د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په نيويارکي د افغان سيد جماالدين دمسجد شرعي خبرونه


ع کريم حليمي
14.06.2004

ډيرو محترمو خويندو او وړونو سلام عليکم ، خدای دي وکړي چي تاسو صحت ولرۍ !
تيره هفته په مسجد کي قاري علی احمد موضع ياده کړې وه چه ٠ دمسجد لپاره يوصحيح او دفقهي په علم پوه
ملا په کار دي او معاش ولري !
داسي پېښه سوئ وه چه دمسجد رئيس ډير اشد مخالفت کړی وو ٠
او ويلې ئی وه چه دمسجد دملا لپاره داسي شرعي حکم نسته چه معاش واخلي !
ما(حليمي ) مسجدته ورغلم او دمسجد رئيس ته مي وويل ٠
چه ساسو دشريعت سر چپه عمل کوی ٠ هغه څوک چه دمعاش حق نلري معاش ورکوۍ ٠ او چه دمعاش حق لري
معاش نه ورکوۍ ٠
چه شرعه او فقه داسي ده ! هرهغه څوک چه اذان کوي ٠ دمعاش حق نه لري ٠
حديث نبوی داسي دۍ ٠ Conditions To Be Met By The Caller to Prayer

It is a must that he make the adhan for Allah's sake and not for wages. 'Uthman ibn Abu al-'Aas asked the Messenger of Allah, upon whom be peace, to appoint him as the imam of his people. He replied, "You are their imam. Be careful about the weak amongst them, and appoint a caller to prayer who does not accept wages for his adhan.
This hadith is related by Abu Dawud, an-Nasa'i, Ibn Majah and at-Tirmidhi, with a slightly different wording, who called it hasan. He also said that the scholars agree with this, and that they hate to see the caller receive wages for the adhan.
ابو العاس د محمد (ص) څه وغوښتل چه ما دقوم امام کړه ٠ مبارک ورته وفرمائل ٠ چه ته ئی د ودۍ امام ٠
احتياط کوه دصعيفو سره ،هغه څوک چه اذان کوي چه معاش وانخلي ٠
او ټوله فقها په دې موافق دي چه اذان کونکۍ معاش وانخلي
......................................................................................................................................................................
او امام دمعاش حق لري چه معاش واخلي ٠ په دې ﻻندي دلائلو
مبارک پنځمه اختتله ، او خلفاوو هم د بيت المال څخه خپل خرځ کاوه ٠ او هرپاچا، قاضی اصلأ دقوم امام دلمانځه دی ٠ او له اولي ورځي ترنن پوري د معاش حق لري ٠
نو واضع ده چه دمسجد ملا د معاش حق لري ٠
کومو دوستانو چه زماڅه خواهش کړي ووچه دا موضع په ټول افغان کي وليکه ٠ دا دی وليکل سوه ٠
نوټ ٠ نن د يکشنبئ په ورځ د مسجد رئيس (محمدنبی يوسفي ) ماته وويل ٠ سمه ده اذان کونکۍ بايد معاش ونلري ٠ او د ملا پر معاش تر ننه نسو موافق ٠ فکر کوم ٠ دنه موافق کېدو علت به ئی دا وي ٠ چه دۍ معاش
نه اخلي ٠ او نغواړي چه بل عالم مسجد ته ﻻر پيداکړي ٠ چه رياست ئی دخطر سره مخامخ کيږي ٠
حليمي



