د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دتاریخ اهمیت

رښتینی
03.01.2011

.

څوک چی دتاریخ اهمیت نه پیژنی هغه له تاریخ نه ګټه نشی اخیستلی که
موږ غواړو له تاریخ نه ګټه پورته کړو باید لومړی دتاریخ اهمیت وپیژنو
په دی لنډه لیکنه کی له تاسو سره دتاریخ په اهمیت ګړیږم

په قرانکریم کی دپخوانیو کیسی په تکرارسره راغلی دی دمخکینیوکیسی دتاریخ مهم عنصر بلل کیږی ددی کیسو په اړه قرانکریم وایی :

فَاقْصُصِ القَصَصَ لَعَلّهُمْ یَتَذَکَّرُونَ .
یعنی دوی ته کیسی بیان کړه څږدوی پندواخلی

قرانکریم بل ځای وایی :
أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّـهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ . (توبه ،70)
ژباړه : ایادوی ته دمخکینیو خبری ندی رسیدلی . هغه مخکینی لکه دنوح علیه السلام قوم دعاد اوثمود قومونه دابراهیم علیه السلام قوم اودمدین وال او دنړیدلی کورونو وال دوی تهخپلو پیغمبرانو دالله څرګندی نښی راوړی او الله جل جلاله په دوی ظلم ندی کړی خو دوی په خپلو په ځانونو ظلم کړی دی .

قرانکریم وایی :
{ قل سيروا في الأرض ثم انظروا كيف كان عاقبة المكذبين } (الأنعام:11).

تاسو په ځمکه کی وګرځئ او د دروغژنو انجام وګورئ

پوهان وایی : څوک چی له تاریخه خبر وی هغه داسی دی لکه په تیرو ټولو
زمانوکی یی چی ژوند کړی وی علامه رشید رضا وایی :

ایا ته تاریخ پیژندنه اودمخکینیو امتونو دحالاتو مالومول
له دین څخه نه شمیری ؟

نوربیا


larghonay laraway
08.01.2011

السلام عليکم!
حامد صيب ستاسو خبرې بېخي سمې دي ځکه چې
تاريخ يوازې دروايتونو يا د هغو د پرتلې او تېرو پېښو پېژندنه نه او پرې وياړنه نه ده. بلكې په لومړي ګام كې د دې پېښو تفسير کول دي.
همدا راز د تاريخ زده كړې اصلي فايده د نننيو ستونزو دحل لپاره له تېرو پېښوتجربه او عبرت اخيستنه ده. داسې نه ده چې يوازې د پام وړ مؤرخانو له خوا د پېښو بيانول دي.
نو له همدې كبله تاريخ يو ډول حكمت او د علمي او اخلاقي اړخونو لرونكى دی.

خو له بده مرغه چې پښتانه تاريخ يوازې لافو او باټو ته وايي او هيڅکله هم د عبرت په سترګه ورته نه ګوري. دوی د عربو د جهالت د دورې په څېر د پلرونو او نيکونو له تاريخه د عبرت پر ځای پرې وياړي او هرې کړنې ته يې ښه وايي. حتی ځينې لافې شافې ورپسې تړي هم .



