د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځه وپيژنئ

پښتون.
16.01.2011

[color=red:04fa0414c0][size=24:04fa0414c0]ښځه وپيژنئ [/size:04fa0414c0][/color:04fa0414c0]
[color=green:04fa0414c0]ليکواله زرلښته حفيظ[/color:04fa0414c0]
ښځه که ميړنۍ وي د خپل قام،اولس، او دخپل کورنۍ افتخار کيداې شي
هوښياره ښځه تل کور،ځان اوخپل ماشومان پاک ساتي
هوښياره ښځه پخپل کور کې انتفاق ساتي
ښځه که په ضد راشي نو دقهره به دخپل کورنۍ دشرم سبب وګرځي او کله کله ځان وژنې ته هم لمن وهي
ښځه که تعليم سره شوق ولري واده اوميړه نه خوښوي يواځې او يواځې ټول پام يې تعليم ته وي
په ښځه باندې دروغ او تهمت مه تړئ کنه ټول عمر به لتاسي نه کرکه وکړي
که په خپل ښځه دپيسو اعتماد وکړئ ډير ښکلې ژوند به تاسي ته جوړ کړي او پس انداز به هم ولرئ
که د خپل ښځې سره په ورين تندۍ خبرۍ ونکړئ هغه به تل ناروغ ،سرتړلې او ستاسي ټولې ګټلي پسي به د ملا په تعويزونو ولګوي
که د خپل ښځې سره جنګ وکړئ هغه به ټوله ورځ خپل ماشومان وهي
ښه ښځه دکور زينت ده بده ښځه دکورغضب
هوښيارې اومهربانې ښځې تل دکور په ټولوغړو ګرانې وي
ښځه د ژوندښکلا ده که ښه وساتل شي نو ټول کور به ښايسته کړي
ښځو ته د خلکو مخکې مه په قهريږئ ځکه چې ډيره پورې به زوريږي
که يوميړه خپل ښځې سره په مينه خبرۍ و نه کړي دواړه به زر زاړه شي
مينه هغه اعتبار ده چې د ښځې او ميړه تر مينځ دغماز مخه نيسي
که خوشحال ژوند غواړئ د خپل ښځې ضرورتونه پوره کړئ
که يوه ښځه خپل کور،ماشوم ، اوځان پاک ونه ساتي ميړه به يي د کور
نه په صحرا خوشحال وي
هوښيارې ښځې د خپل ميړه ډير خيال ساتي
مينه ناکه ښځه دخپل کورنه جنت جوړوي ژبه وره ښځه دژوندکور فضاپه دوزخ بدلوي
ښځې که غواړي په ميړونو ځان ګران کړي دخواښې اوخسر ښه خدمت وکړي
ښځې او ميړنو ته په کار ده چې ديو بل په خواص ځان پو ه کړي
که غواړئ چې نيکمرغه ژوند ولرئ کله چې ښځه په غو سه وي خاونددهغې خبرو
ته غوږ ونسي او بيا کله چې خاوند په قار وي ښځه د يواځې د هغه خبرو ته غوږ ونيسي سپيناوې هغه وخت وکړئ چې دواړه په ښه موډ کې وي
هوښياره ښځې هره ورځ خپل ميړه کار ته دتګ اودبيرته راتګ په وخت کې
په خوږه مسکا نازوي
قدرمنو خويندواو محترمو وروڼو تل مينه ناک اووسئ دخپل ښځې ،ميړه ،خپل بچيان او دکورخلکو سره مينه وکړئ تاسي به د ژوند خوشحالې شېبی ولرئ
ښځه هغه مينه ده چې د ژوند هر لورې ته رڼا ورکوي
مذهبي ښځه تل سالم اولادونه ټولنۍ ته و ړاندې کوي
ښځه د الفت زانګو پخپل غيږه کې لري
ښځې ډيرې مهربانې وي تل د مينې په ځواب کې مينه بخي
که څه هم حيا د ښځې د مينې د اظهار مانع کيږي خو بيا هم هره ښځه مينه پټ په زړه کې پالي
حيا داره ښځه حتی خپل ميړه ته هم د مينې اظهار نه شي کولې
په اسلام کې حيا د ايمان يوه برخه ده ځکه مسلمانې ښځې تل زيار باسي چې با حيا اووسي
که د کور ښځه د خپل کور په سمبالښت نه پوهيږي نارينه دی ورته په ډيره مينه رهنمايي وکړي
بی تعلمې ښځې ته د خره ګومان مه کوئ ځکه چې ډيرې بی تعلمې ښځې ټولنۍ ته پاخه کدرونه ورکړي زما مور هم بی تعليمه ښځه ده خو هغه ډيره هوښياره،بيداره، او دښه دسپيلن لرونکې شخصيته ده چې ټولنۍ ته يې ډاکټران او سالم کدونه وړاندې کړيدي
ښځې ته تل احترام وکړئ ځکه چې د نړۍ د انسانانو لمړنۍ ښوونکې ده
که ښځه ازادي ولري تل به د ژوند سالم اړخونو ته پام ساتي
که د خپل ماشومانو راتلونکي روښانه غواړئ د بچيانو مخکې خپلې ښځې ته مه په قاريږئ
که ښځه او ميړه د خپل بچيانو مخکې جنګونه وکړي بچي به يې زدي او دخپل مور او پلار د ژوند نه منفي تصوير به پخپل ماغزو کې وساتي
ښځه ونازوی که ډير غريب ياست کله نا کله يوه دانه ګلاب هم ورته د ډير مينې ښه بيلګه او زړه ته يې د مينې ډاډ ور بخښي
که ميړه خپل ښځه په مينه ونازوي ښځه به د هغی د ژوند هره سخته ،لوږه، بی کوري په صبر ،ورين تندۍ ،اوسړه سينه تيروي ولو کله نا کله که نارينه ډير په قهر هم و ي هغه به هر څه په پوټه خوله زغمي.


