د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دامونږ پښتانه ولي آميان يو؟؟؟؟


Kliwal
20.06.2004

دا مونږ په اسلام مين، او دامونږ د تاريخ باتوران!
دا مونږ د ( طاهري، صفاري، ساماني، غزنوي،غوري او.... دولتونو وارثان!
دا مونږ د ( بست،فوشنج، بلخ، غزنه، او هرات) علمي ښارونو د لويو لويو علماؤ بچيان ولې ټول آميان يو؟؟؟
پنځه لس كاله مسلسل خپل زوي، او وړوكى ماشوم دمسجدملا صاحب ته ورلېږو په آخر كې بيا په الف ويلو قادر نه يو، اودس، لمونځ او د ژوند په نورو مهمو مسلو باندي هيڅ خبر نه يو.
.... دا ولې يو ماشوم په قرآن ويلو او بيا په ( خلاصة، قدري، كنز او منيه) كلونه تير كړي او ټول ولولي بيا هم شين آمي وي
..... په دغه پنج کتاب گلستان او بوستان مونز پښتانه ماشومان څه کوو چه خپل عمرونه پکی خاورې او په اخر کی هيڅ لاس ته نه راځي؟؟؟؟
.... په فارسي او عربي دولتونو كې ماشوم د مدرسې مخ هم نه وي خو بيا هم د خپلې ژبې ډېر شعرونه، متلونه او حِكَم يي ياد وي
[color=red:9e299b6a1c]نو آيا دا به ښه نه وي چه خپلو ماشومانو ته د قرآن كريم تر څنګ په پښتو ژبه كتابونه برابر كړو په هغه كي ( ديني پوره معلومات او د پښتو ادب نه د ماشومانو د عقل سره سم څيزونه) انتخاب كړو په دي سره به ماشوم د قرآن كريم تر څنګ ديني معلومات په خپله مورنۍ ژبه كي زده كړي وي او به پښتو به هم ليك او لوست وكولي شي.[/color:9e299b6a1c][size=18:9e299b6a1c][/size:9e299b6a1c]


Re: دامونږ پښتانه ولي آميان يو؟؟؟؟

لونګين
06.08.2004

داپښتنه دمحمدزيوله کورنۍ ځخه وکړه،چې دویولي دومره بي هويته وو٠چې
ځانونه ئي هم تاريخي بدنام کړل اوپښتانه ئي ټول وخت غلط کړل٠

لونګين

[quote:a5bbd79282="Kliwal"]دا مونږ په اسلام مين، او دامونږ د تاريخ باتوران!
دا مونږ د ( طاهري، صفاري، ساماني، غزنوي،غوري او.... دولتونو وارثان!
دا مونږ د ( بست،فوشنج، بلخ، غزنه، او هرات) علمي ښارونو د لويو لويو علماؤ بچيان ولې ټول آميان يو؟؟؟
پنځه لس كاله مسلسل خپل زوي، او وړوكى ماشوم دمسجدملا صاحب ته ورلېږو په آخر كې بيا په الف ويلو قادر نه يو، اودس، لمونځ او د ژوند په نورو مهمو مسلو باندي هيڅ خبر نه يو.
.... دا ولې يو ماشوم په قرآن ويلو او بيا په ( خلاصة، قدري، كنز او منيه) كلونه تير كړي او ټول ولولي بيا هم شين آمي وي
..... په دغه پنج کتاب گلستان او بوستان مونز پښتانه ماشومان څه کوو چه خپل عمرونه پکی خاورې او په اخر کی هيڅ لاس ته نه راځي؟؟؟؟
.... په فارسي او عربي دولتونو كې ماشوم د مدرسې مخ هم نه وي خو بيا هم د خپلې ژبې ډېر شعرونه، متلونه او حِكَم يي ياد وي
[color=red:a5bbd79282]نو آيا دا به ښه نه وي چه خپلو ماشومانو ته د قرآن كريم تر څنګ په پښتو ژبه كتابونه برابر كړو په هغه كي ( ديني پوره معلومات او د پښتو ادب نه د ماشومانو د عقل سره سم څيزونه) انتخاب كړو په دي سره به ماشوم د قرآن كريم تر څنګ ديني معلومات په خپله مورنۍ ژبه كي زده كړي وي او به پښتو به هم ليك او لوست وكولي شي.[/color:a5bbd79282][size=18:a5bbd79282][/size:a5bbd79282][/quote:a5bbd79282]


