د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

له سفر نه پخیر راغلي

chaparharay
12.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نوروز خانه وروره له سفره پخیر راغلی ستړی مشی سفر دی پخیر!
او بیا به یوه وړه غوندی ټوکه پکی دروتوغوم خو چی په بده یی ونه انګیری:
وای خان صیب ستابه جنګ یی او زه به نه یم!
د یو چا سره می جنګ وو او ډیر می اخوا دیخوا مخ اړاو را اړاو چی کوم ملګری می راپیدا شی او ننګه می وکړی خو پغیر د م افغان څخه کور دی اباد وی نو ر هچا می هم ننګه نه کوله اوښه یی وډبولم مخکی لیکنی وګوری پخپله به پوه شی نور می بیخی له لیکلو نه زړه موړ شو!
ستاسی می هم ډیر ارمان وکړ دلته ستاسی دیری ته په منډه منډه تری را وځغلیدم ما ویل چی ګوندی دا دوست می تری خلاص کړی خو تاسی هم نه وی حاضر او دلته هم راپسی راغی بس بیا یی پخپله پریښودم .
اوس هم دا لیک درته په ویره ویره لیکم چی بیا راباندی راخبر نشی والله ډیر یی خراب کړم بی موډه یی کړم .
خو ځه چی تاسی له سفره پخیر راغلی نور به خیر شی .


نوروز خان
12.03.2011

السلام علیکم
مننه چپرهاریه وروره !
الله دې په خیر او عافیت لره ،دلته داسې پیښیدل لکه ته چې ورسره مخ شوی یې ، معمول دی ، ښایي هر ګډونوال ورسره مخ شوی وي ، ما خپله څو ځله تصمیم نیولی چې دتل لپاره له دې فورم نه رخصت واخلم ، خو دپتنګ صیب داخبره راته دکاڼي کرښه بریښی چې سیاسي حریف ته میدان پریښودل ، دګټې په ځای تاوان لري ، وروره
دلته باید دیوه هدف لپاره راشو او مقصدي لیکنې وکړو ، زما په نظر په شخصي بحثونو کې ښکیلیدل یوازې وخت ضایع کوي نوځکه باید ځان ترې وساتو .
مننه


م افغان
12.03.2011

نوروز خان اوچپرهاری وروڼو ته سلامونه!
زه هم ډیرخوشحاله سوم چه نوروزخان ورور له سفره پخیر راغلی؟
نوروزخان یاره ډیر لائق سړی خو یې چه په میاشت ‏‎
او دوو کې یو څو ورځې دټیلیفون له ساحې څخه ځان باسې؟
الله ج دې خوشحاله لره‎ ‎


عادل عادل
12.03.2011

السلام علیکم

ګران او محترم ورور نوروز خان صاحب ته ستړې مشي وایم، ډېر خوښ یو چې یو ځل بیا مو په بحثفورمونو کې ګورم، خدای ج دې توفیق درکړي چې په خپل درانه حضور سره د بحث خونو ته روښنایي وبښئ.

چپرهاری صاحب ګومان کوم چې په نوروز خان ورور به مو ډېر ناز چلیژي، کنه دومره خو نه تنها وی او نه هم تر بمبارد لاندې :)


chaparharay
13.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نوروزخان صیب یو مجاهد سړی دی او همداسی دی الله په خپل هوډ ثابت لری ، نو ځکه می ورباندی دومره یقین دی او عادل صیب وای چی دومره بمبار لاندی نه وی نو که رښتیا ووایم ناندری به می ډیری وهلی وی خو داسی سړی سره په ټول عمر کی نه وم مخ شوی او ورتسلیم یم اوس نو چی لاروی صیب هرڅه وای ولله که ورته ّهڅ ځواب هم ورکړم او نه یی نشم ورکولی .
ښه نو بیا عادل صیب وای چی یواځی هم نه وی نو هو م افغان صیب راسره وو او دومره وو چی غم درد مو شریک وو نو پدی سبب را باندی لږ درد به کمیده او څومره چی ما باندی کوم خفګیان تیریده همدومره په م افغان صیب باندی هم وو الله دی ددی ټولو تکالیفو ورته ځما سره اجر ورکړی ډیره بده ورځ وه!
اللهم اجرنا فی مصیبتنا وقنا من شراعدائنا واعدائک ومن شر الوسواس الخناس الذی یوسوس فی صدورالناس من الجنة والناس آمین


