د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

اسامه نژدې یوه لسیزه وړاندي مړ شوی ؤ!!!!

حمید هڅــاند
02.05.2011

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروڼو، له ډېري عجیبي اوازې نه به مو خبر کړم. قضاوت تاسوته پرېږدم.

د امریکا حکومت داخلي کړیو لا له ډېري پخوا ګونګوسې خپرې کړې وې چې اسامه بن لادل نژدې یوه لسېزه وړاندي ، ۲۰۰۲ کال کې وژل شوی ؤ. څارګرۍ دده لاش یخ کې تراوسه وساته ترڅو د شرایطو په حساس وخت کې، چې کله یې وخت تقاضا وکړي، را میدان ته کړي. ددې کړیو په وینا، امریکا ځکه شواهد او وېډیو رسنیو ته نه ورکوي چې هرڅه د هغه مهال نه پاتي دي، دوی ډېر احتیاط کوي چې هسي نه ګېرشي.
په دې اړه، د ۲۰۰۲ کال د اپریل میاشت کې، د بهرنیو اړنکو د ادارې غړي Steve R. Pieczenik، چې د Henry Kissinger ,James Baker اوCyrus Vance، مرستیال هم پاتی شوی دي،په یوه مرکه کې الیکس ته وویل چې اسامه څو میاشتي وړاندي وژل شوی دی. ستیفن له اسامه سره هغه مهال نژدي تماس درلود، کله چې اسامه په افغان جهاد کې ونډه اخیسته.
دده په وینا؛ اسمامه د بډوګو ناروغي درلوده او حالت یې خراب ؤ، دؤ آلو یې حالت نیولی ؤ، دی په مصاحبه کې داهم وایې چې دادی مشرف پخپله هم وویل چې د اسامه هغه ماشین په افغانستان کې کار پرې ایښی دي او داچې ژوندی نه شي پاتي کېدای(البته دلته د مشرف د خبري ثبوت نشته، خو داچې دده مصاحبه د ۲۰۰۲ کال خبره ده او دی داسي وایې لکه مشرف چې په همدې ورځو کې دا خبره کوي، نو مشرف حتما دا خبره کړې ده)
له بله پلوه، له الیکس ته ددې پېښي پخلی د جمهوري غواړو له یوه غړي څخه هم کېږي او دوی یې هماغه مهال راپور ورکوي. دا مرجع ددې دعوه کوي چې د اسامه جسد په یخ کې ساتل شوی دی او داچې غالبا به د ۲۰۰۴ کال له ټاکنو مخکي د اسامه د وژني خبر خپور کړي، چې بیا و نه شو.
ځیني مهم خلک چې د اسامه د مړیني خبر یې له نن نه کلونه پخوا ورکړی دی:
د سې ای اې مخکیني افسر او د بهرنیو اړیکو پېژندل شوې څېرهRobert Baer د یوه خبریال په پوښتنه کې وایې چې: هو، اسامه هرومرو مړ دی.
د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په اتلسمه مشرف وایې:
زه اوس په زغرده وایم چې هغه مړ دی.
۲۰۰۲ کال کې د Dale Watson په وینا، چې د اف بې ای د تروریزم پرضد اداري مشر ؤ: زه شخصا فکر کوم چې بن لادل شونې ده په دې نړۍ نه وي.
ددې خلکو لست ډېر اوږد دي، ان کرزی صیب هم پکې دی.

