د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

څه پری وکړم

baahmadi2010
15.01.2011

چی بی یاره مازدیگــر دی څه پری وکړم
د سیند غاړه که ګـودر دی څه پری وکړم
چی دیدن پری د اشنـــــــا کـــولای نشـم
که می سترګو کی نظر دی څه پری وکړم

"احمدی"[size=18:0d15d20339][/size:0d15d20339]


قريش
22.02.2011

څه پری وکړم؟ واه واه
ډیر ښه
ډیر اعلی!
ددوزه لسم کال بااحمدی صاحب اوس خوهاغه دی کال هم نوی شو ۲۰۱۱ کال دی ستاپه څلوریزی دنه تبصری یوعلت هم داکیدای شی چی ایکسپایر شوی یی اعنی وخت درباندی تیر شوی.
خو که اوس د ۲۰۱۱ کال دپاره نوی نوم لری بیا صحیح ده.
باقی خبره به می چپرهاری تکمیله کړی.


عنوان

chaparharay
22.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
یره قریش صاحب که څه نه لیکم نو ګوتی می تښڼیږی چی په کیبورډ می ایښی وی نو باید چی وی خوروم او چی څه لیکم نو که په ټوکو یی ومنی نو ښه خو که سترګی راته برګی کړی چی ولی دی داسی راته لیکلی نو بیا یی ځواب پرتا!
د څه پری وکړم؟ کی می ورور ته مشوره داده چی کوم شی له کاره وغورځیږی نو بیا یی په کباړ خرڅ کړه یو څو روپۍ خو به شی چی نسوار پری واخلی.
او دا دنوم باره کی خو ماته هم چاره نه راځی دا چی دجاپانی ګاډو غوندی په هر۶میاشتو کال کی یی ماډل بدلیږی نو دا خو به ډیره مشکله شی که اوس بااحمدی ۲۰۱۱شی خو ۱۰میاشتی روسته بیا اکسپیر کیږی نو بیا به نوی نمبر پلیټ لګوی او دی پوری یوه جالبه قصه هم ده چی [خوبیا همداسی کیږی ]خو زه یی نشم کولای او که عبدالسلام پری خبرکړی نو هغه خو هسی نه هم توری چشمی اچولی هغه صاحب به یی وکړی .
خیر بااحمدی وروره هسی ټوکی مو کولی په ټوکو خو به ان شاءالله پوهیږی کنه!
ولسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more