د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دګرین کارت خونړۍ مینه

نوروز خان
11.05.2011

مینه په لومړي تقسیم کې په دوه ډوله وېشل کېږي چې حقیقي اومجازي یې بولي په حقیقي مینه یاعشق کې غږېدا زه له خپلې سویې بره کیسه بولم نوځکه په مجازي مینه باندې خبره کوم هغه چې دوهم نوم یې دنیایي مینه یابې وفامینه ده .
داقسم مینه که دمنطقیانوپه تله وتلونوکلي مشکک به یې وبولو یعني دهرڅه اوهرچامینه جلاجلا مراتب اومدارج لري دبېلګې په ډول څوک دیوشي میندل یادرلودل یوازې اولی بولي مطلب که یې ونه مومي هم ډېر چورت پکې نه وهي څوک بیایوه شي ته تږ ی وي داسې تږی لکه ستومانه سړی چې شنوچایوته ضرورت احساسوي خوکه یې ونه مومي هم ژوندیې ممکن دی مګرځینې مینان بیاپه خپله مینه پسې داسې لیوني وي چې که یې ونه مومي ژوندپه خطرکې احساسوي لکه ماشوم ته چې دمورپۍ ونه رسیږي .
ددې وروستۍ کچې مین که په هره بیه وي خپل هدف ته ځان رسول غواړي اوپه دې لاره کې دسرپه بایللوهم ډېر باک نه کوي .
دمجازي مینې دغه ډول مینان به موپه افسانوي کیسوکې ډېر ترسترګوشوي وي چې ټول ژوندبه یې په بې ضرورته خواریوکې تېرشویابه یې دشرینولپاره له ښامارسره ډغرې وهلې اویابه یې دشمایلې په فرمان دلرګي په تبرداوسپنې سټه ماتوله خوچې له ډېرکړاوونواودربدریو وروسته به یې له ځان سره سوچ وکړهاغه دچاخبره هسې به یې د دوو روپیوپه بیزو کې دلسوروپیو ځنځیر اچولی وه .
حقیقت همدادی چې دانسان ژوندترهرڅه ګران دی زه خوپه دې دنیايي شیانوکې داسې څه نه وینم چې دهغه ترلاسه کول دې دانسان دژوندپه بایللووارزي انسان چې لوی خدای بنیان الرب اوعیال الله بللی ژوندیې ددې پناکیدونکودنیایی اسبابواوارزښتونوبه نسبت ډېر لوی منزلت لري چې بایدپه ټیټه ورته ونه کتل شي.
خوله دې حقیقت سره سره دایوازې افسانوي دنیا نه وه چې مینان په کې ددنیایي معشوقوپه طلب سرپه تلي ګرځېدل په نننۍ نړۍ کې چې ځان ته سلابلا متمدنه نړۍ وایي هم داسۍ زلموټي شته چې دخپلوناڅیزودنیایي معشوقواوارمانونولپاره یې له سروکفنونه تړلي اودځانځارۍ په کتارکې ولاړ دي .

څنګه چې ددې سرپلاس مینانواصناف اوانواع بیخي ډېر دي نوځکه اړیم چې په یوه نوعه یې وغږیږم چې هغه د((ګرین کارت)) مینان دی .

ګرین کارت هغه کاغذته ویل کیږي چې امریکایي چارواکي یې خپلومخلصوچوپړوهونکوته له څوکاله اخلاص مند چوپړ څخه وروسته ورکوي چې له مخې یې ترلاسه کوونکی په امریکاکې دژوندتېرولواوپناه اخیستلوموکه وهلی شي ګرین کارت مطلب په امریکاکې دژوندکولوجوازنامه .

