلفون کې د اسلامي نشید د ثبت او ساتنې په سبب، نیول شوی وو، خپل مرکز ته یې بېولی او له پوښتنو ګروېږنو ورسته یې بیرته د خوشې کولو په امر د ملي اردو په نوم خپلو قاتلو افغان دښمنه داخلي لاسپوڅو ته سپارلی وو او هغوی د خپلو عقدو او ژورو سمتي او ژبني تعصباتو له مخې د لارې پر سر کلي ته نږدې د شا لخوا په ډزو وویشت او په شهادت یې ورساوه................ ستاسو د پېښ-بووک اکاونټ له مخې ویلای شم چې دا پېښه ستا په خپل ولایت، کلي، کور او ګاونډ کې پېښه شوې ده، نه دا چې تاسو به خدای مکړه پرې کاڼه او ړانده وی؟؟

افسوس ستاسو په دې کیسه، چې لنډه نه بلکه لنډپارې ده.

هیله ده چې زما په سختو ټکو به خپل نازک خاطر دروند نکړی.


محمود سعيد
08.06.2011

سلامونه!
خان آغا صیب ته ېې ښايي د دې له کبله خوند نه وي ورکړی چې کیسه غموونکې وه خو که زموږ حالت ته وکتل شي، ژوند مو له همدې ډول کیسو جوړ دی.
او عادل عادل صیب!
دا ډول کیسې زموږ د هیواد په هر ګوټ کې هره ورځ پیښیږي. که تاسې لږ د بصیرت سترګې پرانیزی نو ښايي تر دې غموونکې او یا ستاسو په وینا لنډپارې نورې هم وګورۍ. تاسې ولې د هر غل او وسله وال ته د پرښتې په سترګه ګورۍ؟ آیا د دوی تر منځ داسې کسان نشته چې دا ډول کړنې تر سره کوي؟


عادل عادل
08.06.2011

السلام علیکم

سعید صاحب زه به ستاسو د توصیې سره سم هر څه ته د بصیرت په سترګو ګورم، خو زه بیا تاسو ته د بصیرت سترګې غواړم تر څو دا خبره وفهموی چې اولویتونه کوم دي او ستاسو ورته خیالي کرښې د چا تول او تله درنوي؟؟؟


محمود سعيد
08.06.2011

علیکم سلام!
زه په خپل وار د هرې نادودې او کړنې پر وړاندې چې زما په مسلمان او افغان ورور تر سره کیږي، دریدلی یم او هیڅکله به چوپ هم نه شم. د یرغلګرو پر وړاندې مې هم تر خپله وسه خپل غږ پورته کړی دی او هغه هم په ښکاره او خپل نامه. نه په مستعار او پټ نوم!
د خپلو خلکو د هوساینې او خپلواکۍ لپاره پرته له الله له هیچا ویره نلرم او ویاړم چې د خپلو خلکو په چوپړ کې یم...
د اولیتونو په اړه زه هم خپل اند لرم او دا ستاسو څرګندونو ته د درناوي په خاطر به ډیر زر هغه ډول کیسې چې تاسې ېې یادونه کړې ده، شریکې کړم...
هیله ده خواشیني نه شئ.


۰
08.06.2011

محمود سعید صیب دا ستا پورتنۍ لنډه پنډه او شلنډه کیسه مي ولوسته خو په داقسم کیسو امریکایان ډیري پیسي ورکوي نو که تاسو يي ویړیا لیکۍ بیا به دهغو خلکو سره چي پیسي پري اخلي ظلم وکړۍ او که ښي ډیري پیسي درکوي نو بیا خو صحیح ده تکړه شه ورته دنیا جوړه کړه اخرت خو هسي نه هم...

