د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د کندهار ولایت دژیړی ولسوالۍ دغوږونو غوڅولو د پیښی په اړه د طالبانو اعلامیه

chaparharay
13.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله!
دطالبانو اعلامیه دغوږ غوڅونی په اړه چی دژیړۍ ولسوالۍ کندهار کی رامنخ ته شوی د الامارة له ویبسایټ څخه نیغ په نیغه :
دتېرې پنجشنبې په ورځ یو شمیر رسنیو راپور ورکړ چې دکندهار ولایت دژیړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له څلوروتنو افغانانوڅخه ، نامعلومو کسانو غوږونه پرې کړې دي ، دغه کسان چې اصلا دافغانستان دشمال اوسیدونکي دي او دلته په یوه کمپ کې اوسي ، لومړی دڅو تنو مخ پټو کسانو له خوا تښتول شوي او اووروسته ترې غوږونه غوڅ شوي دي .

دافغانستان اسلامي امارت دغه کړنه په کلکو ټکو غندي او دانسانیت په وړاندې یې یوه ناروا چاره بولي ، دغه راز سره له دې چې دکندهار امریکا پلوي والي ددغه جنایت عاملین دمخدره توکو قاچاق کوونکي بللي دي ، خو دیو شمیر چارواکو او مطبوعاتي ادارو دهغو انګیرنو په اړه چې دغه کار یې داسلامي امارت په مجاهدینو تاوان کړی دی ، اسلامي امارت یوځل بیاخپل دریځ په ډاګه کوي ، دغه ډول انګیرنې او څرګندونې په کلکه ردوي ، او ددښمن زهرجن تبلیغات یې بولي .

څنګه چې داسلامي احکامو له نظره دانسان مُثله ناروا عمل دی ، بناء اسلامي امارت هم مجاهدین په کلکه له دې ناروا عمل څخه منعه کړي دي او دخپلې لائحې په دوولسم فصل کې داو یایمې مادې له لارې یې داسې مامور کړیدي ( د شریعت په رڼا کې دانسان مُثله (غوږونه، پوزه، شونډي پري کول) سخت منع ده، مجاهدین دې د دا ډول اعمالو په کلکه مخنیوى وکړي. )

دافغانستان اسلامي امارت په عین زمان کې وعده ورکوي چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې به دیادې پیښې دقیقه پلټنه وکړي او دعاملینو دنیولو او مجازات په برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي .

باید ووایو چې دژیړۍ په ولسوالۍ کې دیادې پیښې غوندې ورته جنایات ،غلاوې او نور جرمونه له هغه وروسته زیات شوي دي ، چې ددښمن له خوا په ژیړۍ کې له عملیاتو وروسته دمحلي پولیسو په نامه بې بندوباره او جاني اشخاص سیمې ته راوستل شوي او پوستې یې جوړې کړي دي ، دغه خلک ډیر ځله دشخصي ګټو او جیب ډکولو لپاره غلاوې کوي او یا هم څنګه چې یونیفورم نه لري ، په ساده لباس کې په پلان شوي توګه بیلابیل جنایات ترسره کوي ، ترڅو په دې توګه داسلامي امارت دمجاهدینو رنګ بد کړي .

دې ته په پام سره اسلامي امارت یوځل بیا په ولس غږ کوي چې ددا ډول پیښو دتکرار دمخنیوي او دعاملینو دورکاوي په لاره کې یې له مجاهدینو سره همکاري وکړي .

دافغانستان داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

27
Share
وروستی بدلون ( شنبه,

په درناوی چپرهاری  


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more