د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دهغه ماشوم علاج چي په خبرو کې بندیږی ( توړي )

خیریوسی
06.04.2011

په خبرو کې بندیدا دوه ډوله ده :
یو هغه ماشوم چې کله ماشوم پر خبرو راسی په خبرو کې بندیږی هغه دې وډاکتر ته ورسی . اوبل هغه ماشوم دی چې لمړی خبری سمی کوی خو وروسته توړي سی .دا ډول ماشومانو دخبرو کولو کړنلاره هیره کړی ده موږ او تاسو چې خبری کوو لمړی ساه اخلو بیا خبری کوو او دوی ددې نه عکس په خبرو کې ساه اخلی .
ددوهم ماشوم علاج په لاندی ډول سره کیدای سی :
ماشوم باید تر خبروکولو مخکی ساه واخلی او وروسته خبره وکړی .
ماشوم دی وهنداری ته کښینی لمړی دی ساه واخلی بیا دی ووایی
ساه ـ ښه ده ښه دادنیا
ساه ـ چې توښه ده دعقبا

ساه ـ ښه ده ښه دادنیا
ساه ـ چې توښه ده دعقبا

ساه ـ ښه ده ښه دادنیا
ساه ـ چې توښه ده دعقبا
څو ورځی پرله پسې دی دا کار وکړی تر څو چي دده عادت سی چې لمړی ساه واخلی او بیا خبره وکړی .


G U L A P
11.04.2011

خیریوسې خیریوسی صاحبه
مګرزه به دتوړی دعلاج یوه لنډه اسانه لار دروشیم
زه په خپله چی وړکی وم ژبه می بندیدله ، نوبیا زما تره ته چادپاکستان په وزیرستان کی یوزیارت وروښود چی توړیان ورسره ښه کیږي ، زه به تقریبادپنځوکلو وم چی تره مي هغه زیارت ته وروستلم اودخدای په فضل رک روغ سوم .
دازیارت شین سترګی بابا بولي ، دوزیرستان له میرانشابه درزمک په مټر کی سپورسي دسرک چپ لاس ته دشین سترګی بابا زیارت پوشتنه به وکی
شفا دخدای په لاس کی ده خووجه غواړی اوزما دشفا لپاره خدای همدا سبب وګرزاوه


۰
13.04.2011

السلام علیکم ورحمةالله
خیریوسی صیب ډیره ښه نسخه تجویز کړی زما یو زوی هم همداسی دی اول ښه وو خو روسته بیا تړتړی شو او هغه هم په خبرو کی ساه اخلی نو ځکه می د خیریوسی صیب په خبری ډیر باور وشو .
او ګلابه وروره ستاسی خبره داسی ده چی تاسی لکه چی دینی پوه نه لری !
ځما مقصد دا دی چی دینی تعلیم به مو نه وی کړی نو ښه به دا وی چی کوم یو ښه عالم چی په قران وسنت ښه پوه وی ورشی او د هغه نه لږ د عقیدی درس ووای مونږ او تاسی چی مسلمانان یو نو په همدی عقیده او چی عقیده نه وی نو بیا خو مو الله مل شه!
زیارتونه اکثر یی ډیر ښه عالمان او مجاهدین تیرشوی دی نو مونږ ورته د یو مسلمان په حیث ډیر احترام لرو او دعا به ورته کوو خو دا احترام به یی بیا تر دالله جل جلاله له بندګۍ لوړ نه وی اعنی مونږ یی باید چی د بندګانو لوړ ونه ګڼو او د الله جل جلاله صفت ورنه کړو دا روغول یواځی او یواځی دالله جل جلا له کار دی او بس.
نو په دی هکله خیر له نورو علماء کرامو نه هم پوښتنی وکړه ضروری خبره ده
ملاحظه: ګلابه وروره زما ددی لیکنی مقصد او هدف دا نه دی چی ګوندی په تاسی دی جرحه وکړم او یا مو خفه کړم هیله لرم چی زړه بدی رانه نه شی خو داځینی خبری بیا ضروری وی باید یاده یی وشی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی کله یو انسان [که هغه هرڅوک وی نبی وی ،دالله ولی وی ،که کوم عام مومن او سړی] نو دهغه هر عمل بیا قطع شی هڅ څه نشی کولی بغیر ددری شیانو نه چی یایی نیک فرزند وی او دعا ورته کوی او یا یی کوم نیک کارکړی وی چی پس له مرګه یی هم خلک تری فایده اخلی لکه مدرسه جوړول ،مسجد جوړول ، ابو څاه ویستل او داسی نور نو ترڅو چی خلک تری نفع اخلی ده ته یی ثواب رسیږی او بل علم چی چا ته یی ښودلی وی اونفع تری اخلی نور یی ټول اعمال قطع کیږی او بیا هڅ نشی کولی نو وروره دی باره کی که همدا ستاسی عقیده وی د شین سترګی بابا ته نو دی باره کی دی پلټنه وکړه !
بیا هم وایم چی په خبرو می خفه نشی مقصد می دا و چی مسله ښکاره شی .
ستاسی ورور چپرهاری


خالدمنصورهډا
01.06.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانه سلامونه او احترامونه می قبول کړه الله ج دی وکړی چه ښه روغ جوړ ياست

مومندافغان د خبرې تائيد کوم
الله دې اجر در کړې
د هر څه نه اول خپله عقیدا صحیح کول لازم اوضرورې دې

د موضوع په اړه به زه دا خبر وکړم

مفتی سیف الله صاحب یو نسخه وئي
چې کله ماشوم پر خبرو راسی په خبرو کې بندیږی هغه ته دې
دا وا وئيلی شی چه ته کومه خبره کوې
اول ئي په زړه کی جوړه کا او بیا په قلاره او ارام
سره هغه خبره وکړې

انشاء الله دې سره به ئي پو ره فرق واشی

هډاوال ويب پیغام

لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده
___________________
http://hadawal2.net.ms/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more