د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دګل پاچا الفت سپيڅلې ويناوې


مجيب انګار
02.06.2004

سوداګره
هرڅه چې خرڅوې هغه خرڅ کړه مګرخپل دين اوايمان مه خرڅوه ! هرڅه چې خورې هغه وخوره ! مګرسودمه خوره !اوپنځه ګوتې په خوله مه منډه هرڅه چې اخلې هغه واخله مګردخواروغريب ازارمه اخله ! له هرځايه چې هرڅه راوړې رايې وړه !مګرګوره ! چې بې انصافي اوبيرحمي درسره رانه وړې .په آسونواوموټروسوريږه ! خودچاپه اوږومه سپريږه ! له ښاره وزه خوله نرخه اوله چتې مه وزه ! لوی لوی کورونه دځان لپاره جوړکړه! خودخپل بام واورې دبل په بام مه غورځوه ! پيټی مه درنوه ! اوځانته اغزي مه کره. دځان غم دې وخوړاوس دنوروغم هم وخوره ! لوړې بنګلې دې پيدا کړې لوړهمت هم پيداکړه ! خلک وايي په ډيروليوني خوښ دي ته هم په لږه ګټه قانع شه اوليونی کيږه مه ! بډايانوو پيژندلې مګرخواراوغريب دې نه پيژني ،راشه ! دوئ ته هم ځان وښيه ددوی په غم کې شرکت وکړه! په دې شرکت کې که هرڅومره سهمونه ولرې هغه هيڅکله نه ضايع کيږي اوګټه يې يوپه لسه بلکې بې حسابه ده مګرداسودناروانه دی روادی،بې انصافي نه ده انصاف دی.
( الفت مجله،پرله پسې پنځلسمه ګڼه ، وروستی مخ)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more