د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

داعامیانه اصطلاحات په ګډه ژبه دپوښتنوپه قومونو کی له کومه او دکوم زمان څخه مینځ ته راغلی دی؟

tandar
01.01.2011

داعامیانه اصطلاحات په ګډه ژبه دپوښتنوپه قومونو کی له کومه او دکوم زمان څخه مینځ ته راغلی دی؟
مثال٠
لکه په پکتیا کی چه مور ته ،،میر ،، واې مګر دننګرهار دولایت دسپین غره په لمنو کی لمر ته ،،میر ،، واې٠
او د،،ادی،، یعنی مور کلیمه په پوښتو او دری کی شریکه استعمالیږی٠
مننه٠



02.01.2011

ددې بدلون او کږون تر ټولو په روښانه لهجه په پکتيا کې ده ، هلته په ډيرو برخو کې
الف په سقيل لنډي (و) او (و) په (ی) اوړي لکه :
کار ته کور ، او کور ته پښتو کېر يا زور ته زېر او لور ته لير وايي . ددې آرتاړی آساني ده ، د کار څخه په لنډي (و) کور ويل آسانه دي
همدارنګه له زور څخه زير او له لور څخه لير اسانه ويل کيږي !
داسې بريښي چې دغه اسانه شکلونه لرغوني دي او
د ژبې دکلتوري (( ودې)) په پايله کې په نورو سيمو کې يې اوسني شکلونه غوره کړي او له لير څخه لور، له زير څخه زور او د فارسي څخه نه، بلکې له پښتو
کېر څخه کور جوړ شوی دی .داچې ولې دغه شکلونه په غرنيو، غير ښاري او په پيړيو پيړيو ګوښه پاتې شويو پښتنو سيمو کې
ژوندي پاتې شوي په ګوته کوي چې په نوموړو سيمو کې تاريخي -کلتوري وده هم وروسته پاتې ده او زياتو انکشافي مرستو ته اړتيا لري لکه د واحدې پښتو
تعميم په ښونځيو او مطبوعاتو کې او داسې نور !
سلامونه او درناو!


عنوان

tandar
03.01.2011

پتوال صاحب سلامونه دمعلوماتو څخه مو مننه٠
ستاسو دلاندی لیکنی په ارطبات ،ولی دابعضی لیکوال او پوهان حتی په ټول افغان کی ډیر زیات په خپلو لیکنو کی عامیانه اصتلاحات چه اصلا د مورنی اوپوښتو ژبی ته دانکشاپ او ودی په عوض داملا انشا له رویه ګټه نه رسوی بلکه په ضرر تمامیږی،خوداری نه کوی؟
مثالونه ډیر زیات دی لکه صیب،،صاحب،، مالومات ،،معلومات،، او داسی نورو کلماتوسره هره ورځ دلته مخ کیږو٠
عامیانه ژبه به ډیره خوږه وی ،مګر اصلیت دژبی باید په لیکلو کی داسی وساتل شی چه راتلونکی نسل هم پری پوه او دهغی حفاظت او تری دفاع وکړی شی٠
که ګرامر ، املا او انشا تر امکانه پوری مراعات شی شاید ډیره ګټه ولری٠
دعامیانه کلیماتو استعمالول هغلته سړی بایدوکاروی ،چه دعامو خلکو سره سړی مخامخ په مجلس کی ناست وی٠
زماله نظره داخپلی ژبی ته خدمت نه بولم٠
ستاسو نظر چه انکشافی مرستوته اړتیالری ،یومثبت نظر دی مګر په همدی ټول افغان کی ډیر ورته نه متوجه کیږی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
داچې ولې دغه شکلونه په غرنيو، غير ښاري او په پيړيو پيړيو ګوښه پاتې شويو پښتنو سيمو کې
ژوندي پاتېشوي په ګوته کوي چې په نوموړو سيمو کې تاريخي -کلتوري وده هم وروسته پاتې ده او زياتو انکشافي مرستو ته اړتيا لري !
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
البته دازمانظردی٠
مننه



03.01.2011

تندر صاحب روغ او ژوندی اوسې .
ستاسې اندتوګه تاييدوم لکه لاروی صاحب چې وايي په ويلو کې دې مفغن کلمات کاريږي خو په ليکلو کې دې عربي بڼه سوچه وساتل شي .
ولې يووخت و چې په ادبياتو کې هم حينې د ګوتو په شمير مفغن شکلونه ښه ګڼل کېدل او په هغې کې آن د خوشحال او خوشحاخان په ځای
هم خوشال او خوشالخان ليکل کېدل . په هر صورت عربي توري په فارسي کې خورا ډير دي او تلفظ يې له پښتنو نه فارسزبانانو ته ډير سخت دی
نو تلفظ يې ورته مفغن کړی خو په ليکلو کې يې يو ټکی هم نه دی مفغن کړی . خصوصاً و (ع) توری هغوی هېڅکله
په عربي ډول نه تلفظ کوي خو علم، عالم، معلوم ، معلومات او معلم او داسې نور هېڅکله د اِلم، آلِم، مالوم او مالِم په بڼه نه ليکي !
نو راځي چې له همدې شيبې وروسته پام وکړو چې مفغن شوي ټکي په ليکلو کې بېرته عربي کړو ، په تېره بيا زه، ته او لاروی صاحب به هم
د صيب، [color=red:1b89322150]کليمې[/color:1b89322150] او مالوماتو پر ځای نور سم :

[color=blue:1b89322150]صاحب، کلمه او معلومات ليکو [/color:1b89322150].