[color=white:14d889a341]اوس راځم اوسني حالت ته:
د اسامه دوژني خبر ان سهار ورکړ شو، خو تراوسه یې نه وېډیو اونه کره انځور رسنیو ته ورکړ، دوی وایې چې په دې خبره غور روان دی. که حالت د صدام له نیولو سره پرتله کړو نو حیران به شو، چې ولي وېډیو نه خپرېږي؟؟
که اسامه رښتیا پخوا مړ شوی وي، نو بیا دا حالت یې رښتیا هم پخلی کوی.بله خبره دا چې د څو ورځي وړاندي رسنیو خبر ورکړ چې د اسامه د وژني او یا نېوني په مهال به په اروپا کې د القاعدي پټ شوی اتمي بم القاعده وچوي او نور....دا حالت هم کېدای شې ددې لپاره وي چې نړۍ په ترهه کې واچوي او د څوکلونو پخوا جسد د اوس وخت لاسته راوړنه وبولي او په خلکو یې بې له قوي ثبوت څخه ومني؛ په هر حال، قوي ګونګوسی موجود دی چې اسامه نن نه بلکه نژدې یوه لسیزه وړاندي مړ شوی ؤ.......والله اعلم[/color:14d889a341]
http://www.prisonplanet.com/121703binladendead.html

http://news.yahoo.com/s/ap/20110502/ap_on_re_us/us_bin_laden_burial

http://www.prisonplanet.com/jones_report_042402_pieczenik.html
http://www.foxnews.com/story/0,2933,41576,00.html

http://edition.cnn.com/2002/WORLD/asiapcf/south/01/18/gen.musharraf.binladen/

http://edition.cnn.com/2002/WORLD/asiapcf/central/10/06/karzai.binladen/

http://www.cbsnews.com/stories/2002/07/17/attack/main515468.shtml

http://archive.newsmax.com/archives/ic/2003/12/17/15126.shtml

په درنښت


aman maiwand
02.05.2011

هڅاند صیب خبره دي ډیره عجیبه ده او یوڅه زړه ته کوزیږي خو بن لادن چي بیانونه ورکول دې کي څه وایي؟


اړم
02.05.2011

اريان دريان يم چى څه اوايم


حمید هڅــاند
03.05.2011

امان میوند وروره، لمړی باید ووایم چې ما یواځي دا ګونګوسی دلته راواخیست، داچې ترکومه حقیقت لري دا بیا بېله خبره ده. خو؛ د بیانونو په اړه که مو زمادرکړي لینکونه کتلي وي، هم ډېر څه شته. ددې ګونګوسو له مخي، دده بیانونه دده په څېر یوبل کس ورکړي دي، همدا د کورنیوچارو وزیر مرستیال کارکونکی هم همدا وایې چې د بن لادن په بڼه کې یې یوبل په خلکو منلی دی، او بیانونه هم همغه ورکوي....والله اعلم...تاسو زما درکړي لینکونه په غور وګورۍ، ما حصله نه لرله چې اضافه ځینې راوژباړم، خو هلته به ډېر نور څه هم پیدا کړئ.
بیاهم والله اعلم.
په درنښت


عادل عادل
03.05.2011

السلام علیکم

ګران ورور هڅاند صاحب، امریکایان خو په درواغو کې لویې تجربې لري، دوی چې کله په شمالي منجمد قطب کې د تحقیقاتو په مهال د روسانو له خوا قتل عام شول، نو اوازه یې خپره کړه چې په کایناتو کې یو بل مخلوق هم شته چې تر انسانانو پرمختللې تکنالوجي لري،............ حتی چې نن سبا د امریکا ډېری کلمه ویونکي په دې باور دي چې د هایتي زلزله او د جاپان طوفانونه د امریکا کار وو.

په هر حال ما ته مو هم مناسبه موقع په لاس راکړه تر څو خپل یو عجیب غریب راپور هم دلته په لاندې توګه ستاسو سره شریک کړم :-

پېریانو سره اشنا یوې انسي باوري مرجع د دوی نه په نقل قول سره ویلي چې د اسامه بن لادن په نوم سړی یې د پرونیو حملو نه 12 ساعته وروسته په ناسته بڼه روغ رمټ لیدلی دی :? ، والله اعلم


