tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

بدلون، پوښتنه ، احمق څوک دی ؟ ،

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
زهيرشينواری



دغړيتوب نېټه: 04 نومبر   2002
ليکنې: 46
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   29, 2011 9:44 am    عنوان   : بدلون، پوښتنه ، احمق څوک دی ؟ ، Reply with quote

بدلون

د تعليمي کال په لومړۍ ورځ ښونکې(( ميرمن تامپسون )) پنځم ټولګي ته ننوتله، له ښه راغلاست او هرکلي وروسته له معمول سره سم زده کونکو ته وويلSad(ټولو ته په يوه سترګه ګورم او هيڅ توپير مو تر منځه نه کوم)).
دا رښتيا نه وو او د دې خبرې امکان هم نه وو، په تيره بيا د الن په نامه زده کونکي سره چې د ټولګي په لومړي کتار کې کيناسته، بيخي جوړه نه وه. الن تير کال هم د همدې ټولګي زده کونکی وو، تل به يي خيرنې او غير منظمې جامې په تن وې او په درسونو يي هم سر نه خلاصيده، لنډه دا چې هغه واقعا يو غير منظم شاګرد وو او ميرمن تامپسن ترې ډيره په تنګه وه، نو ځکه يي ناکام کړ او بيا ځلې همدې ټولګي کې پاتې وو.
دا ځل چې الن بيا هم په پنځم ټولګي کې پاتې وو نو ښوونکې وپتيله چې د تيرو کلونو اسناد يي له نظره تير کړي او د ناکامۍ او له درسونو سره د نه ليوالتيا لامل يي په ګوته کړي، که څه مرسته ورسره وکړای شي.
د لومړي ټولګي ښوونکي د الن په اسنادو کې ليکلي ووSad(الن يو تکړه زده کونکی دی، ښه استعداد لري او خپلې ستونزې په اسانۍ سره حلوي، زه ترې خوښ يم)).
د دويم ټولګي ښوونکي ورته ليکلي ووSad(الن يو ځيرک او با استعداده هلک دی، پر ټولګيوالو ګران دی، خو د خپلې مور د نه درمليدونکې ناروغۍ له امله ځوريږي او همدې چارې ورته يو څه روحي ستونزه پيدا کړې)).
د دريم ټولګي ښونکي ليکلي ووSad(د مور مړينې الن ډير اغيزمن کړی، هغه خپله هڅه کوي چې خپلودرسونو ته پام وکړي خو پلار يي ورسر چندان علاقه نه ښۍ)).
د څلورم ټولګي ښونکي ورته ليکلي ووSad(الن درسونه پريښي او له ښونځي سره علاقه نه ښۍ، ډير ملګري هم نه لري او کله کله په ټولګي کې ويده وي)) .
ښونکې تامپسون د الن د اسنادو له لوستلو وروسته د هغه پر ستونزو وپوهيده او دا چې له لومړي سره دې خبرې ته نه وه متوجه شوې، خواشينې شوه.
تصادفا سبا د ښونکي ورځ وه او ټولو زده کوونکو ښوونکې ته سوغاتونه راوړل، د ټولو سوغاتونه په ښکلو او رنګه کاغذونو کې پوښل شوي وو، پرته د الن له سوغاته چې په يوه عادي کاغذ کې ګډ وډ بند وو، ښوونکې د زده کونکو سوغاتونه يو په يو پرانسته، کله چې د الن سوغات يي پرانست، نو پر يو ډير زوړ او کارول شوی ساعت او ورسره د عطرو پر پو بوتل چې نيمايي يي کارول شوی هم وو، سترګې ولګيدې، زده کونکو د سوغات په ليدو وخندل، ښوونکې تامپسون هغوې غلي کړل او له الن نه يي ډيره مننه وکړه، سوغات يي ډير وستايه او سملاسی يي ساعت په لاس کړ او لږ عطر يي هم ووهه.
