د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

اصلي واکمن اوس څوک دی؟؟

Ahmad shah
23.05.2011

محترمو!
لاندې مقاله ولولئ او فکر وکړئ چې اوس تنها د کندهار ولایت نهٔ، د ګرد افغانستان اصلي واکمن څوک دی؟؟

اوس د دې وخت رارسېدلای چې دوی باید اخلاقا ومني چې واک د بل چا ده.
///////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////

دکابل اجيرې ادارې د کندهار د والي وياند ، دغبرګولي په ړومبۍ نيټه خبري رسنيو ته وويل چې امريکايي ځواکونو ورباندي د ولايت مقام ته د ننوتو پر مهال ډزې کړې او ټپي کړى يې دى. وياندپه دې خبره اعتراف وکړچې د کندهار امنيتي وضعه کړکيچنه اود وروستيو نا امنيو وروسته د ولايت مقام د امنيت چارې هم امريکايي ځواکونو ته سپارل شوې دي. هغه زياته کړه، چې له امريکايي ځواکونو سره پرېکړه شوې وه، چې د ولايت د مقام چارواکي به خپلو دفترونو ته د تګ پر مهال نه تلاشي کوي.خود پرېکړې خلاف نه یوازې داچې دى یې تالاشي کړ، بلکې په پښه يې هم وويشت اوزخم يې ورواړاوه

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم په يوه اعلاميه کې دکندهاردويندوى ټپي کيدل تائيد اودفاع يې وکړه چې ددوى ځواکونه د کندهار د ولايت مقام د امنيت دنده په غاړه لري او هرڅوک بايد تالاشي شي.اوهيڅوک داستثنى حق نلري .

په دې خبره کې شک نشته چې دکندهارولايت امنيتي وضعه څومره يې چې دکندهارولايت په اصطلاح چارواکي ترسيموي ،زياته کړکيچنه ، بحراني او دکابل ادارې له تسلط او اغيزې نه بهرده ، دولتي سيستم فلج ، دولتي ادارې اوتاسيسات خالي دي چارواکي خوڅه آن ټيټ رتبه مامورين هم په ورځوورځو نه تياريږي چې خپلودندوته ولاړشي اولږ ترلږه خپل لاسليک وکړي اوددې خبري خوهيڅ تصورنه کيږي چې عام خلک دې لدغې شرميدلې اوشړيدلې ادارې نه دحقوقومطالبه اوغوښتنه وکړي او په فرياددې څوک غوروکړي ، ځکه يوه اداره اووالي چې دخپل ځان ددفاع اوخونديتوب ډاډاوامکانات ونلري او دولايت دمقام او نوروحساسو دولتي دوايروساتني دنده دې امريکايي قواووته وسپاري ، نوبيابه دافغانانو په وړاندې دغه والي اواداره څه حيثيت اوابروولري اوخلک به دامريکايي لوچکو اووحشي عسکرو په موجوديت کې چې دولايت دمقام ګام په ګام څارنه اوفردفردکه هغه دولتي وي ياملکي له سره ترپښو تالاشي اخلي څه زړه ښه کړي چې والي ته ورشي خپله عريضه ورته وړاندې کړي اويادې دغه اسيراوکلابنداجيروالي بياپه کوم جرئت چاته په عريضې جدي احکام وليکي !!!

مونږ دکندهاروالي ټپي ويندوى ته چې امريکايي عسکرو دخپل کارپه احاطه اودولايت په ودانۍ کې هم تالاشي اوهم يې په پښه عيبجن او په سرووينوولاړه ، وايوچې ښاغلى وياندصيب ! ايادابه ستا منطقي ، اخلاقي اوملي مسئوليت نه وي چې يوه خبري غونډه دروغواړي اوپه وازکومي ووايي چې دکندهارادارې عملاسقوط کړى ، نه قانون شته ، نه اجراات اونه هم چارواکي

ځکه چې امريکايان ځانته داحق ورکوي چې دولايت لوړپوړي مامورين تالاشي اوبيايي له پښې راوغورځوي ، نواياپه دغسې يو رسوااوله خجالت نه ډک حالت کې خبره لکه لمرغوندې ښکاره نده چې اصلي واک اواختياردچاپه لاس کې!!؟ او يوباضميره افغان به په کوم جوازاومشروعيت بياهم دکابل اوکندهارادارې ته دملي حکومت اونظام نوم اوعنوان ورکوي !!؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more