د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دملت غږ

tandar
13.02.2011

دهمدې ټول افغان له لارې په ګوډاګې رژيم او په ډالرو اخيستل شوو کسانو چه نن دملت په خونه کې دوکيلانو په نامه ناست دې غږ کوو او خبردارې ورکوو،چه افغان اولس اشغالګر ژر تر ژره بدون له قيدشرطه له خاورې ايستل غواړې،او د اشغالګرو سره ستاسو هرنوعه مهاهده لکه دامريکايانو نظامې هډې جوړيدل دافغان په خاوره کې، نه قبلوې٠
او برعکس به ې سبا،د ملت لاس او ستاسو ګريوان وې ،او دطن پرولروسوال ته به ځواب ورکوې٠
لږ دافغانيت او ملې ناموس دساتنې احساس ځان سره پيدا کړې٠
داشغالګرو او لاسپوڅو په سر تندر٠


طالب ISI
13.02.2011

تندر صاحب چې پښتنو چغې وهلې چې طالبان د پښتو ته په ټول ټاکنو کې مشکل نه جوړوي، خو همدغه نن ورځ مو ژړله، که زیات پښتانه وکیلان کامیاب وې، نن تا هم هیله ترې کولای شوي، هم امر هم غوښتنه، خو اوس غیر پښتانه نه د طالب امر منې نه ستا هیله او خواهش.

دا چې طالبانو غیر مستقیمه له غیر پښتنو سره مرسته وکړه، اوس یې نو پریږدئ چې پارلمان کې هر څه کوي، پارلمان دوی ته پریږدی او سنګر پریږده چې طالبان یې ګرم وساتې، او وچ لرګې (پښتانه ) خو هسې هم پریمانه دي، پښتانه خو هسې هم د جنګ د خوراک لپاره پیدا دي، دوی ،پارلمان، سیاست خو ډیر لرې دي.

غیر پښتانه خو هسې هم له دغه دنیا سره جوړه ده، پریږده چې دوی مزې پکې وکړي، پښتانه به له خیره ټول جنت ته ځې، پرون هم په کندهار کې دری کسه ځان مرګې له دغه نړی لاړل، او له ځان سر یې پنځلس پښتانه پولس هم بلې نړئ ته یوړول، ښه کار یې وکړ، ځکه دری واړه طالبان خو هسې هم جنت ته ځې، او له پولیسو سره یې دا مرسته وکړه، چې هسې یې هم پاتې عمر په ده نړئ کې د کفارو په خدمت کې تیریدو، اوس خو ښه شول، د لږ ګناهونو جزا به وویني.

او دا چې دغه پولیسو حرام معاش کور ته وړ، بچیانو ، مورانې یې نور له حرام خوراک څخه په آمان شول، کوندې چیرې حلال خیرات ټول کړي.

د ای،اس،ای پيسې حرامې نه دي؟
نه ځکه هغه اول د امریکا څخه ای،اس،ای ته راځې بیا مونږ نو ځکه حلال ډوله دي.

بښنه غواړم یو څه طنز غوندې لیکنه مې وکړه. خو مطلب دا چې اوس مونږ تاجک او هزارو ته موقع ورکړه، اوس یې پریږدئ چې دوی هر څه کوي.

دغه پارلمان ټولئ نړی منلئ، که په کوټه کې د ای،اس،ای کالونې اوسیدونکي طالبان هر څه ووایې خلک یې خبره نه آوري.

دا چې طالبانو د غیر پښتنون پارلمان سره مرسته وکړه، نو داسې ښکاري چې د کوټې شورا او شمالې ټلواله د یوې سکې دوه مخونه دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more