ومن الله التوفيق !،


عنوان

tandar
03.01.2011

پتوال صاحب زما مطلب همدغه دی او ددغی لاری څخه لوی خدمت خپلی ژبی ته کوالای شو ،که چیری په علمی او اساسی ډول سره لکه څنګه چه دغه ژبه راغلی باید تقویه شی ،مونږ باید په لیکلو کی دپولی دسر استلاحات استعمال نه کړو او اصل دیوه ټکی ته تغیر ورنه کړواو که نه خپله ژبه له مینځه وړو٠
زمونږ په وطن کی دسهر چای ته سمناری واې ،دلته زه خو سمناری ته ترجیع نشم ورکولای یوه استلاحی لهجه ده او داسی نور٠
که دلته دی ټول لیکوال مرسته وکړی او خپلی لیکنی دی په اصلی کلیماتو دپوښتو سره وړاندی کړی له یوی خوا به ې خپل مطلب وړاندی کړی وی او له بلی خوا به ې خپلی ژبی ته خدمت کړی و ی چه دټولو ارزو ده٠
مننه٠


رښتینی
03.01.2011

زه خپله هم کله کله دا کار کوم کله د صاحب په ځای صیب
اود معلوم په ځای مالوم لیکم خو پټه دی نه وی
چی ځینی نور عربی توری هم شته چی مفغن یاپښتو شوی دی او
اوس یی عربی توری بیخی څوک نه کاروی لکه وخت چی اصل
یی (وقت) ده یا لکه جومات درواخله چی اصل یی (جماعت)
ده

زما په اند دا کوم بد کار نده ځکه هره ژبه له پردیو ژبو سره داسی
چلند کوی او دا خبره دلمر په څیر روښانه ده که تاسو دبیلګی په
توګه عربی ته ځیرشئ نو هغه دپردیو ژبو توری دومره بدل کړی
چی سړۍ یی اصل بیخی پیژندلی هم نشی دبیلګی په توګه عرب دیموکراسی
الدیموقراطیه لیکی اوداسی ډیر نور په هرصورت هره ژبه د خپلی
لهجی مراعت کوی نو پردیو توروته دخپلی لهجی پرتوګ ورکول
په هرچا کی شته یو موږ نه یو

په مینه


عادل عادل
03.01.2011

سلامونه

د عربي ژبې له تاثر نه د خلاصون هڅه به کیدای شي چې پښتو ژبه د استغنا پر ځای دنیستی په پوله ودروي.

که عرب د نورو ژبو له تاثیر نه د خلاصون هڅه کوي، نو ډیر پر ځای کار کوي، ځکه عربي ژبه د پښتو او نورو ژبو په تناسب بې کچې ډیره غني ده.

ایرانیان همدا کار کوي، چې سوچه فارسي مروجه کړي، خو په رڼو سترګو بیا هم عربي الفاظ کاروي، د ډیر لنډ مطلب په فارسی شوي شفوي او تحریري افاده کې به ډیر وخت او ډیر پرګرافونه لیکي، چې دا خپلې ژبې ته خدمت نه بلکه د نورو ژبو سره وچ تعصب دی.


عنوان

tandar
03.01.2011

حامد صاحب خبری مو ډیری خوږی دی او ما ته خپله دغه استلاحات ډیر خوند راکوی ،زما دترور ځوی چه سمناری وواې، وطن او خپل خلک می سترګو ته ودریږی مګر زمونږ مطلب په اساسی ډول دخپلی مقدسی ژبی تقویه ده چه دا کار فقط او فقط دپوهانو او لیکوالانو له لوری اوسنی او راتلونکی نسل ته باید وشی٠
مونږ ستاسو دنظر مخالف نه یو ،استلاحی کلیمات خواږه اوساده لیکل کیږی مګر عواقب ې داصلی ژبی له مینځه وړل دی٠
مثال ،چر ته لاړی؟
چیرته ولاړی؟
لیکل او تلفظ فرق کوی،دپوښتودژبی ادبیات باید په نظر کی ونیول شی ،داهیله فقط له پوهانو او لیکوالو څخه کیږی،که چیری خپله ژبه ژوندی ساتل غواړی٠
مننه٠


پښتون.
03.01.2011

سلامونه د هنر ،ادب او پښتو نحوی د فورم درنو ګډونکونکو لیکوالانو!
ډیر ښکلی او په ځای بحث مو رانیولی چی پدی ډول د پښتو ژبی لپاره به یو ښه او ګټور بحث وی.
که چیری مونږه هغه عربی کلیمی چی په پشتو ژبه کی ترینه کار اخلو او هغه وژباړو پښتو ته او په پښتو ژبه کی یی وکاروو نو هم به پښتو ژبه بشپړه شی او هم به عربی لغتونه د پښتوژبی نه بیل شی .چی همدی لغتونو زمونږ ژبه نیمګړی کړی ده.
اوس لکه د صاحب کلیمه چی له ډیره پخوا یی زمونږه ډیرو پیژندل شوو ادیبانو او لیکوالانو صیب ته اړولی او په خپلو لیکونو کی یی کارولی او یا د یو بل د درناوی پخاطر یی کاروی نو د صاحب نه یی ښه خوند او ښه بڼه اخیستی او همداسی نوری کلیمی چی په پښتو ژبه اړول شوی دی.او دی ته باید عامیانه نوم ورنکړل شی .او نه د کلتور وروسته والی وګڼل شی.
نو که همداسی نور عربی لغتونه چی د پښتو ژبی د پرمختګ خنډ ګرځیدلی دی او هغه هم پښتو ته وژباړل شی دا به زمونږه پښتو نوره هم روانه او دعربی لغتونو نه پاکه کړی.او مونږه به خپلی پښتو کلیمی ولرو.
مننه



03.01.2011

د پښتون ورور په نظر خو دا يو پرمختګ دی چې معلومات په مالومات او صاحب په صيب او نور (( پښتو)) او مفغن شوي دي او پښتو
پرې ښکلې شوې ده . د پښتو ژبې ادب په سادګۍ ،دجملو په روانتيا ، صاف والي او خوږوالي کې نغښتی دی ، نود هغه مفغن ټکو کارول
چې معنی يې په پښتو کې نه بدليږي بېځايه نه بريښي او دا کار په نورو ژبو کې هم شته . تاسو وګورئ چې اوس له موافقې وروسته هم
تاسو کلمه نه بلکې کليمه ليکئ چې غلطه مفغنه شوې ده .
مهمه داده چې ژبپوهان او پښتو اکاديمي صلاحيت لري چې کوم مفغن شوي ټکي په ليکنه کې ومني او کوم نه . والسلام


