د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

خلک بی وسلی کول ښه که بد

chaparharay
15.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم!
ورونو یوسوچ راغی او هغه دا چی که مونږ لږ ځیر شو نو هرځل چی په ګران
هیواد افغانستان کوم ظالم او یرغلګر حمله کړی نو همدا اولس وی چی ورسره
یی په تش لاس اخ و ډب را اخستی وی او روسته له ډیری قربانی بیا هغه ظالم
خو په شا وتمبوی خو ملت پکی ډیر وځپیږی او کله ناکله دپردو لاس ته هم مجبورشی
له میرویس نیکه رانیولی ترنن دمه چی یو بل چا ته لاس ورنکړی نو خپل دا بل
ورسره اخته دښمن نشی ماتولی اوچی کله بیا دامات شی نوچی چاته یی لاس ور
کړی وی هغه سره بیا لاس وګریوان شی همداسی ده کنه؟
ښه نو ددی به ښه حل دا نه وی چی کله یو اسلامی افغانی حکومت راشی نو په
ځای ددی چی خلک [خاصکر پښتانه چی هرکله همدوی د خارجی دښمن سره مخ وی ]
بی وسلی کړی نو ورته نوره وسله هم ورکړی او ورته ټریننګ هم ورکړی
او لکه هرولایت ته که فرض کړو چی ۲۰۰۰۰شل زره درنی اوسپکی وسلی
ورکړی او ورسره ښه مفکوره هم ورکړی چی یوه سوچه اسلامی او افغانی
مفکوره وی او بیا داخلک په خپلوکورنو کی خپل کاروبارکوی خو چی کله ورته
ضرورت شی نو جنګ ته راحاضرشی نو وبه ګورو چی له یوه پلوه به یو دم
مونږ له حاضر وعسکرو سربیره په ۳۴ولایاتوکی ۲۰۰۰۰*۳۴=۶۸۰۰۰۰ تربیه
شوی مجاهدین ولرو نوکه چیری ځمونږ عسکر ناکام شی لکه دطالبانو عسکر
اویا ددښمن سره ودریږی لکه هغه پخوانی کمونسته اردو چی ټول یی دروس
په قومانده کی شول اوپه افغانانو یی څومره ناکردی وکړی اوهیواد یی دنشت
سره برابرکړ او خپل هیوادوال یی حتی ژوندی له خاورو لاندی کړل.
نو دا(۶۸۰۰۰۰) وسلوال مجاهدین چی په درنو اوسپکو وسلو سمبال وی اوښه
تربیت یی هم شوی وی ترڅو دپردو په ګټه استعمال نشی خاصکر دپاکستان
اوایران مخکینی حکومتونو هم خلک بی وسلی ساتلی وو چی بیا دجهاد په وخت
کی چی کله اردو له یرغلګر روس سره شوه نو ولس تش لاس وو اوبیا چی کله
طالبانو داکاروکړ او خلک یی بی وسلی کړل اوټولی وسلی یی یو ځای ته په هر
ولایت کی راټولی کړلی نو ټولی امریکا بمبارکړی او ولس خو هسی نه هم خالی
لاس وو نو بیا یی په ډیر مشکل سره په قبایلی سیمو کی وسلی رانیولی او اوس یی هم لا دا لړۍ روانه ده.
نو ددی پرځای که ولس کی په اسانه ډول هرولایت کی شل شل زره ځوانان تربیه شو ی وای اووسلی هم ورکړی شوی وای نو ښه به نه وه ؟
هو یو څه خطر او یو څه زیان به یی هم وو خو ځما په فکر چی نفع به یی زیاده وه خاصکر په هغه صورت کی چی ښه تربیه یی هم شوی وای؟
تاسی پدی کی څه نظر لری؟
خپل نظرونه داسلامی اوبیاافغانی اصولو په رڼا کی ولیکی.
ستاسی دښو نظرورنوپه هیله!


قريش
22.02.2011

دا یی وخت ندی
هغه مرحله ډیره لیری ده چی موږ دی یوخاص شمیر ولسی خلک تربیه او په وسلو سنبال کړو.
په اوس وخت کی یی دګټی نه تاوان زیات دی.
په هیواد می لمبی هماغسی بلی دی ډیر وخت غواړی چی دا اور په بشپړه توګه ووژل شی.
ولسی خلکو ته وسلی ورکول په اوس وخت کی اور ته لازیات تیل وراچول دی. دادی هم هیره نه وی چی دښمنان خاصکر ګاونډیان به ددی موقع نه اعظمی ګټه پورته کړی.
په هر ولایت کی شل زره کسان پیداکول او هغه هم په اوسنیو شرایطو کی، یو خیال دی. ته به خپل هدف ته ونه رسیږی اودښمنان به دا یو طلايي فرصت وګڼي.


عنوان

chaparharay
22.02.2011

السلام علیکم
قریش صاحب ښه شو چی تاسی خو داځما ناقصه لیکنه ولوسته ،نورو ملګرو خو هڅ ورکتل هم نه زه یی دځان پوری خیجله کړی وم .
او تاسی لیکلی چی اوس یی وخت ندی . هو ښه رایه ده اوس یی وخت ندی خو چی کله ارامی راشی او یو ښه اسلامی او غښتلی حکومت راشی ،نو بیا خو به یی وخت وی کنه ! نو چی هغه یی بیا وخت وی چی دا وعده دی یاده وی که ژوند وو چی بیا می غوښتنه کی ملاتړ وکړی او تک تنها می پرینږدی !
د یو غښتلی او سپیڅلی اسلامی امارت په هیله!


عادل عادل
26.02.2011

سلامونه

ښاغلی مشر ورور چپرهاری صاحب

ستاسو وړاندې کړل شوې موضوع د اهمیت وړ ده، بې وسلې کول په خپل مناسب وخت کې ډیر ښه کار دی ، بهترینه طریقه یې داده چې له استثنایي حالاتو پرته یې استعمال قانونا جرم وبلل شي، که چا پخپله خوښه بیت المال ته تسلیم کړه نو ښه کنه نو ضرور نه ده چې د جواسیسو په بنا دې د خلکو څرمن ترې وایستل شي، په دې توګه به وسلې د هر چا سره خوندي پاته شي، د ظاهر شاه همدا پالیسي ډیره عالی وه، حکومت ته ښه معلومات وو چې د چا سره ټوپک شته او د چا سره نشته، د خدای جتي جواسیسو راپور ته یې اهمیت نه ورکاوه، او نه یې هم څوک تر شکنجې لاندې نیول، تر څو ټوپک ترې لاسته راوړي، ځایي حکومتي چارواکو هم د وسلو په لاسته راړلو کې ډیر کوښښ ځکه نه کاوه چې د دوی هیڅ شخصي ګټه پکې نه وه خو د قانون په زور ټوپک په تاخچو کې خوندي او یا هم د خاورو خوراک وګرزېدل. همدغه ټوپکو د ضرورت په وخت یعنې د روسانو د اشغال نه وروسته دافغان مقاومت په پیل کې خورا ډیر په درد وخوړل.

په هر حال د خپلو دېرش میله ټوپکو ډیر خیال ساته کوندې وي چې یو ترې ماته تحفه راکړې :)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more