حمید هڅــاند
03.05.2011

دروند ورور عادل عادل صیب؛ هیله لرم روغ به یاست.
بیا هم دا وایم چې والله اعلم، خو دې خبري ته مو راځم چې تاسو وایاست دا دروغ امریکایانو ویلي دي. که یې دروغ هم وبولو، نو د دولت هغه کړۍ چې خبر وباسي، په دې کې لاس لري، دا د دوی د خپلي پالیسي کړۍ نه ده. بل پلو، دا خبرونه چې د اسامه د مرګ خبر کله نا کله ځیني خلکو ورکړ او ځینو ورباندي خپل ګومان و ښود لکه حامد کرزي او نورو....دا خبر ددوی ټولو غورچاڼ ؤ؛ البته د رسنیو اصلي اړخ لکه بې بې سي، سې ان ان او نورو دې خبرونو ته اوس بیخي ځای نه دی ورکړی. سې ان ان پخوا یوځل دې ډول خبر ته انعکاس ورکړی ؤ، خو د رسنیو لویه برخه، هغوی چې د امریکایانو تاییدونکي دي، نن ورځ د اسامه د مرګ خبر ورکوي او بس....دا ګونګوسي د دولت مخالفو خلکو او هغو ویبپاڼو ورکړي چې د دولت (ددوی په وینا) پټ رازونه افشا کوي. زه یوځل بیا وایم، چې دلته یې د راوړلو موخه زما یواځي ددې ګونګوسي شریکول ؤ، لکه تاسو چې هم یو عجیب خبر شریک کړی دی. نور نو لوی الله جل جلا جله ښه پوهېږي، وخت به دا هرڅه را په ډاګه کړي.

په درنښت


و.افغان
03.05.2011

سلام عليکم

ستاسې په اجازه به په کې زه يوه بله ټپه وغږوم:
اسامة بن لادن خو هسې هم يو لوی مليونر وو، د نړۍ د ځواکمن په پرمختلليووسلو
سمبال دولتونو له خوا مستهدف وو، نو امکان لري چې اسامة د ځان د بچ کولو په خاطر
له خپل ځان څخه يوه کاپي ويستلي وي، يعنې کلوننګ يې کړی وي، او امريکايانو عمليات په کاپي کړي وي، نه په اصل.
وبعض الضرورات قدتبيح بعض المحذورات عند البعض.

په درنښت


و.افغان
03.05.2011

دا هغه له ارزښتونو وینځلی هېواد دی چې ګټه یې وي، بیا نه په سفیرانو اسره کوي، نه په ښځمنو، او نه په ماشومانو. پاکستانیانو د اسامه ناموس ته لاس واچاو. داسې به هندوانو هم نه وای کړي.
د مجيد قرار له پاڼې څخه.

http://world.globaltimes.cn/americas/2011-05/650688.html

يا الله! تر هغې مې مه وژنه تر څو مې په خپلو سترګو د شيطاني مثلث کامله تباهي
نه وي مشاهده کړي.

