د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دافغان ولس دتاريخي اثارو ساتندوئ او داړه ماران

ډاکټر څپاند
03.03.2011

دافغان ولس دتاريخي اثارو ساتندوئ او داړه ماران
http://www.youtube.com/bbcpersian#p/u/6/QEk1qbNYle4


و.افغان
14.03.2011

محترم او دروند ثبات او بيا ثابت صاحب:
په عربي ژبه کې يو متل دی چې وايي: حاميها حراميها.
يعنې ساتونکی يې غل دی.
له 20 کالو راهيسې د افغانستان ساتونکي د همدغه وطن لوټونکي، داړه ماران، غله
او حراميان دي، په استثناء د طالبانو چې خپله غله نه وو، خو د هغوی په وخت کې
افغانستان د پاکستان لپاره پرته له غلا ماته ډوډۍ ګرځېدلی وو.
حق خبره د الله جل جلاله لپاره کول پکار دي، په عموم ډول سره خلق او پرچم غله نه وو،
د قيادت خبره نه کوم.

په درنښت


ډاکټر څپاند
15.03.2011

دروند وهاج افغان
په هر تنظيم کې ورانکاران شته،خو دې ډاکټر نجيب داعمل څنګه بولئ؟


و.افغان
16.03.2011

[quote:827892e493="subat sabit"]دروند وهاج افغان
په هر تنظيم کې ورانکاران شته،خو دې ډاکټر نجيب داعمل څنګه بولئ؟[/quote:827892e493]

ثبات ثابت صاحب:
ډاکټر نجيب د افغانستان او افغان ولس په وړاندې يو سياسي مجرم بللی شم، چې د
علني محاکمې له لارې د درنې سزا مستحق وو.
البته ډاکو،غل او داړه مار يې نشم بللی.
د ډاکټر نجيب د نه ډاکوتوب، او نه داړه مارۍ لپاره دا کفايت کوي، چې نه په داخل
افغانستان کې او نه په خارج کې د ده په نوم يا د ده د کورنۍ په نوم نه بنګلې شته،
نه جايدادونه، نه قصرونه او نه تجارتونه، داسې حال چې د ځينو تش په نامه مجاهد
بې علمه او بې مسلکه ټيټ پايه قوماندانان د دنګو بنګلو، لويو مارکېټونو، او په
دننه او بهر کې د لويو قصرونو خاوندان دي، کورني او خارجي بانکونو کې يې
اکاونټونه ډک دي، داسې حال کې چې له انقلاب مخکې يوې مړۍ ډوډۍ پسې
ړندېدل.

د هر عادل امير، منصف حاکم، او د عادلې قضا دا لوی فرض دی، چې د دغو خلکو
مالونه ټول ضبط او بيت المال ته حواله کړي، او بېرته يې هغه ژوند ته وګرځوي، کوم
يې له چې انقلاب مخکې لرلو.

په درنښت


ډاکټر څپاند
29.03.2011

ددې موضوع پاتې برخه ٠٠٠٠٠٠٠

http://www.youtube.com/watch?v=XWy-A-oNjkQ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more