Ghairat
06.08.2004

[code:1:1c930fec3f]داپوښتنه دمحمدزيوله کورنۍ ځخه وکړه،چې دویولي دومره بي هويته وو٠چې
ځانونه ئي هم تاريخي بدنام کړل اوپښتانه ئي ټول وخت غلط کړل٠ [/code:1:1c930fec3f]
هو، لونګين صيب ښه وايي، دا پوښتنه بايد له محمد ځيو او سدوځيو له هر واکمن څخه وشي، له احمد شاه با با څخه يې وکړه چې له شعره پرته يې يوه کلمه پښتو چيرې په سهوه کې هم نه ده ليکلې، يو تاريخ يې کښلی ، خو هغه يې هم په فارسي ليکلی و، او رسمي چارې يې په فارسي ، آن په ايراني فارسي ترسره کولې او ددې له پاره يې ايرانيان راو ستي وو څو دفتري او رسمي چارې ، کتابت اودرباري اجراآت په فارسي سره په افغاستان کې سمبال کاندي. خو دا مګړتيا د هغه په نورو سترو تاريخي کارنامو کې پټه پاتې شوې ده او څوک يې بايد هم ګرم ونه بولي ، ځکه ، په لنډ ډول: شرايطو ورته اجازه هم نه ده ورکړې.
دا پوښتنه له تيمور شاه نه نيولې تر امان الله خان ، ظاهر خان او داود خان پورې له ټولو څخه وکړه ،چې يوه کلمه يې ليکلی نه ده ـــ که څه هم داود خان د پښتو خبرو په مقصد پوهيده ـــ خو له شهيد نادر خان څخه ددې پوښتنې حق نه لرې، هغه هم لوستلی ، هم ليکلی او هم ښه ويلی شوه او هم يې رسمي کړې او پښتو زدکړه دده په وخت کې د ملي ژبې په توګه په ښوونځيو کې اجباري وه. په درنښت او سلامونو.
[color=red:1c930fec3f]بي مسلکه پادشا هان زمونږ شاهان وو ... له جـــــګړو پرته دوی کــــله افــــــغانـان وو ؟
پښتون قام له دوی نه خير ليدلی نه دی....خو دوی وايي چې دوی بيا هم انسانان وو؟[/color:1c930fec3f]


مننه


Kliwal
10.08.2004

قدرمن لوګين او ګران غيرت صېب سلامونه ومنى، هوسا، سوكاله او خوشاله مو غواړم.
1- ډېره مننه چې په خوراوړه جمله كې مو ښكلى جواب اېښى (چې دا پوښتنه بايد د خپلو مشرانو نه وشي)
2- زما موخه لدغه سوال څخه دا وه چې د ټول افغان له ښاغلو وپوښتم چې ددې غميزې حل څه دى؟؟
په كومه كړنلاره كولاى شو لدغه تور ناورين نه ځان را وباسو :cry: :cry: ؟
3- (دا به بې ادبي نه وي) چې د وطن د عامه خلكو دا خبره ياده كړم چې وايي ( د افغانستان تيږه په ناروايي سره اېښودل شوې). او دا به هم ووايو چې متاسفانه زمونږ د بدو كړو وړولامله لومړى افغانستان او بيا په خاص ډول پښتانه ډېر بد نصيبه دي) د غمونو را باندې وار نه كېږي، څومره چې ستونزې زياتېږي هومره غافل كېږو.
4- گرانو هيله مې داده چې بايد چې اوس ددغه مشكل حل به څه اومونږ څه كولاى شو.
............................................ډېره مننه او كور مو ودان


نقاد
14.08.2004

[color=red:ff02713d2b]مسجد دلمانځه او ښونځی د زدکړې ځای دی ، لمونځ په عربي او ښوونځی بايد په پښتو او د هر افغان بچي له پاره مهيااو تر نهم لسم ټولګي پورې اجباري اوسي. د ښوونځيو تعميم اړين شرط دی ، څو ټولګړي تعليمات تر سره شي.په هغې کې هم دينيا ت شته، هم رياضيات ،اجتماعيات او هم طبيعي علوم ښودل کيږي او يو دولسم پاس په ډير څه پوهيږي او د ځانګړو پوهو د تر ﻻسه کولو لپاره بيا په پوهنتون درس ويل کيږي. . که دغه ﻻر تعقيب شي نو نتيجې به يې ډيرې په زړه پورې وې . . والسلام [/color:ff02713d2b]


لونګين
14.08.2004

نقاده وروره سلام
دا مضمون دي دټوکو او مسخرو په ځاي کې وليکه ، رښتيا وائي او که پسخند وهی؟؟؟
په درناوي لونګين

