د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دوه ملګري

زهيرشينواری
29.03.2011

[size=24:296333b8bf]دوه ملګري[/size:296333b8bf]
دوه ملګرو په يوې دښته کې سفر کاوه، په خبرو خبرو کې پر کومې مسًلې سره بحث پيل شو، بحث دومره تود شو، چې يو ملګري يې ناڅاپه دا بل په څپېړه وواهه، خو هغه هيڅ ونه ويل، بس ځمکې ته ټيټ شو او د دښتې په شګو کې يې وليکل:((نن يو غوره ملګري په څپېړه ووهلم)).
دواړو سفر ته دوام ورکړ، تر دې چې ابادۍ ته ورسېدل، شپه ناوخته وه، ستړي شوي هم وو نو د يو سيند تر غاړې وغزيدل، چې شپه پخه شوه، ناڅاپه هماغه ملګری يې چې وهلی وو، سيند ته ولويده، خو چې پرې راويښ شو نو ژر يې پسې ورټوپ کړ او ملګری يې له مرګه وژغوره.
دا ځل دې ملګري په يوه غټه تيږه وليکل:((نن يو غوره ملګري ماته نوی ژوند راکړ)).


پښتون.
20.11.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاههههههههههههههههههههههههههه
ښه ټوکه وه. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
یوه بله دې زده نده ،چې هغه هم ولیکې. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more