09.01.2011

د تاريخ جوړونکی څوک دی؟
آيا انسان پخپله خپل تاريخ جوړوي ؟ دا پوښتنه پخوا ځينو اندوالو داسې ځوابوله چې انسان د تاريخ جوړونکی نه دی بلکې خداي او مافوق طبيعت
قدرت د انسان د تاريخ ټاکنه او جوړونه کوي، ځينو نورو بيا ويل چې شاهان او قدرتمندان د تاريخ جوړونکي دي او د هغوی هم د خدای له خوا
دغه قدرت ته رسيدلي دي . دوی دي چې مفکوره لري او هغه د زور جنګ او جګړو له لارې بلې کوي او په دې توګه تاريخ جوړوي .
د ١٩ پيړۍ الماني فيلسوف هېګل بيا وايي چې د تاريخ جوړونه پخپله د انسانانو کار دی خو هغوی يې په خپل فکر نه جوړوي، بلکې مفکوره ورته مطلقه ايديا
يا مطلق تفکر ورکوي ، نوموړي هم باور درلود چې دداسې شاهانو او سلاطينو
قدرت لکه ناپليون او نور د مطلقې ايديا له مظاهرو څخه شميرل کيږي
او جنګونه يې هم صرف د مطلق تفکر څخه د رازيږيدلو مفکورو پلي کول او په دې توګه د تاريخ جوړول دي !
هيګل بشري ټولنه د تکامل د بهير له پلوه څيړله اوبشري تاريخ يې په سمه توګه د بشري ټولنې د تکامل تاريخ باله ،
چې دده په اند لومړی کورنۍ او بيا کورنۍ څخه ټولنه او له ټولنې څخه عصري (=برژوا) دولت رامنځته شوی دی .
هېګل د خدای تعالی نوم نه اخلي خو يو پوهيزی (مفهوم) چې مطلقه مفکوره (ايديا ) يا مطلق تفکر يې بولي د خدای تعالی د قدرت پر ځای کاروي.

د نوموړي په اند مطلقه ايديا تل ترتله ٍپه يو ثابت حالت او عيني توګه موجوده وه،
چې هستي ورته وايي . دغې هستۍ لومړی د خپل ځان برعکس يا خپل ضد رامنځته کړ چې نيستي ورته وايي، د هستۍ او نيستۍ له تضاد ( د ضدينو متقابل تړاو او مبارزه ) يا د دوی ترمنځ د متقابل اغيز څخه حرکت، تغير او تکامل رامنځته شو او ددغه تغير او تکامل سلسلې او انځورولو ته تاريخ وايي. دقيقآ ً : دتغير او تکامل تسلسل د تاريخ موضوع او انځورول يې تاريخپوهنه
وبلله !
د هېګل په اند طبيعت تکامل نه لري او له دې کبله تاريخ هم نه لري، [color=red:98ec870e8e]خو :[/color:98ec870e8e] او په دې (خو) کې ټول تاريخ پروت دی چې بايد روښانه شي ، ولې دا غټه [color=blue:98ec870e8e]خو[/color:98ec870e8e] به بيا څېړو انشا الله !


رښتینی
17.01.2011

دالیکنه ولی د تاریخپوهنی له بحث نه لری کړل شوی ده ؟


دتاریخ اهمیت

chaparharay
19.01.2011

السلام علیکم
دحامد صاحب او لرغونی لاوری صاحب د څرګندونو په تاید سره
تاریخ داسی تعریفولای شو چی
دتاریخ علم یو علم دی چی پدی سره په ماضی کی مستقبل لټول کیږی
یا تاریخ په ماضی کی دمستقبل لټولوته د تاریخ علم وای
که څوک یی دا تعریف کو ی چی تاریخ دپخوانوپادشاهانو اوقومونو کړه وړه شرح کو ی نو دا تعریف به ناقص وی
خو لکه چی لاروی صاحب فرمایلی رښتیا هم افغانانو کی دا نقص دی او باید چی راښکاره شی ترڅو بیا تکرار نشی او الله د ی وکړی ددی نه روسته ځوانان ورته ځیر شی او غلطی هر وخت چی اصلاح شی نو ښه ده
که دی نه بعد ځمونږ ځوانان دا نیمګړتیاوی اصلاح کړی نو هم ښه ده خوچی نوری پسی ونه غځیږی .
په هر تقدیر د حامد صاحب او ښاغلی لاوری صاحب نظر تایدوو
الله دی مونږ ټول په نیکه نیغه اوسمه لیار برابرکړی آمین


پښتون.
19.01.2011

[quote:55a5fac928]خو له بده مرغه چې[color=red:55a5fac928] پښتانه تاريخ يوازې لافو او باټو ته وايي [/color:55a5fac928]او هيڅکله هم د عبرت په سترګه ورته نه ګوري. دوی د عربو د جهالت د دورې په څېر د پلرونو او نيکونو له تاريخه د عبرت پر ځای پرې وياړي او هرې کړنې ته يې ښه وايي. حتی ځينې لافې شافې ورپسې تړي هم .

