د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو یاګاني؛ یوځلي بیا....

حمید هڅــاند
01.05.2011

ملګرو سلامونه مي ومنئ.
دا د پښتو یاګاني مي هر وخت سر راخوږوي، ډېري لکیني مي ورپسې وکتلې خو بیا مي هم سر پرې خلاص نه شو. لطفا راته سایټ یا مخکي لیکل شوې اوږدې لیکني مه را ښیاست بلکه پر ځای یې په لنډه او رڼو ټکو کې راته ووایاست، منندوی به مو یم.
یوڅو ستونزي مي:
لومړی: اوږده یې هروخت راڅخه غلطه کېږي. چې تلفظ کوم، یو ډول یې کوم خو چې لیکم یې په بل ډول. د بېلګي په توګه:
[quote:dd70623290]سپينې رښتينې خبرې
سمې دي که سپينې رښتونې خبرې[/quote:dd70623290]
دا توري د دروند ورور پتوال صیب دي. خو که ما ته یې پرېږدئ، نو زه به یې داسي ولیکم:
[color=darkred:dd70623290]سپیني رښتینې خبري سمي دي ،که سپيني رښتونې خبري.
[/color:dd70623290]
زه چې څنګه تلفظ کوم، لیکل هم همغسي کوم.... د بېلګي په توګه:
د [چې] کلمه زه باید[چي] ولیکم، ځکه یا یې دومره اوږده نه کشېږي.
پتوال صیب سپینې لیکي چې زه یې سپیني لیکم، ځکه سپینې لیکل مانا دا لري چې زه یوې سپینې فرضا نجلۍ ته ناره کوم نو د سپیني لیکلو په ځای باید سپینې ولیکم....سره له دې چې د اوسني لیکدود له مخي به پتوال صیب سم لیکل کوي خو زه ناسم.
دې یاګانو زه هغه د انګلېسانو خبره، بېخي ګنفیوز کړی یم.
په درنښت


larghonay laraway
05.05.2011

ګرانه ستا غټه ستونزه همدا ده چې ته هغسې ليکې چې وايې يې!
مونږ او تاسو چې څه وايو هغه مو ګړنۍ ژبه يا لهجه ده او څه چې ليکو هغه مو ليکنۍ يا معياري ژبه ده!
تاسو که لږ زحمت وباسې او د پوهنتون د يو شمېر استادانو، د علومو اکاډمۍ د پوهانو او يا د تکړه ليکوالو ليکنې ولولئ لکه د اسد الله غضنفر ليکنې نو زده به يې کړئ چې کومه (ی) په کوم ځای کې کوم ډول وليکئ!
مننه


ډاکتر څپاند
05.05.2011

وهاج صيب سلامونه،
دا ستا دليک په لوستلو سره ځما يا ګانې هم دګډوډېو سره مخ شوې٠
ما دمحترم پتنګ نه زده کړه چه:

--------------------------------------------------------------------------------

ملګرو سلامونه مي(مې) ومنئ.
دا د پښتو یاګاني مي(مې) هر وخت سر راخوږوي، ډېري لکیني(ې) مي(ې) ورپسې وکتلې خو بیا مي(ې) هم سر پرې خلاص نه شو. لطفا راته سایټ یا مخکي(ې) لیکل شوې اوږدې لیکني مه را ښیاست بلکه پر ځای یې په لنډه او رڼو ټکو کې راته ووایاست، منندوی به مو یم.
یوڅو ستونزي مي:
لومړی: اوږده یې هروخت راڅخه غلطه کېږي. چې تلفظ کوم، یو ډول یې کوم خو چې لیکم یې په بل ډول. د بېلګي(ې) په توګه:
اقتباس:
سپينې رښتينې خبرې
سمې دي که سپينې رښتونې خبرې

دا توري د دروند ورور پتوال صیب دي. خو که ما ته یې پرېږدئ، نو زه به یې داسي ولیکم:
سپیني(ې) رښتینې خبري(ې) سمي(ې) دي ،که سپيني رښتونې خبري.

