د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دکندهار زندان له یوه تن ماتوونکي مجاهد سره دالاماره وېب پاڼې ځانګړې مرکه (حیرانوونکي معلومات)

Kamil
01.05.2011

[color=white:b0762994ab]له الأماره وېب پاڼې څخه[/color:b0762994ab]
يکشنبه, 01 May 2011 04:36
مرکيال : عمران خلیل

دالاماره وېب پاڼې درنو مینوالو موږ دمرکو او راپور تاژونو په لړ کې مو دا ځل دکندهار زندان دماتیدو او د۵۴۱ تنو مجاهدینو دراخلاصیدو دتاریخي او له ویاړه ډکې کارنامې دمعلوماتو په اړه دزندان دماتیدو دپلان جوړونکو له جملې نه له یوه تن مجاهد سره مرکه کړې ، مرکه کوونکی مجاهد چې دا کاریي په پوره اخلاص ترسره کړی نه غواړي چې نوم یي واخیستل شي او یا تشهیر شي نوځکه یي دده له غوښتنې سره سم له مستعار نامه اخیستلو هم تیریږ و ..بسم الله الرحمن الرحیم

مرکیال : عمران خلیل

ډیر درانه او محترم مجاهد ورور ترهرڅه مخکې دکندهار دزندان دماتیدو او دمجاهدینو دازادیدلو او ددې سترې فتحې مبارکې تاسو او ټولومجاهدینو ته وایو الله تبارک وتعالی دي دظالمانو په منګولوکې نور پاته مجاهدین هم په خپل فضل اوکرم ازاد کړي .

محتر م ! که په پیل کې راته ووایاست چې دکندهارزندان دماتیدو او دزندان منځ ته دتونل کیندلو پلان مو په اول سر کې څرنګه جوړ او دې ستر او له زحمتونو ډک کار ته مو ملا څرنګه وتړله که په دې اړه معلومات راسره ګډ کړئ؟

جوا ب : نحمده ونصلي علی رسوله الکریم

امابعد فاعوذبالله من الشطن الرجیم بسم الرحمن الرحیم ، والذین جاهدو فینا لنهدینهم سبلنا ،صدق الله العظیم

محترم وروره په دې زموږ ایمان او یقین دې چې څوک دالله په لار کې دخدمت لپاره راووځي نو دالله ج نصرت او مرسته به حتما ورسره وي ستاسو دسوال په اړه به ووایم موږ چې دمحبس دماتیدو دپلان جوړولو اراده وکړه ،په پورته ذکر شوي ایات مبارک مو یقین وو چې الله ج فرمایي څوک چې دالله په لار کې ووځي الله ج دهغه لپاره دنجات او کامیابي لارې ورښيي دزندان دماتیدو په پلان کې زموږ تکیه یوازي دالله ج په مرسته وه او دې له مشکلاتو او خطراتو ډک کار ته مو ځکه هوډ وکړ چې دکندهار په محبس کې زیات شمیر مجاهدینو ترسخت کړاو او مشقت لاندي شپې تیرولې دوخت دظالمو چارواکو له خوا په ډول ډول عذابونو شکنجه کیدل ، داکثرو مجاهدینو دراخلاصیدو تمه نه وه ځینې یې ظالمانو په اعدام محکوم کړي وو او دبعضو پر سر بیا ډیرې لوړې روپۍ ایښودل شوي وي چی دې مظلومو انسانانو دابار نشواي اوچتولاي او ځینو بندیانو ته ویل شوي وو چې تاسو به کابل او باګرام ته انتقال کړو ،نو دا ټول ددې سبب شو چې موږ یې دې کار ته وهڅولو او کلک عزم مووکړ چې ددې مظلومانو دراخلاصولو لپاره به هرنګه مشکلات پر ځان برداشت وو او خپله بندګي سعيه به کوو ،هغه وو چې الله ج په دې کار کې موږ کامیاب کړو او خپل هدف ته ورسیدو.

