د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د قلم ارزښت بايد تر خپل ذهني عياشى قربان نه کړو!

پښتون:
30.04.2011

[size=24:26e5eefad1][color=red:26e5eefad1]د قلم ارزښت بايد تر خپل ذهني عياشى قربان نه کړو! [/color:26e5eefad1][/size:26e5eefad1]خالي, 30 اپرېل 2011 10:51 محمد نبي ، سلطاني
مسلمانانو علماوو په قلم باندې فخر کړی ، او داسي کارونه يې د قلم په ذریعه تر سره کړي چي د توري په ذریعه يې هم نسوای تر سره کولای، د تاریخ په اوږدو کې خپلواکو قلمونو د بشریت د سوکالی لپاره ستر ستر بدلونونه رامنځ ته کړی دي، د ډېرو لېرو فاصلو څخه يې د طاغوت سرکشه حرکتونه راپرزولي دي، هغه حرکتونه چي دالله تعالی اوبشریت دښمن حرکتونه دي،

او انسانیت يې تر جبر لاندې کړېدلی، هغه کار چي د تورې په زور نه دى تر سره سوى د قلم په مهارت او اثر تر سره سوی.

خو له بده مرغه چي اوس زموږ ځني ليکوالان، شاعران او د ادب خاوندان د قلم درنښت تر خپل زهني او جسمي خواهشاتو قربانه وي دوې يوازي او يوازي قلم وخپل هدف ته درسېدو يو وسيله ګڼي، چي د قلم په بېځايه استعمال سره خپل ځان د شهرت لوړ پوړ ته ورسوي او په ټولنه کي ځان مطرح کي .

په ننني عصر کي موږ دخپلو ادب پالو که هغه شاعران ، ليکوالون او که د بلي ژبي څخه وپښتوته ژباړونکي وي چي کتاب يې د دوو وڅکو ارزښت هم نه لري په سلګونو بېلګي لرو ، که هغه په هنري لحاظ وي او که په اخلاقي لحاظ .

خو که د اسلام له نظره ورته وکتل سي بايد چي د همدې کتاب ليکوال يا ژباړن په عمري بند محکوم سي، داځکه چي فسق او فساد خپرول په ځوانانو، ماشومانو او ښځو کی بد اخلاق را منځ ته کول او اسلامي ارزښت تونه تر پښو لاندي کول هغه څه دي چي داسلامي اوصولو سره سخت په ټکر کي دي کونکي ته یې اسلام دسختي سزا دورکولو امر کړيدى، دا چي زموږ خبره د قلم پر استعمال ده نو راځو خپلي اره موخي ته چي زموږ اديبانو خپل قلم په هغه ډول استعمال کړى چي څه ډول د قلم ارزښت دي او که يې د خپلو ذهني او جسمي خواهشاتو تا بع ګرځولى دى .

پاتی برخه د لاندی لینک په ټک وهلو وګورئ.
http://nunn.asia/index.php?option=com_content&view=article&id=3004%3A2011-04-30-10-51-29&catid=302%3Ashort-stories&Itemid=556


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more