زه چې څنګه تلفظ کوم، لیکل هم همغسي(ې) کوم.... د بېلګي(ې) په توګه:
د [چې] کلمه زه باید[چي] ولیکم، ځکه یا یې دومره اوږده نه کشېږي.
پتوال صیب سپینې لیکي چې زه یې سپیني لیکم، ځکه سپینې لیکل مانا دا لري چې زه یوې سپینې فرضا نجلۍ ته ناره کوم نو د سپیني لیکلو په ځای باید سپینې ولیکم....سره له دې چې د اوسني لیکدود له مخي(ې) به پتوال صیب سم لیکل کوي خو زه ناسم.
دې یاګانو زه هغه د انګلېسانو خبره، بېخي ګنفیوز کړی یم.
په درنښت

ستاسو ياګانې دمحترم پتنګ صيب دتدريس په اساس سمې !

ی دی،سړی،سپی

ې شدې،مستې

ي دي،(هلکان راغلي دي)

ۍ لکۍ کيړدۍ،نړۍ

ئ سلامونه ومئ


حمید هڅــاند
05.05.2011

دروند ورور لاروی صیب؛ ما تاسو ته پورته لیکلي دي چې اوږدې لیکني مي مخکي هم کتلې دي، ګټه یې نه ده کړې. او دا خو رښتیا هم ستونزه ده چې زه څنګه تلفظ کوم ، لیکل هم همغسي کوم. خو زما پوښتنه داده چې که په تلفظ کې اوږده یې نه وي، بیا ولي باید موږ اوږده یا ولیکو، هو دا دلیل منم چې لهجې ډېري دي، خو لږ تر لږه یاګانو لپاره تلفظ کې توپیر نشته. زه بیا هم وایم چې کره لیکدود باید مراعات شي، نو تاسو مهرباني وکړۍ خپله پوهه په لنډو ټکو کې راسره شریکه کړئ.
او محترم ورور ډاکتر څپاند صیب، نه پوهېږم تاسو ولي ما ته د دروند ورور وهاج افغان نوم لیکئ، زه د هغوی د شاګردانو درجې ته هم نشم رسېدی. هیله ده زما او د دروند ورور وهاج افغان ترمینځ توپیر وشئ کولی، زه دنړۍ په یوه کونج(هند) کې یم، او وهاج افغان ورور کېدای شې یا سعودي عرب او یا پاکستان کې وي چې زه سم مالومات نه لرم.

په درنښت


پتوال
06.05.2011

هڅاند صيب لنډه خبره داده :
تۀ که اوږده (ې) لنډه هم تلفظ کړې هم په همدغه (ې) ليکل کيږي لکه وَړې او وړې په دې دوه جملو کې :

تۀ دا وَړې وَړې خبرې چاته [color=red:894b5af42c]وړې ؟ [/color:894b5af42c]

وړي د غايب له پاره راځي :
هغه دا وړې وړې خبرې چاته [color=blue:894b5af42c]وړي ؟[/color:894b5af42c]
دواړه لنډې تلفظ کيږي خو يوشی نه دي :
نو ته وړې او هغه وړي دواړه په يوه (ي) نشې ليکل کېدای، بلکې هره يوه يې بېل بېل تلفظ لري !
دا لغتونه سره پرتله کړئ :

