د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ویښ او هیښ

chaparharay
01.02.2011

السلام علیکم ورحةالله
ښاغلو د پښتو ژبي استاذانو او ادیبانو لکه چي تاسي ځینو نومونو او ګړونو ته
اشاره کړي داسي نور نومونه او ګړونه هم شته چی خلک يي په دوه ډوله اداکوي
د هغي له جملي څخه یو هم ویښ دي چی هیښ هم ورته لیکل کیږي نوپدي کي
کوم معیاري او کوم يي بیاغیر معیاري دی؟
مهربایی به مو وي دا رامعلوم کړی .
په درناوي


نوروز خان
01.02.2011

سلامونه
زما په علم خو ویښ ویښ دی مګر هیښ دحیران پښتو معادل دی ، چې زمونږ پښتو ادب پوهان ښاغلی لاروی او پتوال صیب یې څنګه ارزوي


larghonay laraway
01.02.2011

سلامونه!
ښاغلي نوروز روښانه کړې ده او همدا سمه ده چې ويښ د بيدار په معنی دی او هېښ د حيران لپاره کارول کېږي. خو يوه خبره په کې شته او هغه دا چې (هېښ) په ځينو پښتنو کې د (حيران) په معنی دی او په ځينو کې بيا د (حيرانتيا) لپاره يو صوت دی چې کومه د حيرانتيا خبره واوري نو له خولې يې (هېښښښښ) ووځي.
مننه
لرغونی لاروی


ویښ او هیښ

chaparharay
01.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
د ښاغلي نوروزخان او ښاغلي لرغوني لاروي صاحب نه مننه چی پوه يي کړو
ما داسی انګیرله چی ګوندی دا دواړه یو شی دی خو بیل بیل شکلونه يي دی .
بیا هم ډیره مننه
چپرهاری


پتوال
02.02.2011

د درنو ګډونوالو ښاغلي نوروز خان او منلي لاروي صاحب اندتوګې زه هم د بشپړ تائيد وړ بولم او پوښتنه کوم چې ښايي د يوې پيښې خبر ته له حيرانتيا څخه
د سړي هيښ پيښ = هښ پښ = هک پک پاتې کيدل هم له همدغه ځايه د حيران دريان په معنی کارول شوي وي او هک پک يې لا اوس هم کارول کيږي ؟ او که هک پک له هيښ پيښ سره کوم لفظي تړاو او ګډه تاريخي جرړه نه لري ؟؟؟


عادل عادل
05.02.2011

سلامونه

[quote:ddebec573f].......د يوې پيښې خبر ته له حيرانتيا څخه
د سړي [color=red:ddebec573f]هيښ پيښ = هښ پښ = هک پک[/color:ddebec573f] پاتې کيدل هم له همدغه ځايه د حيران دريان په معنی کارول شوي وي او هک پک يې لا اوس هم کارول کيږي ؟ او که هک پک له هيښ پيښ سره کوم لفظي تړاو او ګډه تاريخي جرړه نه لري ؟؟؟[/quote:ddebec573f]

دروند پتوال صاحب

په نورو ژبو کې د بې معنی پسوندونو څرک، چې خدای خبر د څه لپاره په فعل پسې تړل او محاورو کې ترې استفاده کیژي، نه لګي.

مثال: تګ مګ، هک پک، هیښ پیښ، خاني ماني، پښتو مښتو، ښځه مځه، یخ پخ، شک مک، سپین مین، سور پور، شین مین، زیړ میړ، ...........

ددې ضرورت څه دی، او ولې ؟

کله کله خو د ورته پسوندونه بې پامه کارول ځان ته په بیله معنی سره په ناببره توګه ټوکه هم جوړوي.

مثلا: د کور د ننه چارې اکثره ګنډل منډل او پخلی مخلی جوړوي. :)


پتوال
05.02.2011

عادل صيب دادې هم ټوکه :
وايي يو مسافر طالب د جومات څنګ ته پيتاوی کاوۀ او خپله شلېدلې پينڅه يې ګنډله چې له پاسه پرې د کلي زړه آبۍ راپېښه شوه .
زړې آبئ چې طالب وليد نو پوښتنه يې ترې وکړه : طالب جانه ګنډل منډل کولی شې ؟
طالب ورته وويل : هو توړۍ دا وروستۍ خبره کولی شم ! :lol: :lol: :lol: :lol:
خو له ټوکې يې چې پسې ورتير شو نو ورته زياتونې په نورو ژبو کې هم شته، منتها په نورو ژبو کې يې زياتونه هم يو معنی دار لفظ يا مترادف لغت وي ، مثلا په فارسي کې وايي :
باهم ګشت و ګذر ، رفت و امد و ديد و واديد داشتيم . دغه ډول په پښتو کې هم شته خو په محدوده کچه لکه ليدنه کتنه ، تګ راتګ او نور ،
نو په زياتو برخو کې بيا له هماغه بې معنی زياتونو څخه کار اخلي او آن د ليدل کتل پر ځای هم ليدل ميدل او کتل متل وايي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more