[/quote:55a5fac928]د تاریخ په اړه دا تعریف راته نوی ښکاری .که ښاغلی لاروی صاحب څه رڼا پری واچوی ، چی موخه مو له کومو لاپو باټو ده؟


larghonay laraway
24.01.2011

سلامونه!
پښتون صيب ته غواړې چې بيا مې د ځينو تنګ نظرو په خوله کې ورکړې خو ما دا ستغې سپورې له د وخته پر ځان منلي دي.
لاپې شاپې يې دا دي چې وايي: مونږ انګريز ته داسې ماتې ورکړې ده، پاکستان غلام دی، په ايران مو پاچاهي کړې ده . خو چې حقيقت ته وګورو نو انګريز ټوټه ټوټه کړي يو او بيا تللی دی. له اوسني پاکستان يا پخواني هندوستان سره مو معامله کړې ، خاوره او خلک مو خرڅ کړې دي. ايران له نړۍ سره ډغرې وهي خو مونږ د ايران لاس ته ناست يو چې که څه شی راکړي.
دا ټولې هغه خبرې دي چې بايد عبرت ترې واخلو او خپله راتلونکې جوړه کړو. ولې نن سبا د اکثره پښتنو عوامو او ليکوالو په خوله همدا باټې راووځي حتی ځينې يې لا وايي امريکا هم مونږ کشف کړې ده.
دا چې پښتانه په خپل تېر تاريخ فکر نه کوي او عبرت ترې نه اخلي نو ځکه خو د شاه شجاع او کرزي سوړه يوه ده او پښتون له يوې سوړې بيا بيا چيچل کېږي.


pattang
24.01.2011

انډيواله ته هم په ماماګانو کې نيښتی يې ، کومه انقلا بي مفکوره دې نده
را منځ ته کړې ! که څه لرې را وړاندې يې کړه!

[quote:c0a86fd4a9="larghonay laraway"]سلامونه!
پښتون صيب ته غواړې چې بيا مې د ځينو تنګ نظرو په خوله کې ورکړې خو ما دا ستغې سپورې له د وخته پر ځان منلي دي.
لاپې شاپې يې دا دي چې وايي: مونږ انګريز ته داسې ماتې ورکړې ده، پاکستان غلام دی، په ايران مو پاچاهي کړې ده . خو چې حقيقت ته وګورو نو انګريز ټوټه ټوټه کړي يو او بيا تللی دی. له اوسني پاکستان يا پخواني هندوستان سره مو معامله کړې ، خاوره او خلک مو خرڅ کړې دي. ايران له نړۍ سره ډغرې وهي خو مونږ د ايران لاس ته ناست يو چې که څه شی راکړي.
دا ټولې هغه خبرې دي چې بايد عبرت ترې واخلو او خپله راتلونکې جوړه کړو. ولې نن سبا د اکثره پښتنو عوامو او ليکوالو په خوله همدا باټې راووځي حتی ځينې يې لا وايي امريکا هم مونږ کشف کړې ده.
دا چې پښتانه په خپل تېر تاريخ فکر نه کوي او عبرت ترې نه اخلي نو ځکه خو د شاه شجاع او کرزي سوړه يوه ده او پښتون له يوې سوړې بيا بيا چيچل کېږي.[/quote:c0a86fd4a9]


larghonay laraway
25.01.2011

السلام عليکم!
پتنګ صيب ته نو ولې په خوريانو باندې سترګې ورسرې کوې خو راځئ چې په شريکه يوه ګټوره مفکوره وړاندې کړو او افغان ځوانان په تاريخ کې د ژوند کولو راوباسو او له تاريخه د عبرت مفکوره ورکړو که څنګه؟