ددتونل دکیندلو پلان داسی وو چې لومړي مجاهدینو دکندهار دمرکزي محبس چې دکندهار هرات پر لویه لار دسرپوزې په سیمه کې واقع دي ،دسړک په پنځه متري کې دجنوب طرف ته یو کور کرایه کړ چې څو کوټې یې درلودې مجاهدینو دلته دساختماني شرکت دنامه په پلمه ،دګاډرو او نورو ساختماني وسایلو د جوړولو کارپیل کړ ترڅو شا وخوا خلګ په دې ډاډه شول چې دلته دساختماني کار روان دي ،له هغه وروسته دسراي دیوې کوټې په دننه برخه کې مجاهدینو دتونل (لغم ) پرخوله کیندلو دالله ج په نصرت کار پیل کړ او ورو-ورو دا کار پر مخ تلی، تقریبا دپنځنیمو میاشتو په مدت کې دتونل کار پايته ورسید کوم ځاي ته چې مجاهدینو غوښتل هلته ورسیدل.

کومه شپه چې ټول کار خلاص شو او یوازي دمحبس دننه دهغې کوټې سمیټي غولی پاته وو، چیرته چې مجاهدین اوسیدل ،د۲۰۱۱ کال داپریل دمیاشتې ( ۲۳ )نېټه دشپې دلسو بجو مهال وو چې له لاندي خوا مو دکوټې غولې سوری کړ ،په دې وخت کې دمحبس دننه یوازي درې تنه بندي مجاهدین له دې پلان نه خبر وو ، کله چې غولی سوري شو موږ او بندي مجاهدینو سره ولیدل په ډیر تلوار مو هغوي ،له ټوله پلانه خبر کړل او دا مو ورته وویل ،انتها یي کوشش وکړي چې موږ ډیر کم وخت لرو ترڅوټول بندي مجاهدین انتقال کړو ، له هغه وروسته مو دتونل له دباندي برخې نه دراغځیدلي ټلیفون غوږۍ دوي ته ورکړه ترڅو دتونل دننه برخه او دباندي مجاهدین سره په تماس کې وي ، دمحبس دننه څو تنو مجاهدینو ته مو څومیله تومانچې او برچې ورکړې که کوم مزاحمت رامخته کیږی له دې وسلو نه به کار اخلي ، له دې سره سم په پلان خبرو مجاهدینو ویده بندیان په نوبت رابیدارول او تونل ته یې راکښته کول ،په پلان خبردارو مجاهدینو ته مو هدایت وکړ چې که کوم بنديان مجاهدین بې زړه کیږی او وتلو ته زړه نه ښه کوي نو هغه په زور دې ته مجبوره وئ چې راووزي ، نور له پلان سره سم دمجاهدینو انتقال پيل شو.

پوښتنه : ددې تونل داوږدوالي او سور اندازه څومره وه ؟

جواب : دا تونل دوه متره ترمځکه لاندي پیل شوي وو ،اوږدوالی یې تقریبا ۳۶۰ متره ( البته په دې کې ۱۲۰ متره هغه برخه وه چې مجاهدینو طرف غلط کړی وه او اضافي خواري یي کړې وه ) او نور دومره اندازه وو چې سړي لږ چوخ (په ملاکوږ) پکې تللي شواي ،به هرتقدیر ښه په اسانۍ سره پکې تګ کیدلای شواي دمجاهدینو دانتقال په وخت کې موږ له هیڅ مشکل سره نه یو مخ شوي.

پوښتنه : دتونل په کیندلو کې له کومو وسایلو نه کار واخیستل شو؟

جواب : وسایل ټول عادي وسایل وه هغه وسایل چې زموږ او ستاسو کاریګر خلګ ترې کار اخلي لکه کولنګ ،بېلچه او لاسي رېړۍ ،ماتاسو ته وویل چې دا کار ددغو وسایلو ترسویې لوړ وو مګر یوازي دالله نصرت وو چې موږ نه مایوسه کیدواو نه له دې کاره ستړيکیدو.

