د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتانه

الفاروق
26.02.2011

که وی را ټول لکه باڼه پښتانه
نو ځانځانۍ به نه خواړه پښتانه
د قافلو جرس را ویښ نه کړله
دغه ویده او دغه کاڼه پښتانه
پام چی بی قدره دی غمونه نه شی
زړگیه! لمانځی میلمانه پښتانه
په نه خبره د یو بل شی قاتل
تر څو به وی غوښه چاړه پښتانه
شی د خوشحال-حمزه ارمان به پوره
که له نفاق شی راستانه پښتانه
پیغلو راځئ چی ننواتی ورشو
چی شی یوځای خواره واره پښتانه
اوس یی ولاړی دی خازی په قبرو
چی وو "نغمې" هغه درانه پښتانه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more