پښتون.
04.01.2011

پتوال صیب زما موخه دا نده چی مونږه دی حتمی د عربی ژبی لغت لکه صاحب او یا معلومات او یا نور لغتونه د عربی ژبی نه کاپی کړو او بیا ترینه لکه معلومات نه چی مالومات جوړ شوی دی ،په پښتو ژبه کی وکارو .ولی مونږه په پشتو ژبه کی د دی لغتونو معنا نلرو او که شته نو ولی هغه نه کاروو ؟
مننه



06.01.2011

[quote:d0c3bb3e5e="POKHTON"]پتوال صیب زما موخه دا نده چی مونږه دی حتمی د عربی ژبی لغت لکه صاحب او یا معلومات او یا نور لغتونه د عربی ژبی نه کاپی کړو او بیا ترینه لکه معلومات نه چی مالومات جوړ شوی دی ،په پښتو ژبه کی وکارو .ولی مونږه په پشتو ژبه کی د دی لغتونو معنا نلرو او که شته نو ولی هغه نه کاروو ؟
مننه[/quote:d0c3bb3e5e]
نو ځوانه ددې مفهوم نوم (لغت) خو نه يواځې په پښتو کې، بلکې په فارسي اردو او د سيمې په هېڅ يوه ژبه کې نشته او له عربي څخه يې راخيستی
يا يې ترې د انګلېش اېنفورميشن ته پناه وړې نو دا به څنګه ژباړې ، مګر داچې زيار صيب ورته توظيف شي چې له ځانه ورته نيولوژي و ټاکي ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
لکه خبرپانګه، خبرلوښه، اويا تيار لرلی ويونی : معلومات = خبرتيا ، جمع يې خبرتياوې ؟؟؟؟؟؟
په دې صورت کې به بيا هم اعلان ته بل نوم لټوو.

همدارنګه انسان ته څشی وايې ؟ سړی؟ نه، ښځه هم انسان دی . دا له (( سړي څخه د سړي استثمار)) شعار د تره کي يوه غلطه او سرزورې ژباړه وه
چې ښکرورو انفلاقيانو تعميم کوله او ښځه يې هم په سړيو شميرله !
نود عربي ځينې لغتونه لاچاري ده، خو ، هو ، دا هم دا معنی نه لري چې خپل لغتونه يا خپل ژبني امکانات ناليدلي پرېږدو او له عربي څخه راتاو شو .

په سلامونو درنښت او زړه تلواله ( صميميت !)


larghonay laraway
08.01.2011

السلام عليکم!
په زړه پورې بحث روان دی
ما له دې بحث څخه درې غټې خبرې واخيستې چې
لومړۍ: عربي لغات او کليمې بايد په اصلي عربي شکل ولوستل شي
دويم : عربي لغات بايد مفغن شي
درېم: نوي ورته جوړ شي او يا د پښتو شته لغات وکارول شي.