پوښتنه : داچې داتونل ۳۶۰ متره اوږد وو زیاته خاوره به راوتلي وه دا خاوره تاسو چیرته انباره وله ؟

جواب : خاوره موږ پر یوه ځاي نه اچوله ددې لپاره ترتیب داسی وو ، یو مازدا موټر خاص ددې لپاره ولاړ وو چې دتونل کومه خاوره راوزي هغه دباندي انتقال کړي ،موږ دخاورې دراایستلو لپاره کوچنۍ ریړۍ جوړې کړې وې چې دهغو په واسطه به خاوره راایستل کیده او په هغه ګړي به موټر ته پورته کیده پر مځکه مو نه اچوله ،په ټوله شپه کې مجاهدینو دومره کارکاوه چې ایله دا یو موټر بار کړي ،هغه موټربه دا خاوره بازار ته وړه ،ډیر وخت داسی وو چې هغه به یې پر کوم چا خرڅه کړه ،څرنګه چې زموږ ځاي دساختماني شرکت په نوم خلګو پیژانده نو دموټر دانتقال پر وخت خلګو ته سوال نه پیدا کیده چې دلته څرنګه موټر همیشه رفت امد کوي.

پوښتنه : په تونل کې څومره کسانو کار کاوه ،او څه وخت به دا کار پیل کیدی؟

جواب : لومړی تر دوو میاشتو پورې څلورو کسانو کار په کې کاوه ،بیا اته کسان شول چې دژمي په موسم کې به یي دشپې له ۸ نیمو بجو ترسهاره کارکاوه وروسته چې شپې کوچنۍ شوې نو موږ کسان کرار کرار زیاتول چې دپای ته رسیدو تروخته یي شمیر تقریبا ۲۱ کسانو ته ورسیده ، باید ووایم چې په دې ملګرو کې ډیر کسان دخاورې په انتقال مصروف وه او دکولنګ کار لږو کسانو کاوه ، په دې کسانو کې زموږ خورا همتناک مجاهد ملګري رایوځای شوي ؤ، تردې چې دهمدې ملګرو له جملې تر ۳۰۰ متره مسافې پورې کولنک یوازې یو تن وواهه .

او کاریوازي دشپې لمخې کیدي دورځي دلته کار امکان نه درلود ،څوکسان دلته په سراي کې اوسیدل او نور به له دباندي ورته راتلل،دشپې به کارپیلیده بیا تر سهاره،له هغه وروسته به زیات کسان بیرته په تیاره کې خپلو ځایونوته تلل بله شپه بیا راتلل.

پوښتنه : داچې تونل څومره اوږدیږ ي هلته داکسیجن او هوا کمبود رامنځ ته کیږ ي او یو ډول نفس تنګي پېښيږي د دې لپاره تاسو څه ترتیب درلود؟

جواب : دتونل کیندلو په وخت تر یونیم سل متره پورې موږ دهوا له کمبودسره نه یو مخامخ شوي له هغه وروسته نفس تنګي پیدا شوه او دومره زیاته شوه چې دکار هیڅ امکان نه وه ، بیا موږ برقي پکې پیدا کړې ، هغو دنفس تنګۍ ستونزه کموله خو سردرد یي لاره ، بیا مجبور شوو ، یو ډول بنۍ مو جوړې کړې چې بهربه لګیدلې وې او دپایپ په واسطه یي هوا داخل ته پمپ کوله ، دا بیا ښه موثر شی وه ، خو دنفس تنګۍستونزه په ژمي ډیره وه چې اوړۍ شوبیا په تونل کې دننه نفس تنګي دومره نه وه .