ع کريم حليمي
19.06.2004

د نيويار دوستانو ،ملګرو او ټول افغان لوستونکو سلام !
په مسجدکي يو سياسي کشمکش روان دې ٠ ولي چه اوس دمسجد ملا چه هم رئيس دې ٠ په سترګو نه ويني
او په پښو ښه نسي درېدلای ٠ نو امامت او جماعت نسي کولای ٠ (محمد نبی يوسفي)
او عمر ئی تر 85 کالو اوښتۍ دې ٠ دهيڅ کار نه دې نن اوسبا ٠ او تر سياسي،اقتصادي قدرت تېرېدای نسي
څو مياشتي کيږي ٠ چه يو څوکسه ئی تربغل نيولي او دده تر کنترول لاندي ٠ دجمعی خطبې په لولي ٠
يعنی د شريعت او سنتو خاطر نساتي ٠ د ملا خاطر ساتي او بس
په مسجد کي کومېټه لمنځه تللې او ملا نغواړي چه کوميټه نوې کړي او انخابات وکړي ٠
دوې ډلي ئی جوړي کړي ٠ او دوه دبېنک حسابونه ئی خلاص کړي ٠ او هري ډلي تقريبأ 7000 $ دځانه سره ټينګ
نيولي ٠ او ملا د دوی په منځ کي غوړ ناست ٠ جنجال نوروته جوړ دې ٠
نن دجمعی په لمانځه کي ئی غوښتل چه ډاکتر نوابي (عصمت الله) دمخه کړي ٠ او جماعت راکړي
چه ټوله جامه ئی پرشريعت برابره نوه ٠ په داسي حال کي چه په مقتديانو کي حافظ د قرأن هم حاظر وو٠
چه هم پښتون هم ځوان دې٠ په داسي حال کي چه رسمي امام نسي کولای چه جماعت راکړي ٠ او نوی
امام نه دې تعين سوی ٠ نو شرعأ د هغه چا امامت حق دې ٠ چه ډېر قرأن ئی پياد وي ٠
کله چه نوابي دمخه کيدۍ حليمي وقاری ته وويل ته دمخه سه ٠ نو کله چه قاري صاحب دمخه سو
ملا ډير وقهرېدی ٠ چه دا زما کار دې چه څوک ومخه کوم ٠ دوې مياشت له مخ ملا وغوښتل چه حليمي
رانيسي ٠ او يو څوهفتې ئی د جمعی خطبې وار ورکړۍ وو ٠ که دملا جوغ ئی په اوږه ايښی وای ٠
نو دشريعت جوغ ته ځای نه پاته کېدی٠ نو دخطبې د ويلو نه ئی لاس واخست ٠
د نيويار دوستانو ٠ دغه ستاسو مسجد دې ٠ که تاسو ددغه مسجد چاره او علاج ونه کړی ٠
چه هم مسجد دې او هم د افغانانو مرکز ٠ په ټوله مسجد کي ٤ فارسي زبانه افغانان سته ٠
اصلأټوله پښانه يو ٠ دا حق دې چه په مسجد کي 150 نفره لمونځ کوي او خطابه په فارسي ويل کيږي ٠
او يا داسي سړی په لمانځه کي دمخه کوي چه ږيره نه لري او برېتونه ئی نوي وهلي ٠
او مهمه دا ده چه که پر ملا اختلاف جوړ وي ٠ په هغه ملا پسي لمونځ نه دې صحيح !
او بل په يوه حزبي جامعه کي ږوند کوو ٠ که سياسي اواسلامي مرکز د پښتنو نور خلګ واخلي ٠ پښتانه په
نيويارک کي ډير ژر وريکيږي ٠ او فارسي ګفته خپل مرکز لري ٠ او حزبي فعال دې ٠ او د کابل کومک د سفارت
کومک لري ٠ او غواړي ٠ چه دپښتنو اسلامي مرکز هم امله کړي ٠
په ډير احترام تاسو ملګرو ته عرض کوم چه په ټولو ٠ ږغ يوکړي او انتخابات وکړو ٠ او داسلام او افغان په ګټه
کومېټه چوړه کړو ٠


Azad Nazer
19.06.2004

((((((( د نيويار دوستانو ،ملګرو او ټول افغان لوستونکو سلام !)))))))

<<په مسجدکي يو سياسي کشمکش روان دې ٠ ولي چه اوس دمسجد ملا چه هم رئيس دې ٠ په سترګو نه ويني
او په پښو ښه نسي درېدلای ٠ نو امامت او جماعت نسي کولای ٠ (محمد نبی يوسفي)
او عمر ئی تر 85 کالو اوښتۍ دې ٠ دهيڅ کار نه دې نن اوسبا ٠ او تر سياسي،اقتصادي قدرت تېرېدای نسي >>

حليمي صېب سلامونه !