د بحث لومړۍ بېلګه د پکتيا او سپين غر له لمنې پيل شوې وه چې په پکتيا کې مور ته مېر او د سپين غر په لمنو کې لمر ته مېر وايي.
لومړی خو دا چې په ټوله پکتيا کې څوک مور ته مېر نه وايي او ټول (و) په (ی) نه بدلوي. بلکې دا د کرلاڼي ټبر د ګړدود يوه ځانګړنه ده چې اکثره وخت (و) په (ی) بدلوي. دا که په پکتيا کې دي، که د هيواد د مرکزي ولايت (وردګ) دي، که د سپن غر د لمنو کرلاڼيان دي او که له سپين غر نه ورهاخوا خټک، وزيرستانيان، کورمي وال او نور دي. دوي په اکثرو کليمو کې (و) په (ی) بدلوي خو ځينې يې ډېر زيات بدلوي او ځينې يې په کم شمېر کليمو کې بدلوي. د بېلګې په توګه تڼي، ګوربز، وزير، مسيد (مسود) او ځدراڼ په اکثره کليمو کې (و) په (ی) بدلوي. لکه : (خور، مور، کور، زور، تور، نور او داسې نور) په (خېر، مېر، کېر، زېرو تېر، نېر او ...) بدلوي. خو ځاځي، توري، خوږياڼي، وردګ، منګل يې په کم شمېر کليمو کې بدلوي. لکه : (غوړ، غوږ، پوزه، او نور ) په (غېر يا غوېړ، غېږ، پېزه او نور)
پاتې شوه د لمر او مېر خبره. په اصل کې دا د زړې پښتو يا اوستا ټکی دی چې هلته (مهر) دی نو هغه پښتانه چې (لمر) په (مېر) تلفظ کوي هغوی په کم تغير سره همغه لرغونی لغت ساتلی دی.
د پوزې او پېزې په اړه مې په پېښور کې د يو خټک شاعر عجيب دليل واوريد . هغه ويل تاسو پېزوان وايئ او که پوزوان ؟ نو پېزه ځکه سمه ده چې پېزوان ورسره جوړېږي.
په هر صورت دا د هغه دليل ؤ خو اوس بايد مونږ او تاسو همدغه منل شوي او تر دې دمه په ليک کې خوندي شوي لغتونه وکاروو او په ليکلو کې (و) په (ی) بدل نه کړو. ځکه چې معيار معيار دي او منل شوی دی نو مونږ يې هم منو!
اوس راځم د عربي او مفغن بحث ته
دا چې عربي يا بله ژبه له نورو سره څه ډول چلند کوي دا دليل کيدلی نه شي ځکه چې عربي ته ډېر کار شوی او تر ډېرې کچې خپل لغات لري خو که کله د نورو ژبو لغات ورځي لکه ډيموکراسي او کمپيوټر او هغوی يې معرب کوي نو دا د عربانو يوه نيمګړتيا ده. ځکه چې هغوی د پرديو ژبو لغتونه سم نه شي تلفظ کولی. حتی خاص نوم چې په هيڅ ژبه کې بايد وانه ړول شي بيا هم عربان (کراچۍ) ته کراتشي وايي ځکه چې د هغوی د تلفظ نيمګړتيا ده. نو مونږ بايد له خلکو سره په بشپړتابه کې سيالي وکړو نه په نيمګړتابه کې (خذ ما صفا و دع ما کدر)
پتوال صیب ښه خبره کړې چې اکاډيميک کسان دې دا په ګوته کړي چې کوم مفغن پرېږدو او کوم وکاروو. ولې دا خبره هم ډېره ستونزمنه ده. ځکه نن سبا حتی زمونږ اکاډيميک ليکوالان هم ځينې د (انا) په ستونزو او ځينې د (سيمې او خېل) په ستونزو کې نښتې دي او فکر نه کوم چې کومې نتيجې ته ورسېږي.
زما وړانديز دا دی چې راځئ د منطق او قاعدې لوري ته مخه کړو چې نه يې اکاډيميک رد کړای شي اونه بل څوک او ژبې ته هم ګټه ورسېږي.
يعنې يوه قاعده جوړه کړو چې مفغن ومنو که ويې نه منو؟
که منو يې نو بايد هر څوک ازاد وي او حتی (عالم په الم) او (عقل په اکل) وليکي چې دواړه يې حتی معنی او مفهوم هم وربدلوي.
دا چې زه د مفغن خلاف يم زما دلايل دا دي:
د ټولو پښتنو سيمو خلک د عربي لغتونو په تلفظ کې ستونزه نه لري. نو که هغه څوک چې (قران) تلظ کولی شي او مونږ ورته اجازه ورکړو چې عربان له نورو ژبو سره بد چلند کوي او يو شمېر پښتانه (ق) نه شي تلفظ کولی نو بايد (کران) ووايئ نو هغوی به له اسمانه ځمکې ته راوارتول شي او هيڅکله به هم ورته د منلو نه وي.
همدا راز هغه پښتانه چې (ح، ع، ق، ف، او نور) تلفظ کولی شي نو هغوی هيڅکله هم له لوړې پوړۍ ځان نه راغورځوي.
په مفغن کولو کې مونږ دپښتني ټولنې يوازې د کمزورې او ناسم تلفظ کوونکو برخه په پام کې نيسو چې دا سم انډول يا تعادل نه دی!
ځکه د هرې نيمګړتيا د بشپړتابه هڅه بايد وشي نه دا چې سم هم ورسره نيمګړي کړای شي!
که داسې وي نو يو شمېر پښتانه بيا پښتو توري (ښ، ږ، ځ) هم په (ش - خ، ګ ، ز) سره تلفظ کوي نو له هغوی سره به څه کېږي؟
دويم دليل: اصلاً د (مفغن) کلمه په خپله يو جنجالي تقليد دی. ځکه که د (معرب او مفرس) اصطلاحات شته نو هغه جوړېږي ځکه چې هدف ترې په زوره عربي کول او فارسي کول دي. نو مفغن خو د (په زوره افغاني کولو) په معنی دی چې زمونږ ژبه افغاني نه بلکې پښتو ده!
نو د مفغن اصطلاح هم نيمګړې ده. که مونږ يوه دروغجنه حيله جوړوو چې په اصل کې پښتو افغاني ده نو هغه تېرې خبرې وې . اوس که دا منو چې ژبه مو (پښتو) ده نو د مفغن اصطلاح ورسره نه جوړېږي او هسې د ځينو شرقي پښتنو د نوې دود شوې اصطلاح په څېر بې معنی ښکاري لکه : ( دا بل دا مې) هاهاها

په پورتني بحث کې يوه بله خبره هم وه چې نوي لغتونه بايد جوړ شي او يا د پښتو شته لغتونه وکارول شي. که چېرته د پښتو شته لغت وي نو نه عربۍ ته اړتيا شته او نه هم نوي جوړولو ته !
دا چې زه اکثره وخت (صاحب) ته صيب ليکم تېروتنه کوم ځکه چې مونږ ښاغلی لرو!
د ښاغلي ډاکټر زيار دا خبره سمه ده چې هيڅ ژبه په خپلو لغتونو نه پوره کېږي نو له همدې کبله پورويونو او نويو جوړونو ته اړتيا شته خو نوې جوړونه په دې معنی نه ده چې مونږ دې يوازې په عربي پسې راواخلو او هغه عربي کلمه چې زمونږ يو شپون، بزګر، زده کړی او ملا ټول پرې پوهېږي هغې ته دې نوی پښتو لغت جوړ کړو. دا کار ژبه پردۍ کوي او حتی بې خونده کوي يې.
ستاسو د نورو ګټورو نظرونو په هيله
ستاسو لرغونی لاروی


عنوان

tandar
09.01.2011

لاروی صاحب ته سلامونه په ښه سهر کی وړاندی کوم٠
خبری ډیری مطلب یو دی ،عامیانه اصطلاحات په خپل ځای کی ښکلا لری ،مګر دکاغذ پرمخ دلیکلو دمکالمی په وخت کی تر هغه اندازی چه خپله ژبه کی ورته ټکی لرو او دراتلونکی نسل دپوهولو لپاره هم زیاته مرسته کوی ،که ولیکل شی ښه به وی٠
دپوښتنو په قومونو کی عامیانه اصطلاحات ډیر زیات دی لکه په خوګیاڼیو کی غوړو ته غیړی واې او په شینوارو کی حتی خدای ته ،،خولای ،، مثال، خولای او دوربابا ته وګوره چه غلی کښینه٠ او یا کښینه ته کینه واې٠
مګر بعضی کلمات دی چه له یوه شی نه نماینده ګی کوی ،مګر دمعنی موقف ې فرق کوی لکه پټکی او لونګی دا کلمی هم رواج دی ،په دی کی لونګی لږ په قدر سره یادیږی ، پلانی ته ې لونګی ورپه سر کړه سر له ننه دکلی ملک شو٠
دلته دپټکی کلمه دخپل موقف نه لږ سپکه ده ،درنه نه ده،داسی می نه دی اوریدلی چه پلانی ته ې پټکی ورپه سر کړو سر له ننه دکلی خان دی٠
یعنی عامیانه اصطلاحات دژبی دودی اوتکامل له نګاه نه ماته دومره ګټور نه ښکاری لکه په اصلی شکل چه ولیکل شی٠
مثال٠ دابه ښه وی چه ووایو ،،کټوه کی غیړی ډیر واچوه چه ښوروا ښه ښه غیړه راشی او که ووایو کټوه کی غوړی ډیر وراچوه چه ښوروا ښه غوړه راشی؟
دلته هدف لیکل او خبری کول دی،په خبرو کی ددغو دکلمو تغیر او لنډول فرق نه کوی مګر په لیکلو خصوصاسیاسی ،اجتماعی ،اقتصادی اومذهبی جر او بحث کی که دټکو اصلی شکل راوړل شی دژبی بقاته دراتلونکی نسل لپاره به ډیر په ګټه په ګته تمام شی ٠
دازما نظر دی
مننه٠