الن د همدې ورځې په پای کې له ښونځي نه تر وتلو وړاندې خپلې ښوونکې ته لاړ، په خورا خوښۍ سره يي وويلې! اغليه، نن ورځ تاسو ماته د مور مينه راکړه.
ښوونکې له الن سره تر خدای پامانۍ وروسته موټر کې کيناسته او له سترګو يي اوښکې روانې شوې، له هغې وروسته هغه بدله شوه، له ټولو بوختياوو سره سره هغې الن ته ډيره توجه کوله.
څه موده وروسته الن بيرته د تير په څير فعال او ويښ شو، هر څومره چې ميرمن تامپسون الن هڅوه نو هومره د هغه استعداد هم غوړيده، تر دې چې الن د خپل ټولګي له ډيرو تکړه زده کونکو شو او سره له دې چې ميرمن تامپسون ويلي وو چې ټولو ته په يوه سترګه ګوري خو اوس الن پرې ډير ګران وو.
کال وروسته ميرمن تامپسون د الن يو ليک ترلاسه کړ چې په کې ليکل شوي ووSad(زما په ژوند کې ته يوه غوره ښوونکې يي)).
شپږ کاله وروسته ميرمن تامپسون ته د الن يو بل ليک ورسيد، دا ځل يي ليکلي ووSad(له ښونځي فارغ شوم او پخپل ټولګي کې مې لومړی مقام ترلاسه کړ، بيا يي ليکلي وو چې! تاسو زما د ژوند يوه غوره ښوونکې واست)).
څلور کاله وروسته بيا هم ميرمن تامپسون د الن يو بل ليک ترلاسه کړ، چې په کې ليکل شوي ووSad( سره له دې چې لاس مې ډير بند وو، خو پوهنتون مې پرينښود او ډير ژر له پوهنتونه فارغيږم، بيا يي هم ټينګار کړی وو چې! ميرمن تامپسون يي د ژوند يوه ښه ښوونکې وه)).
څلور کاله وروسته په يو بل ليک کې يي يادونه کړې وه چې د ليسانس تر دورې وروسته غواړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو دا ځل د ليک په پای کې د الن نوم يو څه اوږد شوی وو(( ډاکټر الن اسټيوارډ))
کيسه لا پای ته نه وه رسيدلې، د همدې کال په پسرلي کې ميرمن تامپسون ته په يوه بل ليک کې ليکلي وو چې غواړي واده وکړي، پلار يي څو کاله وړاندې وفات شوی، له ميرمن تامپسون نه يي هيله کړې وه چې د واده په مراسمو کې يي ګډون وکړي.
هغې هم بلنه ومنله، پوهيږۍ څه کار يي وکړ؟
هغې د الن د مور هغه ساعت چې ځای ځای مات هم وو په لاس کړ او واده ته لاړه.
کله چې الن هغه وليده نو ورمنډه يي کړه، له ښه راغلاسته وروسته ورته وويل! اغلې ښوونکيه! دا چې زه تاسو پر ما دومره باور وکړ ډير منندوی يم، دې لپاره چې ماته دا احساس راکړئ چې زه دومره مهم شخص يم، ستاسو له راتګه ډير منندوی يم،او تر ټولو مهمه دا چې ماته مو وښوده چې زه کولای شم بدل شم نو ډيره ډيره مننه.
ميرمن تامپسون چې لږ څه ژړغونې وه، ځواب يي ورکړ! الن ته اشتباه کوې، دا خو ته وې چې زه دې پوهه کړم چې زه بدليدای شم، زه له وړاندې په دې نه پوهيدم چې زه بايد له زده کونکیو سره څه خيل چلند وکړم.
نتيجه ګيريSad(که همدا اوس تاسو د يو چا د زړه لاسته راوړلو هڅه وکړئ ډاډه اوسۍ چې ستاسو مينه تاسو ته درګرځي)).