داچې ددې کارت نوم دومره شهرت نلري داهمیت په کموالي یې مه حمل کوئ دومره ککرۍ یې په لاسته راوړلوکې قرباني شویدي چې حساب به یې یوه خدای ته معلوم وي له دې څخه تاسوددې کارت دعاشقانوشمیراټکلولای شئ چې دنړۍ دیوه معتبرخبري اژانس په حواله یې یوازې دهغومینه والوشمیر ۱۵۰۰ته رسیږي چې د ځانونه ددې کارت مینان بولي خودکارت ورکونکولخوایې مینتوب نه ده قبول شوی هغوی چې دمینې په یوه سخته مرحله کې بندپاته دي ځکه مینه پوهان وایي :

اګرازجانب معشوق نباشدکششې .
کوشش عاشق بیچاره بجائې نه رسد

به هرحال .خبره مې دجرمني د خبري اژانس کول چې څوورځې وړاندې یې یوه ډېره جالبه موضوع راڅیړلې وه ددې اژانس په حواله امریکایانوددې لپاره چې له خپلوفوځیانوسره دترجمانۍ خطرناکې دندې ته ځوانان ورمات کړي داسې اصول وضع کړي چې هرڅوک څلورپنځه کاله له امریکایي ځواکونوسره دترجماني خطرناکه دنده ترسره کړي اوله دې پړاوه سرسلامت وباسي هغه ته ګرین کارت ورکول کیږي چې له مخې یې نوموړی کس کولائ شي په امریکاکښي ژوندوکړي .
اژانس وايي سره له دې چې داوظیفه فوق العاده خطرناکه ده خوبیاهم ډېرځوانان په کې دداخلېدوهوس لري تردې چې یوازې دهغوځوانانوشمیریونیم زروته رسیږي چې غوښتنلیکونه یې نه دې منل شوي .
اوس نوتاسوووایئ چې ګرین کارت کوم معمولي کاغذدی داچې دې معشوقې (ګرین کارت )ته درسیدلوپه لاره کې څومره عاشقانوسرونه خوړلي له لاندینې وضاحت څخه یې اټکلولای شو بهرنیان په افغانستان کې نږدې ۹۰زره فوځ لري په اوسط ډول له هرو ۱۵بهرنیانوسره یوافغان ژباړن دنده اجراکوي دبهرنیانوپه افغانستان کې ۸کاله کیږي چې له څلورپنځوکالووروسته هرترجمان ته ګرین کارت ورکول کیږي په دې حساب بایدتراوسه زرګونوتنوګرین کارت ترلاسه کړی وای خوداژانس راپور وایي چې په تېرو۸ کلونوکې یواز ې ۱۰۰ تنوددې کارت دترلاسه کولوفرصت موندلی معنی داچې زرګونه نورمستحقین یې هدف ته تر رسېدووړاندې د(مرګ مفاجات) شومه ګرځیدلي .
دجرمني خبري اژانس په دې لړکې ددې کارت یولیونی مین هم راغږولی اژانس وایي دغه ځوان خپل نوم دافشاکېدوله ډاره تراوسه هیچاته هم نه ده ورښودلی خوله امریکایانوسره دمیرویس په نامه دترجمانۍ دنده اجراکوي دده په خپله ویناچې ژوندیې بې درکه تریخ دی ځکه هیڅ شناخته اوملګري یې نشته اوله خپلې کورنۍ سره احوال لري ځکه ده هیڅوک هم له خپلې دې دندې نه دي خبرکړي اوخپلومتعلقینوته یې نورې خبرې په ذهن کې ورکړي بله داچې دنوموړي په وړاندې ډېرې مرګونې حادثې تېرې شوي دده ډېرهمسلکي دځمکنیوماینونواومخامخ بریدونوښکارشویدي خوله دې ټولوستونزوسره سره نوموړی وايي خپل ایډیال ژوندته درسیدولپاره یې داخطرې منلي دي .
