د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

لمريز کال

Sangar Watan
19.03.2011

لمريز کال

دوشنبه دعيسوي کال دمارچ يويشتمه،دې مکې نه مديني ته دې محمد ص د
هجرت دې ١٣٩٠ لمريز کال دې لمړۍ نيټې سره سمون لري٠

د نوې کال شروع،دپسرلي يا سپرلي لمړۍ ورځ هم ده،او دې خدای ج دې حکمتونو د نندارې موسم٠

په ځينو هيوادو کې خلک دنوي لمريز کال دې راتلو په مناسبت عمومي رخصتي
او مېلي هم کوي٠خوځينې وګړي بيا پدې عقيده دي چه نوې کال يواځې دايرانيانو دی او افغان ولس ته اړه نه لري٠
خو ځما په اند که دپښتون قام او دې افغان ملت ځان ته اصيل اريايان وائي نو
بايد دا ومني چې لمريز کال داريايانو دتمدن يوه خاطره او ستر تاريخي دود دی٠
کيدې شي چې دا دود دپخوانيو اريايانو د زردشتي مذهب يو جز وي،خو څرنګه چې دخدای په فضل،په افغانستان کې دا ١٤ سوه کاله اسلام جاري دی،
موږ بايد دنوي کال د شروع کيده يادونه او دمېلې لپار بهانه،داسلام خلاف و نه ګڼو٠

که تاسې نه په غسه کېږئ،نو نوی کال مو مبارک شه !

هغوي ته چې غسه ورځي،نو بهتره ده چې دا ليکنه ناديده و انګېري٠


عادل عادل
19.03.2011

السلام علیکم

سنګر وطن صاحب

تاسو ته دې کال دولس میاشتې او هره ورځ مبارک وي.

خدای دې جوړ کړه، د مبارکی او نېکو پېرزوینو د وړاندې کولو ځای د ناندریو خونه نه ده، او که مو هدف ناندری وي نو بیا مو ولې له هغو چې ناندری به وهي خواست کړی چې نادیده یې وګڼی?


عبدالمتین
26.03.2011

سلامونه عادل صیب لکسی په نان دریو کی دی پسی واخیسته فیکر کوم وطن صیب به هم ګوته په غاښ لیکنه لوستلی وی :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more