tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

مزار شريف: د ښځو لپاره سپورټي کلب جوړسو
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   13, 2011 10:36 am    عنوان   : عنوان Reply with quote

مونير خانه سلام هغه دپيغام،، دڅنګه ې،، احوال دې معلوم نه شو؟
دا کومه ليکنه چه دې کړې بالکل زما په زړه دې کړې کور دې ودان٠
هغه ريشخندې چه واقعا بعضو افغانانو په غرب او امريکا کې کړې او کوې ې خپله غربيان ورته په تعجب کې دې٠
مګر داسې افغانان هم شته چه خپل اسلاميت ،افغانې غيرت اوکلتور ې ساتلې او دقدر وړ دې٠
مګر که اشغالګرو هډې جوړې کړې او دتل لپاره پاتې شول ، نو چه دهر چا خور او لور ې خوښه شوه ،په زور به ورسره ميله کوې نه په رضا،دا کارونه ې پس له ٢ جګړې په جرمنې کې کړيدې او ٣٠ کاله مخکې ما په خپلو سترګو ليدلې دې چه دسرک له غاړې هلک او نجلۍ روان وه او امريکاې جيپ راغې ،تورپوستې مسلح عسکر ترې راښکرته شول او نجلۍ ې په زور جيپ ته پورته کړه،المانې پوليس هيڅ ويلې نه شې ٠دکسل په ښار کې دا کار شوې٠
وګورو چه څه پيښيږې،افغانان څو طبقې شوې
يوې طبقې جنايات کړې له ملته ډاريږې ،اشغال او اشغالګر غواړې دځان ساتلو لپاره ٠ هغه په داخل او خارج کې له اشغالګرو دفاع کوې٠
يوه طبقه ې دوطن ازادې او ملې ناموس غواړې٠
هغه خلک چه جسمې له وطنه لرې دې مګر قلبې په وطن او دخپلو خلکو سره دې او د وطن او ملت نه دفاع کوې هر جنايت کار اوجنايت غندې٠
دوطن فروشانو ،اشغلګرو ،isi پنجابې او دخومينې نوکرانو په سر تندر٠
ديو ازاد هيواد په هيله٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
bewatan



دغړيتوب نېټه: 21 فروري   2011
ليکنې: 58
ځای: germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه مارچ   13, 2011 2:36 pm    عنوان   : Re: عنوان Reply with quote

مونير خانه ښې چارې
ستاسو له ليکنې هويدا ده چه هر افغان بهر کې اوسې دافغانستان په باره کې خپل نظرحق نه لرې چه وړاندې کړې هغه نور خارجې شو او دافغانستان دراتلونکې سرنوشت په هکله بايد ليکنه او خبرې ونه کړې که څنګه؟
د ننې وزيرانو په جبونو کې دخارج دتابيعت پاسپورتونه څنګه پراته دې؟
او بل دکابل دښار له ديسکوګانو نه حتې دظاهر شاه په وخت کې چه شهر نو ترې ډک وو ولې بې خبرې کوې او سترګې پرې پټوې؟
هغه چا چه ننګ ناموس ته په افغانستان کې پخوا هم ارزش نه ورکولو که نن خارج پورې رسيدلې دې څه ارزش به ورته ولرې
څوک چه افغان وې او ننګ ناموس پيژنې هغه ته خارج او داخل بې تفاوت دې
دلته موضوع دسپورت وه نه بل شې او سپورت يو صحې عمل دې بايد دصحت لپاره وشې نه مډال لپاره نر وې که ښځه
monir ليکلي:
سلامونه اوښې چارې
tandar ليکلي:

غم مه کوه ،اشغالګر چه پاتې شول ،داسې ازادې او ديموکراسې به ووينې چه غرب به دسړې دياده ووځې،شرابونه به وې ،کبابونه ،عشقونه به وې ،دغرب غوندې ديسکوګانې به وې ،پلار او مور به داحق نه لرې چه ځوې او لور ته وواې چه دشپې تر ناوخته چيرته او له چا سره او څه ې وکړل او زړونه ې هم سره يخ کړې اوکه نه ؟

