د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دهشتګردي

اسد مومند
21.02.2011

دا ستا ندی شر فساد دهشتګردي
کړو زما دې حق جهاد دهشتګردي

ته په کروزو ړنګوې کلي کورونه
زما بولې هم فریاد دهشتګردي

ته زمونږ مقدساتو ته توهین کړې
وي زمونږ تش مرده باد دهشتګردي

ته واړه زاړه او نر ښځې راوژنې
دا دې پیل له بنیاد دهشتګردي

که له دین وطن دفاع دهشتګردي وي
نو دې تل وي زنده باد دهشتګردي

راشه ته رحمت الله تنها منصف شه
که دا مونږ کړو که الحاد دهشتګردي


م افغان
03.03.2011

سلام.
یاره اسدمومند صیب نوش جان دی سه دیته وایې شعر نو نه چه یاتوری سترګې سره لاسونه دنګه ونه نری غاړه تور باڼو خنجر صدف غاښونه راته صفتوی؟

رب دې آباد لره‎ ‎


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more