د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

yaw ghazal

inzargul
22.06.2004

غزل
يو ځلې بيا دې کړه را تاوې سترګې
هغه رنځورې، هغه مړاوې سترګې

چې نوراني دسمال ترسترګو يوسي
له حيا ډکې شي دناوې سترګې

دښکلا خدای په کې له وراېه ښکاري
نن خو ريښتيا پنځۍ ښکلاوې سترګې

خير دی ګيلې مانې ېې ومنه نن
جرګه راغلي دعشق پلاوې سترګې

لا ېې رنځور کړمه او روغ ېې نه کړم
جانانه ستا خو مسيحاوې سترګې
مننه ''انځر ګل ارمانجن''[/i]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more