[quote:808ba5e487="نقاد"][color=red:808ba5e487]مسجد دلمانځه او ښونځی د زدکړې ځای دی ، لمونځ په عربي او ښوونځی بايد
په پښتو او د هر افغان بچي له پاره مهيااو تر نهم لسم ټولګي پورې اجباري اوسي. د ښوونځيو تعميم اړين شرط دی ، څو ټولګړي تعليمات تر سره شي.په هغې کې هم دينيا شته، هم رياضيات ،اجتماعيات او هم طبيعي علوم ښودل کيږي او يو دولسم پاس په ډير څه پوهيږي ا د ځانګړو پوهو د تر ﻻسه کولو لپاره بيا په پوهنتون درس ويل کيږي. . که دغه ﻻر تعقيب شي نو نتيجې به يې ډيرې په زړه پورې وې . . والسلام [/color:808ba5e487][/quote:808ba5e487]


نقاد
17.08.2004

[color=blue:694a162fb8][size=24:694a162fb8]څه مطلب ؟[/size:694a162fb8][/color:694a162fb8]



Kliwal
17.08.2004

قدرمن ورور لونګين او نقاد صېب سلامونه مې ومنئ
په پيل كې بايد ووايم چې د هېواد ځينې ستونزې مې ستاسو په شان ډېر ځوروي او تل پكې فكرونه او چورتونه وهم، داچې زما پوهه او تجربه كمه ده نوهر وخت يې له نورو سره شريكوم، د كله نه مې چې د ټول افغان پاڼه پيدا كړه خورا زيات پرې خوشاله شوم او د همغې ورځې نه مې وويل ځه كليواله نور دې سوال قبول شو.نور به دې هر سوال شافي او كافي جواب په لاس درځي.
... محترم نقاد صېب! زه چې كله ستا او ځينې نورو استادانو مقالې ګورم نو وايم كاشكې زه هم داسې ليكوال واى.
قدرمنه استاده! د زړه له تلې په ډېر تاسف سره درته وايم چې د خپل ولس ډېر كلي وينم چې د ليكلو او لوستلو هېڅ كس پكې نشته او كه وي هم هغه دومره پياوړى نه وي. واقعا چې حالت مې خورا ځوروي او تل پدې فكر كې وم اول مې دا پوښتنه په ټول كې مطرح هم كړه.
په ډېرو ځايونوكې ښوونځى له سره نشته او د كليو او بانډو كې خوهر ماشوم څوكاله مسلسل او كه كلونه نه وي څو ژميه مسلسل مسجد ته ځي، كتاب او كتابچه خلاصه او بنده كوي په آخر كې بيا په توربور خبر نه وي د ژوند په مهمو مسلو نه پوهېږي.
هغه ماشومان چې څوكاله مسلسل جوماته ځي اقلا لږ څه خو يې بايد زده واى خو متاسفانه چې داسې نه ده
همدغه خبره مې له تاسې ښاغلو سره شريكوله چې مونږ او تاسې په دغه كم ځواك څه كولاى شو چې ددغه غميزي په لرې كولو كې كې لږ څه ونډه واخلو؟ له تاسې قدرمنو سره څه نظريات شته چې ګټه ترې واخلو؟
د بېلګې په ډول زه په دغه آند يم چې:
..... په تعليمي نصاب كې كوم چې د مجاهدينو په وخت په پېښور كې تهيه شوى د ( تعليم القران) په نامه په پښتو ژبه يو كتاب د وړو ماشومانو لپاره برابر شوى چې اوس يې ډېر ماشومان په مسجدونو كې هم وايي دغه ماشوم ته د لوستلو لارې ښيي او ددې كتاب په ويلو سره ماشوم كولاى شي د قرآن كريم لوستل زده كړي.
زه وايم كه دغه كتاب ته ورته څو مسلسل كتابونه په پښتو ژبه تهيه شي ياني اول، دوهم، دريم، څلورم، پنځم او شپږم كتاب چې درجه په درجه ماشوم په پښتو لوستلو روږدى كړي او دا آخري كتابونه لږ په اړينو معلوماتو مشتمل او په اخر كې لوستونكي ته نورې پښتو مهمې مراجع او اخذونه ورپه ګوته كړي كېداى شي دا لاره ګټوره وي او كېدا ددغه موجوده ستونزې ګراف لږ څه راكم كړي.
نو كه له كوم ښاغلي سره په دې هكله كومه فكره وي هيله چې را ويې لوروي
...والسلام



