د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

بيلجيم ميشتو افغانانو بې اتفاقۍ ته اتحاد وکړ؟

larghonay laraway
06.04.2011

السلام عليکم!
تاسو دغه لاندې رپورټ ولولئ چې دا رښتيا اتحاد دی او که فساد!
ځکه اتحاد خو يو والي ته وايي او مونږ د لر او بر يا په ټوله کې د پښتنو لپاره متفق عليه ليکدود لرو خو دې ښاغليو زما په نظر بې اتفاقۍ ته اتحاد کړی چې د پښتنو ګډ ليکدود به ګډوډوي او پښتو به د ژبې له کچې لهجې ته راغورځوي!

بلجيم ميشتي پښتانه وروڼه بايد په دې پوه وي چې ژبه د کلتوري هڅو لومړۍ غوښتنه ده خو که کوم قوم ګډه ليکنۍ ژبه ونه لري هغه هيڅ قوم نه دی او کلتوري هڅې يې هم بې ځایه دي. دلته ځينې ښاغلي شته چې په هيواد کې او له هيواده بهر يې د پښتنو د ټوټه کيدو او په خېل او سيمه د وېشلو هڅې روانې کړي او له بهرنيو دښمنانو څخه يې پروژې اخيستي چې په غير شعوري توګه له داسې ډلګيو سره اتحاد کول ملي خيانت دی!
(اول يې زده کړه بيا کوزده کړه)

http://www.tolafghan.com/posts/21339


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more