09.01.2011

محترمو!
آيا تاسو دا نه دي اورېدلي چې فلاني طالب العلم ته يې د ملايۍ پټکی يا پګړۍ وتړله او له همدې شېبې وروسته د ملا
يا مولوي صيب په توګه وپېژندل شو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
خو دا به نه وي اورېدل شوي چې فلاني ملا ته يې د مولويتوب لونګۍ وتړله ،او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دا يو د ديني قدر او عزت درجه او سمبول او دا بل د ولسي قدر سمبول راښيي ، نو ښايي د يو وزن هم کم نه وي !
پګړۍياپټکی زيات دمشرانو او لونګۍ زيات د ځوانانو لپاره او په اړونده رنګ وي ، لونګۍ د ملک تر درجې رسيږي خو پګړۍ او پټکی ان دپادشاهۍ  دتاج پر ځای پښتنو شاهانو  کارولې ده ، سړی نشي ويلی چې  احمد شاه بابا ته يې د پادشاهۍ لونګۍ ور په سر کړه خو ويلی شي چې د پادشاهۍ پګړۍ (= عمامه ) يې ور په سر کړه ٠ والله اعلم بالثواب ٠  


larghonay laraway
10.01.2011

سلامونه
تندر صاحب بحث درنه يو څه لړل شوی دی. ځکه خبره اصلا په مفغناتو وه خو تاسو په خپله ليکنه کې هيڅ پرې نه دي ويلي. بله دا چې تاسو ډېره تکيه په لهجه کړې ده او په لهجه کې مو هم داسې بېلګې راوړي چې تر اوسه هيچا هم نه دي ليکلي نو بحث کول پرې څه معنی؟
تاسو به هيڅکله هم نه وي ليدلي چې چا خدای ته خلای ليکلي وي. همدا راز دا به مو هم نه وي ليدلي چې چا ليکلي وي: (کټوه کی غیړی ډیر واچوه چه ښوروا ښه ښه غیړه راشی)
همدا راز په يو شمېر کليمو سم نه يئ پوهيدلي او له ځانه مو ليکلي دي چې دا ښه ده او هغه بله ښه نه ده لکه : لونګۍ او پګړۍ. دا دوه بېل څيزونه دي. لونګۍ يو څه موډرن او عصري ده چې رنګارنګ مړه رنګونه په کې کارول شوې وي او کرښې لري. يا ساده وي خو خپل جوړښت لري. اکثره شينواري، افريدي، د کورمې بنګښ، توري، تيراوال ، مومند، د مزار پښتانه او غيرپښتانه، پغمانيان او يو شمېر نور په بازار کې تيارې جوړې لنګۍ اخلي او هر څوک يې د خپلې سيمې له دود سره سمې تړي. يعنې مومند او افريدي او کورمي وال يې نېغه شمله پرېږدي او د پوزي په خولۍ يې دومره ښايسته تړي چې له تاج نه هم ښه ښکاري. په دې لونګيو کې ډېرې اصيلې يې حتی وريښمينې هم وي او يا لکه دا اوس چې په بازارونو کې د پېښورۍ، مزارۍ او ثمرخېلۍ په نامه مشهورې دي او اکثره يې له کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه راځي. همدا راز د وزيريستان د خلکو هغه زېړ رنګه لونګۍ چې نېغه شمله نه لري خو ډېره غټه وي او حتی له هندوستان څخه يې راوړي چې ډېرې ښې يې هيندوستانۍ دي په افغانستان کې يې د کټواز خلک هم کاروي لکه نادرخان کټوازی. زما دوستان دي د پېښور په چوک يادګار کې د ننګرهار د ثمرخېلو دي له پخوا راهيسې د لونګۍ جوړولو کار کوي او هلته يې دوکان دی ډېرې ښکلې لونګۍ جوړوي خو پګړۍ نه جوړوي. په لونګۍ باندې په ډاګه لونګۍ ليکل شوې وي. خو پګړۍ بيا مشخص ټوکر وي چې د رخت په دوکانونو کې د شال، سان، او په نورو نومونويادېږي او اکثره يې تياره جوړ ه شوې نه وي بلکې د هر چا خوښه ده چې څوکزه پګړۍ ځانته اخلي.
د کندهار، هلمند او ځينو نورو ولايتونو خلک او د ټول افغانستان ملايان اکثره پګړۍ تړي او د کندهار خلک پګړۍ ته (بګړۍ) وايي خو رشاد صيب بګړۍ بده ګڼي او وايي پګړۍ ليکئ.
ولې ځينې خلک د لونګۍ او پګړۍ توپير نه کوي او دواړه يو ډول کاروي خو سپک يو هم نه دی او تندر صاحب بېځايه په پګړئ راغورځيدلی دی.