دا خو د هغو ګواکې غیرتیانو باټې او د زړه تسل دي چې په هماغه توصیف شوې غربی نړۍ کې ژوند کوی، نجونې او ځامن یې په همغه لویدیځې نړۍ کې ښوونځیو، لامبو او دیسکو ته ځی خو په افغانستان کې د لویدیځوالو د شته والي پلمې لټوی! د هجرت په غربی نړۍ کې مو د زړه تسل کوﺉ ، کوﺉ یې ،خو د افغانستان دخلکو وکالت مه کوﺉ ! پرېږدﺉ چې هغه خلک د خپلو ښېګڼو او زیانونو په اړه پخپله قضاوت وکړي !

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
monir
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 08 دسمبر   2006
ليکنې: 306

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 10:28 am    عنوان   : Reply with quote

بې وطنه وروره سلامونه او ښې چارې خدای دې د کوم وطن خاوند کړه!

اقتباس:
ستاسو له ليکنې هويدا ده چه هر افغان بهر کې اوسې دافغانستان په باره کې خپل نظرحق نه لرې چه وړاندې کړې هغه نور خارجې شو او دافغانستان دراتلونکې سرنوشت په هکله بايد ليکنه او خبرې ونه کړې که څنګه؟

نه ګرانه هسې نده! دلته خبره په ډبل مورال باندې ده چې ځینې هېوادوال پدې غربی ټولنې کې داسې ګډ دي چې هغه د جهالت د دورې دودونه او خیالي معیارونه چې دافغانستان له ټولنې څخه یې لري اوپلي کول یې غواړي پدې غربی ټولنې کې یې اصلا پلی کول امکان نلری. نو چې داسې ده دا د ډبل مورال نارې سورې دڅه لپاره؟
اقتباس:
او بل دکابل دښار له ديسکوګانو نه حتې دظاهر شاه په وخت کې چه شهر نو ترې ډک وو ولې بې خبرې کوې او سترګې پرې پټوې؟

ښایي چې وې مګر هغه وخت خو بهرنیان نه وو ستونځه په څه کې ده! دا چې معصومې نجونې دنارینه و د جنایت په بدل کې په بدو ورکول یا خرڅېږي دا غیرتی ټول غلي ناست دي او ورته ناموسداری وایي؟
اقتباس:
څوک چه افغان وې او ننګ ناموس پيژنې هغه ته خارج او داخل بې تفاوت دې

پرځای خبره ده خو دغه معیار باید دننه په افغانستان کې مېشتوخلکو باندې هم صدق وکړي! څوک چې باناموسه وي د بهرنیو شته والی د هغو پر ناموسداری باندې کومه اغېزه نلری. چې نه وی ستاسو خبره سمه ده چې داخل او خارج نلری.
اقتباس:
دلته موضوع دسپورت وه نه بل شې او سپورت يو صحې عمل دې بايد دصحت لپاره وشې نه مډال لپاره نر وې که ښځه

تاسې خو ولیدل چې دوستانو له سپورت نه یې څه شیان جوړ کړل!


په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 12:16 pm    عنوان   : عنوان Reply with quote

مونير خانه سلام او ښې چارې٠
دادسپورت موضوع يوې خواته پريږده ،خداې دې وکړې چه دبايسکل پر ځاې په ديوالو سپرې شې هغه کوم مشکل نه دې٠
خو دا يوه خبره راځواب کړه بدون له تشريح نه په قاطع توګه چه اشغالګر ووځې او که پاتې شې؟
بلې پاتې شې؟
نه بايد ووځې؟

مننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
monir
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 08 دسمبر   2006
ليکنې: 306

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 12:58 pm    عنوان   : Re: عنوان Reply with quote

سلامونه او ښې چارې!
tandar ليکلي:
مونير خانه سلام او ښې چارې٠
دادسپورت موضوع يوې خواته پريږده ،خداې دې وکړې چه دبايسکل پر ځاې په ديوالو سپرې شې هغه کوم مشکل نه دې٠
خو دا يوه خبره راځواب کړه بدون له تشريح نه په قاطع توګه چه اشغالګر ووځې او که پاتې شې؟
بلې پاتې شې؟
نه بايد ووځې؟

