د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دادناندرو دمخ مینځ ته راوړلو ته چه هر چا نظرور کړی شخصا ورڅخه مننه کوم٠

tandar
06.01.2011

دادناندرو دمخ مینځ ته راوړلو ته چه هر چا نظرور کړی شخصا ورڅخه مننه کوم٠
دلته هر څوک کولای شی چه په منطقی دلیلو سره په یوه موضوع کی دقناعت په ورکولو سره دزړه بړس وباسی٠
مادپوښتو دژبی دزده کړی په هکله وړاندیز کړی ،مګر تر اوسه په وطن ،ملت او ژبی مین وروڼو څخه یوه هم خپل وړاندیز ښکاره نه کړو،ټول په ازادی ،وطن ،ملت او ژبه مین یو ،مګر دعمل په میدان کی نه څه وینو او نه څه اورو٠
بیا داټولی خبری راته هواې او لافی ښکاره کیږی،که داسی نه وی نو څه نقص او ضرر به ولری که چیری دپوښتو دژبی پوهان دټول افغان له لاری خپل ملت ته دپوښتو دژبی دزده کړی لپاره ځانته تکلیف ورکړی٠
یعنی هیڅوک نه شته چه ولیکی ،،راځی چه پوښتو زده کړو،،او ٥ دقیقی دورځی ددی نیک کار لپاره وخت پیدا کړی؟
او دخوندورو ټوکو لپاره خو ټول وخت لری مګر دخپلی ژبی دخدمت لپاره ساړه ساړه اوسیلی باسی ،بیاملامت څوک شو چه په ادارو کی مو مکتوبونه په بله ژبه لیکل کیږی، ایا په دی غیرت نه درځی ؟
بس به وی دخلکو وطنونه چه اباد شول ،اتفاق لری کار ې ورته کړی ،مګر مونږ خپلی ژبی باندی مین یو خو په خوله باندی، نه په عمل کی٠
زه یواځی ټوکی نه لیکم هر څوک چه راسره بحث غواړی ،زه ورته ولاړ یم ،زه هم دخپل دژوند دومره تجربه لرم چه په دلیل او منطق او ثبوت او علمی توګه سره مقابل ته قناعت ورکولی شم ،ترڅو به دبابا په شملو نازیږو،مونږ خپل راتلونکی نسل څه پریږدو ؟ چه هغوی په مونږ افتخار وکړی٠
زه دټولو ژبپوهانو نه بیاهیله لرم چه دخپل توان په اندازه دپوښتو دژبی دزده کړی په هکله یو ښکلی پروګرام قدم په قدم پیل ، او خپلی ژبی او ملت ته دټول افغان له لاری خدت وکړی ٠
مننه ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more