پوښتنه : دکندهار به زندان کې څو بلاکونه دي چې بندیان پکې ساتل کیږ ي او دا تونل هم ډیر اوږد دي نو تاسو څنګه وکولای شوای چې له دې نورو بلاکونو تیر شي او ستاسو هدف سیاسی بلاک ته ځان ورسوي تاسو درهنمايي لپاره له کومو خاصو آلو نه کار اخیست که څنګه ؟

جواب : په اول سر کې دومره مشکل نه وو او نه کومو الو ته ضرورت پیښیده او بل زموږ اکثرا تونل کیندونکي مجاهدین ددې سیمې بلد خلګ وو اندازه ورته مالومیدله خو کله چې تونل پر مخ ولاړي له هغه وروسته موږ نشواي کولای چې خپل هدف ته سیده ولاړ شو ، وروسته موږ لار ورکه کړه او تقریبا ۱۲۰ متره کار مو عبث کړی وه اوله زندان څخه بیخي بلې خوا ته کاږه تللي وه ، بیا موږ له انټرنیټ څخه دزندان نقشه راویسته او هغې ته موکتل ورسره مو له فاصله پیژندونکو آلو نه کار اخیسته چې ،بیا موږ ته کوم مشکل نه وو، ستاسو په خبره رښتیا هم زموږ ترهدف پورې په مخ کې ډیر ځایونه دي ،لومړي دهرات – کندهار لوی سړک له هغه وروسته یوه داوبو ویاله تیره شوې او بیا په محبس کې دتوقیف خانې بلاک ،جنایي بلاک او سیاسي بلاک دي موږ دالله ج په نصرت تردغو ټولو نقطو تیر شو لومړی مو دتوقیف خاني مطلوب اطاق ته ځان ورساوه او وروسته دسیاسي بلاک اووم نمبر کوټې ته

پوښتنه : دکابل دګوډاګۍ ادارې استخباراتي کسانو وویل چې دا دسراي چې دتونل کار پکې پيل شوي وو دوه نیمې میاشتي مخکې دپولیسو لخوا تلاشي شوي وو ددوي دا ادعاترکومه ځایه سمه ده ؟

جو اب : دا خبره بلکل بې اساسه ده په دې څه کم شپږمیاشتي کې دتلاشی او یا نورې پلټنې لپاره نه په ښکاره او نه دکومې پلمې لمخې څوک راغلي دي ،که څه هم دې ځاي ته شا وخوا دزندان دامنتي کسانو ځاي ډیر نژدې وو،او دې ځاي ته به عام کسان هم راتلل ،خو موږ داکار دومره په احتیاط کاوه چې هیڅ څوک نه پوهیدل چې دلته کوم کار روان دي چې کاربه پایته رسیده سمدستي به موږ دتونل خوله پټوله او فرش به مو پرې اوارا وه ، عجیبه داده چې دې کوټې ته چې تونل خوله وه پکې کله کله به پولیس راغلل یا به یی اوبه او یا به یې له موږ سره چاوې وڅښلې، مګر الله ج هغو ي کاڼه او ړانده کړي وو په هیڅ نه پوهیدل.

پوښتنه : دتونل کار خو څه کم شپږ میاشتې واخیستي او درې میاشتې وړاندي دژمي موسم وو ،نو په هغه وخت کې تاسو ددې خطر نه احساساوه چې دلندبل له امله به دا تونل کښیني او یا به ونړیږي ؟

جواب : یو خو داتونل ترمځکه دوه نیم متره لاندي پیل شوي وو او دوهم سږ کال په ژمي کې دنورو کالونو په نسبت دومره بارانونه نه وو چې داوبو نو دې ډیر لاندي لاړ شي، خو بیا هم پر کومو ځایونو چې موږ بیریدلو چې زیم ونکړي او یا لاندي کښته نشي ،لکه دکندهار – هرات سړک چې ډیر درانه موټر پرې تیریږي او تردې مخکې یوه ویاله ده ،دې ځایونه ته مو یو ډول تختې ورکړې چې هغه ځايونه یې ښه محکم نیولي وو.