ع کريم حليمي
17.08.2004

محترمو مکرمو اوعزتمنو وروڼو او خويندو
ډيرښه او زما دعلاقې بحث دۍ ٠
که څوک غواړي چه کوچنيانو ته اسلام ،پښتو ور زده کړي ٠ په پوره ډول ٠
د پښتو ټولني چاپ (سيره النبی ) 4،5،6، ټوکه دي په ولولي ٠
د مځکي پر مخ يو ښو کتابو څخه دي ٠
او د زده کړي يو اصل دادۍ ٠ هره حواله چه په کتاب کي ور کړې وي ٠ مثلأ سلمان فارسی داسي ويلي ٠
نور دي ٠ کتاب نه لولي تر څو ئې سلمان فارسي ئې نوي پېژندلۍ٠ کله چه ئې سلمان وپېږندلۍ ٠
بير دي ٠ دسيرت مطالعه شروع کړي ٠ که فرظأ داسي ليکنه مخ ته ورغله پيغمبر عليه السلام داهم ويلي دي چه
((تر څو چه بنده په لمانځه کښي بلي خواته نه وي ملتفت سوی نو خدای هغه ته ملتفت اوسيږي او هر کله چه هغه د
خپل خدای څخه مخ وګرځوي نو خدای هم د هغه څخه مخ کرځوي )) حواله د مسند احمد پنځم جلد صفه ٢٧٢ او
د ابوداود باب الالتفات فی الصلوه
که په دغه شکل مطالعه يا درس ورته وويل سي ٠ په دغه درې جلده به تر لوی ملا عالم وي ٠ زه ئې زمه وار يم
حليمي


نقاد
24.08.2004

"[quote:8b76619640]لونګين"]نقاده وروره سلام
دا مضمون دي دټوکو او مسخرو په ځاي کې وليکه ، رښتيا وائي او که پسخند وهی؟؟؟
په درناوي لونګين [/quote:8b76619640]

لونګينه وروره عليکم سلام، که مطلب دې داوي چې ښوونځي نشته، نو د کليوال صيب چواب هم ورسره مل کوم چې پښتانه بايد له حکومت څخه ښوونځي وغواړي، مظاهرې او لار يونونه وکړي ، او که ښوونځي لري نو بيا خو پر دوۍ واجب دي چو ماشومان ښوونځيو ته واستوي . بله ﻻر نشته وسلام


لونګين
24.08.2004

نقاده وروه وعليکم سلام !
هو زما مطلب داوه ٠ وروره دپښتنو په منا طقوکي يابيخي ښونځي نشته او يا ډير
کم دي٠ او په ډيرو علاقو کي په پاړسو درس ورکوي لکه له خدايه پاکه چې مونږ پښتنو
ته فرض را ليږل شوي وي٠ زمونږ په کلي کښي دطالبانو په وخت کې يوه کابلي د ١٢ټولګي
فارغه له لوږي څخه واده شوي او يو زوړسړی ئي کړی ده
نو دا نجلۍ په پښتو نه پو هيږي او تقريبا دسلو کورو نجليانوته په پاړسي درس ورکوي٠.
په دي سلو کورو کې دغه يوه کابلۍ با سيواده ده٠کله مي چې دا حال وليد په نس مي
درد شه اوداهم چې زما کوچنۍوريرې هم درس ته تلي نو له ښابيانو څخه می چې
سوال او ځواب وکړ نو ټولو خړي سترګي کښته واچولي څټونه ئي ګره ول
وروه ټولي بهرنۍ مرستي په شمال کې کيږي اودپښتنو په علاقووکې اخ اوډب دي٠
ډيره بدبختي ده خداي د خير پيښه وي

په درناوي لونګ
٠


ziauddin
26.10.2004

كليوال ليكي په ډېرو ځايونوكې ښوونځى له سره نشته او د كليو او بانډو كې خوهر ماشوم څوكاله مسلسل او كه كلونه نه وي څو ژميه مسلسل مسجد ته ځي، كتاب او كتابچه خلاصه او بنده كوي په آخر كې بيا په توربور خبر نه وي د ژوند په مهمو مسلو نه پوهېږي.
هغه ماشومان چې څوكاله مسلسل جوماته ځي اقلا لږ څه خو يې بايد زده واى خو متاسفانه چې داسې نه ده
محترمه غټ پوهان اوزموږ امامان له دي لاري روزل شوي دي خو كم ماشوم
چه دلته يعني په مسجد كي ونه روزل شي دا يه دكورني شوق نوي دمسجد له تعليم سره
مينه نه لري اوبل لا داهم ده چه يو مشهور شاعر عالم وايي
حكمونه ازلي وو تقسيمونه لر اوبر وو )( دعقل په تقسيم كي پښتون تللي په سفر وو
وسلام ضيأالدين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more