د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د ښځي به اړه د حكيمانو او فيلسوفانو ويناوې


Kliwal
21.06.2004

دري ډوله ښځي صالحي دي:
هغه چه په ځان ظلم كوي ترڅو د بل سره انصاف وكړي
هغه چه د كور او اولاد د نيكبختۍ لامله ډيره قرباني وركوي
هغه چه ريښتيا وايي اګر كه ترخه او ددي په توان هم وي
(حكيم)
د ښځي ترټولو لوي او مهم فخر د هغي پوره ښځتوب دي او هغه ( مينه، لطف، مهرباني، د كون او هر سايسته څيز سره محبت دي)
(مي زيادة)
نارينه چه كله مينه كوي نو د كيدړي چل. احتياط او ځيركي خپلوي او د ښځي چه كله مينه راشي نو مينه، اخلاص، قرباني، او غيرت خپلوي.
( جورج صاند)
بيله ښځي سړي (سخت، توند،يواځې او د مهربانۍ او ميني په معنى نه پو هېږي .
( شاتو بريان)
له مادي اړخ نه ښځه له نارينه نه مستغني وي خو د عاطفې له لحاظه بيا نو نارينه ته محتاجه ده
( حكيم)
كه له ښځې سره د هغې د ښو صفاتو له امله مينه وشي نو دا مينه سمه نده بلكه مينه هغه ده په د هغې د عيبونو سره سره د هغي سره وشي.
(انيس منصور)
خپلې ښځې ته د وخانده نو د هرې اشارې سره سمه به ستا په خدمت كې ولاړه وي
(حكيم)
هيڅكله به ښځې په سړيو باندې كاميابه نشي دا ځكه ښځې خو ميرمنې نه لري چه مټ يې قوي كړي لكه څنګه چه د نارينه تر شا ښځه ولاړه او دهغه مټ يي قوي كړي وي (ياني سړي چه هره توره كوي تر شا يې مېرمن ولاړه وي او ښځه خو ميرمن نه لري چه تر شا يې ودريږي)
(فيلسوف)
ترهغې به د ښځې ښايست دوام كوي تر څو چه سړى ورسره مينه لري
(سيفيا جونسون)
كه لوي سړي مړشي نوخلك يي تل دښو صفاتو ستاينه كوي، اوښځه كه مړه شي نو هيڅوك يي نه يادوي مګر هغه چه ښاسيته وي
(فيلسوف)
الله ښځو ته لوي راز وربښلي، هغه د ټول كون راز دي زمونر پوهه يې نه شي درك كولي، نو لدې سر(راز) نه ځان مه محرومه كوي
(حكيم)
يو سړي له ښځې نه پوښتنه وكړه چه د خاوند او ښځې دشاتو مياشت كله ختميږي ښځې ځواب وركړ كله چي ښځه پخلی پيل كړي
(حكيم)
د ښځې زړه قفل دي هره پسته خبره يي خلاصولای شي
( أنيس منصور)
نارينه زيار باسي چه خپل هدف لاس ته راوړي او ښځې زيار باسي ترڅو داسي سړى پيدا كړي چه ددې هدف ورته حاصل كړي
( آنا جونسون)
كله چه د ښځې او سړى تر مينځ (داوه) شي نو لازمي ده چه ښځه ميدان يوسي، او ډير ځله ښځه نارينه دده په ماتي خوړلو خوشاله كوي
( فيلسوف)
قوي او ځواكمن سړى هغه دي چه خپله ښځه د خپلې ارادي تابع كري بيله چه امر ورته وكړي
{ فيلسوف}
واده يواځنی څيز دي چه مكمل انسان جوړولايی شي په واده سره هم ښځه او سړى پوره جوړيدای شي
{هيجل}
د ښځې ښايست تلپاتي نه وي، يواځې ښه اخلاق دي چه د ښځې مخ نوراني ساتي
{ ساشا كيتري}
پسرلى: پيغله
دوبى: مور
ژمى: مېرمن
منى: كونډه
{ بولوني متل}
كله چه د ښځې نوم له قاموس نه وغورځول شي په هېڅ ژبه كې به معنى دار لفظ پاتي نه شي
{فيلسوف}
اي ښايسته او پيمخي ښځو ښه سلوك او په پخلي او نور هر كار كې مهار ت حاصل كړئ ځكه دا ښايست به مو تل نه وي
{حكيم}
چا چه په واده كولو كې تلوار وكړ هغه به ډېر زر ارمان وكړي
{جونګريف}
نارينه د عقل په ملتيا كار كوي خو ښځه بيا د عاطفه په لارښوونه كاركوي
{فيلسوف}
د مېرمنې او خاوند د ( شاتو مياشت) يوه حسابي عمليه ده چه ( جمع) كول پكې ډير كم او ( منفي) كول پكې زيات وي ( ځكه د شپو په تېريدو به هغه ډېر تصورات ورو ورو را كميږي كوم چه د يو او بل نه كېدل)
{ وبييه}
د ښځې سره تفاهم د هغې د ژړا په مهال په زورور باد كې د پاڼو اړولو را اړولو په معنى دى
{محمد عفيفي}
مخكې له واده نه سړي ټوله شپه په هغه ( كلمه) كې چورت وهي چه له خپلې مېرمنې څخه يې اورېدلي خو وروسته له واده نه مخكې لدې چه ښځه يي خبرې پيل كړي خاوند يې سغ ويده شي
{ انيس منصور}
هغه څوك چه د خپلې ښځې په (اسرار) رازونو پوه نشي يا خو يې د ښځې اسرار نشته او يا يې بلكل واده نه دي كړي
{ ويلز}
ښځه د يو خزانې په مثال ده خو بختور هغه دي چه دا خزانه كشف كړاي شي
{فيلسوف}
ښځه ښونځي، باغچه، د ژوند وسيله، محكمه او بنديخانه ده
{فيلسوف}
هوښيار سړي هغه دي چه د خپلې مېرمنې له مصرف نه زياتې پيسي وګټي
{ب شردان}
اوسنۍ ښځې په دوه ډوله دي:
يوه هغه ده چه د سړي لپاره استوګنځۍ جوړه شي
بله هغه ده چه د استو ګنځي لپاره سړي جوړ كري
{ فيلسوف}
که يوه حسابي سمه عمليه وكړو نو خاوند + مېرمن مساوي ماشوم راځي.
{فيلسوف}
څوك چه ښځه نه لري پوره سړى نه دي
{فرانكلين}
دا هوښياري ده چه په كشرتوب كې واده وكړې او د ځوانۍ په دم كې د بچي وروزې او د بوډا والي په مهال دي ځوان ځوى وګورې
{فيلسوف}
دليوه او لوى ښامارتر مينځ د جګرې ننداره به هغه مهال وګورې چه خپلې مېرمنې ته د بلې ښځې د ښايست په هكله خبرې كوې
{انيس منصور}
د ښځې ټاټوبى د هغې خاوند دى
{ حبشي متل}
د ښځې غوسه د لمبې په مثال ده چه په يوه مچي وركېږي
د ښځې غوسه د خرك په مثال دي كوم جه په يوه لحظه كي وركېږي
دښځې غوسه د شغلې په ډول ده چه سو ځول نه كوي
د ښځې ذهن خو هغه مهال ډير قوي شي چه د ميني په لومو كې ولوېږي ځكه د خپل جانان هرڅه يې په زور او زير ياد وي
{حكيم}
نارينه پريږده چه هر څه ووايي په آخر كې به د ښځې رايه عملي كوي
{ايزاك بكر ستاو}
هرې لور ته تر خپل پلار لوى او با ارزښته څه نشته
{ عربي متل}
زماښځه تر هر چا په خپلو خبرو كې ډېره ثابته ده هر وخت چه د عمر پوښتنه ترې وكړم دا دېرش كلنه وي
{جلادستون}
د ښكلي ښځې خندا كله سړى د غرونو او هسكو ټيټو كوي او يا يې و چ او جام دروي
كه كومه پيغله د د ځان لپاره خوښه كړه نو ته بايد دهغې پلار، ورور او مور شي، ځكه هغې دا ټول ستا په خاطر پريښودي دي نو ته بايد هغې ته د پلار په شان مهربان، د مور په ډول مينه ناك او د ورور په شكل خواخوږ شي.
{هوميروس}
مېرمنې د ځوانانو لپاره مشرانې او د زړو لپاره نرسانې دي
{انګليسي متل}