عنوان

tandar
25.01.2011

لاروی صاحب سلامونه٠
ماتر اوسه ستاسو لیکنه تر اخره نه وه لوستلې،مګر نن لږ کونجکاو غوندی شوم او تر اخره می ولوستله٠
ډیرې ښکلې خبری موکړی او ټول واقیعت دی ،نن مونږ بی لاسه او بې پښو یو او بیا دنورو دلاس اله ګرځیدلې یو٠
اشغالګر په خاوره کې راته پروت همسایه لکه لیوان له بلې خوا هڅې کولې او کوی ې ،مونږ فقط په خپل پخوانې تاریخ ویاړو ،او دننې تاریخ په هکله چه راتلونکې نسل په ننې افغان افتخار وکړی ،څوک نه لرو ،چه ځان نه اکبر خان جوړ کړی او داکبر توره تر ملا کړی او یا دځان نه ننې میرویس خان جوړ کړی٠
اوملت سره په یو غږ راټول کړی دخاوری ازادی او پلارونو نوم او نشان وګټې او راتلونکی نسل ته یو افتخار پریږدی٠
دی ځپلې ملت ته باید په غوږونو کې ازان وشې چه پورته شې نن دجهاد ورځ نه ده تیره شوی روسان لاړل بل اشغالګر سره له ملګرو ې راغلی ،که وطن او ناموس ګټې ملاوې وټړې اوکه نه تر ابده به په غلامې کی پاتې وی٠
او دافغان په تاریخ کې غلامی عار وه او ده٠
اولین دشمن بی ناموسه isi پنجابی دی چه دوطرفه ې وهې٠
دوطن ددشمنانو په سر تندر٠


پتوال
31.01.2011

[quote:8d4cb86725]اولین دشمن بی ناموسه isi پنجابی دی چه دوطرفه ې وهې٠ [/quote:8d4cb86725]
محترم باوري صيب اساسي خبره مو کړې ، ځکه :
لومړی شوروي هم دا جرئت نه کاوه چې په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي خو کله چې ISI او CIA يا ضيالحق د جيمي کارتر سره دافغانستان پر ضد دسيسه طرحه او پلې کړه څو شوروي مداخلې ته اړباسي د ويتنام قصور ترې واخلي او د پاکستان يو ګوډاګی نظام په کې رامنځته کړي ، نو د تره کي حکومت يې غنيمت وباله او پښتنې سيمې يې پاڅون ته وهڅولې، له پاکستان څخه وسلوال افغانان راستول ، شوروي پرې رښتيا هم تيروت وارخطا شو او پوځي يرغل يې پيل کړ .

دوهم کله چې مجاهدين د ملارباني په مشرۍ د پاکستان له پاره ډير جالب پاتې نشول، نود امريکا په مرسته يې بيا طالبان قدرت ته ورسول .
دريم _ داځل يې د امريکا سره دطالبانو په راوپرځولو کې مرسته وکړه بې له دې چې طالبان له لاسه ورکړي . دغه دوهمخيتوب ته يې تاسو هم ګوته نيولې ده .
په دې ټولو کې پاکستان د افغانستان کلک دوښمن پاتې شوی دی .
څلورم - په روانه جګړه کې خو د ISI لاس مشهود او ښکاره دی ، که نه د پاکستان له لاسوهنې پرته نه شوروي په افغانستان بريد کولای شو اونه طالبانو له قبايلي سرحدونو څخه !


عنوان

tandar
03.02.2011

پتوال صاحب سلامونه٠
نن پنجابې isi دننګرهار دبهسودو دولسوالې دپولیسو پر پوستو او کلو هواې او ځمینې حملې کړیدې ډیر ملکې کسان هم مړه او زخمې شویدې٠
افغانستان خو دسر سړې نه لری چه دملت پوښتنه وکړې پاتې اشغالکر شول،دهغوې لپاره هم بې تفاوته ده ځکه په خپله هره ورځ افغانان وژنې او زندانو ته اچوې،پس داجنایتونه به تر څه وخته په دی بدبخته ملت باندې کیږې،څه باید وشې؟
اودادچا وظیفه ده ؟ چه نور له دغو بدبختیو ځنې خلاص شو؟
مننه٠


