د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د افغانستان اشغال دايمي کيږي!

ډاکټر څپاند
12.04.2011

د افغانستان اشغال دايمي کيږي!

په کابل کې دې اشغالګرو تر کنترل لاندې،د بې واکې ادارې مشر، حامد کرزي اعلان وکړ چه دامريکې سره
دستراتيژيکو اړيکو په هکله، دده حکومت ته دوه اونۍ دمخه،پدې هکله وړانديز
رسېدلی دې٠
ده زياته کړه چه پدې هکله به لويه جرګه په دوو مياشتو کې دايره شي٠(لويه
جرګه،دکرزي دحکومت دتش په نامه اساسي قانون پر بڼسټ،دپارلمان او دحکومت ګډې ناستې ته ويل کيږي)
کرزي داهم وويل چه افغانستان پرمختللې وسلو ته اړه نلري،ځکه چې دښمن
ضعيف شوی دی :lol: :lol: ٠


نوروز خان
12.04.2011

[color=darkblue:3e5cc664ef]دکرزي دې خبرو طالبان هم قهرولي دي .[/color:3e5cc664ef]لاندې دطالبانو دپاڼې اونیزه تبصره ده

ستراتیژیکي تړون که دازاد اولس په استقلال شرموونکي معامله
دتیرو ګنګوسو په تعقیب ، په نږدې ورځو کې یوځل بیا په مطبوعاتو کې دکابل درژیم له خوا له امریکا سره دافغانستان د ستراتیژیکي تړون په اړه څرګندونې راغلي دي ، دکابل داجیر حکومت مشر حامد کرزي په خپلو وروستیو اظهاراتو کې ویلي چې له امریکا سره داوږدمهالي ستراتیژیکي مشارکت دتصویب لپاره به لویه جرګه راوغواړي ترڅو په دې توګه یادشوي تړون ته جواز ومومي .

په حقیقت کې دکرزي دا خبرې دامریکایي چارواکو دهغو اظهاراتو ازانګه ده چې څه موده وړاندې یي ویلي وه ، غواړي په افغانستان کې دایمي پوځي هډې جوړي کړي ، خوکرزی چې دافغان اولس نبض ورمعلوم دی داځل هڅه کوي ، ددایمي هډو خبره دستراتیژیکي اړیکو ترنسبتا غولوونکي عنوان لاندې اولس ته وړاندي کړي .

زمونږ په باور امریکایان چې دافغانستان د اشغال هڅه یي له ناکامۍ سره مخامخ ده اوس دخپلو اجیرانو په توسط له افغانستان سره دستراتیژیک تړون دامضاء لپاره جرګه را غواړي اوپه دې هڅه کي دي ،ترڅو تردي عنوان لاندې په دې هیواد کې خپل اوږد مهالي شتون ، دایمي پوځي قرارګاوو ، او تلپاتي اشغال ته لاره هواره کړي ، نوبناء په دې اړه پرانستل شوی بحث دخپلواک او سرلوړي افغانستان او مؤمن اولس په وړاندې ترټولو دستر ایلوونکي دام په نوم تعریفولای شو چې باید وپیژندل شي او دمخنیوي لپاره یې ټولې هڅي وشي .

لکه څنګه چې دیوې شیبې لپاره دکوم هیواد یا اولس اشغال اوپه خاوره کې یي ناروا شتون دهیڅ راز بشري قوانینو له مخې دتوجیه وړ نه دی ، دغه رازداوږده مهال لپاره دکوم اولس په استقلال معامله اودخاورې غصبول یي هم دمنلو وړ نه بلل کیږي .

زمونږ په باور دانه یوازې دافغان اولس په وړاندې ستره جفا ده بلکې دسیمې او نړۍ په سطحه یې هم یوترزغم لوړ عمل بللی شو .