مومندافغان


محمود سعيد
09.06.2011

افغان صیب!
تر کیسه لیکونکو به هغه چاته ډیرې پیسې ورنکړي چې همدا ډول کړنې تر سره کوي؟؟؟
او که نه د هغوی قرارداد په پاکستانیو کالدارو دی؟؟؟


محمود سعيد
02.09.2011

سوري کتابونه
مازدیګر ته نږدې مهال وو، لمر خپلې وړانګې له خړ پړ ښکلي کلي ورټولولې، د چنارونو او ونو له سرونو مرغۍ د خټینو کلاګانو په سوریو کې خپلو ځالو ته روانې وې او له سیند او شنو باغونو څخه راپورته کیدونکي وږم انسان ته نوی ژوند ورباښه. د کلي په کوز سر کې د غره په لمن کې د لوېې کلا مخ ته موټر ودرید، کلا ته نږدې په درمندځای کې له لوبو کوونکو ماشومانو څخه یوه ېې په منډه منډه موټر ته ځان ورساوه او ترې راکښته شوي ښکلي او دنګ ځوان ته ورترغاړې ووت، ځوان ماشوم ښکل کړ او په غوږ کې ېې ورو ورته وویل:
پاڅونه څنګه دا ځل هم مورجانې کورونه وپلټل؟ پاڅون وموسکل او وېې ویل: هو بیا درته وایم.
د موټر له بل اړخه لږ څه په ونه ټیټ ځوان راښکاره شو او غږ ېې وکړ: هلکه پاڅونه! ولې زما نه اوس هم خواشینی ېې؟
ماشوم د هغه لورته ورغی او وېې ویل: نه اوس خو سمسور راته له بازاره ټوپک راوړی دی. اکمل وخندل او وېې ویل: ښه نو ته له ټوپک څخه نه اوړې؟ پاڅون اکمل ته لاس ورکړ او وېې ویل: نه بیا د اجمل لالا په کوزده کې ډزې کوم...
اکمل پاڅون له لاسه ونیو او د دروازې په لور روان شو. د کلا په انګړ کې اجمل د مور لاس په مینه ښکل کړ او ورو ېې وویل: مورې لکه چې بیا د راته لټون کړی دی، پاڅون وختي زیری راباندې وکړ.؟
مور ېې اجمل په تندي ښکل کړ او وېې ویل: هو بچیه ستا وړ ښکلې پیغله مې موندلې ده، له پوهنتون څخه له فارغیدو سره سم به له خیره واده هم تر سره شي او زموږ یوه خوښي به دوې شي. له دې سره اکمل هم را دننه شو او د خپل ورور او مور په لیدو ده هم په خندا وویل: لکه چې بیا هماغه کیسه ده، مورې لالا ته زر کوزده کوه که نه په کومه ټولګیواله به زړه بایلي! اجمل وخندل او وېې ویل: هو! وايي ماته او یادوي خپل ځان، مورې چې پام د وي...
مور ېې ناڅاپه وپوښتل: هو رښتیا څنګه نن د څلنۍ (چهارشنبې) په ورځ راغلۍ؟ او هغه هم دواړه؟
اکمل ځواب ورکړ: مورې لکه چې هیره دې ده، سبا له خیره د روژې اوله ورځ ده او اوله ورځ رخصتي وي. دوی په همدې خبرو کې وو چې له له لوېې دروازې څخه د اکمل او اجمل دریم ورور سمسور او پلار ېې هم رادننه شول، اجمل او اکمل له پلار سره روغبړ وکړ او ټول په برنډه کې په غوړیدلې غالۍ کښینستل. اجمل د کلي د حالاتو په اړه وپوښتل او پلار ېې په لنډو ټکو کې د کلي له حالاتو سر وټکاوه او وېې ویل: حالات ډیر خراب دي، هره ورځ چاپه ده، بمباري ده، جګړه ده، وژنې دي، مشران وروڼه د هم له خپل موټر سره په هرات کې دي او وايي چې کاروبار په ټپه ولاړ دی او د وړلو لپاره بار نشته، هغه بارونه چې د وړلو وړ دي هغه بیا د سر له سودا سره تړلي دي او زه ورته اجازه نه ورکوم.