غوړې ډوډۍ غوړي غواړي
غوړېدلې غوټۍ او نور

نور بيا


حمید هڅــاند
07.05.2011

محترم پتوال صیب؛ هیله لرم خوښ به یاست.
تاسو لیکلي دي:
[quote:b9cce73783]ته دا [color=green:b9cce73783]وَړې [/color:b9cce73783] [color=green:b9cce73783]وَړې [/color:b9cce73783] [color=red:b9cce73783]خبرې [/color:b9cce73783] چاته [color=green:b9cce73783]وړې[/color:b9cce73783]
[/quote:b9cce73783]
په زرغون رنګ لیکل شوې (ی) ګاني زه هم همداسي لیکم، خو دا سور رنګې (ی) بیا زما سر را خوږوي. څنګه پوه شم چې (خبري) باید (خبرې) ولیکم؛ ځکه ظاهرا یې موږ باید(خبري) ولیکو.
[quote:b9cce73783]هغه دا وړې وړې خبرې چاته [color=green:b9cce73783]وړي [/color:b9cce73783] ؟
[/quote:b9cce73783]
پاس چي(چې) څنګه تاسو (وړي) لیکلی، زه یې هم همداسي لیکم، په دې ځای کي(کې) ستونزه نه لرم.
په دې لاندي جملو کي(کې) ستونزه نه لرم.
غوړې ډوډۍ غوړي غواړي[دا هم همداسي لیکم]
غوړېدلې غوټۍ[دا هم همداسي لیکم]
ډاکتر څپاند ورور زما د لیک غلطیاني نېولې دي، زه به یې هغه لیکنه دلته بیا را ولېږدوم، دوی زما تېروتني په قوس کې اصلاح کړې دي؛ ما قصدا ناسمي نه دي لیکلې، زه پکې اصلا کنفیوز یم. زما پوښتنه داده چې په دې لاندي ځایونو کې به زه څنګه پوه شم چې اږده (ی) ولیکم؟؟

[quote:b9cce73783]ملګرو سلامونه مي(مې) ومنئ.
دا د پښتو یاګاني مي(مې) هر وخت سر راخوږوي، ډېري لکیني(ې) مي(ې) ورپسې وکتلې خو بیا مي(ې) هم سر پرې خلاص نه شو. لطفا راته سایټ یا مخکي(ې) لیکل شوې اوږدې لیکني مه را ښیاست بلکه پر ځای یې په لنډه او رڼو ټکو کې راته ووایاست، منندوی به مو یم.
یوڅو ستونزي مي:
لومړی: اوږده یې هروخت راڅخه غلطه کېږي. چې تلفظ کوم، یو ډول یې کوم خو چې لیکم یې په بل ډول. د بېلګي(ې) په توګه:
اقتباس:
سپينې رښتينې خبرې
سمې دي که سپينې رښتونې خبرې

دا توري د دروند ورور پتوال صیب دي. خو که ما ته یې پرېږدئ، نو زه به یې داسي ولیکم:
سپیني(ې) رښتینې خبري(ې) سمي(ې) دي ،که سپيني رښتونې خبري.

زه چې څنګه تلفظ کوم، لیکل هم همغسي(ې) کوم.... د بېلګي(ې) په توګه:
د [چې] کلمه زه باید[چي] ولیکم، ځکه یا یې دومره اوږده نه کشېږي.
پتوال صیب سپینې لیکي چې زه یې سپیني لیکم، ځکه سپینې لیکل مانا دا لري چې زه یوې سپینې فرضا نجلۍ ته ناره کوم نو د سپیني لیکلو په ځای باید سپینې ولیکم....سره له دې چې د اوسني لیکدود له مخي(ې) به پتوال صیب سم لیکل کوي خو زه ناسم.
دې یاګانو زه هغه د انګلېسانو خبره، بېخي ګنفیوز کړی یم.
په درنښت [/quote:b9cce73783]

په درنښت


پتوال
08.05.2011

هڅاند صيب شې چارې او سلامونه!
آه .... اوس پوه شوم چې ستا ستونزه په څه کې ده، دا يواځې تۀ نه، ستا سيموال ټول په دغسې ناسم تعميم روږدي دي :
دوی د مذکر او مؤنث جمع يو ډول وايي او صفت له قيدڅحه نه توپيروي او وايي :
سړي راغل[color=red:089a5bd794]ي[/color:089a5bd794] د[color=blue:089a5bd794]ي[/color:089a5bd794] ، ښځې راغل[color=red:089a5bd794]ي [/color:089a5bd794] د[color=blue:089a5bd794]ي[/color:089a5bd794]