مننه

تندر صاحب لکه چې احساساتی شوﺉ یئ ! د څه شی امتحان اخلې؟؟؟زه فکرکوم چې ګران هېواد افغانستان هیڅ چاته دومره ګران ندﺉ لکه چې ماته دی! هر افغان حق لری چې له ځانه دا ادعا وکړي!
په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 2:41 pm    عنوان   : عنوان Reply with quote

عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟
دوطن اسقلال زما په وينه کې دې زه اشغالګر،پنجابې،ايرانې او بل هر دشمن دخاورې اوملت رټم او په ښکاره ې رټم٠
غريب اوبافته ښه يم نه غلام او ملياردر
دوطن او ملت ددشمنانو په سر تندر
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
chaparharay
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 31 دسمبر   2010
ليکنې: 481

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 2:53 pm    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم
تندر صیب نره او د افغانیت خبره دی کړی !
الله جل جلاله دی وکړی چی زمونږ نور افغانان هم همداسی فکر پیدا کړی .
په درناوی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
monir
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 08 دسمبر   2006
ليکنې: 306

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 7:16 pm    عنوان   : Re: عنوان Reply with quote

سلامونه او ښې چارې !
tandar ليکلي:
عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟

ما فکر کاوه چې پوښتنه مو ځواب شوې وي ! ځکه څوک چې ادعا کوی چې ګران هېواد هیڅ چاته داسې ګران ندی لکه ده ته، هغه طبعا نه پردي منی او نه د چا غلامی کوی ! زه د عام پسندو شعارونو پلوﺉ نه یم ځکه دا شعارونه د خلکو د تېر اېستلو لپاره کارول کېږي!!! څوک څه خبر چې په انترنت کې د دې شعارونو پسې واقعا څه ډول خلک دي؟

آرامه اوسئ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   14, 2011 8:23 pm    عنوان   : Re: عنوان Reply with quote

مونير خانه زما وينه او وجود او تن ې ځکه افغان ې په دې ليکنه دې خداې شاهد دې ډير خوشحاله شوم٠
زه خوشحال کمزورې نه يم چه به ډار کړم
................................په ښکاره نارې وهم چه خوله ې راکړه
زما نوم باورې تندر دې او دننګرهار دخوګياڼيو په سپيڅلې خاوره کې پيدا او دکمونيستيانو په وخت کې له مجبوريته مې خپل قوم اوخاوره خوشې کړې ٣٠ کاله راپه دېخوا جرمن کې مسافراوسيږم مګر دوطن استقلال او دخپل ملت يوالې شمال جنوب ،شرق غرب ،ملې ناموس او خوشبختې غوښتونکې يم په پاک وجدان او پاک ضمير سره خپل غږ پورته کوم او دخپلې خاورې او ملت نه تر خپل توانه دفاع کوم،نوم مې معلوم دې،ځاې مې معلوم دې،ګوانتانامو خو څه کوې چه تر مرګه پورې دغه غږ پورته کوم ٠
چاچه جنايت او خيانت نه وې کړې بيا ځان ولې پټوې او ياډاريږې؟
داشغالګرو،پنجابې بې ناموسانو او ايرانې او داخلې وطن فروشانو، جنايت کارانو په سر تندر
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

monir ليکلي:
سلامونه او ښې چارې !
tandar ليکلي:
عزتمنده وروره سلامونه او احترامونه
دادعا حق هر انسان لرې معقول٠
زما ادعا داده چه هندو دې وې خو چه افغان وې او داستقلال او ملې هويت نه دفاع وکړې زما قبول دې نه اشغالګر او غلامې٠
مګر ستاسو نظر څه دې؟