پور

هغه چې نن ډېر ستړی له کاره راغی، نو دروازې سره يې خپل کمکی زوی وليد چې په تمه ورته د انتظار سترګې نيولي. ماشوم چې څنګه خپل پلار وليد نو مخې ته يې ورمنډه کړه: سلام پلار جانه، يوه پوښتنه کولای شم؟
پلار یې په مينې ځواب ورکړ: حتما، ولې نه.
ماشوم چې خپل پلار يې له لاسه نيولی وو او کور ته ننوتل وويل : تاسو په يوه ساعت کار کې څومره پېسې اخلئ؟
پلار يې چې ډېر ستړی ايسېده، په داسې حال کې چې د کوټې دروازه يې خلاصوله، په زغرده ځواب ورکړ: دا نو تا پورې اړه نه لري، ولې ؟
ماشوم په خواشينې غږ ځواب ورکړ: هسې، بس غوښتل مې چې پوه شم.
پلار يې وموسېد او وويل: ښه چې داسې ده نو وايم درته، ۲۰ډالره.
ماشوم چې سر يې ټيټ کړی وو، اسويلی یې وويست او په نه زړه یې وويل: کيدای شي چې لس ډالره راته پور راکړې؟
سړي په ډېر عصبانيت غبرګه کړه: ښه، نو پوښتنه دې همدې لپاره وه چې راڅخه لس ډالره واخلې او بيا يې په چټي شيانو ورکړې. ژر خپلې کوټې ته لاړ شه او له ځانه سره فکر وکړه چې ولې دومره خود خواه يې او ما پرېږده چې ارام وکړم.
ماشوم غلی ووت، خپلې کوټې ته لاړ، په کټ کې خواشينی وغزېد.
سړی له ځانه سره وبوږنېد: څنګه يې ځان ته اجازه ورکړه چې د پېسو اخستلو لپاره راڅخه داسې پوښتنې وکړي.
وروسته له يو ساعته چې ستړيا يې ووته، نو متوجه شو چې له خپل ګلالي زوی سره يې ډېر ناوړه چلند کړى، په زړه کې ېې تېر شول: کيدای شي څه ته به ضرورت لري او بيا هغه خو کله هم دا کار نه وو کړی. له ځاي نه پاڅېده او نېغ د خپل زوې کوټې ته ننوته:
-زويکه ويده يي؟
-نه پلار جانه راځئ.
پلار يې په تخت کې تر خوا کښيناست، او لکه چې ماتې يې خوړلي وي، د ماشوم په سر يې لاس راتېر کړ، ویې ويل: زويکه! نن مې کارونه ډېر زيات وو، ستړی ووم، خواشينی کېږه مه، هن دا لس ډالره دې جېب کې کېږده.
ماشوم موسکی شو، پېسې يې واخيستې او په مينه يې وويل: مننه پلاره.
بيا يې بالښت لاندې لاس کړ او هغه لس ډالره يې چې ترې لاندې ايښي وو، راواخيست.
پلار يې چې وليد، زوی يې خپله پېسې لرلې او نورې هم ترې وغوښتې، نو چرت يې بيا ګډوډ شو، ور وکتل او ورو يې وویل: سره له دې چې پيسې درسره وې، نو ولې دې نورې غوښتې؟
ځوی يې ډاډه ځواب ورکړ: دې لپاره چې ماسره لس ډالره وو او اوس شل شو، آيا کولای شم چې ستا يو کاري ساعت پرې واخلم او سبا يو ساعت د وخته کور ته راشې؟ زه له تاسو سره ماښامنی ډېر خوښوم.


پوښتنه

سپين ږيری چې له خپل زوی سره په موټر کې ناست وو، ناڅاپه يو کارغه يي د موټر پر بانټ کيناست، پلار يي ترې پوښتنه وکړه، زويه دا څه دي؟
زوي يي ځواب ورکړ، کارغه.
شيبه وروسته سپين ږيري بيا پوښتنه وکړه، زويه دا څه دی؟
زوي يي لږ څه په تنده لحجه ورغبرګه کړ ، همدا اوس مې درته وويل چې کارغه.
لږ څه وروسته پلار يي بيا وويل، زويه دا څه دی؟
زلمي په ډيرې غوسې ځواب ورکړ، کارغه دی کارغه کارغه.
کور ته تر رسيدا وروسته سپين ږيری خپلې کوټې ته ننوت، د شلو کلونو پخوانۍ کتابچه يي را واخيسته، يوه صفحه يي پرانسته او خپل زوی ته ورکړ چې ويي لولي، په کې ليکل شوي وو!
((نن مې زوی درې کلن شو، په موټر کې راسره ناست دی، همدا چې کارغه زما پر موټر کيناست نو زوی مې درويشت ځلې راڅخه د نوم پوښتنه يي وکړه، ما درويشت ځلې ورته وويل چې دا کارغه دی. له هر ځل پوښتلو سره مې هغه په غيږ کې نيوه او ځواب مې ورکاوه، هيڅ نه غوسه کيدم بلکې برعکس ډير خوشاليدم او لا مې ليوالتيا ورسره پيدا کيده ....)).