دلته آبي رنګه (ي) په قيد (دي) کې د نر او ښځې له پاره يو ډول وي، خو په فعلونو اسمونو او صفتونو کې بيا نرينه او ښځينه په تلفظ او ليکلو کې
فرق کوي لکه
ښکلې ښځې راغلې دي، ښکلي سړي راغلي دي،
داچې په قيد (دي) کې يو ډول ژوره (ي) ورته کارول کيږي ، زمونږ د سهېل لويديځ باسواده پښتانه هم دې توپير ته نه متوجه کېږي او همغه
د قيد تلفظ په صفتونو اوفعلونو کې هم کاروي ! دا ځکه چې دوی له وړوکوالي څخه پرې روږدي دي .
خو ددې عامې تيروتنې علت يواځې د قيد (ي) نه ده چې هلته غلطه تعميم شوې، بلکې عربي صفتونه هم د نرينه او ښځينه نومونو سره تغير نه خوري ،
کله چې دوی هغه ټول په خپل حالت ثابت په ژوره (ي) ويني ګوري اوري او وايي نو بيا دا نور پښتو صفتونه هم هماغسې تعميموي او دا کار طبعا
بې تفکيکه او نا سم دی لکه :
قوي ، صحي ، علمي ، فکري .... ټول د ښځينه مفرد او جمع نومونو سره هم همدغسې کارول کيږي لکه د نرينه نومونو سره :

قوي ښځه ، قوي ښځې......... قوي سړی ، قوي سړي

علمي لار ه ، علمي لارې ..... علمي کار علمي کارونه

صحي خبره، صحي خبرې...... صحي پيغام صحي پيغامونه

چې په اړونده پښتو ويونو يې تعميم سم نه دي .

هو، دا ناسم عاميانه تعميم په هره سيمه کې شته ، خود هرې سيمي روڼ اندي پرې ټينګار نه کوي ، ځکه خو هڅاند صيب تاسو ته لا ښه معلومه ده چې
دعاميانه ژبي تعميم ساده ګرايي او په هغې ټينګار volentaris دی او د معيار د تعميم مخه ډب کوي ،نو
ددې له پاره چې مخه ډب نکړي تاسوپه اړونده ځايونو کې صرف دا په پام کې ونيسئ چې پښتو مؤنث نومونو ، د هغې په جمع،
صفتونو، اوفعلي ګردانونو کې ژوره (ي) نه بلکې پسته (ې) کارول کيږي .

خو هڅاند صيب دا پورتني ناسم تعميم خو پرېږده چې په وينا کې دومره څرګند نه معلوميږي ، ددې لاندې ناسم تعميم چاره به څنګه کوې :
کوم يو سم دی ؟ :
تاسو له ماسره ډوډۍ وخوړه ، که تاسو له ما سره ډوډۍ وخوړل
تاسو چرګ وخوړل ، که تاسو چرګان وخوړل
تاسو هغه سړی وليدل که تاسو هغه سړي وليدل
تاسو کرزی وليدۀ ، که تاسو کرزی وليدل ، که تاسو کرزيان وليدل
دا هغه مثالونه دي چې غلط شکلونه يې هر وخت په بي بي سي کې اورېدل کيږي
او څوک يې دسمون په خيال کې هم نه دي .

ستاسو د لا برياليتوب په هيله !


حمید هڅــاند
08.05.2011

[quote:d41a0f3075]هڅاند صيب شې چارې او سلامونه! [/quote:d41a0f3075]
دروند پتوال صیب، تاسو ته هم ښې چارې.
زه کله هم (ښه) په (شه) نه تلفظ کوم او نه هم ورته(خه) وایم. ځکه خو زه د منځني تلفظ کوونکو له سیمې څخه یم.