پتوال
04.02.2011

همدغسې هوايي او زميني بريدپاکستان د ګوشتې ولسوالۍ په اړونده يوه سيمه هم تر سره کړی دی او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده، خو د شريک بادار د غلام غلام کرزي حکومت يو احتجاج هم ونښود. پاکستان دا سپين سترګي دچا په جرئت کړې : طبعاً له يوې خوا د امريکا په په زور چې کرزی يې په لاس کې دی او له بلې خوا د طالبانو په مټ چې د کرزي حکومت يې تر ګواښ لاندې دی !
ددې دوه ويالو (امريکا او پاکستان) د اوبو په زور د افغانستان په وړاندې د پاکيانو د سپين سترګۍ ژرنده ګرځي !
د ناتو د هوايي ځواکونو د موجوديت سره د پاکُستان هوايي بريدونه د افغانستان
پر حريم باندې يو ځل بيا په ډاګه کړه چې روانه جګړه د پاکستان او امريکا د ګډپلان له مخې پر پښتنو تحميل شوې ده او د هر اړخ د لاسپوڅې ډلې ملاتړ دغه
ظالمانه جګړه نوره هم پسې پراخوي او غځوي يې !


عنوان

tandar
05.02.2011

پتوال صاحب په یوه وطن کی چه زلزله وشې،سیلابونه راشې ا وخرابې وکړې ،طیاره خطاشی تلفات ورکړی او داسې نورې حادثات ،نو اولس مشر ،یاصدراعضم فورې خپل ملک او ملت ته ځان رسوې٠
زه نه پوهیږم چه افغانستان هم څوک لری، چه همسایه هیواد ې په خاوره او ملت بمبارد کوې،دisi بی ناموسه فعالیتونه یو خواته پریږده، دی په خپله دهند په سمینارنو کی او میلمستاو کې خپل وخت تیروی٠
که د اولسې جرګې وکیلان واقعا دملت نماینده ګان وې ،نه په ډالرو اخیستل شوې وطنفرشان، باید فورې د کرزې لری کیدل وغواړې٠
اصلا افغانستان اشغال دې ،ازادې نه لرې ،څوک نشته چه ددې خاورې دازادې او دغریب ملت پوښتنه وکړې٠
په دا ډیرو لیکنو کې مو زړه راخوړین شو،دا ملت به کله ویښ او پورته کیږې،او که دتل لپاره غلامې غواړې؟
مننه٠


پتوال
05.02.2011

[quote:87039fdec6="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پتنګ صيب ته نو ولې په خوريانو باندې سترګې ورسرې کوې خو راځئ چې په شريکه يوه ګټوره مفکوره وړاندې کړو او افغان ځوانان په تاريخ کې د ژوند کولو راوباسو او له تاريخه د عبرت مفکوره ورکړو که څنګه؟[/quote:87039fdec6]
لاروی صيب زه يې درسره منم چې مونږ پښتانه د د تاريخ له ډيرو لږو پېښو څخه پند او له ټول تاريخ څخه مو عبرت اخيستلای شو ! که پند واخلو که نه دومره څه ترې نه ترلاسه کيږي خو که عبرت ته ملا وتړو هغه انقلاب به رامنځته کړو چې وايي له ځانه يې پيلوو او په نورو يې ختموو ! مونږ به د عبرت له داغ شوې کورې څخه لکه فولاد کلک راووځو او له هغه وروسته به مو هر ګام او هر قدم دومره کلک متين او کوټلی وي چې راتلونکي نسلونه به ترې صرف پند اخلي او عبرت اخيستنې ته به نه اړکيږي . مونږ بايد د احمد شاه له مړينې راوروسته بيا تر ننه پورې له خپل ټول شرمېدلي او سر خوړلي تاريخ څخه په ژور تحليل او هر اړخيزې شننۍ سره عبرت واخلو اود ځان له پاره ترې نوی ځواک پلاس راوړو !