ددې توطئې په اړه افغان اولس ته ورپه یاددو چې باید دموضوع حساسیت او ژورتوب درک کاندي ، امریکایان پلان لري ، زمونږ مسلمان اولس او سرلوړی هیواد دخپلو دایمي ځیره خورو او مستعمرو په نوملړ کې وراضافه کړي ، دا کړنه که له یوې خوا زمونږ په اسلامي معتقداتو او ملي ارزښتونو پورې ملنډې وهل دي ، په اوږده مهال کې به له سیاسي ، عقیدوي ، کلتوري او نورو اړخونو په اولس باندې هلاکوونکې اغیزې ولري ، افغان اولس باید دستراتیژیک تړون دامضاء په نامه دترسره کیدونکي جرګې په وړاندې په میړنتوب ودریږي ، ددې جرګې پلانوونکي ، تبلیغاتي کمپاین چلوونکي ، ګډونکوونکي اوهرډول مرسته کوونکي یې باید ، دسپیڅلي دین او هیواد دتاریخي غدارانو په توګه وپیژني او په مخالفت کې یې خپل دیني او ملي مکلفیت ترسره کړي .

دسیمې اونړۍ هیوادونه چې دازادۍ او غلامۍ په معنی پوهیږي ، باید دافغان اولس په وړاندې ددې پلان شوې جفا مخنیوی وکړي ، هیڅ اسماني او بشري اصول دوی ته دیوې داسې رسوا نندارې دکتلو اجازه نه ورکوي ، په دې سربیره دافغانستان اشغال او دلته دامریکایي دایمي اډوشتون په سیمیزثبات او دحالاتو په توازن هم مخامخ اغیز ښندلی شي ، په دې ټول پوهیږي چې افغانستان دامریکایانو وروستی هدف نه دی بلکې غواړې له دې هیواده یوازې ( دخېز دتختې ) کار واخلي ، امریکا نیت لري په افغانستان کې دپښوله ټینګولو وروسته په سیمیزه کچه خپل ښکیلاک ته وده ورکړي او خپل رقیبان وګواښي .

په دې سربیره دنړۍ اسلامي حکومتونه ، نړیوال سازمانونه او ملل متحد هم باید په دې درنه موضوع کې چوپ پاته نه شي ، اوپرې نږدې چې دخپلواک هیواد افغانستان ددایمي اشغال لپاره په لاره لویدلې دا امریکایي دسیسه کامیابه شي .

دافغانستان اسلامي امارت ددښمن له خواپلان شوې دانوې دسیسه په سختو الفاظو غندي ، او دمخنیوي لپاره یې دهراړخیزو کړنو دترسره کولو تعهد کوي ، اسلامي امارت دکابل اجیرو رژیموالو ته ورپه زړه کوي چې په داډول هڅو کله هم نه شي کولای ، دسرلوړي اولس خپلواک تقدیر بدل کړي ، دوی باید په یاد ولري چې له دې وړاندې دانګریزانوغلامانواوبیادپخواني شوروي اتحاد کمونیستي اجیرانو هم داډول تلاشونه کړي وه ، خو وروسته یوازې ددوی په شرمندګۍ او تاریخي مختورۍ باندې انجام شول اوتاسي به هم ملت اوتاریخ دملي خائنینو په نامه ثبت کړي .

له الاماره څخه په مننې


chaparharay
13.04.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
دایمی اډی دایمی اډی دی نه څه نه جوړیږی امریکایان خو له اولی ورځی نه پدی تکل دی چی څنګه ټوله دنیا تسخیر کړی او ټول سره سپین یی خپل کور ته یوسی
خو دا بیا دالله خوښه ده چی څنګه کیږی که ځمونږ خپل اعمال سم نشی نو ځمونږ دا بد حال نه تغیریږی او که مونږ خپل اعمال سم کړه هرڅه سم دی که مونږ دا وویل چی مونږ سره په مقاومت کی الله مل دی او ریښتونی هم مونږ دالله ملتوب باندی یقین ولرو او ځانونه د الله بندګان کړو نه د پیسو نو الله به یی داسی تباه کړی لکه مخکی یی چی ددوی استاذان تباه برباد اوشرمیدلی ددی پاکی او مجاهدی خاوری نه شړلی دی اوکه مونږ همداسی په مادیاتو یقین ولرو او مادی وسایل بیا امریکا او د هغه اشریانو سره زښت ډیر دی .
خو که مونږ خپل تاریخ ته ځیر شو هرکله چی مونږ الله هیر کړی همداسی راباندی شوی او چی بیرته مو الله جل جلاله ته رجوع کړی بیرته هرڅه ښه شوی او دښمن مو شرمیدلی تښتیدلی دی .
دایمی اډی نشی جوړیدی دومره تشویش مه کوی که کرزی ورسره تړون هم وکړی .
دی نه لږ مخکی کمونستانو هم د روسانو سره تړون کړی وو هسی خو نه وو راغلی خو همدی کمونستانو ورنه غوښتنه کړی وه بیا هغوی څه برخه لیک شو چی ددوی به شی .
دا دمومنو افغانانو پاک هیواد دی او ان شاءالله چی هڅکله به د بل چا نشی خو مونږ ته لږپه الله جل جلاله یقین او خپل عمل ښه کول پکاردی .
الله جل جلاله دی ځمونږ ټولو افکار او اعمال د محمدی شریعت سره سم کړی آمین