[quote:d41a0f3075]سړي راغلي دي ، ښځې راغلي دي
[/quote:d41a0f3075]
زه یې داسې لیکم:
سړي راغلي دي، ښځي راغلې دي.
[quote:d41a0f3075]ښکلې ښځې راغلې دي، ښکلي سړي راغلي دي،
[/quote:d41a0f3075]
دا جمله داسي لیکم:
ښکلې ښځي راغلې دي، ښکلي سړي راغلي دي.
نو ستاسو او زما د لیکلو د ډول له پرتلې څخه زما تېروتنه یواځي د ښځینه نومونو په جمع کې ده. یانې د (ښځه) نوم جمع چې زه یې (ښځي) لیکم، باید (ښځې) ولیکل شي. په ورته توګه ما اوس ستاسو نه زده کړل چې دا لاندي ویي باید داسي جمع ولیکم:
چاره ـــــــــــــ چارې
ښځه ـــــــــــ ښځې او نور.
خو که د بېلګې په توګه یواځې (لښته) د یوه ویي په ډول په نظر کې ونیسو، نو اوس به څرګنده شي چې زما پوښتنه په څه کې ده:
لښتي ـــ د لښته لغت جمع ده.
لښتې ـــ یوه نجلۍ چې نوم یې لښته ده، کله چې موږ ورته غږ کوو نو (لښتې) وایو.
خو که چېري یې ستاسو په ډول ولیکم نو بیا توپیر له مینځه ځي.
لښتې ــــ د لښته لغت جمع
لښتې ـــــ ښځینه کس ته غږ کول.
[quote:d41a0f3075]تاسو له ماسره ډوډۍ وخوړه ، که تاسو له ما سره ډوډۍ وخوړل
تاسو چرګ وخوړل ، که تاسو چرګان وخوړل
تاسو هغه سړی وليدل که تاسو هغه سړي وليدل
تاسو کرزی وليدۀ ، که تاسو کرزی وليدل ، که تاسو کرزيان وليدل
دا هغه مثالونه دي چې غلط شکلونه يې هر وخت په بي بي سي کې اورېدل کيږي
او څوک يې دسمون په خيال کې هم نه دي . [/quote:d41a0f3075]
زه نه پوهېږم چې دومره لویې تېروتني دي شتون ولري. څنګه لیکلی شو چې تاسو له ما سره ډوډۍ وخوړل؟؟ باید ولیکو چې تاسو زما سره ډوډۍ وخوړه.
همدرانګه باید ولیکو:
تاسو هغه سړی ولید
تاسو کرزی ولید
تاسو کرزیان ولیدل
تاسو چرګ وخوړ
تاسو چرګان وخوړل
تاسو هغه سړی ولید
تاسو هغه سړي ولیدل او نور
په درنښت


پتوال
08.05.2011

دروند هڅاند صيب يوځل پيا سلامونه !

شې چارې کومه ټايپي غلطي وه ، زه هم ښې چارې ليکم .

وروره په پښتو کې د صفت تلفظ اکٍثره د موصوف تابع وي:
مفرد : ښځه : ځوانه ښځه ،
چرګه : ړنده چرګه، ړوند چرګ

جمع :
ښځې، ځوانې ښځې
چرګې ، ړندې چرګې . ړانده چرګان

په ښکلا کې هم مونثه جمع له مذکر جمعې سره توپير ولري

مفرد : ښکلی سړی ، ښکلې ښځه
جمع : ښکلي سړي، ښکلې ښځې

ته به وايې چې د ښځينه مفرد او جمع په صفت کې ولې فرق نشته چې
ښکلې ښځه او ښکلې ښځې دواړه په يو ښکلې توصيف شوي، خو زه وايم هو، خو فرق يې په موصوف (ښځه او ښځې) کې معلوميږي ، همدارنګه په فعل کې هم :
که ووايو ښکلې ښکلې ښکلې معلومه نشوه چې څشی او يوه ده که ډېرې، ولې دومره معلومه ده چې ښځينه به وي ، مجردې چې فعل يا موصوف ورسره وتړل شي هم په ډاګه کيږي چې ښکلې يوه ده که ډيرې، فعلي حالت دی که صفتي :