ماچې دنوموړي اژانس په حواله دمیرویس نامي افغان دغه څرګندونې واورېدې ولړزیدم؛دمسلمان اوافغان نسب څښتن چې دکوچنیوالي له خوبه دآذان په ازانګه راویښ شوی اوزانګویې د(الله هو)له زمزمې سره زنګېدلې څنګه داسې لیونتوب ته مخه کوي چې دیوه ناڅیزه ارمان لپاره ټول ژونددمرګ کومي ته غورځوي آیاامریکايي ژوندپه دې ارزي چې سړی یې په دومره لوړه بیه واخلي ؟
تجربوښودلې چې داډول بې ځایه هوسونه اوامیدونه ډیر ځله نامراده پاته کیږي په دې اړه به د همدې بدمرغه ګرین کارت دیوه بل مینه وال کیسه هم درسره شریکه کړم چې دنیمه خواژوندپیل اوپای یې پوره عبرتناک وه .
هغه دیوه سوچه مسلمان افغان نسب لرونکي په یوه داسې کاله کې وزیږید چې په کلیواله اصطلاح نغری یې پوخ وه دمهاجرت په دیارکې د بنو په سوزنده ګرمیوکې ۱۲کاله ښوونځي ته ولاړ په څنګ څنګ کې یې دجومات له ملانه دیني علوم هم ترضروري حده ولوستل اودIRC دانګلیسي کورسونوله تعقیبولووروسته یې په دې ژبه هم پوره برلاسي ترلاسه کړه په دې وخت کې یې کور بېرته خپل وطن اوکلي ته ستون شوخولا دکلیوال ژوندله خونده نه وخبرشوی چې دوطن په هسک دبهرني یرغل اودیموکراسۍ وریځې راخپرې شوې هلته امریکایي کانګریس
دافغاني استعدادونودپېرلولپاره میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي ول نوځکه په هیوادډالرو سېل رامات شواوپه ډېره ناترسۍ یې دنوروځوانانوپه جم کې دغه نابلده زلمی هم ورسره واخیست نوموړي په یوه لېسه کې دمعلمۍ په تنخوا بسنه ونکړه اوډالري تنخواتندې دځايي PRT له امریکایی فوځیانوسره بې ضرورته خبرواوشناخت پیداکولوته اړکړله امریکایي فوځیانواودهغوی له افغان کارکوونکوسره یې جانداري دومره زیاته شوه چې کله ناکله به یې په مرکزکې شپې هم ورسره کولې اوپه لږوشپوکې له امریکایي اخلاقودومره متاثر شوی وه چې یوه ورځ مې ولید چې دبهرنیانوغوندې یې په موټر کې پیشوورسره ساتلې وه اوځانګړی نوم یې پرې ایښی وه دنوموړي له انګلیسي غږېدااوامریکاییتوب سره بې کچې مینه پیداشوې اوکېداې شي دامریکاغږپه چم (ژوندپه امریکا کې ) به یې په زړه ورېدلی وي چې دورته رسیدلویوه لنډه لاریې دګرین کارت درلودل دي نوځکه یې دترلاسه کولوپه موخه له امریکایانوسره دترجمانۍ خطرناکه دنده پیل کړه خپلواوپردوټولوورته دپرېښودلو مشوره ورکړه خوده