ښه خاوند د ښې مېرمنې په لاس جوړي داى شي
{ روبرت بيرتون}
نيكه او صالحه ښځه اوښه صحت: د سړي تر ټولوبهترينه خزانه ده
{ديجون راى}
ښځه د غلامانو لار نيسي ترڅو په سړي باداره شي او نارينه د بادارانو لار نيسي ترڅو د ښځې غلام شي
{جبران خليل جبران }
په عامه توګه د ښځې كړنلاره په دوه څيزونو را څرخي: مينه او يا غچ
{اسپانوي متل }
ښځه كولاى چه د سړي له زړه موجوده راز را وباسي خو ډېره لرې ده چه سړى د دزړه راز را وباسي
{زهير صبري}
پاك نفسي دښځې تر تولو مهمه خانګرنه ده
{ارسطو}
كه دوه سري يوه ښځه وويني نو ددي په سر هرومرو اختلاف كوي او كه دوي ښځې جه يو سړي وويني نو هرومرو يي په ضد يو كيږي
{ انيس منصور}
د پيغله چه د چا سره واده كول غواړي له همغې نه ددې آند او فكر هم معلومېږي مثلا:
1ــ هغه بيغله چه له ضابط سره واده كول غواري هغه دا بيغله د خيال پلوه ده په ظاهري خيزونو غلطه شوي.
2ــ هغه پيغله چه د وكيل او يا قاضي سره واده كول غواړي د هغې جنجالونه او ستونزې خوښيږي.
3ــ هغه پيغله چه له انجينر سره واده كول خوښوي هغه واقعي ښځه ده سمه سيخه كرښه خوښوونكي ده ځكه سيخه کرښه زړه ته زر لاره پيدا كوي
4ــ هغه ښځه چه ژورناليست او صحفي خوښوي هغه د سيند په اوبو (پايي او ستني) دروي.
{ فيلسوف}
................................................................................. پاى
..............................................................امين وردك


