د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نقطه او نکته!

محمود سعيد
12.05.2011

سلامونه مې ومنئ.
ځینې وخت ملګري د نقطې او نکتې په کارولو کې غلطي کوي.
په داسې ډول چې نقطه د نکتې پر ځای کاروي او برعکس هم همدې ته
ورته کار کوي.
په پښتو کې نقطه په ټکي مانا کولی شو.
لکه:
ملګریه ښه ټکي (نقطې) ته د پام شو.
او نکته به ښايي یوې برخې یا ځانګړنې ته وايي.
ملګرو په دې اړه خپل اندونه شریک کړئ.


Re: نقطه او نکته!

عبدالوكيل
12.05.2011

[quote:fa3b3d69ba="محمود سعید"]په پښتو کې نقطه په ټکي [color=red:fa3b3d69ba]مانا[/color:fa3b3d69ba] کولی شو.[/quote:fa3b3d69ba]
زما په اند لکه معنی او مانا چی په (معنی) کی فرق نه لری ، داسی د نقطی او نکتی هم په معنی/مانا کی فرق نه شته . خالی د لهجهی خبره ده .

قندهار/ کندهار
قندوز/ کندوز
قولبه / کولبه
ټوقه / ټوکه
قلف / کولپ
نقطه / نکته

د ادیبانو صیبانو نه بښنه غواړم چی ما یی په فن کی بی دلیله مداخله وکړه .


SADEQ MUSALMAN
12.05.2011

سلامونه

[quote:5604440a5c]زما په اند لکه معنی او مانا چی په (معنی) کی فرق نه لری ، داسی د نقطی او نکتی هم په معنی/مانا کی فرق نه شته . خالی د لهجهی خبره ده .[/quote:5604440a5c]

عبدالوکيل صاحب ښې نقطې( دسعيدپه خبره) ته دي پام شو.
دغه نکته چامخکي په يوجلابحث کي پوښتلي وه چې معنی که مانا؟
خودحامدصیب په ګډون يوڅونورو ويل چې دالفظ اوس ډېروخولووهلی اوسروږلی دی
چې په نتېجه کي ترې ( مانا) راوتلی.
خوځيني بياپه دې اندول چې که يولفظ له بلي ژبي پښتوته راځي نوبایدديوقانون له مخي
راشي نه داچي خولې يې ووهي اوپښتوشي.
پښتوپوه نه يم خودومره ويلای شم چې دبلي ژبي دلفظ دخپلولوله پاره بایديوقانون وي
نه پوهېږم چې اوس به پتوال صيب اونورپښتوپوهان په دې اړه څه نظرلرينه؟؟؟


عادل عادل
14.05.2011

السلام علیکم

وروڼو او خویندو زما په نظر خو نکته له پاړسي/عربي نقطې څخه و پښتو ژبې ته زدُووَل شوې کلمه نه ده بلکه د نقطې په څېر مستقله بېله کلمه ده، په پاړسي کې دواړه شتون لري او په غالب ګومان چې دوه بېلې معناوې به لري.

مثلا په لاندې بیت کې :-

در بساط نکته دانان خودفروشي شرط نېست
یا سخن دانسته ګو ای مرد دانا یا خموش

په پورتني بیت کې نکته هغه څه نه دي چې نقطه به ترې فهمیږي، ... ......

د نکتې مثال مې ځکه راوړ چې زه خپله هم نه پوهېژم چې نکتې ته به په پښتو کې دقیقا څه وایي؟

پاته شوه نقطه چې هماغه د ټکي مانا به لري.


larghonay laraway
15.05.2011

السلام عليکم!
محمود سعيد د نقطې او نکتې په معنی سم پوه شوی دی او دواړه سره دوه بېلې کلمې دي. د ځينو پښتنو ليکوالو ستونزه همدا ده چې اکثره وخت کوښښ کوي چې عربي کلمات په پښتو لهجه يا تلفظ وليکي چې يو وخت بيا همداسې ستونزې پېښوي.
يوه ورځ يو چا (معلوم) په (مالوم) تلفظ ليکلی ؤ چې دواړه عربي دي معلوم څرګند روښانه او ښکاره ته وايي او مالوم په عربي کې دردمن شوي ته وايي چې له (الم) څخه اخيستل شوی دی.
نو دا يې هم يو بل دليل شو چې لهجه پالونکي بايد معيار ته ترجيح ورکړي.


