د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دا زوړ جنايتکاره څه ليکي !

pattang
05.05.2011

دا زوړ جنايتکاره څه ليکي !

[img:d9a108663c]http://larawbar.com/data/image/news/sarluts%20Moradzai.JPG[/img:d9a108663c]

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک او باما په يو خبري کنفرانس کې داسلام ا باد ښارته څيرمه په ایبټ اباد کې دالقاعده شبکي د مشر اسامه بن لادن وژل کيدل تاييد کړل.

دباختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبرله مخې بارک او باماچې داسامه بن لادن دوژل کيدو په باب يې خبري کو لى وويل « تيره اوونې د اسامه بن لادن دپټنځاي د کشفولو په باب اطلاعات بشپړ شول او د يکشنبي په ورځ اسلام آباد ته څيرمه په عمليا تو کې ووژل شو » . بارك اوباما دا هم وويل« د اسامه مړى د امريكا له ځانګړي ځواك سره دى . » نوموړي خبري غونډې ته زياته كړه، چې نور د اسامه نوم د تاريخ برخه شو او بيا به يې څوك وا نه وري.

امریکایانو د اسامه مړی، د هغه ښځه او ماشومان له ځان سره وړي دي . راپورونه وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې سخت مقاومت شوی. څینې سرچینې وايي چې پاکستاني پوځیانو له امریکايي ځواکونو سره جګړه کړې او د امریکا یوه الوتکه هم نسکوره شوې ده.

د بل لادن د وژل کېدو په لومړي غبرګون کې د افغانستان ولسمشرکرزي په خپله ټلويزيوني وينا کې وويل:

« دا چې بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، دې ټکي نړيوالوته وښوده چې ټروريزم او ټروريستان په افغانستان کې نه دي او اصلي ځالې يې په نورو هېوادونو کې دي، چې نړيوالو بايد په تېرو لسو کلونو کې ورته پام کړی وای . »

همدارنګه ولسمشرکرزي په خپله ټلويزيوني وينا کې په طالبانو غږ وکړ« طالبان بايد د بن لادن له وژل کېدو عبرت واخلي، طالبان بايد له جګړې څخه لاس واخلي »

د بن لادن پر وژنه د نړۍ نورو مشرانو هم څرګندونې کړي او دا خبر يي په خوښۍ سره رااخیستي . د اوباما له څرګندونو روسته د فرانسې ولسمشر ، د المان لومړۍ وزیرې ، د هند لومړي وزیر او د انګلستان لومړي وزیر څرګندونې د بېلګې پتوګه یادولای شو .

که د بن لادن وژل د نورو نړیوالو لپاره د خوښۍ خبر وي ، خو د لروبرو افغانانو لپاره د ریښتینې خوښۍ او جشن په مانا ګڼل کېدلای شي .

افغانانو څه دپاسه دوه لسیزې د بن لادن او د هغه په لاس د روزل او پالل شویو ترهګرو او مذهبي توندلارو لخوا په غمیزه او کړاو کې تېرې کړي دي . افغانان هره ورځ د بن لادن د شاګردانو او سړیخورو په لاس وژل کیږي . د افغانانو مالي شتمنۍ ، سرکونه ، پلونه ، ښوونځي ، جوماتونه ، بندونه او کر کېله د همدوی په وسیله له منځه وړل کیږي او د افغانانو ریښتیني بچیان ، ماشومان ، ښځې ، بوډاګان ، ښوونکي ، استادان ، ډاکتران ، انجینران ، مشران او د جوماتونو امامان ددوی د ترهګرو په تېغ حلالیږي .

افغانانو او ولسمشر کرزي په وارو وارو دا خبره بیا بیا کړې ده چې د بن لادن په ګډون د ترهګرو اډې او روزنغالي په پاکستان کې دي . د پنجاب په مغز ایبټ اباد کې چې اسلام اباد ته نږدې او ورڅېرمه پروت دی ، د بن لادن ښکار د افغانانو او ولسمشر کرزي د خبرو او ادعاوو ریښتینولي څرګندوي . افغانان باید پخپلو ریښتیا ویلو وویاړي او په پنجاب کې د نورو ترهګرو د شتون او هغو ته د دوی د مشر بن لادن پشان په وړ جزا کې کوټلي ګامونه پورته او خپله مبارزه ګړندۍ او چټکه کړي .