بابرزی وايي: څوک دې په کاڼي څوک دې ولي په ګولۍ پښتونه
څوک دې له سره غورځوي هسکه پګړۍ پښتونه

تندر همداراز يوه بله تېروتنه هم کړې ده چې (کښېنه ته يې سمه او کېنه ته يې ناسمه ليکلې ده. په داسې حال کې چې سم او ناسم په کې نشته او ټول پښتانه (کېنه) وايي او ليکي. يوازې د کندهار پښتانه (کشېنه) وايي خو بايد ويې نه ليکي.

ما چې د ښاغلي تندر ليکنې ولوستې نو په خپله يې هم املا سمه نه ده. حتی هغه خبرې چې هيڅ اختلاف په کې نشته او مفغنې هم نه دي هغه هم داسې ليکي لکه د کابل يا د کابل شاوخوا هغه پښتانه چې پښتو داسې وايي لکه له پاړسي نه يې چې ټکي په ټکي ژباړه کوي. تاسو د بېلګې په توګه د تندر دا لاندې جمله ولولئ ایا دا پښتو ده؟

[quote:f89ac197f4]مګر بعضی کلمات دی چه له یوه شی نه نماینده ګی کوی[/quote:f89ac197f4]


عنوان

tandar
10.01.2011

ټر ټولو دمخه درنو وروڼو هر یو پتوال صاحب او لاروی صاحب ته احترامونه وړاندی کوم٠
١، پتوال صاحب ته لنډلیکم٠
لونګې، پګړی، پټکی ٠
عالی الاعلا،اعلا،ښه٠
زیاته رڼا اچول ې تاسو ته پریږدم٠
داځانته په خپل ځان کی یو بحث دی
٢،دلاروی صاحب نظر می ټول دوخت دکموالی له کبله نشو لوستلی٠
لاروی صاحب یو خدای پاک پوره دی انسان تل سهوه کوی اومکمل کیدلای نه شی زما دغلطیو دنیولو په هکله درڅخه مننه کوم ،ځکه چه زه هم یو انسان یم٠
زماپه نظر اصل موضوع مو یوی خواته غورځولی او ډیر وخت په لونګیو ضایع کړی ،چه داپه خپل ځان کی یو بحث دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
سوال،ځواب، عامیانه اصطلاحات، کاغذ،قلم یعنی لیکل اوبس٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خو دلنډ نظر اچولو نه ې داسی پوه شوم چه هر یولیکوال اصلا زما د سوال دهدف تر څنګ تیریږی٠
لاروی صاحب زما منظور همدغه دی چه په لیکنو کی باید دپوښتو ټکی لکه څنګه چه داملا او انشا له رویه په اساسی ډول لرو باید ولیکل شی ،نه دعامیانه دلهجی په ډول چه دغه تغیر ورکونه دژبی ادبیاتو ته ګټه نه لری بلکی ضرر لری٠
یعنی مونږ باید دکښینه پر ځای باید کینه ونه لیکو٠
کینه ،اصلا ،بعض، عداوت معنی هم ورکوی ،که په تلفظ کی لږ تغیر ورکړو٠
زه ې درسره منم چه خلای باید ونه لیکل شی ،داچه یومیه دشینوارو خلک ې په خپله مکالمه کی استعمالوی ځانته یوه عامیانه لهجه ده ،مګر په لیکونو کی باید ونه لیکل شی،زمامنظور چه لنډ او واضح ې ولیکم دادی چه عامه اصطلاحات او دپولی دسر خبری چه دپوښتو بعضی کلمات ې لنډ او ساده کړې دقلم او کاغذ دکارولو په وخت کی خصوصا په رسمیاتو کی لکه یوه نوی ژبه مینځ ته رانشی چه دپوښتو دژبی اصلی شکل له مینځه لاړ نه شی٠
اوکه چیری دټولو وروڼو لیکنی داملا او انشا له رویه یوه ژبپوه عالم او پوښتو لیکوال ته وړاندی کړو ،شاید دغلطیو نیولونه ې ستړی شی٠
اول څو رقمه ،ی، لرو٠مثال ،،ې،ۍ،ی،ئ٠
ایا ټول ورونه دغه ،ی، ګانی په خپلو لیکنو کی مراعات کولای شی؟
ځواب ې نه دی، پری نه پوهیږی که واقیعت ووایو او واقیعت تریخ دی٠
زه خپله خوښ یم چه دومره کولای شم چه یو څوک په خپل مطلب پوه کړم مګر دپوښتو دژبی دپوهی دعوا ځان ته اجازه نه ورکوم٠
مننه٠


عنوان

tandar
10.01.2011

لاروی ته سلام٠

ستاسو لیکنه٠
تندر همداراز يوه بله تېروتنه هم کړې ده چې (کښېنه ته يې سمه او کېنه ته يې ناسمه ليکلې ده. په داسې حال کې چې سم او ناسم په کې نشته او ټول پښتانه (کېنه) وايي او ليکي. يوازې د کندهار پښتانه (کشېنه) وايي خو بايد ويې نه ليکي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
که کینه چه عام او دپوښتو ژبی په ادبیاتو کی رسمیات ولری ،البته دکښینه او یا کشینه په عوض ٠؟
پس لطفا ،، کینه ،، مثال ٠ هغه ډیر کینه کښ سړی دی٠
کینه ګر او داسی نور چه دلته دبعض ،عدوت ،جیلی ،په زړه کی غوسه ساتنه معنی ورکوی ،په څه شکل سر ه باید ولیکل شی ؟
یابه خپله خوله کی ژبه دمار غوندی اړه و او راړو ترڅو چه دا یو توری صحیح دمختلفو معنی ګانو لپاره تلفظ کړی شو٠
ددی عامل عامیانه اسطلاحات دی چه یو دهقان ې دقلبی په وخت کی هم استعمالوی ،
نوله دی جهته پوښتو یوه ژبه شوه چه څنګه چیرته وویل شوه ،باید په لیکلو کی همهغسی ولیکل شی ،نه ګرامر،نه قاعده نه وخت ،نه نوم،نه فعل،نه ضمیرونه داټول باید صفر کی ضرب شی٠
لاروی صاحب په خوګیاڼیو کی دسهار چای دسمناری په نامه یادوی، که زه چاته لیک ولیږم چه دراتلونکی جمعی دورځی دسهر چای لپاره زمونږ کورته تشریف راوړه،ایا ورته ولیکم چه د راتلونکی جمعی ورځی سمناری لپاره زمونږ کور ته راشه؟
ددی څخه معلومیږی چه پوښتو بډا ژبه نه ده او دڅو مختلفو مفهومو لپاره فقط او فقط له یوی کلمی استفاده کیږی٠؟
همدغه عامیانه اسطلاحات دی چه بنیاد او اصلی تورو ته تغیر ورکوی ،او زه په لیکلو کی ددی مخالف یم٠
پتوال صاحب په خپل اول او دویمه لیکنه کی که چیری ې ولولی ښکلی او روښانه نظر وړاندی کړیدی٠
مننه٠
زه کوښښ کوم چه غلطی ونه کړم ،بیاهم بښنه غواړم٠