اکمل له سمسور سره د ښوونځي په اړه خبرې کولې او سمسور هم د ښوونکو له نه شتون څخه سر ټکاوه او ښوونځی ېې بې خونده باله. په همدې کیسو کې ماښام شو، د ماښام له لمانځه وروسته ټولو ډوډۍ وخوړه او له هغه وروسته څلور وروڼه د خوب لپاره د کلا له انګړ څخه د باندې د میلمستون د خونې په لور ولاړل. اجمل له وروڼو سره له ښه شیبه بنډار وروسته وویل:
تاسې ته خوب درځي، ځئ ویده شئ، زه به هم لږ درس ووایم، بله اونۍ ازموینې لرو او پاڅونه سهار به کیسه راته کوې، چې هیره د نه شي. له دې سره اکمل، سمسور او پاڅون په خپلو بسترو کې وغزیدل او اجمل تر ناوخته کتاب کوت، وروسته پرې خوب ورغی او کتاب ېې هماغسې په سینه پرانستی پاته شو...
د شپې وروستۍ برخه وه چې د میلمستون دروازه چا په زور پرانسته او له دې سره سم درې څلور وسله وال کسان په بیړه کوټې ته وردننه شول، د ټوپکو په شپیلیو کې د لږیدلو څراغونو رڼا د اکمل په سترګو ولږیده او راکښنیاست، هغه په تته رڼا کې بهرني فوځیان ماشه په لاس ولیدل چې د دوی لور ته ېې د ټوپکو خولې سمې کړې وې، هغه وویرید او وېې ویل:
We are students, don’t shoot…
وي آر سټوډنټس، ډونټ شوټ (موږ زده کوونکي یو، ډزې مه کوئ).
له دې سره کوم پوځي ورغبرګه کړه:
Shut up! You…
شټ اپ یو...(غلی شه! تاسې ...)
او له دې سره بې شمیره ډزو د شپې چوپتیا ماته او د اکمل ږغ ډوب کړ...
بله ډله فوځیان د کلا په دیوالونو ورواښتل، د اجمل د سپین ږیږي پلار مټې ېې تر شاوروتړلې او له ځانه سره ېې یووړ.
تر سهار پورې هیچا ته هم اجازه نه وه چې له خپل کوره بهر شي، خړ سهار د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کوم چا د اجمل دوی د کلا لویه دروازه چې د باندې له خوا تړل شوې وه، پرانسته، د اجمل مور لوڅې پښې او اوښلنې سترګې د میلمستون په لور منډه واخسته، کله ېې چې په میلمستون کې پښه کيښوده نو قدم ېې لوند شو، د اجمل په لور ېې ورمنډه کړل د هغه په سینه پروت کتاب څو ځایه سوری وو او له سوریو څخه وینې راخوټیدلې وې، د اکمل په لور ېې وکتل، هغه هم په وینو کې ډوب وو، له دې سره ېې ټول ځواک پای ته ورسید او یوه لور ته ړنګه شوه، سمسور هم لږ وړاندې په خپلو وینو کې لمبیده. پاڅون هم لږ هاخوا بې هوښه پروته وو...
څو ساعته وروسته په رسنیو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو:
د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د جګړه مارو درې کسان وژل شوي دي او یو ستر قومندان ېې ژوندی نیول شوی دی...
محمود سعید


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

[quote:1b62b6c865]سوري کتابونه[/quote:1b62b6c865]

محترم سعید صاحب خدای مو ټول خیرونه په نصیب کړه، په پورته کیسه کې مو زمونږ د هر دم شهید وولس د ورځني ژوند حقیقي تصویر وړاندې کړی دی، الله ج دې په خپل فضل سره زمونږ ګران هېواد افغانستان د ظالمانو له ظلم او وحشت څخه وژغوري، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more