دې ښځې په اړه د حكيمان څه وايي؟


Kliwal
03.08.2004

1) د ښځې زړه د دروغو پابريكه ده ( هندي متل)
2) دروغجن دري دي: تجار چې قسم خوري، نېشه چې لمونځ كوي، ښځه د ژړا په حال كې. ( ايټالوي متل)
3) ډېره گړبېدونكې او خبريالې ښځې سره مې زړه تنګ شي: ځكه ډېر ځله خبرې ور خلاصې شي، نو بيا په دروغو سر كړي. او يا د نورو ښځو په غيبت پيل وكړي (جون هدياك)
4) ښځه حق ډېر نه خوښوي ( سقراط)
5) سره لدې چې دروغ د هرې بدګړې اساس دى خو بيا هم ښځه تل دروغ وايي ( فورتين)
6) ډېر نارينه پېژنم چې هېڅ دروغ نه وايي خو داسې ښځه نه پېژنم چې دروغ نه وايي (ديناس)
7) ښځه چې هر څو ريښتني شي خو بيا هم د خپل عمر، وزن او د خپل خاوند په ستايلو كې دروغ وايي ( هنري فوجان)
8)دروغ د ښځې تر ټولو خوندوره كسب دى بېله دروغو ژوند خوند نه وركوي ( عبد السلام هاشم)
9)كه ښځه په مينه كې دروغ ونه وايي نو پر نارينه وو به برلاسي و نه مومي ( جوستاف لوبون)
10) د ښځو ژمنې تل د يخ پر مخ ليكل دي (كاتولوس)
11) د ښځې مهم وبال دادى چې هېڅكله به هم ترې سپينه خبره وا نه ورې ( جورج برانت)
12) ښځه سپينه خبر د ځان د لوڅوالي په مانا ويني ( اميل بونتش)
13) ښځه ښه دروغ جوړولاى شي او دروغ ورته حقيقت هم ښكاري (هنري دورينيه)
14) يوې كشرې ښځې راته وويل چې په دغه نړۍ كې تر هر څه زما حقيقت خوښ دي، له دوكې او فريب نه مې ښه نه راځي، خو دې ده مهال پر خپل مخ ښه ډېر لبسرين او نور زرورك لګولي وو ( فرانسيس دوكرواسيه)
15)كولاى شو چې د دېپلوماتانو په مينځ كې تر ښځو تكړه دروغجن پيدا كړو خو بيا به هم له ښځو نه په دروغ جوړولو كې تېز نه وي ( ماكولم دوشازال)
16) نارينه چې په قهر شي نو دروغ نه شي جوړولاى خو ښځه چې په غصه شي تر مهال ښه دروغ ويلاى شي
17) ښځه چې قسم خوري نو ريښتيا يې مه ګڼه، خو كله يې چې مخ سور شي نو بيا كېداى شي چې خبرې يې ريښتيا وي ( اوسكار وايلد)
18) د ښځې تر ټولو مهم سحر ښه دروغ جوړول دي( فيكتور هيجو)
19) ښځه چې كله ستايل او مدحه كوي نو دروغ ويل ورته د اوبو يو غړپ ښكاري، او كله چې تريخ حقيقت بيانوي نو بيا يې د اوبو د څاڅكيو په ډول تېروي ( ويدور)
20) ښځه په دروغو، فرېب او چل مسلحه ده نو ځكه يې د نابغه توب او ابتكارۍ نه غورځېدلې ده ( شوپنو هاور)
21) د ښځې خبرې، د اخبارونو اعلانونه، د شاعرانو ستاينې او دد جالانو او نجوميانو خبرې سره هېڅ توپير نه لري ( برناردشو)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more