په درنښت


حمید هڅــاند
03.05.2011

جنرال حمید ګل له انفو وارز سره مرکه کې د الکس جونز پوښتنو ته ځواب وایي. دی وایې چې هر امریکایې عسکر له ځان سره په خپله خولۍ کې کمره لري، نو بیا ولي د صحني عکاسي نه خپروي، دی وایې چې دې حالت خورا شکمن حالت پیداکړی دی. جنرال حمید ګل یوه ډېره عجیبه کوي: دی وایې چې اسامه بن لادل که چېري ژوند ؤ بیاهم(دلته حمیدګل هم دده په ژوندي توب باندي شک ښیې)دده روغتیایې حالت خورا خراب ؤ او داچې نور نو دده دریځ ضعیف شوی ؤ او دده ناروغ حالت له چا نه پټ نه ؤ، حمید ګل وایې چې ددي لپاره چې امریکا کیسې ته یوه ناره( احساسات راپارونکي شعر) ورزیات کړي نو خبره یې اوږده کړه چې هلیکوپتر ولوېد، باډې ګارډان ووژل شول، د اسامه ښځه له مینځه لاړه او دده یو زوی هم، ګل وایې چې دې کار یو ډول ډرامایي اړخ ته لاره هواره کړه. جونز د بېنزیر بوټو د هغې خبري په اړه ورڅخه پوښتنه کوي چې بېنزېري د بې بې سې خبریال ته په ۲۰۰۷ کال کې وویل چې اسامه وژل شوی دی او د هغه د قاتل نوم(Ahmed Omar Saeed Sheikh) هم اخلي. ددې ټکی یادونه هم کېږي چې لمړی بې بې سې له مرکې نه همدا برخه لري کړه خو بیا چې کله یوټیوب باندي پوره خپره شوه، دوی بېرته ورزیاته کړه. حمید ګل دې خبري ته په ځواب کې وایې چې زه فکر کوم هغه د ټاکنو لپاره یوه خبره وه.
بله خوا چینایې رسنیو لکه زینهوا بیا بیخي بله ډرامه پیل کړې ده. زینهوا وایې چې اصلا اسامه په یوه پاکستاني عملیتاتو کې ووژل شو. ددوی د خبر له مخي، سهار وختي یوه نیمه بجه شاوخوا، د پاکستان د فوځ یوه څرخکه ووېشتل شوه، پاکستاني فوځ پلټني پیل کړې او په پای کې پېښه رامینځته شوه، بیا امریکایې هليکوپتر راغي او جسد یې یووړhttp://news.xinhuanet.com/english2010/world/2011-05/02/c_13854920.htm
بله په زړه پوري خبره داده چې سپیني ماڼۍ ددې په ځای چې د وېډیو او یا د اسامه انځور خپور کړي، په یوه خندونکي کار کې یو داسي انځور خپورکړي دی چې ښیې د اوباما ډله د خبر اپډیټ په څومره هېښتیا ګوري؛ نه پوهېږم په دې یې څه ثاتبول غوښتول.

[img:dd92bc9598]http://farm6.static.flickr.com/5226/5680724572_d4696d593d.jpg[/img:dd92bc9598]
په درنښت


حمید هڅــاند
03.05.2011

[color=red:ffc5c1e542] د اسامه د خښېدو علت چې په سمندر کې خښ شو، دا بلل شوی دی چې هیڅ هېواد هم زړه نه ښه کاوه چې ځای ورکړي او نه امریکایانو غوښتل چې پرې زیارت جوړ شي او خلک یې احترام وکړي. داچې په کوم سمندر کې خښ شوی دی هم نه ده څرګنده؛ ایا دا ډول خښونه ډېره عجېبه نه ده. ستاسو په اند څه لامل لري؟؟؟؟؟؟

په درنښت[/color:ffc5c1e542]


ډاکتر څپاند
03.05.2011

محترم حميد هڅاند (محترم وهاج افغان :lol: )
يا که خلاصه شي وهاج هڅاند،
ستاسو هڅو راجوته کړه چه "زير کاسه نيم کاسه است"
او ددې ادعا دثبوت لپار ه دا سايټ وګورئ،

http://rt.com/usa/news/osama-cia-asset-killed-years/


نوروز خان
03.05.2011

ملګرو السلام علیکم

یاره په داسې وضعیت کې ښه داده چې سړی ترهغه دتوقف مذهب غوره کړي چې دشیخ خپلو مراتخورو څه نه وي ویلي ، تراوسه خو چې ما ددوی سایټ الانصار تعقیب کړی دوی خپله هم نه پوهیږي چې اصلا څه پیښ شوي دي .
تراوسه ددوی وروستۍ خبره داده چې که داسامه په ژوند کې خیر وی خدای دې ژوندی ولري او که په شهادت کې به یي خیر وي خدای دې ځان ته ور وبولی .
تراوسه پورې دامریکایانو خبرې هم کوم باور نه افاده کوي او هره شیبه یې نوې سوړې رابرسیره کیږي .
دحمیدهڅاند صیب موندنې ماته دچارسو اوازې ښکاري ، چې په دنیا کې دهرې پیښې په اړه شتون لري ، په وروستي تحلیل کې په استصحاب الحال داثابتولای شو چې اسامه ژوندی دی ، اوترڅو چې دنوموړي دمرګ په اړه دقیق شواهد نه وي وړاندي شوي همدا یقین به پرځای وي .
وفقکم الله


chaparharay
03.05.2011

السلام علیکم
ښاغلی ډاکټر څپاندصیب رحمت دي په تاشي ایله صحیح ځواب مو ورکړي
او دنښي منځ مو ویشتی همداسي ده زه هم ستاسي لیکل تائیدوم.
مننه