ما فکر کاوه چې پوښتنه مو ځواب شوې وي ! ځکه څوک چې ادعا کوی چې ګران هېواد هیڅ چاته داسې ګران ندی لکه ده ته، هغه طبعا نه پردي منی او نه د چا غلامی کوی ! زه د عام پسندو شعارونو پلوﺉ نه یم ځکه دا شعارونه د خلکو د تېر اېستلو لپاره کارول کېږي!!! څوک څه خبر چې په انترنت کې د دې شعارونو پسې واقعا څه ډول خلک دي؟

آرامه اوسئ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
و.افغان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 مارچ   2006
ليکنې: 1764
ځای: د رب جلاله پراخه ځمکه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   15, 2011 12:52 am    عنوان   : Reply with quote

محترمو او درنو وروڼو!
اسلام د ښځې د سپورټ مانع نه دی، مګر په دې شرط چې د ښځې عفت، پت، ستر، حجاب او ابرو ورسره خوندي وي.
خو سوال دلته پيدا کيږي، چې دا غربيان له افغانانو څه غواړي، افغانان ډوډۍ نه لري،
دوی ورته سينماګانې خلاصوي، افغانان تعليم نشي کولی؛ دوی ورته نايټکلپونه
او شرابخانې پرانيځي.
افغانان اساسي خدماتو، زيربناوو او بنيادي مؤسساتو ته اړتيا لري؛ خو دوی د دغو
څېزونو پر ځای هغوی ته فيلمونه، کانسرټونه، او د فسق او فجور اډې جوړوي.

په مليونونو ډالر د انجوګانو په نوم خپل جواسيسو افغانانو ته ورکوي؛ ځکه چې په دې
پوهيږي، چې سبا مونږه نه یو؛ نو دغه زمونږ جواسيس هم دلته نشي پاتې کېدلی، نو
خامخا سره له دغو مليونونو ډالر امريکا ته راځي، معنا دا چې دا پيسې امریکنۍ
دي او امرېکنۍ به پاتې کيږي.
د افغانستان په دومره سيندونو کې د کابل برق له تاجکستان څخه په بيه اخيستل کيږي؟

آيا دا د هغو بې غيرتو تش په نامه افغانانو لپاره د شرم ځای نه دی؟ چې د يو څو ډالرو
په مقابل کې د ملت او وطن په ګټو سترګې پټوي، او خپل جيبونه ډکوي؟
کم نه کم په دې لسو کلونو کې خو يو 5 برقي ډېمونه جوړېدی شو؛ چې هم يې افغانستان
خودکفا کولی شو، او هم يې ترې بجلي خرڅولی شوه.

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
عابد



دغړيتوب نېټه: 27 جولاي   2011
ليکنې: 98
ځای: پیخور ښار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اګست   11, 2011 4:48 am    عنوان   : Reply with quote

اسلام علیکم دا خو دا پښتون سړی ډیره غټه بے عزتۍ ده چی د هغه لور یا

خور دے کلب ته زی. د ښځے ذات د پاره خو له کور اؤ له ګور٠
اؤ نن سبا کلبونه خو دا زنا اډے دی٠ اسلام هم په پړده باندے ډیر زور راوړے دے . او په قران مجید کېی دا پړدے په باره کېی یو سورت دے سورت نور چی په هغېی کېی دا ښځے دا پړدے ټولے مسلے شته٠ خو مونګ خلق خو قران مجید په دروغه هم نه را خلو ٠ نه نو پته به راته سنګه لګی٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
۰
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 21 مارچ   2011
ليکنې: 485
ځای: Nangrahar

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اګست   11, 2011 6:37 am    عنوان   : Reply with quote

عابد صیب دي خبرو پسي مه ګرځه په پيښور کي هم دا ډول کلبونه ډیر زیات دي او همدا د پښتنو لوڼي او خوریاني ورځي .
خو کلب دومره بد شی هم ندی په پيښور کي ښکاره دډانس کلبونه دي او د پښتو لوڼي پکي ډانس زده کوي لاهوري ګیټ ، چنګړاباد او نور وګوره!
بس ورورکه تیر شه دي خبرو نه څه تري نه جوړیږي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
وزیري
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 اکتوبر   2010
ليکنې: 496