وزیري
18.01.2011

پښتون صیب سلامونه می ومنه،

دا خو د زرلښتی خور خبری وی چی اکثره کونجو کی یی په میړه باندی هم ډیر وزن ایښی وه.
بد بین نه یمه، خو دا نن سبا دیموکراسی کی ښځی بیا داسی شی لکه په دی بازارو کی یی چی وینی.
کیدای شی چی زرلښته خور ووایی چی په بازار کی په ښځو څه شوی؟
نو جواب به یی ماته ډیر سخت وی. ځکه چی په ویلو به می شونډی وشرمیږی خو صرف دومره به ووایم چی:
افغانستان یو اسلامی مملکت ده او د وګړو قطعی اکثریت یی مسلمانان دی. ټولی کړنی یی باید اسلامی واوسی، ښځی ته باید ټول هغه حقوق ورکول شی کوم چی په اسلامی ارشاداتو کی ورته ورکړل شوی وی.
نن سبا د ښځو په چارو کی ۹۸ فیصد مبارزه د ښځو په هغو حقوقو روانه ده کوم چی په په اسلام کی ورته نه دی ورکول شوی او حتی په نه ورکولو یی امر هم شویدی.
دا چه ګلاب ورکړی، ویی نازوی، مشوره ورسره وکړی، احترام یی وکړی، مشکلات یی ورحل کړی، بی ځایه غصه مه پری کوی، بی عزتی مه وراړوی وغیره وغیره، نو دا خو ټول اسلامی ټکی دی چی هر مسلمان یی باید په پابندی سره سرته ورسوی.
او دا چی بعضی د نن سبا ازادیانی غواړی نو دا به یو څه غلطه خبره وی.
چی ښځه دی مخکی روانه وی او په ټیل ماټیل کی دی غوړبیړونه کوی، او په بی حیا توګه دی خپل د بدن اندامونه په تنګ پطلون کی راباسلی وی او له دوکاندارانو سره دی چنی وهی او ....... میړه دی وروسته ورپسی دسکول او ماشوم وراخیستی وی.
څه به ووایو، خدای دی خیر کړی، له دی بعد به څه راځی :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more