پښتون.
10.01.2011

له درنو ژبو پوهانو څخه هیله کوم چی د[color=red:bba3c3d8e8] مفغن [/color:bba3c3d8e8]لغات معنا راته روښانه کړی چی د دی لغات معنی او مفهوم څه دی او له کومی ژبی اخیستل شوی دی.
ځکه پدی ورځو کی د ښاغلی پتوال او ښاغلی لاروی په لیکنو کی ډیر په سترګوکیږی.
مننه
ښاغلی پتوال لیکی[quote:bba3c3d8e8] راځي چې له همدې شيبې وروسته پام وکړو چې مفغن شوي ټکي په ليکلو کې بېرته عربي کړو ، په تېره بيا زه، ته او لاروی صاحب به هم
د صيب، کليمې او مالوماتو پر ځای نور سم :
صاحب، کلمه او معلومات ليکو [/quote:bba3c3d8e8]
د ډیرو لویو لیکوالانو په لیکنو او مرکو کی اوهغوی د یو بل د درناوی پخاطر همدغه د صاحب کلمه صیب کارولی ده او لاتراوسه یی هم کاروی نو بیا ولی یی مونږه هم همدغسی ونه لیکو.د صاحب سره پښتو لهجه سمه پاړسی ته واوړی.او د پاړسو ژبی ویونکی خدای پاک د ټولو تورو د تلفظ نه هم محروم کړی دی.مګر بیا پښتون لیکوال په واضح لهجه او فصاحت سره په پاړسو خبری کولی شې.


عنوان

tandar
10.01.2011

پو ښتونه که واقیعت درته ووایم ،دا موضوع که هغه قضاوت خانی ته ،،ناندری،، ته انتقال شی ښه به وی٠

دلاروی صاحب لیکنه٠
ما چې د ښاغلي تندر ليکنې ولوستې نو په خپله يې هم املا سمه نه ده. حتی هغه خبرې چې هيڅ اختلاف په کې نشته او مفغنې هم نه دي هغه هم داسې ليکي لکه د کابل يا د کابل شاوخوا هغه پښتانه چې پښتو داسې وايي لکه له پاړسي نه يې چې ټکي په ټکي ژباړه کوي. تاسو د بېلګې په توګه د تندر دا لاندې جمله ولولئ ایا دا پښتو ده؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
وروره رښتیا واې ما ،اول صنف په بامیانو کی ،دویم صنف په بګرام کی د٣ نه تر ٦ صنفه پوری په بدخشان کی باقی دوره دمکتب او محصیلی په کابل کی تیره کړی مګر په عالی درجه سره که غواړی ټولی شهادتنامی هم دلته درته وړاندی کړم ،زه خپله پری افتخار کوم ،تاسو دیو ه ساده سړی سره بحث نه دی روان کړی ،مونږه هم دڅو کتابونو مخونو کی کتلی او یو څه تری زده کړی٠
مګر زما ډیر وخت په دری زبانو کی تیر شویدی،تاسو ته حق درکوم٠
که بل څوک زما پرځای وی شاید دومره ې لتاسو سره خبره نه وی اوږده کړی او زه خپله همدومره په دری او حتی چه مبالغه درته ونه کړم په جرمنی ژبه کی هم حاکمیت لرم چه له یو چاسره په خبرو او لیکلو کی په ګرامری شکل یوه موضوع تحلیل کړم او له واقیعت نه دخپلی پوهی په اندازه دفاع وکړم ٠
ستاسو ورستی انتقاد دډیرو خبرو عامل شو،زه په انتقاد خوښیږم اوله انتقاد کونکی څخه مننه کوم ٠
مننه٠


larghonay laraway
11.01.2011

سلامونه:
ښاغلی تندر!
تاسو په رښتيا چې ډېر لوړ احساس او ښه فکر لرئ . دا خبره مو ډېره په زړه پورې ده چې د لهجې پر ځای بايد معياري ژبه وليکل شي.
خو ګران تندر بايد دا ومني چې په خپله هم په ليکلو کې ګڼې ستونزې او تېروتنې لري چې څو بېلګې يې ورپه ګوته کوم :
ښاغلی تندر په خپلو ليکنو کې پښتو ياګانې هيڅ نه مراعتوي !
چه: پښتو معياري ليکدود کې (چه) نه بلکې (چې) ليکل کېږي او په پاړسي کې (چه) ليکل کېږي.
(ې): په پښتو ليکدود کې (يې) ليکل کېږي
(مګر) دا پاړسي دی او په پښتو کې (خو) ليکل کېږي
(پوښتو) دا پښتو ليکل کېږي
د جملو سکښت او جوړښت يې ټول پاړسي دی. که څه هم ښاغلي تندر په ډاګه کړې چې په دري ژبيو سيمو کې يې زده کړې کړي خو که ښاغلی تندر په دې بحثونو کې همداسې ژوندی او ګړندی ګډون ولري او ورسره د معياري ليکنې هڅه وکړي نو باور دی چې ښه پوخ پښتو ليکوال به ترې جوړ شي.

