د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

۳۹ کال وروسته د افغانستان نفوس، UN prediction

طالب ISI
13.02.2011

په ۲۰۵۰ کال کې به د افغانستان نفوس نهه شپیته میلونه او پنځه لکه اولس زره تنه وي.

د پاکستان به ۳۴۸ میلیونه او ۷ لکه تنه نفوس ولري.
هند به یو نیم میلیارد او ۵۳۱ میلیونه نفوس ولري.د د چین نفوس به یو میلیار او ۳۹۵ میلیونه وي، ځکه ددوی د نفوس د کانترول ادارې او پالیسئ ښه کار ورکړ،او له هند څخه یې تعداد را کم شو.
ایران به ۱۰۵ میلیونه نفوس ولري.

نو مونږ په افغانان چې اوس په ۲۹ میلیونه نفوس سره څومره مشکلات لرو، چې کله زمونږ خپل نفوس دوه چنده څخه هم زیات شې، او پاکستان په څنګ کې ۳۴۸ میلیونو ته ورسیږي، نو بیا به مشکلات نور هم زیات شي، دوی هم مجبوره دي، په هر ترتیب چې وي، افغانستان ته د مهاجرو په توګه یا هم په زور لاړشي. په څنګ کې به د پاکستان مداخلې د مجبوریت له کبله هم زیاتې شي.

نو زما توصیه داده چې افغانان هم باید د بچو تعداد کم کړي، دری اولادونه چې ښه تربیه ورکړل شي،ښه تعلیم ورکړل شي، ښه ژوند ورته برابر شي، نو هم به ددوی ژوند په آرامه وي، هم به پلار او مور ډیر تر فشار لاندې نه وي، او چې ښه اولاونه جامعې ته وړاندې شي، ددې جوګه به وي هم ځان ته او هم ټولنې ته خیر ورسوي، آخرت کې به حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم فخر پرې وکړي، ځکه په هر بدکاره، ظالم او غله خو به هغه فخر هم نه کوي.

او په پای کې به زمونږ د هیواد نفوس هم له حده زیات نه وي، خو باید دغه ټکې ته هم متوجه شو، چې باید ښه پوځ، ښه حکومت، ولرو تر څو د راتلونکو مشکلاتو سره مقابله وکړو، په اوسنئ کچه اداري فساد، او اوسنئ تنګ نظري د طالبانو مونږ نه شو کولای چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ښې راتلونکې زمینه برابره کړو،
د اوبو د کمي په خاطر بندونه جوړ کړو، دښتې په شنو پټو او باغو واړو، د خلکو د تعلیم کچه زیاته کړو، ځکه اوس وقت کې چې یود ای، اس،ای تنخوا خور ملا یوه پښتون ځوان ته په دوه میاشتو کې دومره تریننګ ورکوي ، چې په افغانستان کې په یوه ولسوال، هم ځان مرګئ برید وکړي، کله چې پاکستان په ریښتیا له مشکلانو سره مخ شي، نو که مونږ افغانان له هر څه خبر نه کړو، د ټول افغانستان لپاره چې پاکستان یو څه مولانا ګان تعین کړي، له خیره تر قیامه به هم پښتانه ښه ورځ ونه ویني.
دا چې نړی کې امریکایان هر ځای اډې لري، هر ځای دوی رول لري، مداخله کوي، یو اساسي علت یې دادی، چې دول غواړي تر قیامته پورې، ددوی په دسترخوان پوره خواړه، په سر یو چت (کور)، په پخلنځې کې ګاز، د مریضانو لپاره دوا او تداوي، خلاصه ټول ضروري انسانې اړتیاوې یې تر ابده پوره وي، او د کمیدو له خطر سره مخامخ نه شي.

ځکه که یو وړکې قوم یو دوه د طلا غرونه پیدا کړي، تر څو یې د ساتنې وس ونه لري، نور خلک یې ترې وړي، او که دوی همدغه دوه د طلا کانونو یا غرونو ته ټول عمر آرامه واړوي، نو یوه ورځ به غرونه هم ختم شي، نو ځکه هوښیار قومونه د خپلو نسلونو، نسلونو لپاره فکر کوي، او چې هوښیار نه وي، هغه یواځې د نن ورځې غمه خوري.