نه منله څومیاشتې له نه وې تېرې شوی چې داورګون دمڼې کنډو په سیمه کې یې ټانګ په ماین وخوت څوتنه امریکایي سرتیري ووژل شول خودی دټپیانو له ډلې نه وه دنوموړي غبرګې پښې په ورنوکې ماتې شوې وې چې دعلاج لپاره دبګرام په امریکایي روغتون کې څومیاشتې بستروه اوبیاکورته په داسې حال کې راغی چې ایله په لکړو ګرځیدای شوای داځل یې بیاخپلوټولوخواخوږو سوال زارۍ ورته وکړې چې نوردې خپل بې ځایه هوس پرېږدي دسیمې طالبانوورته احوال راولېږه چې که دبیالپاره له امریکایانوسره دژباړن دنده پرېږدي دوی به غرض نه پرې ولري خودی بیاهم امریکايي اډې ته ورته اوخلکوته یې ویل چې علاج مې روان دی خوحقیقت بل ډول وه نوموړي ته تمه ورکړل شوې وه چې اوس یې ډېره لاروهلې اولږ پاته ده که یوڅه وخت نورهم خپله دنده پرمخ بوزي کیدای شي ګرین کارت ترلاسه کړي نوموړی دګرین کارت خونړۍ مینې په مخه کړی وه په داسې حال کې چې په سیمه کې دطالبانونفوذزیات شوی وه نوموړی په ډېرسخت حالت کې خپل شوق پاله اوپه څومیاشتوکې به یوځل ډېرپه پټه کورته تلوراتلوهغه همدې هوس ته درسېدولپاره له خپلواقاربواوشناخته ووسره هرډول تعلقات پرې کړي وه اوټول حواس یې همدې یوې موخې ته متوجې کړي وه ښایي نوموړي به نورځان هدف ته رسېدلی ګاڼه چې داوړي په یوه شنه سهارچې کله نوموړی په یوه غرنۍ فرعي لاره دخپلې PRTپه خواپه موټر کې روان وه طالبان پرې پېښ شول اوله خپلې سیمې لرې یې دغرونوترمنځ چارمارۍ کړیوه اونۍ وروسته یې جسدپه داسې حال کې وموندل شوچې له ګوزارې وتی وه نوځکه یې خپلوانوهمداسې بې جنازې په قبر څیړ کړ .
خپلوانویې ټغرهم نه که ویړ خوڅوورځې وروسته ولایتي پي آر ټي امریکایي مشر دلسګونوټانګونوپه بدرګه ورته راغی په قبریې سکوت وکړ اودکلي سپين ږیري یې په دې بدبخته وبلل چې یوډیر دکارسړی یې له لاسه ورکړی سپین ږیرویوه بل ته سره ویل موږ څه ګرم یوچې بدګرځېده خوبه بدپرځېده.
نودادګرین کارت اوپه پای کې دامریکايي ژوندخونړۍ مینه وه چې دمیرزمان خیالیګره ځواني یې دداډول برخلیک وړ کړه هغه امریکایي ژوندچې دجرمني دخبري اژانس په حواله دګرین کارت له لارې دې ژوندته درسیدلیو۱۰۰تنوله جملې یوازې ۵تنه په کې خوشاله دي اوپاتې نور۹۵ بېرته افغانستان یادوي .
ژوندیوډېرلوی الهي نعمت دی اودژوندلارې دغوراوي پریکړه یوه لویه پریکړه ده چې بایدله لوی فکر اواستخارې څخه وروسته وشي خودنن سباځینې ځوانان په ډېره بې باکۍ له ژوندسره لوبې کوي داپه رښتیا چې ډېر زیات دافسوس ځای ده .