پوښتنه : له عامو خلګو سره داسوال دي چې په دې دومره اوږده او تنګ تونل کې تر۵۰۰ دزیاتوکسانو راتیریدل ډیر مشکل کار دي ضرور دهوا دکمبود له امله نفس تنګې رامنځ ته کیږ ي او که لږ لږ نفر انتقالوي نو بیا وخت کم دی یوازي څو ساعتونه دي چې تاسو باید خپل کار پایته رسولای واي که په دې اړه لږ توضیحات راکړئ؟

جواب : یوازي دالله ج نصرت وو چې موږ یې په دې مشکل امتحان کې کامیاب کړو ،او ددې کار په ښه ترتیب سره دانجامولو لارې یې راوښولې ، لکه مخکې چې مو وویل دګیس درامنځ ته کیدو او دهوا تازه کیدو لپاره موږ دهوا دپمپ لپاره دتونل په خوله کې یوه اله نصب کړې وه چې د(بنۍ) په واسطه یې هواپمپ کوله ،او له دې سره سره مو دتونل بل سر او په منځ کې څو ځايه برقي پنګې اېښې وې ،او بل دټولو بندیانو انتقال په یو ځل نه وو ،په محبس کې دننه له پلانه خبردارو مجاهدینو به دهرې کوټې بندیان راویښول اولږ لږ نفربه یې لغم ته شوه کول په تونل کې دغځیدلې ټلیفون په واسطه به دتونل له سر سره تماس نیول کیده چې دهغې ډلې سر به هلته ورسید نو دبلې کوټې بندیان به راویښدل او تردې دمخه یوه کوټه هم په بله کوټه نه وه خبره چې څه تیریږی ځکه که خبر شی ضرور شور ،اونارې جوړیدې او مشکلات یې راپیدا کول،چې په دې ترتیب سره موږ له هیڅ مشکل سره نه یو مخ شوي.

پوښتنه : کله چې داتونل هغې کوټې ته ورسید چې ستاسو مدنظر وو ،ددې کوټې فرش او غولی خو سیمیټی او ډیر کلک وو ،پردې چې دکلنګ وار کیږي حتما ږغ او درب کوي کیدای شي امنیتي پولیس خبر شوي واي ، دا سمیټ تاسو څنګه مات کړ؟

جواب : هو ستاسو خبره سمه ده کله چې موږ نور تونل پایته ورساوه اویوازي دا ګانګریټي غولی پاته وو ،په دې وخت کې مو لوې داورسپینې پایې سمیټي فرش ته ورکړې اولاندي مو دموټر جیک ترلاندي کړ او سوکه سوکه مو حرکت ورکاوه چې له دې سره درب نه رامنځ ته کیده او دکوټې فرش لوړ پورته کیده ترڅو یو مخ دا سمیټ واوښت او دلغم خوله مو پرې کړه

پوښتنه : دبندیانو انتقال له محبس نه په څو بجې پیل شو ،او چې کله دباندي راوتل بیا یې له هغه ځايه په څه ډول انتقال وشو؟

جواب :دمجاهدینو انتقال دشپې پر لس بجې پیل شو اوتر۳ بجو پوري ټول دالله ج په نصرت راووتل، کله چې بندي مجاهدین دباندي راوتل لږ اندازه یې په پشو تګ کاوه او وروسته بیاڅو عرادې لوي موټر ولاړ وو کوم مجاهدین چې په ښارکې نه وو بلد او دلرې سیمو وو هغوي په موټر کې انتقال شول او کومو کسانو چې په ښار کې شناخت درلود هغوي ته اجازه ورکړل شوه چې ځان خپله ترمحفوظ ځایه ورسوي ، دانو داسی وخت وو چې دښاري موټرو یوه اندازه عبور او مرور پیل شوموږ ته معلومات کیده چې تردې دمه لا دښمن نه وو خبرچې موږ تعقیب کړي، یوه خبره باید یاده کړو موږ ددې په خاطر چې تروخت مخکې دښمن خبر دار نشی او یا بندي مجاهدین بې باکي ونکړی دټلیفون په واسطه دوستانو ته حال ورنکړي ،ددې په خاطر مو داسی پلان جوړ کړي وو ،هر بندی چي به له تونله راوتي هغه به کلک تلاشي کیده او ټول شیان به ترې اخیستل کیدل یوازي دومره پیسې ورکول کیدي چې هغه تریو ځایه ځان په ورسوي.