که څه هم ما د پګړۍ او لونګۍ ښه څرګندونه کړې وه خو نه پوهېږم چې بيا هم ورسره کومه پوښتنه پاتې ده چې وايي دا بېل بحث دی او بايد روښانه شي.
ښاغلی تندر د ښه احساس او ښه نظر تر څنګ د پښتو ژبې په اړه ډېره لږه او سرسري مطالعه لري. ځکه چې دی د (کېنه) او کينه) تر منځ په توپير نه دی پوه شوی او فکر کوي چې کېنه که وليکل شي نو (کينه کښ او کينه ګر) به ترې وانګيرل شي. ولې دواړه جوت توپير لري او هيڅکله هم يوه کليمه د بلې پر ځای نه کارېږي.
همدا راز له تندر څخه د سبناري کليمه هم ګډه وډه شوې ده. ځکه چې دا په اصل کې (صبا ناری ) دی چې صبا په س هم ليکل کېږي او لنډيز يې د يو بشپړ ګرامري اصل له مخې (سبناری) شوی دی. (سبناری) د سبا او ناري له کليمو څخه ترکيبي جوړ شوی نوم دی چې د سهار چای يا خوړو ته وايي.
ناری په پښتو کې خوړو يا ډوډۍ ته وايي. کله چې په پښتنو کې څوک چاته مېلمستيا کوي نو (ناری) ورته وايي.
ممکن دا هم له عربي صبح او سبا څخه اخيستل شوی وي ولې سبناری اوس پښتو کليمه ترکيبي کليمه ده چې د سهار خوړو ته وايي.
دا چې تندر ورته چای وايي نو په سهار کې خو څوک يوازې چای نه څښي بلکې هر څوک د خپلې وسې سره سم څه نور هم ورسره خوري. حتی په کليوالو پښتني سيمو کې چې سهار خلک غره، پټي او کار ته ځي نو سبناری يې ډېر په زړه پورې وي چې (پاستي، هګۍ، حلوا، حتی په ژمي کې لاندی او نور ) ورسره وي.
دا سبناری مې ګيدړ يوړو
سبا به ځم د ګيدړ غار به لټوومه
تندر ليکي:
ددی څخه معلومیږی چه پوښتو بډا ژبه نه ده او دڅو مختلفو مفهومو لپاره فقط او فقط له یوی کلمی استفاده کیږی؟
د ژبې بډاينه همدا ده چې د مفهوم لپاره کليمه يا کليمې ولري. او پښتو ډېره بډايه ژبه ده ځکه چې د هر مفهوم لپاره ګڼې کليمې لري نه مفهومونه!

پښتون ورور ليکلي چې د مفغن معنی راته روښانه کړئ نو ما خو مخکې هم ليکلي چې ( مفغن يعنې افغاني کول) نو دا کليمه له اره سمه نه ده ځکه چې زمونږ ژبه پښتو ده نو دې کليمې ته حتی پښتو نوم هم نه لرو خو تر ټولو ډېر ورپورې نښتي يو او له هرې عربي کليمې څخه مفغن جوړوو.
مفغن په اصل کې له عربي ژبې اخيستل شوې ده چې هغوی ځينو کليمو ته چې له نورو ژبو وي او په زوره يې عربي کړې وي (معرب) وايي او پاړسيوانان ورته مفرس وايي. نو که مونږ ورته مفغن وايو نو بايد پښتو ته هم افغاني وليکو نه پښتو!


عنوان

tandar
11.01.2011

لاروی صاحب سلامونه٠
ستاسو په دی لاندی لیکنی سره زماسوال ، ځواب شویدی،دغلطیو په نیولو سره پوهه مینځ ته راځی زه پری خوښیږم،او دغه کار دپوهانو،وروڼو اودوستانو ته هرکلی کوم٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تاسو په رښتيا چې ډېر لوړ احساس او ښه فکر لرئ . دا خبره مو ډېره په زړه پورې ده چې د لهجې پر ځای بايد معياري ژبه وليکل شي.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ستاسو دنورو ښکلو مشورو په هیله٠
مننه


عبد السلام
11.01.2011

لاروی صاحب! اول مې سلامونه ومنه او بیا ورسره درناوی :
وروره! دازمونږ مبارز پښتون ورور تندر ريښتا چې دروند دی ، دا پدا چې په رغنده سمونه لا خوښ شوی ، تاسو دواړو ته دې خدای خیر درکړي .
لاروی صاحب، یو ټوکه او بیا یوه وړکوټکې شانتې پوښتنه ! ټوکه داسې ده : دوه طالبانو د پوستکو او (کُلمو)کولمو شرکت لوحه داسې لوستله: دپوستکو او کَلِمو شرکت !!! پوښتنه داده چې ایا تاسو هم کلمه په [color=darkblue:85d2bc0c17]کلیمه[/color:85d2bc0c17] دهمدې ویرې له امله لیکئ،او که دکوم بل حکمت پر بنسټ ؟؟؟

په درنښت


عنوان

tandar
11.01.2011

عبدالسلام وروره سلامونه ،ګوره ماته دی سلام نه دی لیکلی ،مګر په بحث کی دی یادکړی یم او ته ښه خبر ې چه زما سر له ننه رتبه دمارشال فهیم نه لوړه ده٠
یعنی په ٥ کی حساب شوم٠ :roll: :roll: :roll: :roll:
اوسوال به دی لاروی صاحب ځواب کړی ،ځکه چه زه نن دډیرو ستورو په سالګره کی بند یم :roll: :roll: :roll: :roll:
ستاهره خبره او لیکنه ماته دکیمیا بوټی ښکاری٠
مننه


عبد السلام
11.01.2011

تندره وروره! السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته !
مارشالی دې مبارکه شه !!! خو اوس وایه چې له دې پس به څهشی شي؟ خدای مکړه چې تقاعدې وانخلې !!! که داکار دې وکړ زه هم دا پاڼه پريږدم :?


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more