د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

مو يعنې څه ؟

اور- بل
10.02.2011

د کندهار په خوږه لهجه کې د موږ او تاسې پرته يو بل ټکی هم ډير ويل کيږي او هغه (مو) دی لکه څه مو وکړل ، څه مو خوښه ده،
د يوۀ دوست سره [color=red:5610416e1b]مو[/color:5610416e1b] ډوډۍ وخوړه، په ګډه [color=blue:5610416e1b]مو[/color:5610416e1b] چکر وواهه ، ټوکې [color=yellow:5610416e1b]مو[/color:5610416e1b] سره وکړې او ډير ډير [color=blue:5610416e1b]مو[/color:5610416e1b] وخندل .
پوښتنه داده چې مو د [color=blue:5610416e1b]موږ[/color:5610416e1b] په ځای کاريږي که د [color=yellow:5610416e1b]تاسې[/color:5610416e1b] په ځای ؟؟؟؟؟؟ ، ځکه روښانه ده چې ددوه متضادو مفاهيمو له پاره خو يو ه او عين کلمه نشي کارېدلای ![/color]


عنوان

tandar
10.02.2011

سلامونه اواحترامونه٠
د [color=red:b94396ad97]مو [/color:b94396ad97] کلمه په خپله دلته دمخاطب په حال کې داحترام په شکل يوه شخص ته او يا دجمعې په حالت کې يوه [color=green:b94396ad97]ربطيه [/color:b94396ad97]او [color=red:b94396ad97]دضمير[/color:b94396ad97] وظيفه اجرا کوې٠
مثال٠ [color=green:b94396ad97]تاسو څه وکړل ؟، [/color:b94396ad97][color=darkblue:b94396ad97]يا څه مو وړکړل؟[/color:b94396ad97]
[color=darkred:b94396ad97]تاسوڅه وليدل؟[/color:b94396ad97]
[color=darkblue:b94396ad97]څه مو وليدل؟[/color:b94396ad97]
دا زما نظر دي،وګورو چه نور پوهان څه نظر لرې؟
مننه


پتوال
16.02.2011

پوښتنه : له کرزي مرزي سره [color=blue:c381b57453]مو[/color:c381b57453] وکتل ؟
ځواب : هو له کرزي مرزي سره[color=red:c381b57453] مو [/color:c381b57453]وکتل !

که مو = تاسې وي او په پورتنيو جملو کې د مو پر ځای تاسې وضع کړو دغه جملې ترې په لاس راځي :
پوښتنه : له کرزي مرزي سره [color=blue:c381b57453]تاسې [/color:c381b57453] وکتل ؟
ځواب : هو له کرزي مرزي سره[color=red:c381b57453] تاسې [/color:c381b57453]وکتل ! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ليدل کيږي چې په دويمه ځوابي جمله کې مو د تاسې په معنی کارول غلط او د موږ په معنی سم راځي :
ځواب : هو له کرزي مرزي سره[color=red:c381b57453] موږ [/color:c381b57453]وکتل !
نو د اوربل صيب پوښتنه اوس هم په ځای پاتې ده چې :
يو (مو) د دوه متضادو مفاهيمو ( هم موږ اوهم تاسې) په معنی عجيبه نه ده ؟؟؟؟؟
يو او عين ( مو) هم د مخاطب جمعې ضمير(تاسې) او هم د متکلم جمع ضمير(موږ) معناوې څنګه ورکولی شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دلته هم يوه بې قاعده ګي تعميم شوې ده، له ډيرو ورته مثالونو څخه داسې بريښي
چې يوې انارشۍ په ژبه (کې) لهجوي تسلط موندلی وي، که څنګه ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more