ډاکتر څپاند
14.04.2011

[color=blue:ef7c81b620] کامه اوبو يوړه بېړاګان اوس خبرېږي![/color:ef7c81b620]
[color=red:ef7c81b620]دې افغان ويده ولس د تاريخ په ټولو ادوارو کې انګرېزانو تير ويستی او خپل شوم اهداف ئي تر لاسه کړي دي٠[/color:ef7c81b620]

[color=white:ef7c81b620]واقعيتونه څه دي؟[/color:ef7c81b620]
موږئي دې
مسلمان،کاپر،مجاهد،کمونست،اخواني،طالب،پښتون،تاجک،هزاره،اوزبک،شمال،جنوب او ورته نورو ډلو باندې ويشلي يو او [color=yellow:ef7c81b620]دوئ مزې کوي مزې![/color:ef7c81b620]

[color=white:ef7c81b620]وطن ئي راته اشغال او ګوډاګي نوکران ئي واکمن کړل٠[/color:ef7c81b620]
داشغال په شرايطو کې ئي په اسطلاح لويه جرګه تشکيله او دخپلې خوښې اساسي قانون ئي جوړ کړ٠

ددې تش په نامه قانون په اساس لويه جرګه يعنې د ولسي او مشرانو جرګو او ولايتي جمع ولسواليو شوری ګډه غوڼډه!

نتيجه؟

هرڅه چې انګريز وائي هسې به کيږي،دافغان ولس لاسونه ئي ترشا تړلي دي٠
[color=red:ef7c81b620]
دحل لاره؟[/color:ef7c81b620]دې داسې يو ځواک رامنخ ته کول چې هلته پکې ټول افغان ولس ديوه افغان تر نامه راټول شي٠

[color=red:ef7c81b620]دځواک مشري؟[/color:ef7c81b620]
دپوهې او علم خاوندان،هغه اګاه قشر چې ملي،سمتي،مذهبي،ژبني او ورته نور تعصبات محکوم او د يوه واحد
افغان او افغانستان تر نامه لاندي خپل ولس متحد اودې ملي پاڅون په لور ئي رهبري او لارښونه وکړي٠

[color=yellow:ef7c81b620]څنګه؟[/color:ef7c81b620]
دميډيا ،خاصتا دانټر نټ له لرې٠

[color=blue:ef7c81b620]ميکانيزم؟[/color:ef7c81b620]
يو خير خواه انسان کولی شي چې د هر ډول تعصب نه بغېر، يوه خپرونه،مثلا انټرنتي سايټ،رامنخ ته او ټول
هغه عناصر چه پورتني ارمان ته وفادار دي ،متشکل،منظم او مجهز کړي٠

په درناوي


-
11.05.2011

زما په اند ددايمي اډو دغوغا څخه امریکایان سیاسي ګټه پورته کوی کنه نوموږ اودوی دواړه پوهیږوچي دايمي اډې یي امکان نلري.عبدالسلام ضعیف دالجزیري خبریال دیوې پوښتني ډیر ښه ځواب ورکړی چي ایا څه فکر کوې امریکایان به داوږدې مودي لپاره په افغانستان کي پاتي شي او که دلنډې؟، وایي: هسې خو دامریکایانو تحرکات ښيي چي داوږې مودي لپاره یې افغانستان ته خیټه په اوبو کې ایښي،خودابه ددوی لپاره محاله وي چي رښتیاهم دهمدومره اوږدي مودي لپاره په افغانستان کي پاتې شي.
http://www.youtube.com/watch?v=PEzerGZrW9c&feature=related
نوخبره داده چي خیال اوتوقع یوشی دی اودیو کار عملی کیدنه بل شی دی.نودا داډو مسئله دومره دپړسولو نده دادامریکایانو هسي یوخواهش دی چي پوره کیدل یې دضعیف صیب په وینا محال دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more