د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

که دټول افغان دا حال وی څوک دلته پاتی کیدل غواړی ؟

(شپون)
30.04.2011

که دټول افغان دا حال وی نوڅوک دلته پاتی کیدل غواړی
اوڅوک غواړی ټول افغان پریږدی ؟؟


پښتون.
30.04.2011

ا ب پ ت ټ ث


عبدالوكيل
30.04.2011

اګر ما خپله رایه په (نه) استعمال کړه خو دومره ژر میدان پریښودل ښه نه دی . د یوی سپږی له پاره به چپن اور ته نه غورځوو . هو که د مسوولو کسانو لاسرنه په کی ثابته شوه بیا جلا موضوع ده په هغی حالت کی بیا مونږ د قالواسلاما په نامه هم یو څه لرو په اسلام کی .


و.افغان
30.04.2011

پښتون صاحب:
زه د خپل شخص په نمايندګۍ وایم:
زه له دغو ښکنځلو هيڅ راز خوند نه اخلم، دغه ښکنځلې او بدې ردې به مې له اړوندو فورمونو څخه لا ډېر مخکې له يوې مخې ختمې کړي وی.خوزما نوم هلته په چلوونکو
کې هسې اضافه دی، يعنې د هيچا د پوسټ د ړنګولو صلاحيت نه لرم.

لهذا وروڼه دې پر ما دغه بد ګماني نه کوي، مسؤوليت يې پر هغه چا چې دغه صلاحيت
ورته حاصل دی.

په درنښت


هوتک
30.04.2011

پښتونه سلامونه:
پاتیکیدل مو ولاکه په ګټه وې


م
30.04.2011

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
ملګروخلک وایي تر وژلي ورور پرې ایښی ګومل ښه دی

خوزه به یوه خبره درته وکړم ، که موعملي کړه ، نه به مو ورور وژلی شوی وي اونه به ګومل پاته وي .
هوښیاران وایي
[color=white:f53aab6cfe]هیڅکله له یوه جاهل او پست انسان سره بحث مه کوئ ، ځکه هغه به مو په بحث کې لومړی خپلې ټیټې مرتبې ته ورسره ښکته کړي ، او بیا څنګه چې دی ستاسو په نسبت په پستۍ کې ښه کاري تجربه لري ، په همدې مرتبه کې به درته تاریخي شکست درکړي چې بیا به افسوس کوئ[/color:f53aab6cfe]


اړم
30.04.2011

[quote:7f87eb22f0="ملا بختور"]

[color=white:7f87eb22f0]هیڅکله له یوه جاهل او پست انسان سره بحث مه کوئ [/color:7f87eb22f0][/quote:7f87eb22f0]
زه درسره موافق يم.
اوس ملا راكټ اخوند/پښتون مسلمان/ننګرهاری او اوس يى په بل نوم هم اكاونټ خلاص كړى دى او داسى نور، دپرتوګو نه خپل غ...
راويستي دي او په ښكاره يى په ميدان ځانونه لوڅ كړي او ټولو خلكو ته ځانونه ښكاروي نو لازمه داده چى مونږ ترى سترګى پټى كړو او هيڅ ورمخ نكړو.
ځكه دوي خو هسى هم نه شرميږي او س مونږ هم ټکي ټکي


عبدالوكيل
30.04.2011

هو ، هوښیاران وایی :
د دوه ډولو کسانو سره بحث مه کوه : یو بلیغ (په ژبه کی چالاکه سړی) ، او بل احمق . ځکه چی بلیغ د خپلی ژبی په چالاکۍ درباندی غالب کیږی ، او د احمق سړی څخه متضرر کیږی .

په دی باره کی د امام شافعی رحمة الله علیه څو شعرونه ولولئ:

أعرض عن الجاهل السفيه *** فكل ما قال فهو فيه
ما ضر بحر الفرات يومـاً **** إن خاض بعض الكلاب فيه
ترجمه:
د جاهل او احمق نه لیری ګرځه
دی چی څه وایی ټول په ده کی خپله شته
د فرات سیند ته به یوه ورځ هم ضرر ونه رسیږی
که چیرته بعضی سپی په کی ورګډ شی

او وایی:
يخاطبني السفيه بكل قبح *** فأكره أن أكون له مجيباً
يزيد سفاهة فأزيد حلمـاً **** كعودٍ زاده الإحراق طيباً
ترجمه:
د احمق چی څه بد په وس پوره وی راته يي وایی
خو زه نه خوښوم چی جواب ورکړم
هغه خپل احمقتوب زیاتوی او زه خپل بردباری زیاتوم
لکه د عود لرګی چی څومره سوځی هومره یی خوشبوی زیاتیږی

یوبل شعر یی دی چی:
قالوا اسكت وقد خـوصمت قـلت لهـم *** إن الجـواب لبـاب الشـر مفتـاح
والصمت عن جاهـلٍ أو أحـمقٍ شرف *** وفيه أيضاً لصون العرض إصـلاح
أما ترى الأسد تـخشى وهي صامتـة؟ *** والكلب يخسى لعمري وهـو نبـاح
ترجمه:
ماته یی وویل چوپ شه په بحث کی پاتی راغلی ما وویل
یقینا په جواب سره د شر دوازه خلاصیږی
او د جاهل او احمق په وړاندی چوپتیا شرف دی
او همدارنګه د خپل ناموس د ساتنی له پاره هم ګټوره ده
آیا وینی نه چی له زمرو نه په چوپتیا کی خلک ډاریږی؟
خو قسم دی سپی چی غاپی خلک یی چغی کوی

او په اخرکی د امام شافعی رحمة الله علیه په دی شعر درنه رخصت اخلم. وایی :
إذا نطق السفيه فلا تجبه *** فخير من إجابته السكوت
فإن كلمته فرجت عنـه **** وإن خليته كمداً يمـوت
ترجمه:
کله چی جاهل خبری کولی نو جواب مه ورکوه ... ځکه چی د جواب نه سکوت بهتر دی
که خبری دی ورسره وکړی نو د هغه د زړه غوټه دی وسپړله ... او که دی ډک پک پریښود د ډیری غوسی څخه مری .