ماخذ:
http://www.un.org/esa/population/publications/longrange2/WorldPop2300final.pdf

۲۱۲ مخ ته ورشئ.


عنوان

chaparharay
14.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
شهیر صاحب ستاسی لیکنی څه عجیبه غوندی وی که په هره موضوع کی څه
ولیکی خو یو ځل پکی طالبان یادوی! فکرکوم که چیری د ریاضی اعنی حساب
سوال وی نو هم شاید چی ووای ۲+۲ خو ۴کیږی مګر دا طالبان ګوره چی د
ISIنه تنخوا اخلی او مکتبونه سوځوی او خلک وژنی او دا کوی او هغه کوی نو
پدی اساس بیا دا ۲+۲=۴ نه کیږی بلکه =۴+طالبان کیږی چی دا ځمونږ سبق
ته زیان رسوی .
شهیر خانه دلته اوس موضوع د لږو اولادونو دراوړلو وه اوتاسی بیاااااااااااااان تر طالبانو ورسوله نیکبخته اوس مونږ طالبان وڅیړو که وړوکی خاندان ؟
ښه له طالبانو به مونږ تیرشو تاسی یی که لیکی نو لیکی یی مونږ به دی ټکی
ته نه ورګورو .
دوړوکی خاندان یا وړی کورنی خبره دی وکړه او ددی خبری ذکر دی هم وکړ چی رسول الله به پداسی امت څه فخر وکړی چی ظالم وی او فاسق وی او او او .
دا اوس اساسی ټکی دی باید چی سړی دومره اولاد ولری چی څومره یی داتربیه کولای شی ځکه چی الله فرمای (نحن نرزقهم وایاکم)مونږ ستاسی بچوته اوتاسی ته رزق درکو خو دا تربیه چی ده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چی [کل مولود یولد علی فطرةالاسلام فابواه یهویدانه اوینصرانه اویمجسانه]هرماشوم له موره په فطرت اسلامی یعنی مومن پیدا کیږی خو بیا
یی روسته موروپلار یا یهودی کوی یا یی نصرانی کوی یا یی اتش پرست کوی نومعلومه شوه چی دا تربیه په مورو پلار باندی لازمه ده نو هرڅومره چی یی تربیه کولای شی هماغه اومره باید ولری نو که اوس هرسړی دی ته وګوری چی دا ځما بچی داسی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورباندی فخر وکړی ؟که داسی وی نو ۲۰ هم کم دی او که نه هسی یو کرکټی ورنه جوړیږی چی ټوله ورځ کرکټ کوی نه دلمانځه نه خبر وی نه دجهاده خبروی اونه له بل څه نه نو بیا خویو هم ډیروی باید چی دا هم نه وی .
نوربیا


عنوان

tandar
17.02.2011

دنفوس احسايه مونږه ې خپله سنجولې شو،ضرورت بل چاته نشته٠
په يو ه جامعه کې چه پوهه او دانش نه وې، هغلته هرڅه وران او ويجاړ وې٠
دکورنې تشکيلول هم يو سنجش غواړې،داولاد لرنه،اعاشه کونه،صحې او تربيوې روزنه او هغوې لپاره سرپناه لرل او مهيا کول ،بايد په نظر کې ونيول شې، نه فقط زيږول٠
زه داسې نفر پيژنم چه کال په کال بچې راوړل، او غرب ته تلفونونه دې،چه يخ دې ،کالې نه لرو، بچيان مريضان دې دوا نشته او داسې نور٠
فقط دې معاملې ته لږيدلې دې،نو ددغسې کورنيو داولاد اينده به څوک په غاړه اخلې ؟
دکار ضمينه هم نشته٠
ايا ددې نسل ژوند به خوشبخته وې؟ هر ګز نه٠
اولاد باندې نفوس زياتول ،چه ژوند ې له رنج سره ملګرې وې،دهغې نه چه نفوس کم وې او سړې ورته رسيد ه ګې وکولاشې ښه به وې٠
دازما نظر دې٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more