پاڅېږه افغانه د عبرت په لاره لاړ شه
............................................................................ نلرې طاقت نور د طاقت په لاره لاړ شه !

وکړه لږ نظر ځان ته چې څومره مرداري لرم
................................................. څوک ومه او څه شوم، څومره خوار ، څومره خواري لرم

پريږده پاکستان ، ايران او روس او امريکا پر ځای
...................................................................... دُ بُر د ميرويس کړه د احمدپه لاره لاړ شه !

يو که [color=blue:87039fdec6]د اسلام او د ملت او ولس [/color:87039fdec6]واک سره
................................................................. يو کوټلی ځواک شه د وحدت په لاره لاړ شه !

پوه شه لوی افغانه چې زه اوښ ته رباب نه وهم
.......................................................................... وپيژنه ځان بيا د عظمت په لاره لاړ شه !


[/color]


عنوان

tandar
10.02.2011

پتوال صاحب سلامونه٠
ستاسو دملنګ جان شعر په پښتو او پوښتنولې مخ کې نه وينم، راته ړنګ ښکارې،په علت ې نه پوهيږم ؟
هر څوک چه ديوه داسې شخصيت شعرونه، چه دهغه ستورې، تر هغې چه جهان وې او یو افغان وې او ديوه پوښتون په وجود ساه وې ،نه هيردونکې او دتل لپاره ژوندې دې،او وې به، لرې کوې او يا ې ړنګوې ،زما په نظر دپوښتنو په زړه کې برچه منډل دې،او زه ې دغه کار په کلکه غندم٠
او که زه ې وپيژنم نو دده دټولو ليکنو سره به سخت عکس العمل ښکاره کړم ،چه دې څنګه دملنګ جان دخولې خبرې او ارمانانونه دړنګولو وړ بولې؟
ماد ملنګ ملنګ جان په شعر سره دپوښتو او پوښتونولې مخ افتتاح کړې ،نو زه دده په دغه کار سره ډير افسوس کوم٠
دزړه نه مې ورته وينې څاڅې ،نور نو دخپل خفګان اظهار نه شم کولاې٠
او تپوس کوم چه ولې؟
علت ې څه شې و؟
وطن خو مو خرڅ کړو اوس مو دملې شخصيتونو، چه خپله دارمانو نه ډک تر خاورو لاندې پراته دې، دهغوې په ښکلو او له قدر نه ډک اثارو پسې راخيستې ده؟
ډير دافسوس ځاې دې٠
مننه٠


bette
17.02.2011

په ټول افغان کی می له دی یوی خبری ډیربد راځی هغه دا چی
که فرضا یوڅوک دغواو او کنجاړوپه اړه کومه موضوع را ونښلوی
نوپه دی اربیات به یوڅوک کیدی شی دپنجاب دغواوواو کنجاړوپه اړه هم
څه ووایی ځکه دا سیمه دادواړه شیان ښه پریمانه لری
نوبل به خبره دپنجاب چودریانوته وغځوی اخر به شهباز شریف او
نوازشریف او ان پاکستانی سیاست ته ولاړه سی
په طالبانوبه راتاو اوپه کرزی به برید وشی
نوزما له دی بی ډنګی سریزی نه داپایله ترلاسه کولی شو
چی دغواوو او کنجاړو موضوع به سیاست ته ورسیږی :)

که نه منی دا پورته موضوع او په ټول افغان کی اکثره موضوعات
وګورئ چی دا کانه به ورسره شوی وی

داکوم ډول فصاحت او دبیان اصول بللی شو حوک ځواب راکولی شی ؟

دا ځواب نه غواړم داد تاریخ بحثفورم دی څوک شته چی په دی بحثفورم
کی دموضوع په مناسبت لیکنی وکړی ؟؟؟
حامدصیب دی الله بریالی لری په دی فورم کی یی په لومړی ځل
له فورم سره مناسب لیکنه کړی ده خو هغه دنورو له دسیاست تندر
پری لویدلی دی

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more