د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پر او پری تر منځ توپير

غازي خان
11.03.2011

سلامونه درانو اداب پوهان.
پښتو لوست او ليک زده کاوم، هيلهمند يم چي مرسته ره سره وکړي.
پر او پری تر منځ توپير څه دي.
په درناوي


پتوال
11.03.2011

د په يا پر له ويلو وروسته د لنډې اشارې له پاره د په يا پر په ځای راځي لکه :
ته پرې څه کوې؟ يعنې په هغه شي چې مخکې مو خبرې پرې وکړې ( څه کوې؟)
او د په او پر توپير مو پخوا څېړلی دی . په مينه او درناوي !


اسد مومند
12.03.2011

غازی خانه ستړي مشې فورم ته پخیر راغلې هرکله راشې.
زه چې ستا املاء ته ګورم (په او پر) ته ډیییییییییر وخت پاتې دی چې باید په فرق یې ځان وپوهوې.
اول باید املاء زده کړې او بیا د ژبې ادب ته مخه کړې.
که داسې نده قریش او هوتکه؟؟؟؟


پتوال
13.03.2011

موند صيب سلامونه !
پر = په+ باندې ، يعنې حرف دی : کتاب په ميز باندې پروت دی يا کتاب پر ميز پروت دی
پرې= په + هغه، هغې ، يعنې ضمير دی : ته پرې څه کوې؟
يعنې مثال : ته په هغې (چړې) څه کوې؟ يا تۀ په هغه چاړه څه کوې د چړې يا چاړۀ د اسم په ځای يې ضمير (پرې) کارول شوی دی

خو وروره ستا دا خوښ کړي دوه بيتونه هم د بحث له پاره لا ښه موضوع جوړولی شي :

[color=blue:05de31c8de]اخلم بدل د خوارکۍ جونګړې
.................................................دا د غرور سپينه ماڼۍ نړوم

په عاجزۍ کې خو چا پرېنښودم
........................................................اوس ناړامي کوم نړۍ نړوم[/color:05de31c8de]

