د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ولې ځیني لهجوي اصطلاحات په لیکنۍ پښتو نه ورزیاتوو

نوروز خان
06.02.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه خپله ادب پوه نه یم او نه دژبپوهنې او لغت جوړونې په جنجالي مسئله کې ځان ته دمداخلې حق ورکوم ، خوپه خپله خوږه پښتو مې داپیرزو ده ، چې په ښایسته کولو کې یې خپل وس وکاروم .
دکندهار او هلمند په محلي لهجه کې څو توري شته ، چې مونږ یې په لیکنۍ پښتو کې په سوچه پښتو نه لیکو ، دلته یې وړاندیزوم ، که مانوس درته وبریښیدل کولای شئ ، کله ناکله یې استعمال کړئ .
[color=darkred:30dd6b9003]جوړېدل .[/color:30dd6b9003]عام پښتانه وایي ، ملاچې دجنازې لمونځ خلاص کړ ، نوتقریر ته برابر شو. . .
کندهاري پښتانه وایي ، ملاصیب چې دجنازې لمونځ خلاص کړ ، نوتقریر ته وجوړېد . . .
دلته برابر چې پښتو نه دی هم هغه څه ته وایي ، روغ ، جوړ او معیاري وي ، یعني دجوړ په معنی ده ، نوکه په ځای یې جوړ یاجوړېدل استعمال شي ، عیني معنی ښندلی شي .
[color=darkred:30dd6b9003]په چم ، یا پر چم [/color:30dd6b9003]چم کندهاري پښتانه بیخي په ډيرو ځایو کې استعمالوي ، یوخو له لویه سره دوی ، چل ته چم وایي ، خو زما لپاره یې په زړه پورې استعمال داصطلاح په ځای کې دی
خلک لیکي : ستا په خبرو کې دقاضیانو په اصطلاح یوڅه تناقض شته . . .
دکندهار په لهجه : ستاپه خبرو کې دقاضیانو پر چم یوڅه تناقض شته . . .
بېل
یوشمیرپښتانه که له ډير لرې یوڅه وویني نو وایي : داتمیز یې نه کیږي چې دا انسان ده که حیوان . .
دهلمند اصطلاح : دا بېـــــــــــل یې نه کیږي چې دا نسان دی که حیوان . . .

دنورو ملګرو په فن او بحث کې مې مداخله وروکړه ، خدای دې وکړی چې غلط نه یم غږیدلی


پتوال
06.02.2011

جوړېدل :
[quote:23dc5b505f]کندهاري پښتانه وایي ، ملاصیب چې دجنازې لمونځ خلاص کړ ، نوتقریر ته وجوړېد . . . [/quote:23dc5b505f]
دا اصطلاح په لاندې بڼه مراعت او تعميم شوې ده :
ملاصیب چې دجنازې لمونځ خلاص کړ ، نوتقریر ته يې ځان جوړ که
چم :
[quote:23dc5b505f]خلک لیکي : ستا په خبرو کې دقاضیانو په اصطلاح یوڅه تناقض شته . . .
دکندهار په لهجه : ستاپه خبرو کې دقاضیانو پر چم یوڅه تناقض شته . . . [/quote:23dc5b505f]
دلته نو د چل په ځای نه ، بلکې د اصطلاح په ځای هم چم کارول شوی، ددې په ځای بيا [color=red:23dc5b505f]خبره [/color:23dc5b505f]يا [color=blue:23dc5b505f]وينا[/color:23dc5b505f] ټولګړی استعمال او تعميم خپل کړی :
ستاپه خبرو کې ، دقاضیانو په خبره ، یوڅه تناقض شته ، يا :
ستاپه خبرو کې، دقاضیانو په وينا، یوڅه تناقض شته يا له (په) پرته :
ستا په خبرو کې ، د قاضيانو خبره ، يو څه تناقض شته
بېل :
[quote:23dc5b505f]یوشمیرپښتانه که له ډير لرې یوڅه وویني نو وایي : داتمیز یې نه کیږي چې دا انسان ده که حیوان . .
دهلمند اصطلاح : دا بېـــــــــــل یې نه کیږي چې دا نسان دی که حیوان . . .[/quote:23dc5b505f]
بيل قيد دی نه اسم، خو دلته د اسم په توګه کارول شوی ، نو ځکه د ګرامر له مخې ډير مانوس نه بريښي، ولې د اسم په بڼه يې بېلونه (=بېلوئنه) تعميم شوې ده :
دا بېـــــــــــلونه یې نه کیږي چې دا نسان دی که حیوان يعنې :
دا توپير يې نه کيږي چې دا انسان دی که حيوان
[quote:23dc5b505f]دنورو ملګرو په فن او بحث کې مې مداخله وروکړه ، خدای دې وکړی چې غلط نه یم غږیدلی[/quote:23dc5b505f]
نه وروره دا د هر پښتون فن دی، او ته هم ډير خوږ او پر ځای غږېدلی يې او ومو ليدل چې تر ډيره همدغه اصطلاحات په لږ سمون سره معياري او تعميم شوي دي .
په درنښت ، مينه او سلامونو !
_________________


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more