پوښتنه : که دمجاهدینو دراوتلو په وخت کې دښمن خبرشوي واي بیا به تاسو څه کول ؟

جواب : موږ ددې خطر لپاره مخکي ترمخکې لا تصمیم نیولي وو ،دمحبس په شاوخوا کې مو وسلوال او فدايي مجاهدین ځاي پر ځای کړي وو که دښمن خبر شوي واي او دراوتلو کوشش یې کړي واي ناڅاپي حملې به پرې کیدلي او مخه به یی نیول کیده .

پوښتنه : څرنګه چې دا ډیر عظیم کاروو له خلګو سره شک دي چې کیداي شي په دې کار کې دنورو کړیو لاس وي او دهغوي له لوري به مجاهدینو ته ډیر پر مختللي وسایل په واک کې ورکړل شوي وي په دې هکله تاسو څه وایاست؟

جواب : داخو هیڅ پټه خبره نه ده هغه وسایل چې مو ږ کار ترې اخیسته ټول هلته پراته دي چې هغه عادي وسایل کلنګ او بیلچې دي چې هلته پاته شول ،او په دې کې نور دهیچا لاس نشته یوازي داسلامي امارت مجاهدین وه چې دامارت دمشرانو ترقوماندي او مشورې لاندي یې دا عظیمه کارنامه ترسره کړه .

پوښتنه : ځیني خلګ شک کوي چې دومره طویل المدت پلان دمحبس دامنیتي کسانو او شاوخوا دپرتو پولیسو له همکاري پرته نه شي ترسره کیداي ضرور په دې کې امنیتي کسانو مرسته کړې ده ؟

جواب : له موږ سره که اجیرې اردو ،پولیسو او نورو کسانو مرسته کولاي نو بیا دادومره مشکل کار ته څه ضرورت وو نورې ډیرې طریقې وې یوه بله لنډه لاره به مو کتلي واي ، که دمحبس امنیتي کسانو همکاري کولای نو بیا دا دومره لوی مزله ته اړتیا نه وه ،هغوي کولای شوای چې دمحبس دروازه په یوه حکمت خلاصه کړی ،او یا دننه بندیانو ته وسایل ور وړی چې بندیان خپله په لنډه لار وتلي واي،مګر داسی نه وو هغوي هیڅ همکاري نه ده کړې ، او بل په دې کې موږ له هیچا مرسته نه غوښته ځکه چې په هغه صورت کې بیا دا پروګرام داسی پټ نه پاته کیده لکه اوس ،حتما به تروخت لمخې موږافشا کیدلو.

مجاهدینو یوازي دالله په نصرت سره دې کار ته کلکه اراده وکړه اودا وعده مو سره کړې وه چې راز به ساتو او خاص دالله درضادلاسته راوړلو لپاره به داکار کوو ، په ډیر لوړ عظم مو دا کار پیل کړ،باید ووایم چې په دې کې له مجاهدینوپرته دهیچا لاس نشته .

پوښتنه : دتونل خوله خو په یوه کوټه راخلاصه شوې مجاهدینو ددې نورو کوټو دروازې څرنګه خلاصې کړي ځکه دشپې لمخې خو دبلاک هره کوټه ځانته بنده وي ؟

جواب : نه داسي نه ده ،دمحبس دعمومي بلاک لویه دروازه بنده وي دهمیشه لپاره مګر دنورو کوټو دروازي نه بندیږي ځکه دشپې لمخې دتشناب او اودس کولو ضرورت پیښېږی په وطاقونو کې دننه تشنابونه نه دي اماده .