ستاسو ليکنې بيا بيا کلې کور او د دغه لوت دقوم زرګونه خېلونه را ياد کړه ٠ پښتانه که دومره د لوړ فکر خاوندان وای نو په سلګونو خېلونه به يې نه درلودل او په يو خېل چې ((پښتون )) ورته وايي ، اکتفا کړېوه ٠ دوی لا په هغه ځای کی نه دي سره جوړشوي چې پنځه وخته ورته سجده کوي نو دنيويارک يووړوکې مسجد به څه معنا ولري ؟
داخونيويارک اوامريکايي چاپېريال دې کنه که همدغه مسجد د ډالروسره په افغانستان کی وای نو اوس به ددغو 150 څخه 75 مړه شوي وو ٠
پښتانه څه عجيب پيداوښت دې ، په خدای هم ځان خرڅوي ٠

<<٠ او ملا د دوی په منځ کي غوړ ناست ٠ جنجال نوروته جوړ دې ٠ >>

ايا دغه حال په افغانستان کی نه دې ؟

که څوک وکولای شي ماته ووايي چې دا خدای تعلی په قوم څوک دې ډېر به خوښ شم٠


په درنښت

ازادنظر



ع کريم حليمي
26.06.2004

ګرانو د نيويارک ملګرو او افغانانو سلام !
نن مو خبر تر لاسه کړۍ ٠ چه د ابوبکرصديق (رض) مسجد د حزب برهاندين له لاسه و وتلۍ ٠ دمحکمې په زور !
مسجد په نيويار کي د افغانانو له خوا اباد سوۍ وو تقريبأ په يو ميليون ډا لرو ٠ چه مشري ئی ښاغلي کبير يعقوبي پر غاړه در لوده ٠ د افغانانو په پيسو او د يعقبي تر مانجمينټ لاندي جوړ سو
کله چه يو سړی د حاجي اکبر په نامه ئی ملا تعين کړۍ ٠ پسله يوه کاله ئی حزبي ډله جوړه کړه ٠ او د برهاندين
همکاري تر لاسه کړه ٠ دمسجد پر مشري ئی چفاغ و واهه ٠ او په محکمه کي ئی عرض وکړي ٠ چه يعقوبي
نور مسجد ته نسي داخيلېدای ٠ د مسجد ملايي ، مشري،رياست،سياسي قدرت ټوله حاجي اکبر په غداري تر
لاسه کړه ٠
نو بعضو سپېځلو افغانانو و يعقوبي صاحب ته لاس ورکړۍ ٠ او محکمې ته ئې افيل وکړۍ
او ثابيته سوه چه حاجي اکبر ملا نه وو اصلأ د سياست غل ،او د 50000 $ نقدو غل هم سو
او محکمې امر و کړۍ چه د مسجد مشري ،ملايي،رياست د حاجي اکبرڅخه واخستل سي ٠ الحمدالله
او دا داسي ملا دې چه په دوو سټېټو کي ئې سوشل سروېس هم خوړۍ ٠
په داسي حال کي که څوک د بيت المال څه کومک اخلي او درواغ په اپليکېشن کي ليکي ٠ داسي ئی
غاړي بنديږي ٠ لکه په غلا ٠ نو دې غل هم وو او امام دمسجد هم وو ٠
حليمي



ع کريم حليمي
07.08.2004

ګرانو د نيويارک ملګرو او افغانانو سلام ! درنو لستونکو
نن هغه ورځ وه چه د حضرت ابوبکر د مسجد له امامه امامت و بل امام مسجد ته تسليم مېدۍ
نو د افغان سيدجمالدين امام ئې هم ورغوښتۍ وو ٠ چه نن خطابه ورکړي ٠ وليچه دی ډير سپين ږيری امام دۍ
کله چه لمونځ ګوزارن مسجد ته ورغلي وه ٠ مسجد قلف وو٠ او کيلي د مسجد هغه زاړه امام نوه ورکړې ٠
نو خلګ د مسجد په شا کي کښېنستلي وه ٠ د لمانځه له پاره ٠ کلهچه ملا يوسفي خطابې ته ولاړ سو
نو پخواني امام پلان ورته درلود ٠ کله چه ئې خطابه شروع کړې ٠ نو پخواني امام (حاجي ملا صاحب د اسلام غم خور) ښځي ور واستولې او په صفو کي ناري و هلې ٠ چه ملا يوسفي ٠ څه له دې مسجده ٠ او دغو ښځو پر ملا
هجوم ور وړۍ چه خطابه ئې نسوای ويلای د ښځو له لاسه ٠
داخبر دۍ د ملا يوسفي له خولې ٠ چه د جمعې تر لمانځ ورسته د غه خبر اعلان کړۍ ٠ او اعصاب ئې هم ډير
خراب وو ٠ او وئې ويل زما بې عظتئ ئې و کړي ٠