حمید هڅــاند
03.05.2011

ډاکتر څپاند صیب او محترم چپرهاری صیب، هیله لرم خوښ به یاست.
محترم نوروزخان وروره، دې د سرچوک اوازو په نیټ کې ډېر زور اخیستی دی، زه هم ورباندي باور نه لرم سره له دې چې شک یې را ولاړ کړی دی، نور نو لوی الله پاک ښه پوهېږي او وخت به هرڅه را برسېره کړي. دا خبري ان مشهورو ورځپاڼو لکه ټایمز اوف اینډیا هم منعکسي کړې دي او د حمیدګل مرکو دې اور ته لا خس برابر کړي دي. بل خوا انفو وارز وایې چې ددوی سرچینه د سپیني ماڼۍ له داخل نه ده. زه به یې یواځي ستاسو سره شریکوم، صحت او ناسم والی به یې وخت مالوم کړي.

په درنښت


حمید هڅــاند
03.05.2011

درنو ملګرو، یوه ضروري توضیح چې غواړم ویې لیکم داده چې دا لړۍ زما خپل نظر نه دی او نه زه په دې باوري یم چې اسامه دي نژدې یوه لسیزه وړاندي له دې دونیا څخه تللی وي. په دې لړۍ کې ما هغه خبرونه او ګونګوسې ستاسو سره شریکولې چې دا اوس موجودي دي او بس. که زما خپل نظر وای او یا زه په دې عقیده وای نو د کوم ویب سایټ لومړی مخ ته مې ورکړې وي. بیا هم که تاسو ورباندي خپه شوی یاست او یا فکر کوئ ښه کار مي ندی کړی، نو نوروزخان ورور ته پوره اجازه ورکوم چې په خلاص لاس دي همدا لړۍ له سره ترپایه ګډه کړي او زه به دې ډول خبرونو له راوړلو څخه لاس واخلم.....

په درنښت


نوروز خان
03.05.2011

[quote:6a13f1747b="حمید هڅــاند"]درنو ملګرو، یوه ضروري توضیح چې غواړم ویې لیکم داده چې دا لړۍ زما خپل نظر نه دی او نه زه په دې باوري یم چې اسامه دي نژدې یوه لسیزه وړاندي له دې دونیا څخه تللی وي. په دې لړۍ کې ما هغه خبرونه او ګونګوسې ستاسو سره شریکولې چې دا اوس موجودي دي او بس. که زما خپل نظر وای او یا زه په دې عقیده وای نو د کوم ویب سایټ لومړی مخ ته مې ورکړې وي. بیا هم که تاسو ورباندي خپه شوی یاست او یا فکر کوئ ښه کار مي ندی کړی، نو نوروزخان ورور ته پوره اجازه ورکوم چې په خلاص لاس دي همدا لړۍ له سره ترپایه ګډه کړي او زه به دې ډول خبرونو له راوړلو څخه لاس واخلم.....

په درنښت[/quote:6a13f1747b]
هڅاند صاحب الله دې عزتمن لره چې دملګرو دومره خاطر لرې ، دخدای انصافداره په دې کې دخپګان څه کیسه ده ، بحث فورم ده دهمدې لپاره چې مسائلو وڅیړل شي ، ترڅو له رښتیاوو د دروغو ځځمک ووزي .
زما په اند خو به ښه داوي چې تردې وروسته ملګري په دې خبره ډیر تمرکز وکړي ، چې له دومره تاریخي دروغو ،نیمه دروغو او جعلکارۍ نه بالاخره دامریکا او مردارستان مطلب څه دی .
هیله کوم پتوال صیب هم په دې اړه خپله ارزونه ونه سپموي څوک چې دپاکستان په رګ تریوه حده پوهیږي


