د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دتقوی لوچاغ والی لپاره زورور او بی خطره درمل راپه ګوته کړی

عبدالمتین سرو
01.03.2011

سلامونه اونیکی هیلی ټولو ګرانو لوستونکو ته وړاندی کوم
غواړم داسی درمل راته وښه یی چی هم قوی او دچاغ والی دپاره ښه کوشش وکړی او هم بی خطره وی [color=green:6c1f40c9f3]له ټولو لوستونک څخه مننه[/color:6c1f40c9f3]


هلال
03.03.2011

سلام درواخله سروری صاب دچاغیدو دوا څه کوی(ټوکه) سروری صاب که حق ویل ویل رانه غواړی نو دا هسپتال یواځی اویواځی یو ډاکټر لری وطنمل صاب هغه دمریزانو تپوس نکوی۰
بس


پښتون.
04.03.2011

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6064
سلامونه !
ګټور او په زړه پوری لارښوونۍ ستاسو د پنډیدو لپاره په پورتنۍ ځاې کې لاس ته راوړي شئ.
د چاغیدو لپاره له درمل څخه خواړه ډیر ګټور دي. :wink:
:D


عنوان

tandar
04.03.2011

وروره په دوا او دوعانه کيږې ،يوه دبايسکل کراچې ځانته پيدا کړه او په څنګ کې ورته دخوراکې شيانو خلطې ځوړندې کړه او په کې کښينه ،مقصد چه پښې دې په ځمکه ونه لګيږې ،اوچلوه ې او خوراک ته ولګيږه ،مقصد دپل خيشتې په څنګ کې دې لړمون شوروا له ياده ونه وځې ،يعنې فزيکې تکليف په ځان رانه وړې ،مګر په مټوکې به ډير قوې شې ،له يوې خوا به دې اعصاب ارامه وې او له بلې خوا به په ډير کم وخت کې دجګيدو او ګرځيدو لپاره مرسته وغواړې ،البته دچاغې له کبله٠
وګورو چه دکتور پوښتون هم که کومه نسخه درته وليکې٠
مننه٠


هلال
04.03.2011

تندرصاب چی دبایکل په کراچی که کښنی
نو بیا بیخی نه چاغیږی زه وایم چی سهار دی شل منټه سپوټ کوی۰سوچ او فکر نه دی ځان ساتی دسګرټ نه ده ځان ساتی خپله به داسی چاغ شی چی بیابه په ځان پوری حیران وی


خیریوسی
09.03.2011

وټولو ورڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ورڼو!
محترم سروری صاحب ستاسو دسوال په ځواب کي به ووایم خواړه باید هغه خواړه وخوړل سی چي دبدن اړتیا پوره کړی یوډول خواړه دبدن اړتیا نه پوره کوی غذا باید متنوعه وخوړل سی بدن خپله قوی کیږی په خوړو کی باید دری ټکی په پام کی ونیسو

1ـپه غذا سره دبدن تغذیه
2ـدناروغيو څخه په غذا سره د بدن وقایه
3- دکورني اقتصادی حالت په پام کی نیول .
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم غذاء ، جامه ، ناسته ، ولاړه ، تګ ، خوب ، دټول بشر دپاره هغه لارښوونه ده چي دقیامت تر ور ځی که دطب پوهان څیړنی وکړی، دهغه بدیل نشی موندلای .
په تیرو دووپیړیو کی طب ډیر پرمخ تګ کړی دی، او دنارغیو څخه دوقایی دپاره یي ډیری لاری چاری لټولی دی،خو اوس یی بیرته دنبی کریم صلی الله علیه وسلم وغذا او دوا ته مراجعه کړی ده ،او ډیر اسرار یي پکښی موندلی دی .
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم چي کوم خواړه خوړل ، دوه اړخه لری :
یواړخ یي غذائی او بل یي دمرضونو څخه وقایه ده .
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم خواړه زموږ دپاره دغذائی فورمول حیثیت لری .
دمرضونو څخه دوقایی دپاره دنبی کریم صلی الله علیه وسلم غذاءاو دوا:
کله چي به نبی کریم صلی الله علیه وسلم سهار دلمانځه او ذکر څخه فارغ سو په یوه ګیلاس اوبو کی به یي یوه کاچوغه عسل واچول او ښه به یی ولړل او وبه یي څښل .وموږ ته یي هم دعسلو په څښلو لارښوونه کړی ده .
وروي عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: "عليكم بشراب العسل".
نوی څیړنی ښیی که په اوبو کي عسل وڅښل شی، دهاضمې جهاز ویښوی او خپل کار په ښه توګه سرته رسوی، او بل داچي عسل کامله غذا ده ، اوهم دارنګه عسل په بدن کي یو ډول مرکب د(أدونزين ثلاثي الفوسفات ) په نوم ماده پیداکوي ، چی دا د غضلاتو ( پلو ) وقود( تېل ) دی .
په پرمخ تلل نړۍ کي دا یو معمول ګرځیدلی چی سهار په نهاره کله چي دخوبه ویښ شی اوبه څښی .
نبی کریم صلی الله علیه وسلم دڅاښت تر لمانځه وروسته اووه دانې خورما ( کجوره)خوړل ،چي په شیدو کی به مخکی خیشتې سوی وی .
رواه أبو نعيم وأبو داود أن النبي قال: "من تصبّح بسبع تمرات لا يصيبه في هذا اليوم سم ولا سحر".
پوهان وایی چی دمسموم سوي كس انزیم زیاتیږي ,که یوه میاشت پرلپسی اووه دانې خورما ( کجوره) وخوړل سی ، انزیم یي بیرته کښته کیږي، او حال یی وطبیعی حالت ته راګرځی .
او پوهان دا هم وایي چي خورما ( کجوره) دسترګو روښنایی زیاتوی ،او غوږو نه داوریدو قوت زیاتوی ، ددې امله وهغه کسانو ته چي تر ځمکه لاندی زیرمې (سرپ ، او زهری مواد...) راباسی ، هره ورځ اوه دانې خورما ( کجوره) خوري، چي دزهرو دتاثیر څخه په امان شی .
رواه الترمذي في سننه من أن (التمر من الجنة وفيه شفاء من السم )
نبی کریم صلی الله علیه وسلم د ماذدیګر تر لمانځه وروسته یوه کاچوغه دزیتون تیل لږ څه سرکه او دیو ه لاس په اندازه اوربشینه ډوډۍ خوړل.
پوهانو ثابته کړی ده چي دزیتون تیل او سرکه ، وازګی ویلوی ،اودهډوکو دسرطان ضد دی ، اودوینی رګونه دبندیدو څخه ساتي .
نبی کریم صلی الله علیه وسلم به ماخوستن مستې او اوربشینه ډوډۍ خوړل .
پوهانو ثابته کړی ده چي که څوک ماخستن یو ګیلاس مستې وڅښی ، په غټو کولمو کی به پاته سوی فضول مواد مات کړي ، کله چي پاته سوی مواد مات شی بدن دهغوی دویټامینو څخه استفاده کوي ، او فضول مواد په اسانی سره و بهر ته خارجیږی .پای .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more