احمق څوک دی؟

وايي چې يوه ورځ چرچيل په داسې تنګه کوڅه تيريده چې په اسانۍ سره د دويم کس د تېريدلو شونتيا نه وه. په همدغه وخت د ده يو سرسخت سياسي سيال له مقابل لوري راروان وو. خو چې کله سره نږدې شول، سيال يې نه غوښتل چې لاره پريږدي، چرچيل ته يې مخ کړه او ویې ويل: زه به هيڅکله ځان څنډې ته نکړم څو يو احمق سړی دې زما تر خوا تير شي.
چرچيل په داسې حال کې چې ځان يې څنډې ته کاوه او غوښتل يې چې هغه ته لاره ورکړي، وويل: خو زه دا کار کووم.


د بلګټس زوم

پلار- غواړم چې زما په خوښه جلۍ درته وکړم.
زوی- نه، زه غواړم چې پخپله خوښه ځان ته د ژوند ملګرې انتخاب کړم.
پلار- خو ما چې څوک درته غوره کړې، هغه د بلګټس لور ده.
زوی- ښ ، که داسې وي نو بيا سمه ده.

پلار يې د بلګټس خواته ځي او ورته وايي:
پلار- ستاسو لور ته مې د ژوندملګری پېدا کړی.
بلګټس- مګر زما لور ته لا وخت شته، هغه بايد تعليم وکړي.
پلار- خو ګوره! دغه ځوان د نړيوال بانک لومړی مرستيال دی.
بلګټس- ښه چې داسې ده، نو بيا سمه ده.

بالاخره پلار يې د نړيوال بانک مشر ته ورځي:

پلار– د لومړۍ مرستيالۍ لپاره مې يو تکړه ځوان ليدلی.
مشر– مګر زه مرستيال لرم.
پلار- خو دغه ځوان د بلګټس زوم دی.
مشر– ښه، که داسې وي نو وشوه.

او په دې توګه معامله تر سره شوه.


د مينې څرګندولو غوره لاره!

ښوونکي له زده کونکو وپوښت، پوهيږئ چې د مينې څرګندولو خورا بهترينه لاره څه ده؟
ځينو ځواب ورکړ، د مينې سملاسي اظهار، ځينو وويل سوغات ورکول، ځينو وويل خوږې او زړه راښکونکې خبرې او ځينو وويل چې په سختيو او کړاونو کې يو ځاى اوسيدل او لاس نيوى. په همدې منځ کې يو ماشوم راپاڅيد، مخکې له دې چې د مينې څرګندولو د غوره لارې په اړه څه ووايي، يوه لنډه کيسه يي وکړهSad(يوه ورځ يوه ښځه او خاوند چې دواړه چاپيريال پيژندونکي وو، له معمول سره سم يوه ځنګله ته د څيړنې په موخه لاړل، کله چې د غونډۍ سر ته وختل، ناببره پر يوه ليوه يي سترګې ولګيدې، له دواړو لاره ورکه شوه، ليوه سوکه سوکه د دوې خواته نږدې کيده، ناڅاپه سړى په چغو سر شو، منډه يي کړه او ښځه يي يوازې پرېښوده. ليوه هم ښځې ته څه ونه ويل، سړي پسې يي ورګام کړ او څو دقيقې وروسته د سړي چغې د ښځې تر غوږو شوې، ليوه لاړ او ښځه رکه روغه ولاړه وه)).
کيسه همدلته پاې ته ورسيده، زده کونکي په بوږنيدا سر شول، ليوه ته آفرين وايه او د سړي دغه ناځواني يي غندله، خو ماشوم له زده کونکو وپوښت: پوهيږئ چې هغه سړي د ژوند په وروستۍ شيبه کې څه فرياد کاوه او څه يي ويل؟
زده کونکو وويل: خامخا له خپلې ښځې به يي بخښنه غوښته،چې هغه يي يوازې پرېښوده.
ځواب يي ورکړ: نه،داسې نه وه، د هغه وروستۍ خبره دا وه چې((ګرانې! تر هر چا راته نږدې وې، زوى ته پام وکړه او هغه ته ووايه چې پلار ته دې ډير ګران وې)).

ماشوم په ژړه غوني غږ وويل: ټول چاپيريال پيژندونکي پوهيږي چې ليوه په هغه چا بريد کوي چې څه حرکت ترسره کړي او يا وتښتي. پلار مې په داسې ډارونکې لحظه کې ستره قرباني ورکړه، ځان يي ټوټې ټوټې کړ خو زما مور او زه يي وژغورلو، همدا د مينې څرګندولو يوه ريښتينې او بې ريا لاره وه.
ډاکټر صداقت يعقوبي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.