ښکلې + ښځه = ښکلې ښځه
ښکلې+ښځې= ښکلې ښځې
دنرينه جمع او ښځينه جمع فرق په همدې کيږي چې ښځينه په (ې) او نرينه په (ي) توصيف او ګردانيږي .
نو که له ماشومتوب څخه ددې بېلو جمعو بيل تلفظ سره چا نه وي توپير کړی بيايې په غټوالي کې بيلول يو څه ستونزمن يا بيګانه ښکاري .
[quote:39eb8e06b8]نو ستاسو او زما د لیکلو د ډول له پرتلې څخه زما تېروتنه یواځي د ښځینه نومونو په جمع کې ده. یانې د (ښځه) نوم جمع چې زه یې (ښځي) لیکم، باید (ښځې) ولیکل شي. په ورته توګه ما اوس ستاسو نه زده کړل چې دا لاندي ویي باید داسي جمع ولیکم:
چاره ـــــــــــــ چارې
ښځه ـــــــــــ ښځې او نور. [/quote:39eb8e06b8]
تر دې ځايه بالکل سم دي

[quote:39eb8e06b8]خو که د بېلګې په توګه یواځې (لښته) د یوه ویي په ډول په نظر کې ونیسو، نو اوس به څرګنده شي چې زما پوښتنه په څه کې ده:
لښتي ـــ د لښته لغت جمع ده. [/quote:39eb8e06b8]
نه، لښتي د لښتې جمع نه ده، دا که د اوبو لښتی جمع کړو نو لښتي به يې وليکو نه داچې لښته په لښتي جمع کړو !
هو، مفرد مخاطب لښتې هم د لښته د غايب جمع (لښتې) سره يو شی ليکل او ويل کيږي ،
لکه لښتې خورې لښتې در سره راوړه !
فرق يې له خطاب يا امر څخه معلوميږي، نۀ له مجرد تلفظ څخه !
نو په دې شرط او محدوده کې مو دا خبره سمه ده چې :
[quote:39eb8e06b8]لښتې ـــ یوه نجلۍ چې نوم یې لښته ده، کله چې موږ ورته غږ کوو نو (لښتې) وایو.
خو که چېري یې ستاسو په ډول ولیکم نو بیا توپیر له مینځه ځي . [/quote:39eb8e06b8]
اولښتې ـــــ ښځینه کس ته غږ کول دي او د جمع لښتې څخه په همدې غږ کولو بيليږي !.
په درنښت !


حمید هڅــاند
08.05.2011

محترم پتوال صیب؛ ستاسو نه نړۍ نړۍ مننه چې زما پوښتنو ته مو ځواب ویلی دی. د ښځینه نومونو او صفتونو په جمع حالت مې سر خلاص شو. که په دې اړه راسره بله پوښتنه پیدا کېده، ستاسو سره به یې شریکوم.
زما ننۍ پوښتنه:
[کېدای شي] کره لیکل دي که [کېدای شې]؟

په درنښت


پتوال
08.05.2011

تر سلام وروسته :
[کېدای شي] کره لیکل دي که [کېدای شې]؟
هو کېدای شي کره دي، خو په کيږي او نه کيږي کې د (ک) پسې (ی) هم (ي) ده، نو له مخاطب ( لکه تۀ د احمد خان اکا څه کېږې )
پرته به يې( کيدای شي ) ګرامري وي نسبت (کېدای شي) ته،که څه هم اوس د وروستۍ بڼې تلفظ ډير کاريږي . له پام ځيرنې مو ډېره مننه!


حلیم
24.08.2011

تل دې وي سوله په ټوله نړۍ کښې
سره يو شئ پښتنو دا مو شعار دی

ما دغه شعر پدې اړه د خپل ځان لپاره سرمشق جوړ کړی، فکر کوم په سمه لار روان یم.
:lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more