پوښتنه : په راخلاصو شویوبندیانو کې مهم قومندانان هم موجود وه ؟

جواب : هو دټولو ازادشویو بندیانو تعداد ۵۴۱ تنه وو په دې کې ۱۰۶ تنه قومندانان ،دلګي مشران او سرګروپان وو ،چې ازاد شول ،دا کسان زموږ ډیر دکار خلګ دي ، چې تربند لمخه یې په جهادي امورو کې ډیر ښه فعالیتونه ترسره کول،زه الله ج ته امید لرم چې په راتلونکې کي به هم الله تعالي ددین دخدمت په لار کې ښه کار ترې واخلي .

پوښتنه : دکندهار دګوډاګې ادارې امنیتي کسانو ادعا وکړه چې له زندانه دتللو مجاهدینو له جملې نه یې ۷۱ تنه بندیان بیرته نیولي دی ، ددوي دا ادعا ترکومه ځایه سمه ده ؟

جواب : لله الحمد مجاهدین ټول ترخپلو ځایونو په خیر ورسیدل ،امنیتي کسان اوس دخپلې کمزوري دپټولو او دخلګو دتوجه اړولو لپاره یوازي په درواغو تبلیغات کوي ،دښار په مختلفو برخو کې بې ګناه ملکي وګړي چې دمزدوریو او کاراو بار لپاره له اطرافو او ولسوالیو څخه ښار ته راغلي وي ، ګرفتاره وي او دبندیانو په نامه یې معرفي کوي ،زه تاسو ته په اطمنان وایم چې مجاهدینو کافي وخت درلود چې ترخپل ټاکلي هدفه پوري ځان ورسوي ځکه دښمن هغه ورځ سهار له لمرختو وروسته خبر شو چې په دې وخت کې مجاهدین ترډیره حده تللی وو ، او بل ددښمن امنیتي کسان لويو لارو ته متوجه ول ،ولي مجاهدین اکثر ددې سیمو بلد خلګ وو په ټولو پیاده لارو اوکوڅو کې شناخته وو پر هغو لارو یې ځانونه وایستل .

پوشتنه : ډیر درانه مجاهد وروره! مجاهدینو او داولس خلګو ته څه پیغام لري ؟

جواب : ترهرڅه مخکې ټولو مجاهدینو او دافغانستان غیرتمن مجاهد اولس ته ددې وروستیو سترو کامیابیو مبارکي وایم الله ج دي دمجاهدینو قربانۍ قبولي کړي .

مجاهدینو وروڼو او تول اولس ته یوازي داویل غواړم چې انشاالله اوسني یرغلګر به دروسي یرغلګرو غوندی ستاسو دقرباینو په نتیجه کې له ماتې سره مخ کیږی،یوه خبره کول غواړم ،هغه دا چې له دښمن سره مقابله او دښمن ته ماتي ورکول یوازي په حوصله کیږي موږ او تاسي بری ته یوازي په کلک عزم او ټینګه اراده رسیدلی شو،اشغالګر دښمن او دهغوي ګوډاګیان نور انشاالله له ماتي سره مخ دي لږ وخت حوصله غواړي او په اخلاص سره ددښمن مقابلې ته ودریږي .

مجاهدین ورونه باید خپلو مسولیتونو ته متوجه شي ،ددښمن دسیسو او شوموپلانونو ته زیرک واوسي، خداي مکړه چې دمجاهدینو دبې غورۍ له وجې داټولې کامیابي له لاسه ورنکړو او دقربانیو ثمره مو بې ځايه ولاړه نشي .

الاماره : ډیر محترم ورور ه !الله ج دي ستاسو ټولې قربانۍ چې په دې لاره کې مو ورکړي قبولي او منظوري کړي ،داچې له موږ سره مرکې کولو ته اماده شوي ستاسو نه یوه دنیا مننه کوو

ـــ تاسو ته هم کور ودانی وایو چې زموږ اواز تر نورو رسوي .

پاي

مرکيال : عمران خليل
http://alemarah-iea.net/


و.افغان
01.05.2011

يو وار بيا وايم:
زر ځله مبارک مو. او نوشي جان مو.
له شرقه تر غربه، او له شماله تر جنوبه ټوله نړۍ ستاسې دې شهکار ته حيرانه ده.
رب مو محفوظ لره.