[color=darkred:211aac266b](اکثره ملايان دځان دعظت غم کي دي نه د اسلام )
بعضي ملا يان د خپل قدرته پوري هر څه کوي ٠ نو که پر مړي ئې قدرت پيداکړۍ ٠ هم به ئې وکړي
دغدۍ د ملا حال [/color:211aac266b]
چه دغه مو ملايان وي ٠ نو د طالبه څه ګيله
حليمي


hotak
07.08.2004

ښاغلى قدرمن حليمي صاحب سلامونه اونيكي هيلي مي ومنۍ،
ياره داسي ښكاري چي نن سبا له كومي ځانگړي رواني ستونزي سره مخامخ ياست.كنه گومان نكوم چي په دغسي چټياتو واهياتو اوخرافاتو مو خپل علم،اوحيثيت خراب كړى واى.دانو اوس خبره شوه چي يوسړى له تاسره ځاني ورانه لري اوته راولاړشي دنيټ په پاڼه كميس اوپر........دواړه ترى وباسى؟؟؟
اخريوسفي څوك دى اوته څوك يى :?: :?: :?: كه هغه ته ته ملاوايى نولږخوځان ته هم فكروكړه.ته خوهم ځان ته شيخ الاسلام،فخرالمتقدمين والمتاخرين،قدوة العلماء والسالكين ................وغيره وغيره وايى.تانو له كومه داسي دملايي خوي بوي كړى.هغه طالب خان اوطالب جان غريبانانو ته خو ډك ټوپكونه گرزوى او كه واردي ورته سيخ شي والله كه يى بى ....................هم پريږدى. داڅه علاوه له دى دي چي واردمخه دي له يوسفي صاحب سره هم دجومات په ستونزه كي دنياپه سراخيستي وه او دنيويارك هيڅ داسي مجلس نه وو چي ستاسي اويوسفي داختلافاتو خبري به نه پكي كيدلى.اوبيا هغه افتراگاني،تهمتونه اوبهتانونه چي تاسي اويوسفي صاحب يوپربل لگول په هغه هم دنيويارك اوټولي امريكا واړه زاړه افغانان خبرشول.
دحيرانتياخبره خو لاداده چي يووخت تاسي اودغه ستاسي دسردښمن يوسفي(خداى دى په مرگ پرده وكړي) ديوه بل هم پياله اوهم نواله ملگري واست.اوپه نيويارك كي ښايي هيڅ داسي باراوكلب نه وي چي لونډگان دي تاسي دواړه ونه پيژني.
په هرصورت زه دخپلي وينا بښنه غواړم.زماهدف دچاسپكاوى ندى بلكي يوازي هنداره درښكارول غواړم.هيڅوك له گناه،له خطا او له لغزشه پاك ندى.انسان دخطا اوگناه يومجسم پيكردى.خامخا به گناه اواشتباه ترى صادريږي خوداسي بايد قطعاونه شي چي يوڅوك دي نوبياخپلي ځاني وراني ته دشرعي وجيبى نوم وركړي اوپه بل مسلمان پوري دي تهمت،افتراء اوبهتان ته دي دشرعي خبرونو نوم وركړي.
دخداى،قران اورسول روي ته وگورۍ له دغو ځاني غرضونو تيرشۍ.بس دى هغه له طالبانوسره چي موداسلام په فورم كي سوكان تركټوايستلي هغه موبس دي.
له ورور وطنمل نه هم هيله من يم چي نوره دي دغه موضوع وتړي كټ مټ لكه هغه دبابي صاحب پرخلاف چي يى داسدالله دانش ليكل شوي موضوع وتړله.نه يوازي داچي وتړل شي بايدچي له څيلمي ړنگه هم شي.
دبيان ازادي خو نو دانه مانا چي يوڅوك دي نو دچاپرضد دومره وړاندي لاړشي لكه حليمي صاحب چي ديوسفي صاحب پرضد تللى.
اوگورۍ پام :!: :!: :!: كه نه سميږۍ نوبيامو والله چي يوه يوه دوسيه راوسپړم اودفورم والاو مخي ته يى كيږدم :wink: :wink: :wink: بيانو ونه واياست چي موږخبر نه وو. مينه مننه نصيراحمدهوتك.