ډاکټر څپاند
13.03.2011

سلامونه،
چپلياریه،په سياسي لحاظ سره ډيييييييييير توپيرلرو او درسره مخخخخخخالف
يم،خو ستا روستنيو ليکنو جوته کړه چې په ډېره باعفته کورنۍ پورې تړاو لرې٠لوې خدای ج دې ستا په وليدېنو رحمممممممتتتتتتتتووووووونه نازل کړي٠


و.افغان
15.03.2011

السلام عليکم
محترم نوروز خان صاحب ډېر کله وايي چې د ټلفون له ساحې وتلی وم، نه پوهېږم، چې
دی د ټلفون له ساحې وځي، او که دی خپل ټلفون د سېګنال له ساحې وباسي؛ ځکه چې
د ټلفون ساحه په ټول افغانستان او پاکستان خوره ده، الله ښه پوهيږي، کېدای
شي له خبرې څخه يې بل څه مقصد وي. :) :) :)

په درنښت


نوروز خان
15.03.2011

السلام علیکم
محترم وهاج صیب !
نن مې چې ټول افغان بحث خونه راخلاصه کړه ، نو د وروستۍ لیکنو په برخه کې له یوه سره تربله ټولې ستاسو لیکنې وې ، یوځل راته ددې مهین نظم ماتول ګناه ښکاره شوه ، خو بیا راته ستاسو داندیښنې رفع اړینه وبریښیده .
وهاج صیب خبره دې سمه ده رښتیا هم دتیلفون ساحه خو دځمکې ټول مخ دی ، مګر زما په خبره کې دملایانو په چم مجاز مرسل دی ( ذکر دمحل ( تیلفون ) مراد حال ( سیګنل ) دی )
تربیا
په درناوي


عتیق الله
15.03.2011

نوروز صيب خدای دی راوله!
چپلياريه باور وکړه چی ستا په پښتو او مسلمانی می شک پيدا شو ځکه چی څو واری دی وعده وکړه چی بيا خوله نه اچوم خو همدا موضوع تا په همدی بحثونو کی په وارو وارو ياده کړی او هر واری خوله اچوی خو زه همدومره وایم چی تر څو دی بيا راته د بل چا نوم نه وی لیکلی او بیا دی چاته سپکي سپوری او ښکنځل نه وی لیکلی نو معاف کړی می یی او هیڅ درته نه وایم خو که ښکنځل دی وکړه د تیر په څير نو بیا دی نه پريږدم. که هر چاته دي ښکنځل وکړه او هر چا ښکنځل وکړه نه یی پريدم او ځواب ورکوم.
نور کاروان تيريږی او ...


نوروز خان
15.03.2011

السلام علیکم
عتیق الله له ښه راغلي مو مننه ، خدای دې نیکان درولي
عتیق الله وروره ښه نه ده ، چې نورې داترخې خبرې پرېږدو ، زما په باور خو له دې خبرو څه نه دي جوړ ، راځئ په اتفاق سره ناندرۍ پریږدو
په جنګ به تېږه کیږدو جنګ به دوو سترګو ته پریږدو
راځئ چې له شاهین سره کوترې په هوا کړو
پیرمحمد کاروان

په همدې ستره هیله


عتیق الله
16.03.2011

السلام عليکم!
نوروز صاحب خدای دی په ذهن او فکر برکت کړه. جنګ بد شی دی او هیله ده چی ټول تری لاس واخلی.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more