د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

راځۍ چې دنورو ژبو متلونه په پښتو وژباړو !

زرکه
17.06.2004

خپل دزړه دکومې سلامونه او ښې هيلې ټول افغان ته وړاندې کوم .
ګرانو لوستونکو لکه څرنګه چې تاسو پوهيږۍ هر هيواد خپل ځانګړي دودونه لري
خو په يو شي کې چې د نړۍ ټول وګړي ورتوالی لري هغه په هره ژبه کې د متلونو
کارول دي چې کله کله د بيلابيلو ژبو متلونه ډير سره ورته او په يو ډول حالاتو کې
کارول کيږي خو ډير کله متلونه د يو هيواد دوګړو د ژوند په ځانګړتياوو رڼا اچوي .
څرنګه چې د ټول افغان درانه ګډونکونکي د نړۍ په هر ګوټ کې هسوګنه لري نو
کيدلې شي چې د بيلابيلو ژبو د متلونو سره اشنايي ولري .
نو هيله ده چې دخپلې وسې سره سم دپښتو ژبې په پانګه کې د غه زياتونه وکړي .
د نمونې په ډول :
په جرمني ژبه کې متل دی : [color=blue:d00ebf400f][د ګاونډي د کور داور لمبې د نړۍ تر ټولو په زړه پورې ننداره ده )[/color:d00ebf400f]
هيله ده چې دا برخه ستاسو د پاملرنې وړ وګرځي
په پښتنه مينه او درنښت
....................................... ستاسو خور [color=darkred:d00ebf400f]زرکه [/color:d00ebf400f]


زهيرشينواری
18.06.2004

زرکې خور ډيره په زړه پورې موضوع د ټول افغان ليکوالو په وړاندې ايښې ده ، هيله ده په بيلابيلو هيوادونو کې خواره واره افغانان په کې ونډه واخلي :
په عربي کې متل دی : [color=blue:53be25afb3]چې په ځان کې يې ګوري ، په جهان کې يې ګوري .[/color:53be25afb3]
روسي متل دی : [color=brown:53be25afb3]بلا نه راځي ، که راځي اووه بلاوې يو ځای راځي[/color:53be25afb3]


راځۍ چې دنورو ژبو متلونه په پښتو وژباړو

زرکه
20.06.2004

ټول افغان ته سلامونه
.او دا هم د روسي ژبې متلونه
[color=indigo:b6e4fc7f20] لوګی هيڅکله بې اوره نه وي [/color:b6e4fc7f20]
[color=darkblue:b6e4fc7f20]د ډالۍ شوي اس غاښونه څوک نه شميري .
[color=blue] که ډير پسې وزوريږې نو خامخا به څه په لاس درشي[/color:b6e4fc7f20]


salou
29.06.2004

زرکې خورې سلام،
ستاسوله وړانديزسره سم زه هم يوڅومتلونه وړانديکوم.
هالينډي متلونه
[color=brown:83baf10cbd]يوه مرغۍ پلاس کې ښه ده ، نه لس په هوا کي.
څوک چې د لږوپه قدرنه پوهيږي ، هغوي دډېرولياقت هم نلري.
يوکوچنۍ عمل، له زرو خبرو ښه دۍ.
که پيشو په کورکې نه وي موږکان به ، دمېز پر سرأتڼ کوي[/color[/color[/color:83baf10cbd]]]
ايټاليوي متل
[color=blue:83baf10cbd]ښه ورځ له سهاره معلومېږي.[/color:83baf10cbd]
[بلغاريائي متل
[color=darkblue:83baf10cbd]له هر لرګي نه ، شپېلۍ نه جوړېږي.[/color:83baf10cbd]
...................په درناوي
....................ستاسوورورسالوخان


salam tolo ta

almas
05.12.2005

grano mohtaramo rono khwando za seraf domra wam che pokhtane way che ew gota ka bal ta nese no salor zan ta ke ge [color=blue:a2e1d2b8be][/color:a2e1d2b8be]



هيواد شېرزاد
06.12.2005

سلامونه!
ډېره ښه موضوع ده. زه به هم يو څو متلونه وليکم هيله ده چې درته په زړه پورې وي.

[color=darkred:9adace7030]۱- وينه په وينه نه مينځل کيږي. ( روسي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۲- خر له غوږو پېژندل کيږي، احمق له خبرو. (جرمني متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]- ټول خره په څلورو نه ځي . (هسپانوي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۳- بې لرګيو- لوګی نه وي ( سويډني متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۴- که سړی اور غواړي، د لوګي طاقت هم بايد ولري. ( روسي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۵- لومړی ځل سا اخيستل ( تنفس) د مرګ پيل دی. (ايټالوي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۶- نن انسان - سبا خاوره. (سربي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۷- هر څوک غواړي چې ډېر ژوند وکړي - مګر هيڅوک هم نه غواړي چې زوړ شي. (امريکايي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۸- حريص هر وخت غريب وي . ( سويډني متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۹- حرص له مال سره ډېريږي ( ايسلندي متل)[/color:9adace7030] [color=blue:9adace7030]دلته زموږ د پښتو متل هم راتلی شي چې وايي: چې پيسې ډېريږي د زړه نه چاپېريږي.[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۱۰ - زور تر رښتيا مخکې وي . (ايټالوي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۱۱- هلته چې زور واکمن وي - رښتيا اهميت نه لري . ( نارويژي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۱۲- کله چې دوښمن په تېښته شي - ټول زړور شي . (ايټالوي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۱۳- د ډار لپاره هيڅ دارو نه شته . (سکاټلنډي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۱۴- هلته چې ښايست وي - مينه هم وي . (انګليسي متل)[/color:9adace7030]
[color=darkred:9adace7030]۱۵ - لمر هم داغونه لري . ( سويډني متل)[/color:9adace7030]
[color=darkblue:9adace7030]۱۶ - وخت پيسي دي . (امريکايي متل)[/color:9adace7030]

نور بيا ...


sahar
20.03.2006

په زړه پورې موضوع ده دسلامونو سره دا هم يو څو متلونه

باوري شه چي صحيح يې بيا پر مختګ و کړه ((((انګرزي متل))))

[color=red:602031f5b5]پينځه ګوتې ورونه دي خو يو شان ندي ((((انګرزي متل))))[/color:602031f5b5]

[color=green:602031f5b5]ښه پيل ښه خاتمه لري ((((انګرزي متل))))[/color:602031f5b5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more