عادل عادل
03.05.2011

[quote:e7baa3d688]د اسامه د خښېدو علت چې په سمندر کې خښ شو، دا بلل شوی دی چې هیڅ هېواد هم زړه نه ښه کاوه چې ځای ورکړي او نه امریکایانو غوښتل چې پرې زیارت جوړ شي او خلک یې احترام وکړي. داچې په کوم سمندر کې خښ شوی دی هم نه ده څرګنده؛ ایا دا ډول خښونه ډېره عجېبه نه ده. ستاسو په اند څه لامل لري؟؟؟؟؟؟ [/quote:e7baa3d688]

دده د پلرني ټاټوبي څخه به هغه په اصطلاح د نوي کلچر لارویانو دا خوښه ورکړې وي !!

دا سړی خو څه اوبو نه وو راوړی، چې اوبو ته یې حواله کوي، هر مړی کورنی لري، ورثه لري، قوم لري، ولس لري، .......... د هیڅ هېواد خبره غلطه ده، د وچې نه علاوه سمندرونه د همدې هېوادونو او ذلیلې نړیوالې ټولنې د حریم/ملکیت برخه نه ده؟

[quote:e7baa3d688]درنو ملګرو، یوه ضروري توضیح چې غواړم ویې لیکم داده چې دا لړۍ زما خپل نظر نه دی او نه زه په دې باوري یم چې اسامه دي نژدې یوه لسیزه وړاندي له دې دونیا څخه تللی وي. په .........[/quote:e7baa3d688]

ګران هڅاند صاحب، تاسو د بحث په لړ کې وخت په وخت سپیناوی کوی چې دا ستاسو نظر نه دی، دا پخپله یوه انګېزه لري، هغه دا چې مونږ او تاسو ټول پوهیژو چې هر څوک تر ډېره حده د خپل منطق سره منطبق مالومات رانقلوي نو ځکه به د ورته واهمې ښکار ګرزی، ددې پر ځای د نقل کړل سوو معلوماتو په اړه خپل د رد/قبول مدلل نظر که ورسره مل کړی نو د تشویش ټکی به مو نه وي پاته.


حمید هڅــاند
03.05.2011

نوروز خان وروره؛ که رښتیا راباندي وایئ نو په فیسبوک کې د ځینو ملګرو سټېټس مسېجونو سوچ راخراب کړ، هسي چټیات یې لیکلي ؤ، له ځان سره مې وویل چې یاره تا هم له ځانه خبریال جوړ کړی دی، څه چې وینې هغه رالېږدوې، تېر شه له دې کاره. خو بیا هم ځیني دا خبرونه ډېر حیرانونکي دي، چې مې وخت پیدا کړ بیا به یې انشاالله یوڅه ځیني را ولېږدوم.
دروند ورور عادل عادل صیب؛ دا خبرونه ډېر عجیب او غریب دي، ځیني داسي وي چې د سړي زړه ته ولوېږي خو ځیني بیا ډېر عجیب وي چې زه ورباندي هیڅ هم نشم لیکلی. له لویه سره زه دې یوې معما ته حیران یم چې څنګه او ولې یې د اسامه جسد اوبو کې خښ کړ؛ ډېر عجیب کار دی، له یوې خوا سپینه ماڼۍ وایې چې جسد به یې د مسلمانانو له رسومو سره سم، په څلورویشتو ساتونو کې خښ کړای شي او له بلې خوا یې جسد سمندر ته سپاري. عجیب کار دی، په لومړیو کې زما بیخي زړه ته نه لوېده دا خبره. ددې کار لامل هم ډېر ضعیف دی چې دوی وایې د زیارت د جوړېدو مخه نیول او دا چې هیڅ هېواد هم د جسد منلو ته زړه ښه نه کړ.!!!

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more