لومړی بيت خو په خپل ذات کې دومره بحثپارونکی نه بريښي ، کۀ څه هم په
ځا نګړې توګه که لږ مشخص شي پوښتنې راپورته کولی شي،
خو دويم بيت چې د نړۍ د نړولو ناړامۍ ته دعاجزۍ پلمه وړاندې کوي سخته ده چې سليم عقل يې ومني . يو ليونی هم له ځانه چاته څه نه وايي، خو چا هسې ټونګه ورواچوله نو بيا يې پلمه جوړوي اعصاب يې داسې راپاريږي چې په ځان هېڅ ډول کنترول نه لري او هرڅه ته دچا خبره اور غورځوي .
ليونی څه کوي (؟)
صرف ناړامي !
نتيجه يې څه وي ؟
دليوني نيول ، بندي کول او يا په عقلي عصبي روغتون کې يې تړل، څو ښه شي او هېڅکله ورته کار تکرار نه کړي .
په کور، ټولنه، سياست او نړيوالو اړيکو کې ناړا مي تر ټولو شديد ليونتوب دی،
د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نيټې پيښه يوه ناړامي وه، په غريبۍ کې تکبر او
په بې غرضۍ کۍ غرضلرنه، د اسلام په نامه جهالت او په بې وسۍ کۍ د اسې ناړامي چې د سياسي ځان وژنې ، قام وژنې
او ملت وژنې سره برابره وه ! افغانانو په ټول تاريخ کې هېڅکله هم ونشو کړای چې له يو متجاوز هيواد څخه غچ واخلي، که انګريزان يې له
خپل هيواد څخه په درنو درنو تلفاتو ورکولو وروسته له هيواد څڅه شړلي نو صرف ځان يې ترې خلاص کړی ، غلامي يې نه ده منلې، يايې نه ده زغملې او يايې نه ده غځولې، ولې غچ يې هېڅکله نه دی اخيستی نه يې په انګلستان بريد کولای شو او نه يې په بريتانوي هند، نه يې په شوروي بريد وکړای شو او نه به په امريکا يا بل کوم لوديز هيواد بريد وکړای شي ، د هغوی نيول او يوه موده اشغال ساتل خو څکی څکی ؟؟؟ نو د نړۍ ورانول چيرې او افغانان چيرې ، هغه څۀ چې دوی ورانوي هغه صرف د خپل کور ورانول او څوک چې وژني هغه هم زياتره دوښمن پر ځآی د افغان ورور وژل دي !
د شوروي د ١٦٠٠٠ سرتيرو د تلفاتو سره د افغانانو تلفات په ميليونو و ، د اوسنيو اشغالګرو تلفات د شوروي د تلفاتو لسمه برخه هم نه جوړوي خو افغانانو تلفات تر
پخوا هم زيات دي !
سره له دې هم خپل هدف چې آزادي او د يو خپلواک ملي دولت رامنځته کول وو او دي ونه رسېدل او دړدوښمن (پاکستان) په لومه کې ښکېل
او ټوټه ټوټه پاتې شول ، اوس هم په همغه غلطه لار روان ښکاري چې د کاميابۍ په صورت کې هم دپاکستان له لومې څخه نشي خلاصېدلای، داځل د امارت له دورې زيات او د امارت دوره يې د تنظيمونو له دورې څخه زياته د ISI په لومه کې ښکېل ده او وه ، تر ټولو بده يې لا دا چې دده سياسي سياد پاکستان هم دده ددوښمن امريکا په لومه کې ښکېل دی، نو په ناړامۍ سره بيرته د يوې په ځای په دوه لومو کې نښلي، او د هوښيارې مرغۍ اطلاق هم پرې نه کيږي چې ګواکې لکه هوښياره مرغۍ په دوه لومو کې نښلي، بلکې د جهالت ، سرتنبګۍ د سمبول په توګه هم د پاکستان او هم د هغه د بارانو په لومو کې ښکېل پاتې کيږي . زه دا نه وايم چې مسلح مقاومت دې پرېږدي، نه هېڅکله نه، خو سوله ييزه مبارزه دې هم نه پريږدي او د ټول ولس سره دې يوځای د بهرنيانو پرضد سوله ييزه مبارزه هم پيل کړي او خپل معقوليت دې په کې خپل ولس او خپلو وطنوالو ته عملا په اثبات ورسوي او د ټولو هيوادوالو سره دې په ګډه په لنډه لار ځان بري ته ورسوي !
په مصر کې هم د امريکا پوځي هډې موجدې وې او موجودې دي ، خو مصريانو د آزادۍ انقلاب د ټولنيز عقل په رهبرۍ هدف ته ورسېد
او لا رسيږي، چې د بري څپې يې نورو عربي هيوادونو ته هم ورسېدل، ولې زمونږ ملي پاڅون د جهالت د څپو له امله د القاعدې او ISI په لومه کې
داسې ښکېل دی چې ملي رنګ نه راوړي، پرګنې نشي جذبولی او د يوناورين غوندې صرف دافغانانو د تلفاتو له پاره استعماليږي .
زما په اند خو طالبان بايد د اشغالګر په خپله اعلام شوې وعده راټينګ کړي چې دوه کاله وروسته به له سيلمي له افغانستان څخه وځي، او پخپله دې د حديبې د سولې پشان په ولس کې تبليغ وکړي او په دوه کالو کې دې
ټول افغانان په يوه ضد امريکايي سياسي جبهه واړوي ، چې امريکايان مجبور شي په ٢٠١٤ کال کې په حتمي توګه ووځي ، که نه هيواد به پرې سور اور کړي !


غازي خان
14.03.2011

پتوال صاحب او مومند صاحب ستاسو د لارښودنه څخه ډېره مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more