ع کريم حليمي
07.08.2004

ښاغلى قدرمن هوتک صاحب سلامونه اونيكي هيلي مي ومنۍ،
خدای دي نهکړي چه زه به ديوسفي امام شخصي بد وايم ٠ خبره دحاجي اکبر ده ٠ چه مسجد ئې غلا کړئ وو
او موضع ئې په محکمه کي وه او پرون ئې اخيري ورځ وه چه قاضي امر کړي وو ٠ چه ملا حاجي اکبر دي ٠ مسجد
و اصلي ٠ متولي ته تسليم کړي (کبير يعقوبي)
[quote:bb2097b656]اوپه نيويارك كي ښايي هيڅ داسي باراوكلب نه وي چي لونډگان دي تاسي دواړه ونه پيژني[/quote:bb2097b656]
هو که هر څوک شل کاله د پبليک سپيکر سي ٠ او هر هفته په پبليک کي خبري څوک وکړي ٠ طبعنأ به ئې وپيږني
خو FBI مي هم پېژني ٠
ګرانه دغه ليکني ته (public record )ويل کيږي ٠ که 75 سينټه محکمې ته ورکې ٠ څه چه ما ليکلي ٠
کولای سې چه نور معلومات هم درکي ٠
زما لپاره به دا ډير ښه وي ٠ که کومه بد اخلاقي لرم ٠ او هغه راته په ګوته سي ٠ نو به زه لاس ترې واخلم
او که مي کومه بد اخلاقي کړې وي په پخوا کي او څوک خبر وي ٠ هم ښه کار دۍ چه پبليک خبر سي ٠
اود هر بد اخلاقه بايد لاس ونيول سي ٠ خصوصأ هغه بد اخلاقه چه په پبليک کي خبرهم کوي ٠
دغه به يوازي عمل وي چه زموږ جامعه سموي ٠
کلهچه ښخصيت پيدا کيږي ٠ مخالفين هم پيدا کيږي ٠
هر هغه څوکچه د افغان د خادم په جامه ننوځي او بد اخلاقه وي ،خاين وي ٠ اول زما دوهم ستاسو وظيفه ئې
بولم چه نقاب (Masking ) ئې له مخه پورته کړو ٠
بسمه تعالی٠ وَ لا تَلْبِسوا الْحَقَّ بِالْبَطِلِ وَ تَكْتُمُوا الْحَقَّ وَ أَنتُمْ تَعْلَمُونَ(42
أَ تَأْمُرُونَ النَّاس بِالْبرِّ وَ تَنسوْنَ أَنفُسكُمْ وَ أَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَب أَ فَلا تَعْقِلُونَ(44)
په خپلو خبرو عمل فرض دۍ چه الله فرمائي
يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ(2)
كبرَ مَقْتاً عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ(3)
ترجمه٠ 2 - اى كسانى كه ايمان آورده ايد! چرا سخنى مى گوئيد كه عمل نمى كنيد؟
3 - نزد خدا بسيار موجب خشم است كه سخنى بگوئيد كه عمل نمى كنيد؟
حليمي


islam dost
07.08.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته وبرکاته
زړه ته رانزدي هوتکه وروره خدای په مټوبرکت کيږده څومره ښي موضوع ته مودخلکوپام راواړه وه ٠
اصلادداډول خبرونوڅه اړتياده چي دلته مطرح کيږي اوبيانوم هم ورباندي دشرعي خبرونوکيږدي ،
زماپه اندداډول خبرونه خودپيښوري ټوقمارميراوس خبرونوته ورته دي ٠
نوکه په داډول خبرونومونږاوتاسوهم لاس پوري کړوباوروکړئ دخپلې سيمې دومره ډيرخبرونه خودرته وليکم چي دوی هم ووايی چي شاباس ٠
په دي هکله ښاغلی وطنمل صيب مسؤليت لري چي هغه ليکني کنترول کړي چي داډول غيري ضروري اوديوچاشخصي تربګنئ لپاره کاره ول کيږي ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more