په درنښت


pattang
01.05.2011

قربان موشم غازيانو ، کاشکې زه هم ستاسو په څنګ کې ولاړوی!


Re: دکندهار زندان له یوه تن ماتوونکي مجاهد سره دالاماره وېب پاڼې ځانګړې مرکه (حیرانوونکي معلومات)

shokoor
01.05.2011

سلام علیکم
[quote:60eecc0ddf="كامل"]پوښتنه : په راخلاصو شویوبندیانو کې مهم قومندانان هم موجود وه ؟
جواب : هو دټولو ازادشویو بندیانو تعداد ۵۴۱ تنه وو په دې کې ۱۰۶ تنه قومندانان ،دلګي مشران او سرګروپان وو ،چې ازاد شول [/quote:60eecc0ddf]
لومړی خو فکر نه کوم چې مهم قوماندانان د کندهار په محبس کې وساتل شی. قوماندانان یا په بګرام او یا په پل چرخی کې ساتل کېږي.
دوهم تاسې د ذبیح الله مجاهد او قاری یوسف احمدی پخوانۍڅرګندونې وښیئ چې دوی اعتراف کړی وي چې د دوی ۲۰ تنه قوماندانان د حکومت یا د بهرنیو له خوا بندیان شوي وي. دوی تل ادعا کوی چې وژل شوي یا نیول شوي کسان ټول ملکي خلک دي اوس یو په یو ۱۰۶ تنه قوماندانا ن پیدا شول !

والسلام


Re: دکندهار زندان له یوه تن ماتوونکي مجاهد سره دالاماره وېب پاڼې ځانګړې مرکه (حیرانوونکي معلومات)

و.افغان
01.05.2011

شکور صاحب:
په نېشو کې به تېشې نه وهې. :lol: :lol: :lol:
خبرې دې سر نه نيسي، هسې ځان مه ځوروه.
راځه ته هم په دې خوښۍ کې ځان شريک وبوله.

په درنښت

[quote:0ae0ef9252="shokoor"]سلام علیکم
[quote:0ae0ef9252="كامل"]پوښتنه : په راخلاصو شویوبندیانو کې مهم قومندانان هم موجود وه ؟
جواب : هو دټولو ازادشویو بندیانو تعداد ۵۴۱ تنه وو په دې کې ۱۰۶ تنه قومندانان ،دلګي مشران او سرګروپان وو ،چې ازاد شول [/quote:0ae0ef9252]
لومړی خو فکر نه کوم چې مهم قوماندانان د کندهار په محبس کې وساتل شی. قوماندانان یا په بګرام او یا په پل چرخی کې ساتل کېږي.
دوهم تاسې د ذبیح الله مجاهد او قاری یوسف احمدی پخوانۍڅرګندونې وښیئ چې دوی اعتراف کړی وي چې د دوی ۲۰ تنه قوماندانان د حکومت یا د بهرنیو له خوا بندیان شوي وي. دوی تل ادعا کوی چې وژل شوي یا نیول شوي کسان ټول ملکي خلک دي اوس یو په یو ۱۰۶ تنه قوماندانا ن پیدا شول !

والسلام[/quote:0ae0ef9252]


Re: دکندهار زندان له یوه تن ماتوونکي مجاهد سره دالاماره وېب پاڼې ځانګړې مرکه (حیرانوونکي معلومات)

shokoor
01.05.2011

[quote:bbeb41b770="وهاج افغان"]شکور صاحب:
په نېشو کې به تېشې نه وهې. :lol: :lol: :lol:
خبرې دې سر نه نيسي، هسې ځان مه ځوروه.
راځه ته هم په دې خوښۍ کې ځان شريک وبوله.

په درنښت
[/quote:bbeb41b770]
وهاج افغان صاحب ، احساساتی قضاوت ټولنې ته زیان رسوی. زه دا معلومات نلرم چې آیا دا ۵۴۱ نفره خلاص شوي بندیان ټول بې ګناه دي؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more