د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دناندرۍ خانې اصولنامه

نوروز خان
11.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروڼو خبر به یاست چې دټول افغان دبحث فورم ، چلوونکي انتخابي نه بلکې له څرمیه انتصابي دي ، هغه هم داسې انتصابي چې نه ددې منصب درد کولو حق لري او نه یې استعفاء منل کیږي ، که داخبره مو زړه ته نه لویږي دټوکو دفورم له یوه چلوونکي ښاغلي حامد یې نه یې وپوښتئ ، په هرحال
په دې لړ کې ماته دناندرۍ خونې چلولو ویاړ یې وبولو که . . . راله غاړې شوی دی ، چې خورا راباندې بوج دی ، او دوطنمل صیب په ادرس لیږلي معاذیر مې هم ټول رد شوي دي ،زه څه موده دتیلفون له ساحې وتلی وم ، پرون چې راغلم او ناندرۍ خونه مې پرانیسته ، نو له یوې خوا ورته خوښ شوم چې ډیر ې لیکنې په کې شوې وې ، خو له بلې خو اخواشینی چې ځینې ترخې او لایعني خبرې هم په کې وې .
اوس مې ښه دا وبلله چې دیارانو په مشوره ددې فورم لپاره یوه اصولنامه ترتیب کړو ، پولې او پاټکونه تعین کړو ، چې ترې دتجاوز په صورت کې یې باید دیارانو لیکنې ړنګې شي ، غوښتل مې مې دامطلب دراز کړم خودليپ ټاپ برق یاري نه کوي ، په لنډو که ددې فورم دچلښت په اړه مشورې راسره شریکې کړئ ،
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more