حلیم
17.07.2011

که د پښتو له چاوکاټه ووځو بیا

نقطه او نکته دوه بیلې معناوې لري

نقطه: یو هندسي شکل چی هیڅ ابعاد ونلري
نکته: لنډ مضمون، لطیفه، نیشداره خبره، (حكمة معبّرة عن فكرة ما بطريقة بارعة)

خبره داده چی آیا پښتو ژبپوهان ددې اجازه ورکوي چی د عربي نقطې ته نکته، خلق ته خلک او عقل ته اکل، او معلوم ته مالوم، معنی ته مانا ... و کارول شي، کنه؟

کچیرې پدې کار سره توافق وي، بیا نو خبره حل ده موږ د یوې کلیمې په معنی پسې مجبور نه یو چې په نورو ژبو کې د هغه معنی ولټوو، لکه لاروي صیب چی ویلي دي.

مثلا: افغان زموږ د قام نوم دی خو په انګریزي کې یو ډول سپي ته وایي.

کون په جاپاني ژبه کې د ښاغلي معنی لري خو په پاړسو کې ...

خان موږ او تاسو یو مشر، مالداره ولس پاله یا .... حاکم ته وایو خو په عربي کی د خاین معنی لري.


عبد السلام
17.07.2011

[quote:767886da4b]مثلا: افغان زموږ د قام نوم دی خو په انګریزي کې یو ډول سپي ته وایي.[/quote:767886da4b]
حلیم صاحب ،السلام علیکم ....:
مننه , په زړه پورې خبرې مو کړي ، وکتل شی چې نور دوستان په کې څه وایي ، زه ستاسو پاملرنه فقط د هغې پورته یادې شوې [size=24:767886da4b]افغان[/size:767886da4b] کلمې ته را اړوم ،اوهغه هم داسې چې ، په انګریزۍ کې افغانی تازی ، اویا ښکاری سپی ته Afghan Houndوایي ،نه یواځې افغان ! بلکې افغان هوند.
بل، امریکایان یوه نوعه جالی اوبدلې کمپلې ، یا پټو ، او شال ته هم Afghan وايي .
Afghan Hound =(زمونږ اوستاسو) تازی اویا ښکاری سپی
An afghan = شال ، پټو ، کمبله، ډبل څادر


سلام

bewatan
17.07.2011

عبدالسلام وروره سلام
دا دسپې نوم په خارجې ژبه کی دې املاې غلطې نه لرې ؟
دا د[color=red:bd84de2f38] o[/color:bd84de2f38] ټکې زيات نه دې ههههههههها
يره خداې پاک دې راته ژوندې لره چه چيرته ښارختې ځاې وينې ته په کې حتمی ې ههههههها
زه درپسې ګرځم چه ته چيرته ې؟ههههههها
بيا هم احترام


عبد السلام
17.07.2011

بی وطن وروره، وعلیکم السلام ....
دټوکوخونې ته راشه چې یوه ... خاطره درته ولیکم !

[quote:b76551ce58]عبدالسلام وروره سلام
دا دسپې نوم په خارجې ژبه کی دې املاې غلطې نه لرې ؟
دا د o ټکې زيات نه دې ههههههههها
يره خداې پاک دې راته ژوندې لره چه چيرته ښارختې ځاې وينې ته په کې حتمی ې ههههههها
زه درپسې ګرځم چه ته چيرته ې؟ههههههها
بيا هم احترام[/quote:b76551ce58]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more