په پنجاب کې د بن لادن په وژل کېدو سره د افغانانو مبارزه بریالۍ راووته او د پنجاب مخ نور هم تور شو . پکار دي چې پنجاب کې د پاتې ترهګرو په وژلو او له منځه وړلو کې هم مبارزه سوکه نشي او له پخوا لا چټکه شي .

دا خبره چې د پاکستان لوړپوړو چارواکو په تېره بیا د پوځ او د ای ایس ای مشرانو به تل کوله چې بن لادن او د هغه ډله ټپله پاکستان کې نشته ، اوس د پنجاب پر تندې تور داغ ګڼل کیږي . پنجاب دوه لسیزې پرله پسې په پاکستان کې د ترهګرو په شتون ، افغانستان او نړیوالو ته درواغ وویل . خو بلاخره د پاکستان په زړه کې د بن لان شتون د پنجابي واکمنانو د رسوايي تشت له بامه راخطاکړاو دا متل چې د درواغو مزل لنډ او کوږ بار ترمزل نه رسیږي ، یو ځل بیا د پنجاب په اړه ریښتیا راوخوت .

دا مهال چې ټول افغانان او نړۍ کې سوله پال ، د بن لان په وژنه خوښۍ کوي او پنجاب د خجالت او شرم څخه په اوبو کې خوله دی ، پکار ده چې د پنجاب په اړه څو زغرده پوښتنې راوړاندې شي .

اوس چې پنجاب د بن لان په وژنه اړه کلک ټپ اخیستی او په نړۍ کې په شرمونو وشرمید ، د نورو پلمو ، تازه درواغو ، نویو چلوټو او د ترهګرو د پاتې اډو د ړنګولو په کار کې باید مجال ورنه کړی شي .

افغانان له پنجابه دا غوښتنې په زغرده کوي :

ـــ پنجاب دې ټول افغاني ترهګر ، طالبان او مذهبي توندلارې او د هغوی مشران بېله قیده او شرطه افغاني چارواکوته تسلیم کړي .

ــ پنجاب باید افغانستان ته په پنجاب کې د روزل شویو ترهګرو په لاس د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي

ـــ نړیوال ترهګر او د بن لادن ډله ټپله باید نړیوالو محاکمو ته د وړ جزا لپاره وسپاري

ــ هغه ترهګر او مذهبي توندلارې چې هند او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د امنیت د ګډوډۍ او شرارت لپاره روزي او هلته يي استوي ، د سیمې هېوادونو ته وسپاري

ــ ای ایس ای چې ددې ټولو ترهګرو د روزلو او پاللو دنده يي په غاړه درلوده ، ړنګه شي .

ــ د پنجاب د پوځ او د ای ایس ای هغه لوړپوړي چارواکي چې بن لادن او نور ترهګر يي پالل د هاګ محکمې ته معرفي شي .

ــ په پنجاب باید اینده کې هیڅ ډول اعتماد ونه شي ، د پنجاب رژیم باید د یوترهګر پال رژیم پتوګه وګڼل شي . په همدې تړاو باید پنجاب ته هر ډول پوځې مرستې بندې شي . امریکا او لویدیځ باید پنجاب ته نورې مرستې ځکه ورنه کړي چې د پنجاب رژیم پرې بیا ترهګر روزي .

ــ د پنجاب اتومي ځواک هم د ډاډ وړ نه دي او کېدای شي چې د ترهګرو په لاس کیوځي . مخکې له دې چې د ترهګرو په لاس ورشي ، نړیواله ټولنه باید د هغه په ړنګتیا کې لاس پکار شي .

دا چې امریکا او لویدیځ اوږده موده د افغانانو دې ادعا ته چې ترهګر افغانستان ته د پنجاب لخوا استول کیږي او افغانانو ته ژوبله ، مرګ او ویجاړۍ اړوي، اعتنا نه درلوده اوس باید افغانانو ته د اوښتي ځاني او مالي تاوان په جبیره کې زیاته مرسته وکړي .

اخځونه :
بېلا بېلې بریښناپاڼې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more