له لراوبر نه مننه


و.افغان
11.05.2011

.........................افسوس چې ډالرو له ډېرو ځوانانو ايمانونه واخيستل .
........................ امريکايي ترجمانان د امريکايي فوځيانو، سترګې او غوږونه دي؛ که
دوی نه وي؛ نو امريکايان څو متره هم وړاندې مزل نشي کولی.
يعنې دوی نه يواځې چې ژباړې کوي؛ بلکه جاسوسي هم کوي، هغوی ته لارې هم
خلاصوي.

ډېر کله خو داسې هم کيږي چې د ترجمان د ناسمې ژباړې په وجه د امريکايانو دښمن د
هغوی له پنجې ژغورل کيږي؛ او دوست يې د هغوی په لاسو وژل کيږي.
دغه کار ډېر کله د ژباړن د لغوي کمزورۍ څخه د رامنځته شوي ناسم پوهاوي په
صورت کې پيښيږي.

په هر حال، دغه ترجمانان تنها د ژباړې په مقابل کې پيسې نه اخلي، بلکه د ژباړې
تر څنګ نور ډېر کارونه هم کوي؛ چې له مخې يې زرګونه ډالر راټولوي، يعنې بې
ناموسي کوي، مرده ګاوي کوي، امريکايي مرکزونه ته بد لمنې چلوي، په قرادادونو
کې د هغوی خپله حصه وي؛ د لوجستيکي قافلو د سالمې رسېدنې لپاره د هغوی
بېل حق وي، واړه واړه هلکان به ګورې، چې په ډېرې خوښۍ به د لکونو او مليونونو
ډالرو خبرې به کوي، خو د خوښۍ په دغه پسرلي يې ډېر ژر خزان راورسيږي، او ويې رېژوي. له دوی څخه خپل ارمان او هدف ته ډېر کم خلک رسيږي.
او ډېر کله له خپلو امريکايي او انګريزي بادارانو سره دجر وبحث په صورت کې په
دوستې مرمۍ لګيږي، او ژوند ته يې د پای ټکی ږدي.

اللهم احفظ شبابنا وثبتهم علی الحق وارزقهم الهدی والتقی والعفاف والغنی.

په درنښت


م . ق
11.05.2011

ډیره مننه نوروز خان لالا ډیر په زړه پوری او جالب مطلب وو، الله جل جلاله دې اجر درکړي چی د خپلو افغانانو مسلمانانو ځلمیانو په باره کی سپیڅلی احساس لرﺉ چی مجازی ژوند یا مجازی مینه مو پری نه لوریږی بلکه د حقیقی او معنوی مینی ارزومند یی یاست.
الله مو ژوندی لره موفق اوسئ.


عادل عادل
11.05.2011

السلام علیکم

زمونږ افغانانو کورنی نظام، قومي جوړښت، د راشه درشه کلتور، خدای ج داسې جوړ کړی چې کیدای شي ډېر منفي اړخونه به هم لري، خو د ګران هېواد د اشغال په روانو شرایطو کې دومره ګټور دی چې په کور او بهر کې د یرغلګرو سره د هیڅ افغان د ترجمانی همکاري پټه نشي پاته کېدای.

د یرغلګرو د .............. ادامه ........


و.افغان
11.05.2011

[quote:466684e670="عادل عادل"]السلام علیکم

زمونږ افغانانو کورنی نظام، قومي جوړښت، د راشه درشه کلتور، خدای ج داسې جوړ کړی چې کیدای شي ډېر منفي اړخونه به هم لري، خو د ګران هېواد د اشغال په روانو شرایطو کې دومره ګټور دی چې په کور او بهر کې د یرغلګرو سره د هیڅ افغان د ترجمانی همکاري پټه نشي پاته کېدای.
[color=white:466684e670]
د یرغلګرو د .............. ادامه ........[/quote:466684e670]

[/color:466684e670]

عادل صاحب: يو لس كرته خو مى سر راشكاره كر، خو د ادامي مدامي دي هيس
معلومات ونشوه.
به درنشت


م . ق
11.05.2011

[quote:b06c1ed331="وهاج افغان"][quote:b06c1ed331="عادل عادل"]السلام علیکم

زمونږ افغانانو کورنی نظام، قومي جوړښت، د راشه درشه کلتور، خدای ج داسې جوړ کړی چې کیدای شي ډېر منفي اړخونه به هم لري، خو د ګران هېواد د اشغال په روانو شرایطو کې دومره ګټور دی چې په کور او بهر کې د یرغلګرو سره د هیڅ افغان د ترجمانی همکاري پټه نشي پاته کېدای.
[color=white:b06c1ed331]
د یرغلګرو د .............. ادامه ........[/quote:b06c1ed331]

[/color:b06c1ed331]

عادل صاحب: يو لس كرته خو مى سر راشكاره كر، خو د ادامي مدامي دي هيس
معلومات ونشوه.
به درنشت[/quote:b06c1ed331]
ادامه یعنی د ټکو ادامه.............ادامه یعنی بیا هم ټکی ټکی ټکی ... :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more