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اګست   17, 2011 5:01 am    عنوان   : Reply with quote

السلام علیکم:

دیته فکری جګړه وایی: فکری جګړه هغه جګړه ده چی کفار یی د مسلمانانو د تسخیرولو او د هغوئ د شریعت، عقیدې، فکر، عرفونو او عنعناتو، سلوک، اخلاقو او د ژوند د اسلامی بڼې د له منځه وړلو لپاره د ناپوځی وسائلو له لاری ددی لپاره پرمخ بیایی چی مسلمانان له خپل ځانګری تشخص او پیژندګلوئ څه محروم، او په هرڅه کی یی د غرب په تقلید اخته کړی، ترڅو د کفارو په خلاف د جګړی تصور هم په ذهن کی ونه لری.
په فکری جګړه کی د مسلمانانو فزیکی وجود هدف نه ګرځول کیږی، بلکه د هغوئ دین، فکر، تولنیز عنعنات، شخصی او اجتمعای اخلاق او روانی کیفیت د هدف په حیث تر ضربی لاندی نیول کیږی.
د فکری جګړی وسایل: لکه څنګه چی په پوځی جګړه کی پوځی وسائل لکه پوڅیان، توپ، ټانګ، طیاره، بم، بارود، ګولۍ، ټوپک، پوځی ټکنالوژی او پوځی استحکام د ماهرو او روزل شویو پوځي افسرانو لخوا کاریږی همدا ډول په فکری جګړه کی فکری وسائل لکه: معلم، کتاب، مکتب، پوهنتون، علمی تحقیقات، کتابخانی، اخبارونه، مجلی، ژورنالیزم، ادبیات، اجتماعی علوم، صحی خدمات لکه شفاخانی، کلینیکونه، تفریحی وسائل، کلبونه، پارکونه، لامبوځایونه، د سمندر ساحلونه، رسنۍ لکه رادیوګانی، تلویزیونه، سینماګانی، تیاترونه، انټرنیټ، ستلایټ، د فلم جوړلو کمپنۍ، سیاست او سیاسی شخصیتونه او سیاسی احزاب، په هرڅه کی د ښځی استعمال او دیته ورته نور وسائل د ماهرو او روزل شویو خلکو لخوا په سیستماتیک ډول کاریږی.
د فکری جګړی اهداف:
اول: په مسلمانانو کی د غرب په مقابل کی د مقاومت روحیه له منځه وړل.
دوهم: مسلمانان د اسلام په دین، تمدن، او انسانی ارزښتونو شکمن کول.
دریم: غربی ټولنو ته د ریښتنی او مکمل اسلام د رسیدو مخنیوی.
څلورم: د اسلامی نړې لپاره جعلی او د پردیو په لاس جوړشوی قیادتونو رامنځته کول.

ولن ترضی عنک الیهود ولاالنصری حتی تتبع ملتهم.

نچوړ: زه خو وایمه چی دی قسم کومکونو ته مه خوشحالیږی ځکه چی دا ددوی خپلو اهدافو ته دی، مونږ ته یی بغیر له ضرره بل هیڅ هم نشته.

والسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ډاکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 01 اپريل   2008
ليکنې: 605

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اګست   21, 2011 7:42 am    عنوان   : Reply with quote

زموږ يو همکار وو اسد ئي نوم وو،ډير ټوکي وو٠زموږ يوبل همکارته چې وزيري نوميد داسې کړه:ډاکتر صيب وزيري،چرا ک مېتي در پس پيري Very Happy Very Happy Very Happy Very Happy Very Happy Very Happy Very Happy
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
jamal



دغړيتوب نېټه: 10 فروري   2004
ليکنې: 51
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   22, 2012 2:27 pm    عنوان   : Reply with quote

اقتباس:
د طالب جهاد بل څه دی، ټوپک او ږیره
وژل د خلکو بې له تقصیره
مختارې ډلې بې له امیره
لوټمار څیرونکي خلاص له ځنځیره
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2, 3  مخکي
پاڼه   2  ټولې پاڼې  3

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.