والسلام


SADEQ MUSALMAN
30.04.2011

وروڼوسلامونه اونېکي هيلي تقديموم

په ټول افغان کي دومره څوک نشوپيداچې ديوڅوکسانومرداري ليکني ړنګي کړي.
البته پورتنۍ خبره چلونکوته راجع ده.
نوپه دې بنامي ( نه ) ته رايه ورکړه.
اوزه به ددې بحث ترپايه درسره يم چې دټول افغان مسؤلين څه وايي؟
که يې د ( نه ) والورايي ته ترجيح ورکړه نوبيااو ويې ويل چې داموله تاسوسره وعده ده
چې که چادين اوپه دين مينوخلکوته سپکاوی وکړنونه يوازي به يې ليکنه ړنګېږي بکله له فورمه به هم شړل کېږي.
که داسي وشول نوښه ترښه.
ګني زه به دبحث په پای کي درنه ددې جملې په ويلوخدای پاماني اخلم چې
ملګروبښنه کوئ زه درنه لاړم :cry:


رښتینی
30.04.2011

وهاج صاحب اونورو ملګرو سلامونه

دټول افغان دمشر اډمین غفلت داټولی ستونزی زیږولی دی هغه محترم
په اونیو اونیو یوځل راځی او بیا چی راشی هم کار یی به نه شمار دی

عجیبه خوداده چی یوه دومره مشهوره خپرونه په دومره غفلت سره چلول
دڅه ډول احساس زیږنده ده !!
دومره ډیر کسان له څو کلونو راهیسی دلته لیکنی کوی او دومره
ډیر لوستوال دلته شتون لری خو ددی ټولو هیح پروا نلرل زما په اند
یو سپکوونکی عمل دی اوکه دا عمل دیر تکرار شو نو پایلی به یی
ښی نه وی .

په مینه


پښتون.
30.04.2011

:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


پښتون:
30.04.2011

گرانو دوستانو! زه له دا سو ورزو تاسو ته متوجه یم.د هرچا لیکنه لولم مگر دومره ناروا هم شه نده چی یو سوک زان ته استاد او یا عالم وایی او لیکل هم شه کولای شی نو بیا ولی دومره زان بی شرمه کئی.
یعنی هغه علم چی به ادابو ولار نه وی ، بیا نه ثواب لری او نه هغه کس کوم کمال.
الله تعالی هغه سوک دیر زر شرموی چی له اسلام دین سخه ناوره استفاده کوی.
زما رای هم (نه )ده.
توفیق مو نصیب شه.


۰
30.04.2011

السلام علیکم
په نه او هو باندي به مسله حل نشي پوره سنجش پکار دی
ټوکه:
واي دیو سړي چرګه ورکه شوه خو څوک ورپسي ونه ګرځیدل!
بیا يي اوزه ورکه شوه هغه هم همداسي بي پلټني پاتي شوه!
بیا يي اخر غواي ورک شوه نو ځامن يي ورپسي ګرځیدل دي سړي ورته وویل
چي اووووو ځامنو دا غواي پریدی او د چرګي پسي ورګرځیږی اول هغه پیدا
کړی نو ځامنو يي ورته وویل چي پلاره ته اوس دچرګي غم راخستی يي غټټټټټټ
غوايي ورک دي چرګي پسي دي بلا شي غواي غواړو!
پلاريي ویل نه ځامنو که مو دچرګي غم کړی واي او ورپسي ګرځیدلي وای نو
سبا به اوزه نه ورکیده او که بیا مو اوزه پلټلی واي نو نن به دا غوايي نه ورکیده
که له اوله هر بي ادبه همداسي په شریکه رټل شوی وای نو نن
به دا حال نه وو خو دلته فکر کوم هره وینا ازاده ده خو انتقاد بندي دي که څوک هرڅه واي خیر
دي خو که سمه خبره يي وکړه نو هغه دم به بیا په څو ژبو تهدیدونه اوري او لیکني
به يي ورجارو کیږي .
په ډیر تأسف ستاسي ورور مومندافغان


ريان احمدزى
30.04.2011

وروڼوسلامونه مي ومنئ
رايه مي ( نه ) ده
داڅه حال دی؟؟؟؟؟؟؟
زه بيرته ولاړم


..Ahmadzai
30.04.2011

زه به د یوه عربی شعر په یوه بیت بسنه وکړم.

ومن ربط الكلب العقور ببابهِ ** فعقر جميع الناس من [color=red:aff8055c1d] رابط [/color:aff8055c1d] الكلبِ

نو محترمو دا لیونی هم چا ساتلی، أو پرې خوښ دی.


و.افغان
01.05.2011

بس دی وروڼو!
ستاسو هم لکه چې ښکنځل خوښ دي، هسې خوشې خپل وخت مه ضايع کوئ، هغه
مقصود غړي ته هم لږ وخت ورکړئ، چې خپل کردار بدل کړي.
دا سکالو نوره بيخي وتړئ.
مسؤولين دې ټولې اړونده موضوعګانې ړنګې يا وتړي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more